بې له شکه چې سوله د بشریت لپاره ستر نعمت او د ټولنې د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره یو الهي امر دی، خو سوله سترې سترې پازې (مسئولیتونه) هم زیږوي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو اوږې زرچنده لا نورې هم درنې شي چې د سولې، خپلواکۍ او د اسلامي نظام د راوستلو په  نامه یې له خلکو څخه سرونه پرې کړې وي، جوماتونه یې نړوي وي، قرآنونه یې سوي وي، ښارونو ته یې اور اچولی وي، ټولوژنې یې کړې وي او هېواد یې د پاڼ پر څوکه درولی وي . 

د ډېر لوستونکیو لپاره به دا ډېره نهیلې کوونکې وي که ووایم چې له افغان دولت سره په قطر کې د طالبانو ناستې ننداریزې دي، طالبان نه سوله کولای شي، نه یې اجازه لري، نه یې د سولې راوستل ماموریت دی او تر ټولو اړینه دا چې په سوله کې شخصا د طالبانو د مشرانو ګټې نه دي خوندي . په سوله کې د طالبانو د مشرانو ګټې دومره په ګواښ کې دي لکه د ټلوالیانو ګټې، لکه د هغو مفسدو کړیو ګټې چې شپه یې په پردیو سفارتونو کې وې او د ورځې د افغان دولت مامورین او کارمن وي . 

همداسې ټلوالیان، د جهاد او مقاومت سردارخېل د قهرمان ملي همسنګره او پلویان درواخلئ . د افغانستان سل کلنې اردو، پولیسو او استخباراتو شپږ نیم سوه جنرالان نه درلودل، خو د امریکا له یرغل سره یوازې له پنجشېر څخه ۶۵۰ بې سواده لنډه غر او خسدوزان جنرالان شول . یونس غیرقانوني د کور خرڅ نه درلود، خو نن یې ماڼۍ د سینګاپور په دود او موډ جوړې دي . د عطامحمد ټوله شتمني دوه شګلن پټي نه ول، خو نن پینځه میلیارده ډالره سرمایه لري، حال دا چې ټول افغان دولت اووه نیم میلیارده ډالره سرمایه لري .  د عبدالله یا ګلمرجان  ټول ارمان او ویاړ دا وو چې یوه شتمن کس یا د کوم ملک استخباراتي مامور ته کوزه او چلمچي ور وړاندې کړي، خو نن یوه ننکتایي په پینځه زره ډالره پېري . پاتې ارجل مرجل پلویان، قومندانان، سیاسي او غیرسیاسي لنډه غر یې همداسې درواخلئ . نو که سوله راشي، بیا خو مسئولیت او شخصیت دواړه په ګوته کېږي . بیا به حساب او کتاب، عدالت او انصاف به غوښتل کېږي . نو سوله ولې راشي؟

 

سوله د هرې ښېرازۍ سرچینه ده، خو هممهال د افغان ټولنې د څلوېښت کلن ناورین او بې شمېره بدمرغیو پوښتنی نه شي ځوابولای . له ټولنیز اقتصادي، سیاسي، معنوي، کلتوري او فکري خپلواکۍ، ودې او پرمختګ څخه پرته سوله کومه ځانګړې مانا نه لري، بلکې ټولنه په ظلم، وحشت، تیارو او فکري غلامۍ کې ایساروي، کټ مټ لکه د طالبانو پخوانۍ توره دوره، کټ مټ لکه د ټلوالیانو د چور او چپاول نظام، کټ مټ لکه د ایران او پکیستان حکومتونه چې ټولنه یې یرغمل نیولې ده او یوازې یوه ځانګړې سیاسي کړۍ پکې خپلې مزې او چړچې کوي . 

