ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
نن سبا، ځینې لوستونکي لنډې لیکنې، تر اوږدو لیکنو، ډېرې خوښوي، او دا دلیل وړاندې کوي، چې دوی وخت نلري، چې اوږدې لیکنې ولولي!
د یادولو وړ ده، چې ځیني لیکنې باید اوږدې ولیکل شي، تر څو یوه موضوع په هر اړخیزه توګه تحلیل او وڅېړل شي.
د ګرانو او قدرمنو لوستونکو پام، دغه لاندې ټکو ته راګرزوم.
۱ - فرضاً یو ښه دیني عالم، د یوې موضوع په هکله، ډېر ښه بیان ورکړي، او د موضوع ټولې ګټې، او تاوان، په واضح توګه، حاضرینو ته وړاندې کړي، نو دغه بیان به تر هغه بیان ډېر ښه وي، چې هغه ډول ډول شکونه، او پوښتنې د حاضرینو په وړاندې را پیدا کړي.
کېدای شي، ځینې ګډونوال، دغه بیان ډېر خوښ کړي، او دغه دیني عالم ته د زړه له کومي د خیر دعا وکړي، او وواىٔي، چې دغه دیني عالم، ددوی پام ډېرو مهمو ټکو ته راوګرزاوه.
همدارنګه، کېدای شي، ځینې ګډونوال، ددغه بیان په هکله، ښه نظر ونلري، او که څوک پوښتنه ترې وکړي، شاید ځواب یې دا وي، چې بیان یې ډېر اوږد و، او زما یې ډېر وخت ونیوه. دغه ګډونوال شاید دا هم وواىٔي، چې ددغه دیني عالم ټول بیان، په دغه جمله کې چې ښه کوئ، او بد مکوئ، خلاصه کېده.
دلته د دغو دواړو نفرو نظرونه، د عین بیان په هکله ډېر فرق لري. لومړي نفر غوښتل چې په موضوع خپل ځان ښه پوه کړي، او پدې خاطر، د بیان څخه ډېر خوشحاله معلومېده. دویم نفر ته وخت، تر ځان پوهولو ډېر ارزښت درلوده. یاىٔې چېرته بیړه وه، او یاىٔې د مزدورۍ په هکله بیړه وه، چې یو څو زیاتې روپۍ وګټي، او پدې خاطر، ددغه بیان په هکله ناخوښ معلومېده.
ښه بیان باید همداسې اوږد وي، ترڅو هر اړخیزه څېړنه او تحلیل سرته ورسیږي.
دغه جمله، چې ښه کوئ، او بد مکوئ، نورې تشرېح ته ضرورت لري. دا پدې معنا، چې لومړی ښه او بد، باید ښه مفصل تشرېح شي، چې ښه، او بد څه ته واىٔي. یوازې دا جمله چې، ښه کوئ، او بد مکوئ، د ځان پوهونې او ښې زده کړې لپاره کفایت نکوي.
۲ - فرضاً د پوهنتون ۲ استادان، د یوې موضوع په هکله لکچر ورکوي.
لومړی استاد، موضوع له هر اړخه ښه څیړي، او د شاګردانو پام، ډېرو مهمو ټکو ته راګرزوي. واضح ده، چې دغه لکچر به لږ شانته اوږد وي.
دویم استاد، دغې موضوع ته سرسرکي کتنه کوي، او شاګردان د هغه موضوع په هکله نور هم شکمن کوي، چې البته وخت به کم ونیسي، خو تر ګټې به ىٔې تاوان زیات وي.
د مثال په توګه، که څوک وواىٔي، چې د هر عدد مخې ته که صفر کېښودل شي، د هغه ارزښت لس برابره کیږي. نو کېدای شي، ځینو ته دغه خبره سمه ښکاره شي، او هغه ومني. یعنې د ۲ مخې ته که صفر کېښودل شي، هغه ۲۰ کیږي، چې سمه ده.
لېکن، دا خبره په عمومي توګه سمه نده، او هغه په سیستم پورې تړاو لري. یا په بل عبارت، په باینري (Binary) سیستم کې، که صفر د یوه عدد مخې ته علاوه شي، نو د هغه عدد ارزښت ۲ برابره کیږي.
