اوس چه امریکایانو ددوحی تړون مات کړ نو راځی هغه په بیخیری کی خیر وبولو. بیخیری په دی چه نور به اشغال اوږد سی او دډیرو مسلمانو وینی به توی سی. خیر په دی چه ددوحی دتړون دوهم او نوی ټوک به لاسلیک سی. مونږه وایو چه طالبان باید په نوی او ښه تړون باندی اصرار وکړی. 

ټوله نړی نن سبا ننواتی کوی چه طالبان دی دترکیی په غونډه کی برخه واخلی. دنابغه رییس او ارګ او داستعمار په لاس نور کینول سوی اداره چیان دخپلو بادارانو خبری تایدوی. تراوسه لا نده مالومه چه طالبان به څه تصمیم ونیسی. ایا هغوی به دامریکایانو سره ټول تعلقات پریک کړی او که به له هغوی څخه دنوی تعهدنامی غوښتنه وکړی او دتعهدنامی بندونه به ددوحی له اول تړون نه زیات او واضح وی. 

مونږ خو وایو چه طالبان باید اوس دامریکایانو څخه نوی تعهد واخلی؛ او هغه د ددوحی دتړون ضمیمه وبولی. دا تعهد په دی چه طالبان هغه ددوحی تړون ماتسوی بولی، او امریکایان یی په خپلو شیطانی خبرو کی مات نه بولی. نو یو خدای دشیطان له دماغه خبر دی. دا چه ددوحی تړون بیرته راژوندی سی، نو په هغه کی ساه پوکول باید دامریکایی تعهداتو سره یوځای راسی.   

طالبان باید دا پورته یاد سوی تعهد دټولو خبرو پیل کولو اول شرط وبولی. پدی ډول باید امریکان وپوهول سی چه د طالبانو هر تعهد باید دامریکایانو دتعهد سره سم وی او یوازی همداسی متقابل تعهد باید دمنلو او تعمیل وړ وبلل سی. متاسفانه ددوحی دری ماده ای تړون همداسی مساوی تعهدات نسی تضمینولای. 

ددوحی تړون یوازی دری مهم ټکی لری: دپردیو قواوو وتل، دسولی حکومت راوستل، او دتالبانو تعهد چه له افغانی خاوری به په امریکایانو دحملو امکانات نوی. دلته دا ندی ویل سوی چه کومی قواوی به باسی، او بیا به دافغانستان په صحنه کی امریکایان خپل خره او اسان نه اخلی، او نه به یی تربیه کوی، او په هیڅ صورت به بیا نه اخطارونه ورکوی او یا دافغانستان خاوره به دخپل زور میدان ګرځوی، او دافغانستان په هکله به هیڅ بندیز نه راوړی او یا به یی نه تقویه کوی. سیاسی متخصصین کولایسی نور داسی ټکی ووایی چه دافغانستان دینی، سیاسی، اقتصادی او علمی استقلال تضمین کړی. 

طالبان باید هڅه وکړی دلاندی لیکلسوی خطرو مخه ونیسی:

دسیپتامبر څخه وروسته دامریکایانو ډول ډول مداخلی نزدی یقینی خبره ده چه هغه هم دکابل زورواکی مشر اعلان کړی او هم امریکایانو. نو په همدی دلیل ددوحی دتوافقنامی بند، چه دامریکایی امنیت او هغه ته دطالبانو له ضمانت نه خبره کوی، باید دمتقابل امریکایی ضمانت سره مل وی. ددی لپاره لازم تعهدات باید له امریکایانو څخه واخیستل سی چه هغه دادی:

1.   طالبان باید له امریکایانو وغواړی چه هغوی او دناتو غړی ټول خپل خلک له افغانستانه وباسی. هغوی نور باید دخپلو قراردایانو، چه ۱۸۰۰۰ ویل سوی، لپاره هیڅ اجازه ورنکړی او په خپل سفارت کی محدود خلک ولری.  

2.   امریکایان او ناتو باید ددوی په لاس دکینولسوی حکومت تایید ونکړی. په دی هکله تول هغه تړونونه چه داشغال په وخت کی لاس لیک سوی دی غیرقانونی او ملغی وبلل سی. 

3.   اوسنی اداره باید هیڅ کومک لاس ته رانوړی. دا کومکونه که مالی وی او که نظامی وی او یا سیاسی او حقوقی. پدی هکله پوخ تعهد باید لاسلیک سی. 

4.   امریکایان باید دافغانستان په راتلونکی نظام باندی دهیڅ تبصری، ملامتی، او ضعیفولو حق ونلری. 

5.   امریکا باید په کابل کی دارګ میشته خلک ودیته اړکړی چه نور دسولی خنډ نسی. 

6.   امریکایان باید تعهد وکړی چه خپل متعهدینو ته او نورو دولتوته، چه ددوی نظامی اډو ته اجازه ورکړی او یا یی ورکوی، خبرداری ورکړی چه دافغانستان په داخلی چارو کی هیڅ مداخله ونکړی. که نه، دهغوی مداخله به دامریکا مداخله بلل کیږی.

7.   امریکایان باید دافغانستان په مقابل کی هیڅ منطقوی سیال تاید نکړی. داسی تاید باید هراړخیز وی چه کیدای سی هغه په بین المللی او یا منطقوی خبرو کی ظاهر سی. 

کیدای سی یولړ کسان دخپل ځان او غلا سوی املاکو په خاطر دافغانستان لپاره دهمیشنی سرطان په توګه پاته سی. طالبان باید ددغو کسانو امنیت دامریکایانو په غاړه ورواچوی. امریکایان دی ددی کسانو لپاره دمهاجرت امکانات برابر کړی ترڅو افغانستان ددوی له شره خلاص سی. 

هیله ده په دی هکله نور آزادی غوښتونکی مفکرین خپل ګټور نظرونه شریک کړی.

ومن الله التوفیق 

داسلامی او آزاد افغانستان په هیله