مونږه ددوحی طرحی ته په خوشباوری سره کتل او هیله مو وه چه طالبان به دافغانستان اوسنی ملوک الطوافی چه په هر دفتر او شعبه کی روانه ده له مینځه یوسی. مونږه هیله درلوده چه د ۱۹۹۶ کال په څیر به پاکه اداره راولی او هلته به بیا داسلام او خلکو خدمتګاران راسی او په دی ډول به داسلام ددښمنانو اوسنی ګلګلمیری له مینځه یوسی. 

مونږه هیله درلوده چه دارګ اشغالګر به لیږ سد خپل سرو ته راوړی او په خپله ماته او ناکامی به معترف او دهغه له مخی به خپل تصمیمونه ونیسی ترڅو دافغانستان داشغال په اخر کی یوڅه انسانی محبت وښیی. خو داسی ثابته سوه چه هغوی دخپلو ګټو په خاطر ایدیالوژی، نژادی توپیر او نور داسی ټکی چه په هغه خپل خلک او نور خطا کړی استعمال کړل او له خپل خره کته نسول. دهغوی ټولی هغه هلی ځلی چه دسولی لپاره خنډ پیدا کړی په هر قدم کی په مخه ولاړی. مګر افسوس. 

افسوس ددوی په بیخبری او خوشباوری. هغوی لا تراوسه نه وو پوه سوی چه امریکا ایدیالوژی د استعمار او اشغال لپاره استعمالوی. امریکا دخپل څلورسوه کالو په دوران کی دنورو خلکو له قتل او له هغوی نه دغلا نه سوا بل کار ندی کړی. که غلا بی جنګه وی نو ورته ښه ده که نه بیا نو قتل او خونخواری په کار اچوی. 

دارګ اشغالګرو دا درک نکړل چه امریکا ماته سوی او نور هغوی په شرمو شرمیږی او اقتصادی رسوایی یی رامینځ ته کیږی مګر له افغانستان نه ووځی. ارګ خوشباوره وه چه بایدن به خپل عسکر ونباسی او داوباما او ټرمپ په څیر به دامریکایی اردو دخونخورو او داقتصادی مافیا داجنتانو په چالو کی ګیر سی. هغوی نه پوهیدو چه بایدن د پنځوسو کالو پوخ شیطان دی چه دارګ اشغالګر به پخپلو ګوتو ونڅوی. 

اوس بایدن دامریکایی غرور سره ددوحی تړون مات کړ. خو بیا هم خپل عسکر له افغانستان نه باسی. اروپایی مستعمری دناتو له دروازی نور په اور کی دخاشو وهلو وخت نلری. هغوی به هم دخپل ماستر سره یوځای وځی. 

دارګ اشغالګرانو دومره عقل نه وو چه په امریکایی لوبه پوه سی. هغوی دکابل سقاویان او شاشجاعان وشکارل او دسولی لیاره یی په ټپه ودروله. هغوی امریکا پریښودو چه د افغانستان په اینده ورځو کی دخوشال او پیاوری افغانستان لپاره درد سر جوړ کړی. هغوی قسم خوړلی وو چه له تالبانو سره به سوله نکوی. هغوی داسی شرطونه وړاندی کړل چه هغه نه تنها غیرمعقول وو بلکه دهغو وړاندی کول دافغانانو په هوښیاری باندی مسخره وه. 

اوس چه امریکایان کامیاب سول تړون مات کړی او له افغانستان نه هم ووځی دترکیی غونډه یی رامینځ ته کړه چه هلته دخپلی خوښی شرایط رامینځ ته کړی. هغوی هیله لری چه دعسکرو له وتلو نه وروسته هم په افغانانو حاکم واوسی. نو ددی له کبله دا لاندی خطرونه سته چه دافغانستان په آزادی او استقلال به بده اغیزه ولری. 

اول: دسیکیولر کسانو په قدرت کی پاتیدل. داکسان پرونی کمونست، سقاوی، او کاپیټلیست خلک دی چه دا تیر څلویښت کاله دپردو ددلاسونو اله ول. هغوی به دلیبرلیزم او کاپیلیزم سرتیری مدافعین وی او په دی توګه به دپردیو دلوبو توپونه وی ترڅو چه دافغانستان هره بدبختی جاری وساتی. 

دوهم: داکسان به کوشش وکړی تالبان داخوانیانو په څیر خطا باسی. مونږ د انګریزانو او نورو اوروپایی اشغالګرانو تاریخ ته باید وګورو. مونږ باید دتاجکستان، مصر، او نورو عربو حکومتو ته وګورو. مونږ باید پاکستان او نورو کمانویلت دولتو ته وګورو او په خاص ډول مونږ خپل تاریخ ته وګورو چه ظالم عبدالرحمن له ملی مبارزینو سره څه وکړل او دهغوی حرکت یی څنګه مات کړ. دهغه لمسی امان الله څنګه فکری استعمار راووړ. او بیا وروسته نادر او ظاهر څنګه غربی او شرقی استعمار ته لیاری همواری کړی. 

دریم: بایدن ویلی چه امریکا به افغانستان هیر نکړی. دا خطرناکه خبره ده. هغوی پوهیږی چه دکابل اداره به دتالبانو سره سوله ونکړی. نو امریکایان او له هغوی سره شریک اروپایی غله به دکابل له اداری سره کمکونه جاری وساتی. دا چه دوی به دشوروی اتحاد له سرنوشت سره مخ سی او که نه بله خبره ده. هغه چه یقینی خبره ده هغه دا چه دامریکایی شر به دکابل داداری په لاس جاری پاته سی. 

څلورم: امریکا به منطقوی شاخداران وهڅوی ترڅو امریکا ته خدمت وکړی. پاکستان به په تالبانو فشار راوړی. ایران به فاطمیونو ته کومانده ورکړی، سقاویان به دتاجکستان، اوزبکستان او ترکیی لخوا تقویه سی. هند به له پاکستان سره سیالی وکړی او خپل اخیستی کسان به ولمسوی چه د تالبانو په مقابل کی راوپاڅی. دکابل پتلونپوښه ښځی او اسماعیلیان به دبشر دحقوقو ډولونه وډبوی. 

پنځم: عرب به هم دامریکا لپاره میدان ته راسی. تالبان کیدای سی ددوحی دفتر بند کړی. 

شپږم: ویره ده تالبان به یو داسی تړون سره مخه سی چه دهغه په خاطر به خپل هدف ته ونرسیږی او دهفو دا پنځه ویشت کلنه مبارزه به ونه توانیږی چه افغانستان ته به یو آزاد او له فساد نه خالی حکومت ورکړی. نه تنها دا بلکه امکان سته یوه ورځ تالبان دتاجکستان داخوانیانو سرنوشت ولری. 

پایله

هیله ده افغانان د امریکایی فریبونه ویجاړ کړی او په آینده مشکل شرایطو کی دایمان په زور خپل صبر او استقامت له لاسه ورنکړی. 

دآزاد اسلامی او سوکاله افغانستان په هیله.