د امریکایی اسلام رواجولو هلی ځلی

دا لیکنه اول د ښاغلی زمان ستانیزی سیب د جواب په رد کی پیل سوه. څنګه چه لازمه ولیدل شوه چه څه ابتدایی اسلامی پوهنه بیان سی نو هغه وه چه جواب اوږد سو او د لنډی ځوابیی حیثیت یی وبایلود. اوس بیا هم هغه شکل ساتو او خپرولو ته یی سپارو. هیله ده وینکی مربوطه لیکنی په تاند کی ووایی ترڅو د بحث سره اشنا سی. مونږ د درازی بحث له ویری د زمان سیب خبری ندی نقل کړی. د بحث محور دا دی چه په اسلام کی اسلامی حکومت نسته چه هغه باندی اعتراض کړی او د امریکایی اسلام په نامه مو یاد کړی. پټه دی نوی چه د امریکایی اسلام په ترویج کی زیات کار سوی او کله ناکله د یو او بل لخولی نه راوزی چه ټول د اصلی اسلامی اصولو په پټولو او د استعماری پلان سره مطابق یا د اسلامی احکامو په مسخه یا رد باندی ولاړ وی ترڅو مسلمانان استعماری پروژی ته تابع کړی.  

لیکنه درازه ده نو ستاسو د صبر په هیله

 

ښاغلی زمان سیب سلامونه

ډیره مننه چه جواب مو لیکلی دی. زه به په خپل وار ستاسو تفصیلی جواب رد کړم.

تاسو نه دی ویلی چه امریکایی اسلام څه دی. زمونږ مطلوب دا دی چه هغه څه چه تاسو لیکلی دی هغه امریکایی زمامداران غواړی چه مسلمانان باندی اخته کړی. امریکایی اسلام د مستشرقینو د خوځون یو رنګ دی چه امریکایی استشراق ورته ویلای سو. د تیرو اته سوه کلونو هلیځلی همدا اوسنی بدبختی په مسلمانانو لورولی ده.

د امریکا د اصلی غاصبینو تمنا وه چه بهرنی شیطانان به نه مړه کوی او په خپلو داخلی چارو به بوخت وی. خو د انګریزی ښکیلاک او غصب د زوال سره سم امریکا د انګریزانو نه د جهانی غصب او ښکیلاک رهبری واخیسته او دا سل کاله کیږی چه پری اخته او باید د بشر یوه نوی فاجعه وبلل سی. مسلمان ضد کارنامی چه انګریزانو او یا اروپایانو په مسلمان میشته ځمکو کی درلودی هغه نوری لاهم ګړندی شوی. 

د انګریزانو د هندی انګریزانو جوړولو پروژه د مسلمانانو لپاره هم په کار اچول سوی وه او لا دوام لری. اوس امریکا او اروپا هڅه لری چه مسلمانان خپله عقیده، نظام، قانون، عنعنی او رواجونه پریږدی او د مادی ترقی تر خطاکونکی چتری لاندی غرب – تړلی افکار ولری. دیموګراسی، بشری حقوق، او آزاد بازار چه په خپله یی ټکوی د اسلام لپاره معادل فورملونه معرفی کړی. 

د پورتنی هدف د لاس ته راوړلو په خاطر دین له سیاست نه بیلوی او اوس بیا د سیاسی اسلام تعبیری کلمه جوړه وی او د هغه په زریعه د اسلامی دولت جوړولو په خلاف تبلیغ کوی. یوه مهمه ستراتیجی دا ده چه اسلامپوهنه د خپل اهدافو په اساس تشخیص او تحمیل کړی. اسلام د آزادی مشعل لری او ازادی دینی وجیبه بولی. د دی وجیبی سره غربی عبادت امکان نلری نو ځکه هغوی اسلام ضد فلانونه او ستراتیژی جوړوی. اسلام د هغوی رقیب دی. اسلام د اوسنی مادی ښکیلات په مقابل کی بهتره انتخاب دی. په دی غربیان ښه پوهیږی خو غربی مشربه مسلمانان باندی ناخبره دی. هغه چه خبر دی د هغوی خنثی کول اولی وظیفه بلل کیږی. 

د سیاسی اسلام په مقابل کی چه کوم تبلیغاتی حملی روانی دی زیاتی دی. د جنګ نه علاوه له هغی جملی نه یوه داده چه مسلمانان له خپل تاریخ نه واړوی، د هغوی ازشتونه باندی هیرکړی او د یوه نامسلمان په توګه په مادیت باندی اخته وی. فکر غربی کولو په اساس د ټولنو نه د هغوی تاریخ اغوا کول اول قدم دی. په دی د ټولنی اصرار، هویت، آزادی، او ویاړ له مینځه ځی او په ځای یی پوچ تقلید او مرییتوب په برخه کیږی. لنډه دا چه غربی اسلام د استعمار سره سم اسلام ته ویل کیږی چه هغه خپل اصلی مفاهیم بایللی وی او په ځای یی غربی او یا امریکایی اصول پکی پر ځای کړی وی.  مسلمانانو هغوی ته ښه ورزده کړل اوس دوی د هغه عکس را زده کوی. 

 

زمان سیب 

ستاسو هغه علمی تحقیقات چې په ۲۰۱۰ کال کې د جورجټوون د پوهنتون د دوه مسلمانو استادانولخوا لیکل سوی هم زمونږ په نظر د امریکایی اسلام یوه سلسله ده. ښاغلی عسکری د لفظی سنتو له منلو نه منکر ښکاریږی او اسلام د ملایانو او دولت انحصاری کار بولی. هغوی اسلامی انارشی غواړی چه پوه او ناپوه ته حق ورکوی چه  اسلام د خپلی هوی او هوس په اساس تفسیر کړی. هغوی مسلمانان و انسانپرستی ته راغواړی چه هغه د اسلام د حرف او روح سره مخالف دی. بلی اسلام د انسان دوستی اصول لری خو د یو معقول چوکات په مینځ کی. دا به پریږدو او وبه وایو چه که امریکا ۲۵م ځای لری نو هرو مرو د هغو استادانو د بحث معیارونه به غرضی وی. که بیا هم و منو چه هغه رشتیا لیکلی نو بیا هم د امریکای اسلام موضوع سره ارتباط نلری.

 اسلام یوه مفکوره ده نه د خلکو عملی بڼه. تاسو ښکاری چه د همدی مستشرقی مفکوری پلونکی یاست. او پورتنی تحقیقاتی خپرونه هم په همدی مفکوره بنا ښکاری. 

قران کریم وایی: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ (الأحزاب:21). په اسلام کی له نبی ص نه پرته بل څوک د تابعیت حق نلری یوازی د رسول اکرم ویناوی او کارونو (اسوة) منل واجب دی. 

علی کرم الله وجهه وایی لا تعرف الحق بالرجال، اعرف الحق، تعرف الرجال. رښتیا او یا حق په خلکو مه پیژنه. حق وپیژنه تر څو د هغه په اساس خلک و پیژنی. 

 

اسلامی حکومت

دا لاندنی عربی قاموس لیکلی دی:

•        حَكَم: الحاکم، قاض. حكَمَ / حكَمَ بـ / حكَمَ على / حكَمَ لـ يَحكُم ، حُكْمٌ، حُكُومَةٌ ، فهو حاكم ، والمفعول مَحْكوم - للمتعدِّي

•        حكَم اللهُ: شرَّع

•        حَكَمَتْ عَلَيْهِ الْمَحْكَمَةُ : أدَانَتْهُ، أَصْدَرَتْ عَلَيْهِ حُكْماً بِالسَّجْنِ أَوِ الغَرَامَةِ

•        حَكَمَتْ عَلَيْهِ الْمَحْكَمَةُ بِالبَرَاءةِ : بَرَّأتْ سَاحَتَهُ

•        يَحْكُمُ البِلاَدَ : يَتَولَّى تَسْييرَ شُؤُونِهَا وَإدارَتَها

یو عربی مصدر چه بیلی معناوی لری. حکومت، قضاء او هم د دریم فیصلی پکی شاملی دی. 

دا دا معنی لری چه د حکم لفظ عام دی: نو باید هغه عامه معنی ځنی واخستل سی. د فقهی د اصولو سره سم او د حاضر قانونی مفسرونو د نظره سره سم اساسی قوانین چه په هغه جمله کی قران هم دی باید مقید تفسیر نسی. له عامه لفظه خاصه معنی بی له کومی قرینی سرټنبګی ښیی.  مونږه په دی اساس د لاندی ایتونو مفهول په مجمل توګه ویلی وو. اوس نو وګوری:

يَٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ...

اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره

همدا پورته ایت بیا باید له لاندنی ایت سره یو ځای وویل سی: 

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾(سورة النور: 55).

الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، چې تاسو یئ او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه بعد كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي

دواړه پورتنی ایتونه د حکومت معنی افاده کوی او اول ایت بیا قضا اضافه کوی. داود علیه السلام هم نبی او هم پاچا دی. چه د پاچا او یا حاکم معنی پیدا کړو مونږ د خلیفة معنی ته ګورو. خو که د قضاء معنی وغواړو نو بیا فاحکم لفظ ته ګورو. دا چه خلیفه حاکم دی او که نه نو بیا دوهم ایت ته ګورو چه هغه معنی لری: په دوهم ایت کی د خلافت (خلیفة) وعده خدای ج ورکړی؛ بیا د خلافت وظیفه ښودل سوی ده چه د خدای د دین ثابتول، قوی کول دی او د خدای د عبادت په امن کولو ته زمینه برابرول دی. 

اوس باید داسی ووایو: خدای ج مومنانوته وعده ورکړی چه دوی به په ځمکه کی خلیفه شی لکه پخوانیان (داود ع) ترڅو د خدای دین ثابت او قوی شی او مومنان په امن عبادت وکړی. اوس نو عبادت د غربیانو له فهمه پورته معنی لری: اسلام کی هر کار د اسلام د اصولو په اساس عبادت دی. په دی کی حکومت کول، قضاء او د دولتی، شخصی او معاملاتی کارونه لپاره شامل قانون دی. مومنان واجب لری چه په کامله توګه اسلام ته تابع شی. کنه یو کس به سهار مسلمان او د شپی به کافر وی.  دا ټول په نظر کی، پورتنی ایتونه د اسلامی حکومت بنسټ ښیی. که څوک بیا وایی چه نه نو هغوی باید د حکومت بنسټونه وپیژنی او بیا د اسلام پورتنی مفهوم سره مقایسه کړی.

زمان سیب همدی تدقیق ته نده متوجه سوی او یا یی ویلی ندی نو ځکه بدی نتیجی ته رسیدلی چه په دری اولو ردونو کی یی تفصیل ورکړی. مونږه فکر کاوو چه اشاره به کافی وی. نور چه زمان سیب زما په هکله څه لیکلی دی هغه شاید تهمت وبلل شی. 

زمان سیب یو ټکی هیر کړی دی: چه نبیان هم خلفاء دی او هم قضات: دا ټکی د پورتنی ایت چه د داود ع په هکله دی ښه واضح کړی. که له زمان سیب نه وپوښتو چه د نبی ص د کوم پاچا تر امر لاندی کار کړی نو جواب بی نوی. هغه چه نبی ص کړی او ویلی هغه د یوه حاکم ویناوی او کارونه دی مګر د هغه شخصی فکر او عمل. د اصولو پوهانو دا واضح لیکلی وی. 

زما استاد راته ویل چه لیکنه باید داسی وی چه په هغه عام کسان پوه او سوال پیدا نکړی. ما لا تراوسه دا خپله خامی نده لیری کړی. همدا ده چه زمان سیب یی هڅولی چه هغه منفی تعبیر کړی. بیا هم ګناه زما ده. مونږه نه غوښتل ایتونه ترجمه کړو. مطلب مو نیم ویلی او یا مو نورو ته یعنی زمان سیب ته پرییښی وو. دا چه دی نیمګړتیا فکری مشکل پیدا کړی نو بیا هغه به دلته د قضا او یا حکم په چوکات کی څه ولیکم. 

الماوردی لیکی: امامت د نبی د خلافت لپاره ښودل سوی د دین او د دنیوی سیاست لپاره. ابن خلدون بیا وایی: خلافت د ټولو خلکو هڅول دی چه د شرعی نظر په مقتضی په خپلو دنیوی او اخروی ګتو کی عمل باندی وکړی ځکه د دنیا ټول کارونه په اخروی مصالحو تړلی دی. امامت نو په حقیقت کی د شرع د خاوند (خدای ج) نه خلافت دی چه د دین ساتنه وکړی او د دنیا سیاست په هغه برابر کړی. 

د ابن خلدون خبره د قران سره برابره ده: وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ... ﴿٣٠ البقرة﴾ او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم ...

په اسلام کی د حکومت د مشر لپاره امام، حاکم، امیر، خلیفه، ملک والی او داسی نور الفاظ یو مفهوم لری چه هغه په ځمکه د خدای امر قایم کړی. حکومت د اوسنی اصطلاح له مخی دری شعبی لری: اداری، تقنینی او قضایی. نبی ص دا ټولی وظیفی اجراء کړی. راشده خلفاؤو هم داسی رول ادا کړی چه تقنین د اجماع په صورت کی څرګند شوی. اداره او قضاء دواړه ګډ ول او خلفاؤو هم اداره کوله او هم قضاء. وروسته بیا افتاء او قضاء بیل شوی ول چه د خلکو دعوه به د قضاتو لخوا حل کیدی. په همدی ډول د امراؤو د قدرت د سوء استعمال مخه نیول شوی وه. کله چه اوروپایان د مسلمانانو لخوا تمدن ته معرفی شول نو حقوقی کتابونو د حکومت د دری شعبو په هکله بیانات درلودل خو بیا وروسته فرانسوی مفکر په واضحه توګه بیان کړل. اوس نو زمان سیب نقد کړی چه مونږه ګواکی په غلطه قرانی ایت ترجمه او د هغه معنی مو پټه کړی. العیاذ بالله.  له پورته بیان وروسته معلومیږی چه زمونږ لنډ جواب د زمان سیب لپاره لیکل سوی وو او هغه د لنډیز تقاضا درلوده. 

دا لاندنی ایت د حکومت او قضاء مفهوم لری: 

إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا (نسا ۱۰۵). ددی ایت ترجمه زمان سیب کړی ده. خو هغه نده پوهیدلی چه ګران رسول هم حاکم وو او هم قاضی. په دی پسی مربوطه خبره یی نده کړی چه هغه دا ده چه د حکم لفظ همدا دواړی معناوی تفهیم کوی. قرانی اعجاز دا دی چه ډیر جامع کلام لری او د یوه مفسر واجب دی چه همدا ټکی په خیال کی وساتی. نو په دی اساس که مونږ یوازی د قضاء په مفهوم ځان پوه کړی وی او د حاکمیت او یا حکومت معنی پریږدو نو خپل امانت به مو نوی په ځای کړی. مو فکر کاوو زمان سیب به پوه وی. 

دا بل لاندنی ایت د قانون اساسی هدف ته اشاره کوی:

وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَٰذَا حَلَالٌ وَهَٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ (النحل:۱۱۶) او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دي او دا حرام دي، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي. 

واضحه ده چه قانون د حاکم لخوا ورکول کیږی او هدف یی د خلکو لپاره د جائز او ناجائز کارونو لارښوونه وی. قرآن هغه ته د حرام او حلال لفظ استعمالوی. مطلب دا دی چه قانون باید شرعی احکام ولری ترڅو شرعی حلال او حرام او جائز او ناجایز خلکو ته ورپګوته کړی. هغه قانونی حلال او یا حرام چه د خدای د شرعی سره ناسم وی هغه ته قرآن په خدای درواغ تپل بولی. أخرنی نتیچه داده چه په اسلامی جامعه کی باید قانون اسلامی وی. دا چه قانون د حکومت لازم شی دی نو د اسلامی قانون وجود بی له اسلامی حکومت نه غیرمعقول ښکاری. نو که زمان سیب د اسلامی حکومت نه انکار کوی هغه دا منطقی اشتباه لری. 

د اسلامی قانون وجیبه دا لاندنی ایت ښیی.

وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ. دوه نور ایتونه شته چه هغه په الفاسقون او یا الظالمون ختم شوی دی. زمان سیب دا ندی ویلی. هغوی دا هم ندی ویلی چه اسلامی علماء په دی هکله مختلف نظرونه لری: اول دا چه ځینی وایی دا ایتونه د یهودو او نصاری په هکله دی او نور بیا وایی چه د مسلمانانو په هکله هم دی او یا د دواړو. دوهم دا چه د کافر، فاسق او ظالم الفاظ د حوادثو په مطابق باید زده سی. دلته دا الفاظ د ملتونو په اساس هم ویل سوی. هرچا خپل دلیل ویلی او هریو دلیل تر یوه حده قوی دی. خو دا قاعده چه قران باید په قران او حدیث باندی تفسیر سی مونږ هڅوی چه چه ووایو چه دا ایتونه د مسلمانانو لپاره هم دی. نور قرانی ایتونه د پورتنی ایتونو د مسلمانو لپاره تائیدوی: 

