د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP دافغانستان روانه ربړه د شوروي اتحاد د پوځي یرغل رااېسي تر دې دمه څارلې او د افغانستان دشخړې او کړکېچ د حل په موخه یې کوټلي ګامونه اخستي، خپل نوښتونه یې وخت په وخت د ملګروملتونو موسیسې، نړیوالو امن خوښو سازمانونو ، ګوندونو، د نړۍ ډېرو هېوادونو اوځواکمنو ټولنیزو سړیتوبونو ( شخصیتونو) ته وړاندي کړي دي، چې ښې پاېلې او لاسته راوړنې یې هم لرلې دي.
له ېوې مېاشتې ډېره موده وشوه، چې د افغانستان حکومت او طالبانو پلاوي په قطر، دوحه کښې ناست دي، خو له بده مرغه تر دې دمه یې د اوربند، روغې جوړې او تلپاتې سولې او امن خبرې پیل کړي نه دي .
دوۍ د هېواد دننه او بهر او دغه راز په قطر کښې د ژوند ژواک دهر اړخیزو اسانتېاووڅخه برخه من دي او دې ته نه ګوري،چې هره ورځ او هره شېبه په افغانستان کښې وینې توئېږي. اېا ددوۍ ضمیر او وجدان مړ شویدی؟ .
دوۍ دا احساس نه لري، چې په افغان ولس څه تېرېږي؟ د اور بند او روغې جوړې دخبرو ځنډول د افغانانو د وژلو او د ملي شتمنیو لوټولو او ویجاړولو غزول دي. افغان حکومت او طالبان دواړه د امرېکا د هر اړخېز ملاتړ څخه برخمن دي. "میم زرما هر څه زما" نن سبا نه شي چلېدلی، " څه واخله او څه راکړه " یې دحل مناسبه لاره ده. بی له روغې جوړې او خبرو اترو بله لار نه شته، مخکې وي او که وروسته، ټول به دې لارې ته راځي. په جنګ او زور کلي نه کېږي.
که د وسله والې جګړې،تشدد، وینو تویولو، هېواد ورانولو او ورور وژنې لاره سمه وایي، نو زمونږ درې نسلونه به پکې نه تباه کېدل، نو دا اړېنه ده ، چې حکومت او طالبان دعدم تشدد لاره خپله کړي، د ورور وژنې، دملي شتنمیو د تالان او ویجاړولو پرځای خپل کور او وطن جوړ کړي او د عزت سره پکښې ژوند وکړي.
په افغانی ټولنه کښې د نویو واقعیتونو او پېښو منځ ته راتګ ددې نښه نښانه ده، چې زاړه اړېکي او مناسبات بیرته مخ ته راتللی نه شي او زمونږ افغانانو څخه نوی فکر او د زاړه انحصاري فکر پرېښودل غواړي، نو که افغان حکومت او طالبانو دا تارېخي موقع او فرصت له لاسه ورکړ، نو دا به د افغان جنګځپلي او غمځپلي ولس سره ستر ،لوې او نه بخښونکی خېانت وي.

مونږ پدې پوره باور لرو، چې د افغان ولس ستر او غوڅ ډیره کی، سوله او روغه جوړه غواړي او ډیر لږ کسان، د خپلو شخصي ( ذاتي ) ګټو لپاره د روغی جوړی مخالفت کوي ، دغه خلک د افغانانو د وینو سوداګر دي او په ولس کې ځای نه لري .
پښتانه/ افغانان په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ټېکاو(ثبات) او امنيت بخښي ، زمونږ په اند پغير د پښتنو/افغانانو د سوکالۍ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالي نه شي راتللې، نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د افغانستان د حکومت ، طالبانو، د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو ځواکونو، دامریکا ، ناټو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو څخه په ټېنګه غوښتنه کوى چې ددې تارېخي فرصت څخه په ګټه اخستنې ګران هېواد افغانستان ته د سولې او امن په راوستلو کښې رغنده، چلاند (فعال) رول ولوبوي او د تلپاتې سولې لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
درنښت
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند