بسم الله الرحمن الرحیم

 

مقدمه:  زړی دسیسی، مسلمانان او پښتانه

دا مقدمه په دی خاطر لیکل سوی چه استعماری عناصرو کوښښ کاوه او لا بوخت دی چه اسلام مسخ کړی او مسلمانان ګمراه. د افغانستان په ځمکه دا تحریک د امیر حبیب الله له وخته شروع او د امان الله پاچا په وخت کی یی زور اخیستی او لا روان دی. دی تحریکونو څنګه پښتنی جامعه له خپلو رواجونو نه اړولی، او لا هم کوشش کوی چه نوره یی لا پسی خرابه کړی. مونږه د سید جمال تاریخ ته ګورو. مونږ هیله لرو چه پښتانه د خپل دود او رواج نه لیږ خبر سی او فکر وکړی چه پښتونوالی په اسلام کی ده او نه د غرب په استعماری فریبی فلسفو کی. مونږه اول د سید جمال الدین تاریخ ته ګورو او بیا د ماسونی فلسفی ته چه د استعمارچیانو، د یو څه تغیر سره سره، د یوی واحدی فلسفی نمایندګی کوی، او د هغی په واسطه یی شرقی او خاصتا افغانی مغزونه مریض کړی، او په دا دوه سوه کالو کښ یی صرف دا نتیجه ورکړی چه کورنی سولئز بنسټونه له مینځه یوسی، او خلک په خپل منیځ کی سره وجنګوی. نه زغم، نه ورورولی سته؛ نه مساوات، نه عدل، او بشری ترقی. ټول د قتل، فساد، او دسیسو په زور د قدرت غوښتونکی؛ او بیا له قدرت رسیدو روسته، په فساد او بیرحمی باندی اخته دی. 

مسلمانان د نړی په سر او د هغوی بدبختی او مبارزه

مسلمانان د تیرو دووسوو کلونو په شاوخوا کی د دوو عقیدتی دښمنانو سره په مبارزه کی بوخت دی. الحاد او نصرانیت. ځینی مسلمان بچیان د شرقی او یا غربی الحاد خواته لاړل او ځینی نصرانی سول، او ځینی په خوله مسلمان په زړه بی باوره او ځینی بیا نورو ادیانو ته هم واوړیدل مثال یی د هند پښتانه. متاسفانه دی ټولو کسانو خپل نومونه بدل نکړل او نه یی اعلان وکړ چه مسلمان ندی. آنی کمونستانو هم لا خپل ځان مسلمان باله او اوس خو غربی دیموکراتان د خلکو سرونه پری ماتوی.

چیری چه آزادی وه نو د ریښتونی مسلمانو مبارزه هم پیل سوه چه د داسی مسلمانو د تحریک د بنسټ خښته د سید جمال الدین الافغانی[1] په لاس ایښودلسوی بلل سوی ده. سید جمال الدین چه هرڅوک وو د هغه افکارو مسلمانان د اسلام د بیا پیدا کولو په لیاره باندی واچول او الحمد لله د زمانی د بیدینه حوکمتونو د اختناق سره سره قوی او لا تراوسه د روس، چینایی، امریکایی او د نورو له حملو سره مقاومت کوی. په دی مبارزه او جنګ کی ملیونه مسلمانان مړه او مجروح سول او نور یی په عامه توګه له بدبختی او فقر سره مخامخ کړی دی او لا به کیږی. په دی ټولو کی افغانستان اولنی ضایعه ده چه هم مسلمانو او هم بیدینو باندی ظلم وکړ. ځینو د قدرت په سر او ځینو بیا د جهل او ناپوهی په خاطر.