د طالبانو په وخت کې د دولت په ځینو اړینو ماڼیو او موټرونو لیکل شوي ول چې د ملا فلاني اخوند او انډیوالانو دفتر، یا ټولی . . . هر چا به چې له طالبانو سره اړیکې درلودې، همغوی به په مزو او چړچو کې ول، په سنګرونو کې د خوار او غریب زامن جنګېدل، له کابليو پېغلو سره به د طالبانو مشرانو ودونه کول، خو د سنګر طالب به نه په نس موړ وو او نه به یې مور پلار په میاشتو میاشتو لیدلای شوی . د واده زور او زر خو یې هسې هم نه درلودل . دا دي همدا اوس د طالبانو قطر مېشته مشرانو درې څلور ودونه کړي دي، خو د سنګر طالب چې مړ شي، پلار او مور ته په بې سارې غمونو سربېره بې شمره پورونه (قرضونه) هم پرېږدي او د کفن او خیرات روپۍ یې کلیوال ور ته ټولې کړې . 

رباني چې ومړ، اته سوه میلیونه ډالر ترې برلا پاتې شول، خو د بدخشان خلکو په کلونو کلونو له لوږې څخه واښه وخوړل . د پنجشېر نېستمن خلک اوس هم د توتو له سټوان څخه پرته په ژمي کې د سهار او ماښام څخه بل شی د خوراک لپاره نه لري، خو  د یو څو خونیانو په ماڼیو کې یې د لاس وېګاس تر قمارخانو څخه ډېر شور او شرپ، کړنګ او کړونګ، د نڅا او موزیک او سرسلامتۍ شور راوځي . نو که سوله راشي، دا ټول محفلونه خو تیاره کېږي . د دې محفلونو د خرڅو سرچینې به وچې شي . د دې محفلونو ظاهري ښایست به د بدل مېک اپ څېر اوبه یوسي . 

همداسې یې د قم، مشهد، یزد او تهران غلامان در واخلئ چې تر پرون پورې یې پر اوږو شلېدلې او پېوند رسۍ پرتې وې، خو نن یې پر غاړو طلایي ځنځیرونه ړاپي، پرون یې ځان نه پېژنده، خو نن د دې هیواد بنسټګرو او ساتونکو ته په سرو سترګو او چنګو لکیو سپکې سپورې وایي . نو سوله به څنګه راشي چې دا ټولې ګټې وټې په خطر کې وي؟؟؟ سوله که راغله، د دې کږو خولو او کاواکه ژبو ته به قېضې واچول شي . 

 

سوله مسئولیتونه زیږوي، سوله سوکالي غواړي، سوله انساني فکر او فکري خپلواکۍ د پر مختګ په پار ننګوي، سوله انساني ارزښتونو ته درناوی غواړي. نو طالب، ټلوالي او د ایران د سفارت حرامونی به څنګه له خپل جامد، ډبرین او تیاره فکري بندیخاني څخه د الهي رحمت نور او رڼا ته راووځي او څنګه به د سولې اړوند الهي امر غاړه کېږدي؟؟؟

 

آیا دا کسان د دې وړتیا، نیت او اراده لري چې خپلې ګټې شا ته او د دې خوار او جنګځپلي ولس ګټو ته لومړیتوب ورکړي؟ 

طالبانو به ویل چې د افغانانو مرګ روا دی ځکه چې د امریکایانو په مخ کې سپر دي . اوس خو امریکا او طالبان سره غاړه غړۍ دي، نو دا جګړه د چا په ضد؟؟؟  د لارو، پلونو، ښوونځیو، مسجدونو، قرآنونو، دولتي او ملکي ودانیو سیځل ولې، د چا او د څه لپاره؟؟؟ هره ورځ په کوڅو، کلیو، ښارونو او لارو کې د خلکو وژل د چا او څه لپاره؟؟ 

د "جهاد او مقاومت" ټیکه داران نارې وهي چې له دوی پرته د افغانستان شتون له ګواښ سره  مخ دی . نو دا جرم، جنایت، فساد، د موازي دولت اعلانول، د واک غوښتل، د وینو بهول، د مسکو، انګلیستان، ایران او فرانسې جاوسوسي په کوم نیت او د څه لپاره؟ د دولتي واک څخه ناوړه ګټل اخېستل د څه لپاره؟ دا د خراسان نارې د څه لپاره؟ د دولتي پانګې چور د څه لپاره؟؟ 