نو دغه پورتنۍ فرضیه، د هر عدد په هکله صدق نکوي، او سمه نه بریښي.
دلته به هم د لومړي استاد لکچر، تر دویم استاد حتمي اوږد وي. یعنې که غواړئ، چې په یوه موضوع خپل ځان ښه پوه کړی، نو حتمي وخت ورته پیدا کړئ.
۳ - فرض کړی، چې یو استاد، د یوې موضوع په هکله، یو ښه ګلالۍ لکچرنوټ، خپلو شاګردانو ته برابروي. دغه استاد، د موضوع په هکله مفصل معلومات وړاندې کوي. د مثال په توګه، ددغې موضوع ګټې او تاوان، د هغه د عملي کېدلو ځایونه، او عملي مثالونه وړاندې کوي. نو دغه شانته لکچر نوټ تیارول به حتمي اوږد متن ولري، او ښه تکړه شاګردان به هېڅکله، ددغه لکچرنوټ له اوږدوالي څخه شکایت ونکړي.
۴ - هېره د نه وي، چې زیاتره وخت، هغه کسان، چې د اوږدو لیکنو څخه، د وخت د نه لرلو له کبله شکایت کوي، هغوی بیا په خپلو بنډارونو کې وخت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. دا یوازې یوه بهانه ده، چې دوی واىٔي، وخت نلرو!
همدارنګه، که یوه لیکنه، د یوه چا د بې عزتۍ په هکله لیکل شوې وي، نو بیا دغه ډول لوستونکو ته، وخت کوم ارزښت نلري، او که چېرې دغه لیکنه، اوږده هم وي، نو دوی یې په ډېره مزه لولي. یا په بل عبارت، د دوی ملا، یوازې ښې زده کړې ته ماته ده.
د یادولو وړ ده، چې لیکنه، هم لیکنه وي. یعنې یو څوک د هغه د لوستلو څخه، یوڅه زده کړي.

د پام وړ ټکي:
که څوک غواړي، چې یو څه زده کړي، نو هغوی باید د زده کړې لپاره یو څه وخت هم پیدا کړي. داسې نه کیږي، چې اولادونه غواړي، او ودونه نکوي. یا په بل عبارت، که غواړئ، د یوې موضوع په هکله هراړخیز معلومات لاسته راوړئ، نو حتمي دغه کار وخت غواړي، او وخت باید ورته پیدا شي.
د یادولو وړ ده، چي شعارونه، او لیکنې ډېر فرق سره لري. شعارونه، کېدای شي، په ډېر لنډ ډول سره ولیکل شي، چې همداسې باید وي. لېکن، ښې لیکنې باید اوږدې وي، ترڅو یوه موضوع په ښه توګه تحلیل او وڅیړل شي.
همدارنګه، د سالم قضاوت په خاطر هم، باید یوه لیکنه، ترپایه ولوستل شي.
د مثال په توګه، د یوه سیاستوال د خبرو په هکله، هغه وخت سم قضاوت کېدای شي، چې د هغه خبرې په مکمله توګه تر آخره، په غور سره واورېدل شي.
ګرانه او قدرمنه لوستونکیه!
که غواړې، چې د یوې موضوع په هکله، مکمل او هراړخیزه معلومات لاسته راوړې، نو باید خپل ځان د اوږدو لیکنو لوستلو ته تیار کړې. یا په بل عبارت، بې زحمته راحت نشته، که راحت غواړې، زحمت درلره بویه!
هېره د نه وي، چې کله کله، ښې مفصلې لیکنې، په ځینو افغاني وېب پاڼو کې، تر لاسه کېدای شي.
لېکن متأسفانه، په اوسني وخت کې ځینې خلک، فسبوکي لیکنو ته زیات اهمیت ورکوي.
د فسبوک ځینې لیکنې، واضح کولو ته ضرورت لري، او شاید واضح کول ىٔې ډېر وخت ونیسي، او همدارنګه، په ځینو وختونو کې فسبوکي لیکنې، د کنځلو بڼه غوره کوي.
د یادونې وړ ده، چې نن سبا، د یوې موضوع د منلو لپاره، د کره شواهدو وړاندې کولو ته ضرورت دی. یا په بل عبارت، خلک اوس شواهد غواړي.
په پای کې په ډېره عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې، الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com