که مونږه د سید جمال الدین ژوندنامه ووګورو دا راته ښکاره کیږی چه هغه د نړی په مخه د ټولو مسلمانو په خپل دین د ناپوهی په خاطر ترسیدو او حاکمانو او پوهانو سره یی باندی بحث کاوو، د ظالمو حکمروایانو بي پروایی او هغوی ته د علماوو د تابعیت څخه رنځیدلی وو، د مسلمانانو جلاوالی او اختلاف یی د هغوی ضعف او په دی خاطر د غرب په تیره بیا د انګریزی فربیب په بنا[2] د هغوی د کاملی سیطری سبب او په مسلمانانو باندی د هغوی دلوبو علت بللی وو؛ او د ځینی ملحد عناصرو چه د استعمار په خدمت کی یی د مسلمانانو او دهغوی د عقیدی په ضد فعالیت کاوو خلک خبرول او د هغوی په ضد یی بیا لیکنی کولی[3]. د هند د سر سید احمد خان په ضد یی لیکنی وکړی او د انګریز په مقابل کی یی هندیان اتحاد ته راغوښتل. د ایران او مصر خلک او پاچاهان یی د انګریز په ضد پارول او د یوه نوی پوه مسلمان ملت خښتی یی کښیښودی. مونږه چه د سید جمال ارزوګانو ته ګورو نو وینو چه مسلمان لا هم هغه مشکل لری کوم چه د ده په وخت وو، دا ځکه چه استعمار خپله ستراتیژی بدله کړه او د تیری صدی په مینځ کی د شیعه د تقیی په ډول د بشر د حقوقو د جریان د پردی ترشا مسلمانان خطا او کله چه هغه ناکامه سوه نو بیرته یی د اسلام ځپلو لپاره په ډاګه جنګ او مبارزه اعلان کړه، چه هر ازادی غوښتونکی مسلمان یی په افراط، تشدد، او قاتل باندی اول متهم وبلل او بیا یی له مینځه یوړل او هم وړی. 

پښتانه د سید جمال په خوله

د افغانستان د تاریخ د ځینی مهممو ټکیو ذکر چه سید جمال الدین کړی هغه لا تر اوسه رښتیا ده: 

هغه  وایی، په حکومت کولو او دفترداری باندی پښتانه نه پوهیږی او دفترداری یی د شیعه ګانو په لاس کی ده. ټول پښتانه حنفی مذهبه او ښځی او نر یی په لمانځه کی سستی نکوی. هغوی په خپل دین، مذهب، او ناموس متشدد دی. خو بیاهم د نورو په حقوقو تجاوز نکوی. دا فرق نکوی چه شیعه ده او که نامسلمان. هغوی خپل دینی شعایر پالی او په دولت کی لوړ منصوبونه هم لری. هر پښتون خپل ځان ترټولو اشرف ګڼی ځکه دی پښتون دی، ولو که مسکین هم وی. هغوی کامل ایمان او خالص اسلام تنها په پښتنو او عربو کی وینی او هره قبیله خپل امور په مشوره مخ ته بیایی. هغوی قبرپرسته او په ولیانو عقیده لری، تردی چه له خدایه او نبی نه یی جګ بولی [العاذ بالله]. هغوی علم دوسته خلک دی. د ښار او کلیو خلک مینه لری چه صرف، نحو، معانی، بیان، فقه، اصول، تفسیر، حدیث، منطق، فلسفه، هیئت او هندسه، حساب، او ځینی طبی کتابونه ووایی یا لولی. ځینی کلیوال بیا صرف په فقه باندی کفایت کوی. پښتانه د طالبانو تکلیف په خوښه ادا کوی. ځینی خلک د طالبانو برخه که ټوله نسی نو لا خوری یی هم نه. علماوو ته پښتانه احترام لری، او د علماوو نفوذ او سلطه په خلکو باند کلکه او تامه ده. حاکمان او امران تری ویریږی ځکه د عاموکسانو زړونه د علماوو په لاس کی دی. ډیر علماء د آمرانو د لیدنی نه انکار کوی، او د هغوی تحفی او هدیی نه منی، ولو که د نورو منی... چه دا څه استکبار ته هم رسیږی او لدی کبله ځینی وختونه دوی داسی کارونه کوی چه هغه نه له شرعی سره او نه له عقل سره برابر وی. دا په دی کله ناکله ځینی کسان چه د دوی ریاست ته تاوانی وی او یا د دوی له رایی سره برابر نه وی نو په کفر او یا فسق یی متهمه وی او آمران باید د هغوی په خوله هغوی ته سخته جزاء ورکړی. د مثال په توګه په قندهار کی د شیعه ګانو په کفر حکم کول، او داسی نور چه مونږ یی تفصیل نه لیکو. د عام پښتانه په خلاف امرا په خپل دین چندانی پابند ندی. کم شعری او نثری کتابونه د هغوی په ژبه لیکل سوی دی.[4]

تاجیک بیا په ځینی کلیو او ښارو کی شته. هغوی زحمتکش او د حرفو خاوندان دی. د کابل د کوهستان خلک شریر او مفسد دی جه قتل او قتال خوښوی. د پښتنو په لحاظ تاجک د کور په اداره ښه پوهیږی، پاک کالی اغوندی، او د ادراک په خاطر د پښتنو په تناسب ذکیان دی. خو په تاجکو کی کم علماء شته او یا داسی کس چه په علم پسی وګرځی. هغوی نه قبیلی لری او نه امراء.[5] اوسنی په قدرت باندی سرماتول شاید هغوی خپله تیری اشتباه جبرانه وی.