که سوله راشي، نو بیا خو فاطمیون بې وسلې کېږي، علیپور به محکمه کېږي، له سرور دانش څخه به یې د عقل، منطق او دانش شهادت نامه غوښتل کېږي . نو آیا د هزاره د پت، ناموس، غیرت او د سر سوداګر دې ته تیار دي چې سوله وکړي؟؟ 

آیا دوستم دې تیار دی چې نور د قوم په نامه د ازبک پت او ناموس لیلام نه کړي؟؟؟

د طالبانو د تبلیغي پاڼې نن ټکی اسیا د راپور سره سم، د طالبانو مشرانو امریکایانو ته ویلي دي چې "افغان دولت مفسد او د شړېدلو په حالت کې دی، خو که امریکایان طالبان ته واک وسپاري، نو دوی به ډېر ژر سیاسي او نظامي ثبات راولي". 

طالبان یو خوا افغان دولت په دې مرتد ګڼي چې ګواکي امریکایانو جوړ کړی دی، خو بلخوا بیا له همدې امریکایانو څخه غواړي چې واک دوی (طالبانو) ته وسپاري چې سیاسي ثبات رامنځته کړي . په دې مانا چې که امریکایان واک شرمېدلو طالبانو ته ورکړي، هر څه اسلامي بڼه لري، خو که امریکایان واک افغان دولت ته ورکړي، بیا د هر څه په واړاندې جهاد فرض عین دی! 

دا دي د سولې د خبرو د اجنډا د جوړولو لپاره لس ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه پورې طالبانو هېڅ شي ته هم غاړه نه ده اېښي . حیرانووکې لا دا ده چې د طالبانو یو شرط دا دی چې افغان دولت باید د دوی نولس کلنې جګړې ته د جهاد نوم ورکړي . 

د جهاد او فساد فیصله به محمدي شرعیت کوي، خو طالبان غواړي چې یو خوا د هغو ټولو وژنو پازه یا مسئولیت له اوږو څخه لرې کړي چې دوی د دې مظلوم ملت په وړاندې سرته رسولي دي او بلخوا غواړي چې د ټلوالیانو په څېر دوی هم د جهاد او مقاومت سردارخېل وټاکل شي او د دې مظلوم او نېستمن ملت پر اوږو بار او د دوی حق د ځان، بچیانو، لمسیانو او کړوسیانو لپاره یرغمل کړي .  

دردوونکې دا ده چې د خبرو په لومړۍ ورځ طالبانو اعلان وکړ چې موږ خپل ټولو سیاسي مخالفینو ته بښنه کوو۔ د ابوجهل لښکر په دې نه پوهېږي چې دوی به خپلو سیاسي مخالفینو ته بښنه وکړي او سیاسي مخالفین به دوی (طالبانو) ته، خو ولس هېڅ مجرم ته هم بښنه نه کوي او الله ج د خپل یوه بنده حق بل ته ګردسره نه وربښي. 

 

همدا سپینسترګي، جرم او جنایت د شمالي ټلوالې د لنډه غرو او د طالبانو لوښه او د دوی د ټولو مجرمینو د جامدو فکرونو حاصل دی چې دا ولس یې دا دي تر نن ورځې پورې یرغمل کړی دی او ځانونه د جهاد او مقاومت سپه سالاران ګڼي . نو سوله به څنګه راشي؟

زه خو فکر نه کوم چې دا وړۍ به شړۍ شي، مګر همدا د جرم او جنایت، فسق او فساد، قتل او قتال ټیکنه داران په خپلو کې د دې وطن شتمني ووېشي . بیا کېدای شي چې د یوه لنډ وخت لپاره سره جوړ، خو موده وروسته به بیا د تاجېک، ازبېک، هزاره او پښتون په نامه یو د بل په سرونو کې مېخونه ټک وهي . نو سوله به څنګه راشي او کوم لوری به له خپلو ګټو څخه تېر شي؟؟؟