 

وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ مُصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَمُهَيۡمِنًا عَلَيۡهِۖ فَٱحۡكُم بَيۡنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُۖ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلۡحَقِّۚ لِكُلّٖ جَعَلۡنَا مِنكُمۡ شِرۡعَةٗ وَمِنۡهَاجٗاۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ وَلَٰكِن لِّيَبۡلُوَكُمۡ فِي مَآ ءَاتَىٰكُمۡۖ فَٱسۡتَبِقُواْ ٱلۡخَيۡرَٰتِۚ إِلَى ٱللَّهِ مَرۡجِعُكُمۡ جَمِيعٗا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ فِيهِ تَخۡتَلِفُونَ (المائدة: ۴۸)

او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ، او لېكن (بېل بېل يې كړئ) د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص الله ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه

او یا 

وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ (المائدة: ۴۹) 

او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه په خلقو كې ډېر يقينًا فاسقان دي 

 

پورتنی ایتومسلمانان د قران په پیروی مکلف کړی دی. علماء الدین وایی چه دا امراء، علماء او قضاتو ته امر دی. اول تنفیذ کوی دوهم استنباط، او دریم فیصله کوی. اوسنی دنیا تقنین د علماوو ځای نیولی. خو پیشرفته دولتونه د علمی تحقیق په اساس قانونی مسودی تیاروی او بیا مقننه قوه هغه تصویبوی. په دی شکل د اسلام د علماؤو نظر په همدی شکل عملی کیدای سی ترڅو سیاسی ضررونه له مسلمانانو دفع سی. پورتنی ترجمه ناقصه ښکاری. دا په دی چه د حکم معنی عامه ده. 

 خدای ج په  بل ځای کی ویلی دی چه د خدای حکم احسن دی. زمان سیب باید د علماوو طریقه خپله کړی او بی کوم صحیح دلیله په اسلام کی خارچینی ونکړی. 

د مسلمان کفر او که فسق او یاظلم؟ ظلم کفر او فسق دربر نیسی. 

زمان سیب د حکم په هکله خارچینی کړی ده. عربی قاموس ۲۵ معناوی ورکوی او هغه یی بیا له دریو صفحو نه زیات په تشریح شوی او د هغه له مینځه زمان سیب غیر مربوطه معنی اخیستی ده.  مربوطه او یا کانټیکسول احتمالی معناوی دادی: علم، تفقه، او حکمة خو په شرع کی د حرام او حلال په هکله حکم کول، قضاء، قانون، حکومتی بڼه، د قضایی محکمی بیان، د حکومت زمام اخیستل (تَوَلَّى حُكْمَ البِلاَدِ : تَوَلَّى تَسْيِيرَ شُؤُونِهَا )، شرعی قاعده، د خدای ج اوامر، حکیم ګرځیدل، قضائیی فیصله، د دریګړی فیصله ، د خدای نوم، حاکم، قاضی، حکومتی فرمان. 

زمان سیب اصلی لغوی معنی ذکر کړی او اصطلاحی معنی یی نده ویلی. حکم یعنی شرعی حکم چه د عبادو د حقوقو په هکله د خدای ج  صادر حکم ته ویل کیږی.

 مونږه په دی او پخوانی بحث کی ددی په ترڅ کی قانونی او شرعی معنی ته اشاره کړی. 

اوس بیا د امر معنی: 

1.      أمر

o        "الأَمْرُ: معروف، نقيض النَّهْيِ‏. ‏أَمَرَه به وأَمَرَهُ؛ الأَخيرة عن كراع؛ وأَمره إِياه، على حذف الحرف، يَأْمُرُه أَمْراً وإِماراً فأْتَمَرَ أَي قَبِلَ أَمْرَه؛ ... ‏وقوله عز وجل: وأُمِرْنا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ العالمين؛ العرب تقول: أَمَرْتُك أَن تفْعَل ولِتَفْعَلَ وبأَن تفْعَل، فمن، قال: أَمرتك بأَن تفعل فالباء للإِلصاق والمعنى وقع الأَمر بهذا الفعل، ومن،...