هزاره ګان مغولیان او د چنګیز پاتی عسکر دی چه د قزنه [غزنی] شمال [غرب] او هرات شمال ته پراته ده او اوزبک او ترکمن وایی د دوی ځمکی یی نیولی.[6] دا قبیله تر اوسه خشنه او وحشی ده. دا قبیله شیعی ده خو له شیعیانو سره هیڅ هم ګډ نلری مګر د خلفاوو بغض، د علی محبت، د عاشورا ماتم، او تقیه نلری کومه چه د شیعه په مذهب کی واجب ده. هغوی ځانونه د علی غلامان بولی (عبد علی). وایی چه مړی ته د دفن په وخت کی وایی: مه ډاریږه، چه نکیر او منکر درته راسی، ځکه علی به درته راسی او هغی به یی درنه و شړی.[7]

افغانی حکومت

د دوی حکومت مطلق استبدادی دی[8]. لیږ شوروی شکل لری. ځکه هیڅ مهم کار بی د قبیلوی مشوری نه کوی. تشکیل یی: امیر او وزیر (صدر اعظم)، مستوفی (مال وزیر)، خازندار او ایشیک اغاسی باشی (شاغاسی؟) چه د عریضو او تخاصم د حل مسؤل دی. د افغانانو امیر شرقی دبدبی نلری: ټول خلک په ځمکه کینی، او هرڅوک یی دربار ته ورتلای سی. هغوی خپل شکایتونه په لوړ اواز بیپروا او بی له کوم خجالت وایی. د امیر سره خان ملا کینی (قاضی القضاة) ترڅو شرعی فیصلی د شرعی سره مطابق وکړی. امیر په شرعی فیصلو کی هیڅ حق نلری چه مداخله وکړی. افغانی حکومت اساسی قانون نلری. نو حل او عقد، د قضایاو فیصله، د جزا تعین، مالیه، حبس، وهل، او جلاوطنه کول د امیر په لاس دی. نو ځکه کله ناکله دا د غدر او ظلم سبب ګرځی. قصاص، او لاس پریکول او پښه پریکول کم دی. خو سیاسی قتلونه په ډاکه نکیږی. د خپلی کورنی قتلول سته ځکه د هغوی معاون نسته. د اموالو مصادره ډیره ده چه د سلطنتی کورنی، د دولت کارکونکی، او تجاران باندی اخته دی.[9] البته دا خو دغزونویانو له وخته راروان وو. 

د حکومتداری د ناپوهی په خاطر په خپل واجباتو باندی ناخبر او د قانون د نستوالی په خاطر چه په اصلاحی واجب یی مجبور کړی، نو ځکه امن ته اهمیت نورکوی او لیاری نسته او یا د هغو اصلاح، قطاع الطریق منع ندی، قافلی او لاروهونکی امن نلری، او کله چه قافله له یوه ښاره بل ته ځی نو باید دوه سوه مسلح ولری چه قافله د یو حربی جیش غوندی ښکاری کوم چه تجارت نه بلکه د جنګ لپاره وی. نو ځکه تجارت نلری او بازار یی نخسانی دی. حکومت یو نظامی او عسکری شکل لری چه انی قاضی القضات باید سلکزیز سپاره ولری او نومونه یی باید په پوځی دفتر کی ثبت وی. امارت وراثی دی خو کوم خاص قانون نلری او دفترداری په پارسی ده او نه منظم عسکر لری او نه دمالیی نظام ...[10]

دا پورتنی توری د ګلچینی په توګه د سید جمال له تاریخ څخه راواخستلشول ترڅو ویونکی د ضعف او قوت ټکی ته پام وکړی او چه د اینده اسلامی متمدنی افغانی جامعی په جوړولو کی ځینی استفاده وکړی. مونږه به په خپل وار په آینده لیکنو کی له دی ځایه خبری پیل کوو چه کیدای سی مونږ ته هم ګټه وکړی او هم د دی لیکنی ویونکو ته. 

 

د نړی لپاره ماسونی پروژه

 

ویل کیږی ماسونی سری تنظیم یا freemasonry  د دیارلسمی او یا څورلسمی پیړی را وروسته د کلیساګانو د جوړونکو لخوا شروع سوی[11] چه لا تر اوسه دوام لری. ویل سوی دا تنظیم د بیت المقدس د صلیبیانو(ټریمپلرز) لخوا ښودل سوی[12] کوم چه وروسته بیا د اروپا بانکی سیستم کنترول خو بیا وروسته فرانسویانو به ظاهره ختم کړل[13]  خو په یو سری تنظیم باندی بدل سول.[14] داسی هم ویل کیږی چه ماسونی تنظیم چه د مهندسو او نورو لخوا جوړ سو نو هغه د صلیبیانو ځینی سیمبولونه منلی دی.[15] هغه د انګریزانو په دولت او مستعمرو کی تقویه او زیات غړی یی نصرانی پروتستنت سپینپوستی دی. البة هغه مسلمانان، کاتولیک نصرانیان، یهود او هندوان او نور هم خپل غړی منی. اوس چه څوک له دینه شاکی وی هغوی ته ورځی که څه هم هغه د ښځو او د غیرسپینپوستو په تبعیض باندی متهم دی. کاتولیک کلیسا هغه د دین دښمنه ډله بولی چه د ۱۷۱۷ م نه راپدیخوا یی خپل ځان منظم او په نړی کی خپاره سول. سوندرز په وینا هغوی د خدایی حق په لټه کی دی او د انسان د خوشبختی په لټه کی کارکوی او د اخلاقو په معیار ځان او نور توانوی چه یو جهانی انسانی ټولګی راولی. هغوی په لوی مهندس عقیده لری.[16] داسی ښکاری چه ماسونی او ایلومیناتی تنظیم دواړه په انسانپرستی (humanism)   باندی معتقد وی. که څه هم ایلومیناتی تنظیم د ماسونیانو د ختمولو لپاره کاتولیکانو جوړکړی وو. 

 وایی کله چه سید جمال مصر ته ورسید نو هلته د انګریزی، فرانسوی او ایتالی د ماسونی په بین المللی شعبو کی عضویت پیدا کړ او حتی په یوی کی لا ریس هم سو. د څه وروسته بیا له هغوی سره مخالف او بیا اخراج سو. وایی هغوی دی ملحد وبالو او ده د هغوی له تګلیاری سره مخالفت درلود. سید جمال بیا خپله موسسه جوړه کړه چه په هغه کی د مصر غټان هم شامل، او د هغه په مجلسو کی مسلمانو، نصرانیانو، او یهودانو هم ګډون درلود چه بیا ورسته د حزب الوطن په جوړښت او د مصر په آزادی کی یی مهم رول و لوباوو. ده مسلمانانو ته د هغوی په اتحاد او د مثالی اسلام په اصولو باندی ټینګار کاوو.[17] د ا چه سید جمال شیعه او که نه او یا دا چه فیلسوف وو او که معتقد مسلمان دلته مهمه نده. د هغه افکار حتی غیر ملسمان ازادی غوښتونکی په دی قانع کړی وو چه د شرقیانو آزادی د اسلامی مثالی اصولو په اساس راتلای سی. متاسفانه د سید جمال آزاد خیال شاید د هغه او د ده د پلویانو د ناکامی سبب شوی وی. په روسیه کی مسلمانان د همداسی پالیسی له مخه سرکوب شول. هغوی اول له سوسیالیستی تنظیم سره یوځای سول او هغه یی تقویه کړل مګر کله چه سوسیالیستان قوی سول نو مسلمان کمونستان (که چیری دا هم امکان ولری) یی سرکوب کړل.[18] امپریالیست دوګماتورانو او سوسیالیستی استعمارچیانو دواړو اسلام د ځان دښمن بللی او د اسلام له مثالی اصولو سره په تضاد کی. د همدی سبب په خاطر د سید جمال ازاد خیال نه په مصر او نه قفقاز کی مثبته نتیجه ورکړه او دغو استعماری قدرتونو مسلمانان تیر ایستلی وو چه ملګریتوب یی صرف د هغوی تر استحکام پوری دوام درلود. وروسته یا مسلمانانو خپله عقیده وبایلله او یا له صحنی نه وشړل سول. 

