افغانستان، امارت که جمهوریت؟

 

دا پورته عنوان ته ورته د مخمد محق په نامه یوه فارسی لیکنه خپره شوی ده. دا چه هغه د جمهوریت بیان د حکومت کولو په بنیاد په ډیر روښانه توګه لیکلی او بیا امارت یی په بی خوندی  او د تاریخی اشخاصو په اساس ویلی وو زه یی د تاسف سره مخ کړم. 

تراوسه می د زمان ستانیزی سره لا د اسلام په سر بحث پای ته ندی رسولی چه د امریکایی اسلام په سر مو پیل کړی دی چه همدا بل مضمون می ووایه. د جمهوریت صفت کول او د امارت بدی د هغه مضمون محتوی ده، او د افغان جرمن آنلاین لخوا یی د بیا نشرولو جائزه ګټلی ده. 

لیکونکی هڅه کړی چه په لغوی معنی اتکاء وکړی او د هغه په اساس بیا د سلاطینو امراؤو او خلفاء د استبدادی دوری په امارتی ډوله اسلامی نظام پسی وتړی. هغوی د حدیث شریف معنی په ډیره بیحرمته توګه ویلی ده ترڅو د نظم ماهیت له لاسه ورکړی او د دیموکراسی په وړاندی د رمی د یو شپون نسبت و امیر ته وکړی. دا امارت ته سپکاوی او د اسلامی مفاهیمو د بی اعتنایی اخیری درجه بللای سو. داسی لیکنی د یو امریکای اسلام د ترویجولو ښی نمونی بللای سو. 

پدی حاضر وخت کی د یو مسلمان داسی لیکنه هم تر شک لاندی ګڼل معقول کار دی. کیدای سی نا اګاهانه وی. خو زیات د شهرت او منلتوب په خاطر کیدای سی داسی لیکنی وکړی او په بیشعوره توګه د اسلام ضد کسانو سره په قطار کی ودریږی. دیو مسلمان لیکونکی دا مسئولیت دی چه د خپل دین تقویه وکړی او د اسلامی مفاهیمو په تجدید او پیاوړتیا کی برخه واخلی. 

اسلام د خپل تاریخ په اوږدو کی مختلف نظامونه درلودلی دی چه ځینی د بیعت په اساس او ځینی د زور په اساس راغلی دی. دینی علماؤو د هغوی د اصلاح کوښښ کړی خو د هغوی د نړولو لپاره یی خوځون ندی کړی. دا هم مثبت او هم منفی جنبی لری. مثبت دا دی چه د خونریزی لیاره یی بنده کړی. منفی دا ده چه د ظالم زمامدارانو مخه یی په عامه او کلی ډول نده نیولی او په کم اسلامی هویت یی صبر کړی. 

 هغه د علماؤو انقلاب چه د وخت د حاکم په خلاف پیل شوی دی هغه د کفر د غلبی په وړاندی دی. د علماؤو خاموشی د یو رښتیا اسلامی دولت جوړول د اسلامی اصولو په اساس اوس راپیل سوی چه تقریبا یونیم سل کاله تاریخ لری او د بیدینو دولتو ترفشار لاندی اسلام غوښتونکی په وحشی ډول خنثی سوی دی. دا رابیداریدل هم د غربی او شرقی ښکیلاکونو په وړاندی یو عکس العمل بلل کیدای سی او هم د تجدد یو فکر. متاسفانه په افغانستان او په سوریه او عراق کی اسلام غوښتونکو د اسلام نوم خراب کړی دی. 

د اسلام غوښتونکو په مقابل کی مادیت غوښتونکی مسلمانان بیا د غربی نظامونو تقاضا لری او په دی لیاری کی له هیځ دورغ او ریښتیا نه لاس نه اخلی. د دیموکراسی تر نامه لاندی دیکتاتوری راوړی او په مطلق اکثریت خپل د خوښی نظام تحمیلوی کوم چه د ملت د ارادی سره هیڅ ربط نلری. 

د پورتنی ضعف په خاطر او اوس د افغانستان د حساس وخت لکبله مسلمان لیکوالان باید اسلام د مسلمانانو له نظره ووایی او د افغانستان د اینده نظام په جوړولو کی مثبت رول ادا کړی. د افغانستان نظام په غربی مبانی باندی متکی شکل د دوام تومنه نه لری او د افغانستان د جنګونو مخه نسی نیولای. داسی کار کول ایدیلوجیک لیونتیا او افراط دی. د تیرو څلویښت کلونو جنګ د دی شاهد دی. 

هغه لیکوالان چه په اسلام پوهیږی او د غربی نظامونو په ماهیت باندی بلد دی باید فکر وکړی چه یو اسلامی نظام به په څه ډول د سولی، امن، رفاه، عدل، او د خلکو له ضرورتونو سره سم د حکومت جوړولو لپاره اماده کړی. افغانان باید د ایران نه د ملی او عنعنی نظام جوړولو چل زده کړی نه د امریکایانو او اروپایانو نه. 

په پورتنی نظر بنا مونږه هیله کوو چه اوسنی خلک د اسلام د ارزشتونو نه باخبر سی او هغه د اسلامی نظام بنسټ وګنی. نوم اهمیت نلری ارزشتونه مهم دی او اسلامی نظام باید په اسلامی ارزشتونو ولاړ وی. جمهوریخواهان باید ومنی چه مطلق جمهوریت اسلام ضده مفاهیم لری او امارت خواهان فکر وکړی چه د استبداد مخه ونیسی. جمهوریخواهان باید پوه شی چه اسلام ضده غربی افکار د سولی او امن ضمانت نسی کولی بلکه د ناامنی تخم شیندی. امارت طلبان باید فراخ نظر ولری د مسلمانو د ترقی لیاری بندی نکړی. هغه مفاهیم چه په قران او سنت کی ندی ویل سوی هغه د انسان فکر دی ولو که یو عالم ویلی وی، او هغه د تقلید وړ ندی. دوی باید کوشش وکړی ځانونه د اسلام د مجددینو په جمله کی راوړی ترڅو مسلمانان له غربی استحمار او استعمار نه آزاد کړی. دوی باید پوه شی چه مسلمانان هلته کامله ازادی ترلاسه کولای سی چه اقتصادی ازادی ولری. اقتصادی آزادی نوی فکر او عمل ته ضرورت لری. د دی لپاره اوس وخت ده چه داسی یوه اسلامی لیاره وموندی او په ملی قرارداد کی یی کیږدی کوم چه اینده نسلونه هم مترقی وساتی او هم آزاد او هم مسلمان. د دی په خاطر د جمهوریخواهانو هغه ادعاوی چه د پورتنی ارزشتونو سره سم او د اسلام د اصولو مخالف نوی ومنی.