2.      المعجم: لسان العرب: أَمْرُ: ـ أَمْرُ: ضِدُّ النَّهْيِ، كالإِمارِ والإِيمارِ، الآمِرَةِ. أمَرَه، وبه، وآمَرَه فَأْتَمَرَ،ـ أَمْرُ: الحادِثَةُ، ج: أُمورٌ، ومَصْدَرُ أَمَرَ وأَمُرَ وأَمِرَ علينا: إذا وَلِيَ، والاسْمُ: الإِمْرَةُ. وقولُ الجوهريِّ: مَصْدَرٌ، وهَمٌ. له عَليَّ أَمْرَةٌ مُطاعةٌ، للمَرَّةِ منه: له عَلَيَّ أَمْرَةٌ أُطيعُهُ فيها.ـ أميرُ: المَلِكُ، وهي أَمِيْرَةٌ، بَيِّنُ الإِمارَةِ، ج: أُمَراءُ، وقائدُ الأَعْمَى، والجارُ، والمُشاوَرُ.

پورتنی معناوی امر د نهی نقیض بولی. امر په معنی د حادثی او واقعی هم دی. مونږ کله وایو چه هغه په ټولو امورو بلد دی. د قران عالم ابن کثیر لیکلی: ( وأمرهم شورى بينهم ) أي : لا يبرمون أمرا حتى يتشاوروا فيه. هغوی کم کار نه کوی ترڅو یی مشوره پکی نوی کړی.  القرطبی لیکی: رسول ص په احکامو کی مشوره نکوله مګر د جنګ په امورو کی یی مشوره کوله. وروسته بیا صحابه کرامو په احکامو او نورو امورو کی مشوره کوله

که نور کتابونه وویل سی نو د ایت معنی به د زمان سیب له فهمه جګه وی. اوس که ټول ایتونه او حدیث ووایو نو دا راښیی چه الامر په نوموړی ایت کی دولتی چارو ته اشاره کوی. جنګ، تقنین او داسی نور د حکومت چاری دی چه په هغه کی مشوری ته ترجیح ورګړ سوی. 

حدیث شریف وایی:

إذا كان أمراؤكم خياركم وأغنياؤكم سمحاءكم وأمركم شورى بينكم فظهر الأرض خير لكم من بطنها ... که چیری ستاسو امراء او حاکمین ستاسو د خوښی خلک وی، او ستاسو بډایان نرم او کارونه مو په مشوره وی نو ستاسو لپاره د ځمکی شا ښه دی خو که بیا ... نو ستاسو لپاره د ځمکی نس ښه ده.  

عرفان

 اسلام هغه شخصی او تحربی پوهی ته وایی چه د علم یوه شعبه ده: د الحجرات ایت انسان پیژندنی ته اشاره کوی. نبی ص وایی چه هغه خدای په حقه ندی پیژندلی او امام ابوحنیفه بیا وایی چه هغه خدای په حقه پیژندلی دی. کیدای سی چه ووایو چه نبی ص شخصی او تجربی پوهی ته به یی اشاره کړی وی او امام ابوحنیفه بیا تصوری او یا د خدای پیژندنه د هغه د صفاتو له مخه. کنه حدیث دی چه وایی تَفَكَّرُوا فِي آلَاءِ اللَّهِ ، وَلَا تَفَكَّرُوا فِي اللَّهِ او په بل روایت کی راځی چه وایی وَتَفَكَّرُوا فِي خَلْقِ اللهِ. 

داپورته عقیدوی او کلامی بحث دی جه البته عرفانیان یی نه وایی. هغوی تجربی معرفت پسی ګرځی. د اسلام صوفیان، د هندوانو جوګیان او د عیسویانو رهبانیان باندی اخته دی. د هغوی خبری مغموز او د عقلی فهم نه بهر دی. که ډیر ښه نظر ولرو هغه دا ده چه دوی په اخلاقو کی وخت تیروی او زیات یی ابتدایی عقیده لری. په دی وخت کی ټول وخت په هغه صرفول یوه واهیه بللای سو. اسلام نور تفکر چه فقه، عقیده او سیاست او نور دی ته زیات ضرورت لری چه هغه باید د لازمو اسلامی اخلاقو په جامه کی ظاهر شی. صرف په اخلاقو کی اخته او د نور تجدد او تفکر نه ځان لیری ساتل د اسلام ګټه نه بلکه تاوان دی. همدا سبب دی چه غربیان غواړی مسلمان صوفی شی او له سیاست (سیاسة امور الدنیا و الدین)  او قانون نه ځان لیری وساتی. 

هیله ده زمان سیب اول ځان ملا کړی او بیا یی برملا کړی. لیږ علم مضر دی.