ماسونی موسسی ته عرب لیکوالو اهل صفوه یا صفا نسبت کړی دی.[19] په اسلامی نړی کی پخوا د اهل صفا په نامه یو سری تنظیم مشهور دی چه ځینو په ابن سینا او ځینی په اسماعیلی شیعیانو پسی او نورو بیا المقدسی البستی، زنچانی او نورو ته منسوب کړی چه اسلام یی په صوفی او فلسفئی اساس باندی پیژندلی[20]، او اروپایانو باندی زیات تحقیق هم کړی. دا هم ویل سوی چه اهل صفا خپله فلسفه د مختلفو اددیانو او فلسفو ځخه اخیستی چه په هغه کی هندی، بابلی، ایرانی، یونانی، او یهودی او نصرانی افکار ګډ سوی[21] او په دی لحاظ له ماسونی تنظیم سره نزدی ښکاری ځکه هغه هم په شرقی او غربی مشابه فلسفو ولاړ دی. دواړه ماسونی او اهل صفا په جغرافیایی لحاظ امکان لری چه هسپانیه یی د وصل نقطه وی.

 په هرحال هغه اساسی ټکی چه د ماسونی تنظیمو اهداف تشکیلول زغم (تسامح) برابری یا مساوات، عدالت، آزادی، ورورولی، او د فرد شخصی ترقی[22] ول. دا چه ماسونی موسسی په بانکی موسسو او نورو تجارو پسی تړلی سوی نو په ظاهره صلح امیز ښکاریدلی او په پورته اصولو باندی یی خلک تربیه کول، چه په هغه کی بیا خلکو  په آینده نظامونو کی قدرت ته رسیدل هدف وو.[23] او همداسی هم وسول او لړی یی لا روانه ده. 

اوسنی لیبرال او چپ تنظیمونه هم د پورتنی ارزشتونو غوښتنه کوی. دښځو اورګانونه اوس د ماسونی تنظیمونو سره یوځای شوی او له همدی خاطره ځینی خلک داسی ښځینه اورګانونه د ښځو د حقوقو غوښتنکی نه بلکه هغه د سرمایداری نظام خدمتګاران بولی.  او په دی لیاره کی ښکاره او پټ کمکونه لری ترڅو هغه په دنیا کی د زر او زور له لیاری عملی سی. 

ماسونی هدف بیقیده ارزشتونه لری کوم چه د استعمار او سرمایداری په ګټه دی او استعمال سوی او که نه نو داسی ښکاری چه هغوی ناکامه دی: ځکه غربی بری نن سبا صرف د سرمایداری او د تش په نامه د یموکراسی په چوکات کی لیدل کیږی. سرمایداری او دیموکراسی په واقعیت کی سره تکر لری ځکه چه په دیموکراتیک دولتو کی سرمایه داری بریالی مګر د ماسونی ارمانونو بری چه له بشری حقوقو سره تړاو لری په سترګو نه لیدل کیږی. د دی حقیقت د پیدا کولو لپاره ترقیغوښتونکی ماخذونه باید وکتل سی. امریکایی فلمجوړونکی مایکل مور[24] Michael Moore او د الجږیری مستند فلمونه کتلای سی. په بل عبارت، ماسونی اورګانونه د سرمایدارانو لپاره کار کوی او هغه پورتنی شعارونه یی صرف د خلکو د جلب لپاره د مارکیتنګ خبری دی. که نه چیری چه یو فیصد د هر عیش نه خبر او ۹۹ فیصده بیا خوار او ربړیدلی وی هلته ماسونی شعارونه هیڅ معنی نلری. 

دا پورته ارزشتونه اسلام هم لری او د دی سببه عربی نامسلمان مفکرین د سید جمال سره یوه خوله وو. مګر دا ارزشتونه له یوی خوا د ماسونیانو له خولی فرببی دی او له بلیخو اسلامی ارزشتونه مقید دی. اسلام هغه د روایت او درایت له مخی مقید کړی. زمونږ اینده لیکنی به په همدی ټولو ټکیو ولاړی وی.


 
[1]  سید جمال یو مرموز سړی دی. د هغه په اصل عقیده او مذهب باندی اختلاف دی چه څوک دی. غربیانو علمانی معرفی کړی، مسلمانانو هم سنی هم شیعه دواړو د ځان بللی دی، او افغانستان او ایران هم باندی جګړه لری. د هغوی ډیر تاثیر په مصر او ایران کی ښکاریږی. په افغانستان کی داسی ښکاری چه نوم یی د ځان بولی خو د هغه افکار بیا په سوندخ کی بند ساتی. دا واضحه ده چه هغه ځان په کوم مذهبی دایره کی ندی لیدلی او له دی  یی مسلمانان د خپل دین د پوهیدا په لور سوقول ځکه د مسلمانانو اعمال د اصلی دین سره په تضاد کی لیدل کوم چه د هغوی د انحطاط عوامل وو او دغرب  د برتره ښکاریدو سبب.  
[2] دا مطلب د سید جمال الدین له مشهوری مقالی نه واضح ښکاری چه هغه د انګریرانو او افغانانو په هکله لیکلی وه: البیان فی الانجلیز و الافغان. هنداوی، ۲۰۱۵.
[3] علی شلش، جمال الدین الافغانی بین دارسیه. دار الشروق، ۱۹۷۹، ص ۹۴، ۱۰۰
[4] سید جمال الدین الافغانی. تتمة البیان فی تاریخ الافغان. موسسة هنداوی للتعلیم و الثقافة: مصر، ۲۰۱۵، ص ۶۴-۷۰. 
[5] سید جمال الدین، تکملة، ص ۷۰.
[6] داخبره شاید د نورو تاریخی بیانو سره مخالفه وی ځکه بامیان او دا نوری ځمکی د غور له متعلقاتو نه بلل سوی چه هغه بیا پښتنی ځمکی وی او مسعودی تاریخ له دی سره تناسب لرلای سی. د هرات شمال کیدای سی صحی وی ځکه د غوریانو او غزنویانو په وخت کی ترکمن راغلی وو چه له چنګیزیانو نه مخ ته وو. 
[7] سید جمال الدین، تکملة، ص ۷۱.
[8] سید جمال الدین، تکملة، ص ۷۴.
[9] سید جمال الدین، تکملة، ص ۷۵.
[10] سید جمال الدین، تکملة، ص ۷۶-۷۷.
[11] https://www.britannica.com/topic/order-of-Freemasons
[12] http://reunir.free.fr/fm/rituels/berne.htm; McCreery, Christopher (2008). The Maple Leaf and the White Cross: A History of St. John Ambulance and the Most Venerable Order of the Hospital of St. John of Jerusalem in Canada. Dundurn. p. 187.
[13] https://www.bbc.com/news/business-38499883: Tim Harford, The warrior monks who invented banking. 50 Things That Made the Modern Economy, 2017; https://bigthink.com/philip-perry/did-the-knights-templar-invent-modern-banking; Tom Teodorczuk, The Knights Templar: Military order or the first financial-services company?, 2017. https://www.marketwatch.com/story/how-the-knights-templar-became-the-worlds-first-financial-services-company-2017-09-26 .   

دلته اګریزی تحریف ته پام سه: انګریز د نوی شی  جوړولو ټکی ویلی; په داسی حال کی چه صلیبیانو د مسلمانو د حوالی سیستم په اګلیستان کی نوی رواج کړی وو. 
[14] Knights Templar https://www.history.com/topics/middle-ages/the-knights-templar 
[15] https://www.history.com/topics/middle-ages/the-knights-templar Knights Templar
[16] https://www.catholiceducation.org/en/culture/catholic-contributions/what-are-the-masons.html 
[17] علی شلش، جمال الدین الافغانی بین دارسیه
[18] SONN, TAMARA. "BANDALI AL-JAWZI'S INTELLECTUAL HISTORY OF ISLAM: AN ORIGINAL INTERPRETATION FROM AZERBAIJAN." Islamic Studies 33, no. 2/3 (1994): 203-26. Accessed October 21, 2020. http://www.jstor.org/stable/20840167.
[19] علی شلش، جمال الدین الافغانی بین دارسیه
[20] علی شلش، جمال الدین الافغانی بین دارسیه
[21] Political View of the Original Freemasons of Basra: Ikhwan al‑Safa wa Khullan al‑Wafa wa Ahl al‑Hamd wa Abna’ al‑Majd or “Brethren of Purity”
[22] علی شلش، جمال الدین الافغانی بین دارسیه
[23] علی شلش، جمال الدین الافغانی بین دارسیه
[24]  https://watchdocumentaries.com/capitalism-a-love-story/