نن می د یو کس (وروسته به یی دسین په نامه یاد کړم) لیکنه وویله چه پکی دځینی لیکوالانو څخه روشنفکری منفی سوی وه. دا هغه لیکوالان وو چه په کابل کی دپردو په زور او زرو رامینځ ته سوی اداری سره همغږی ندی. سین دوی د طالبانو او یا سابق مجاهدینو پلویان بولی. زه په دی هکله یو نظری لیک لیکم چه دافغانستان دیوی ډلی لیکوالانو، چه دسین په څیر اظهارات کوی، ساده لوحی له یوی خوا او له بلی خوا دهغوی دتکبر، نفرت، خودخواهی، او عوام فریبانه ذهنیت له ورایه وښیی. مونږ به دا په لاندی ټکیو کی ووایو:

 

۱ـ تنګنظره روشنفکر

دسین زیاتی لیکنی ښی چه هغه په اسلام او دین معتقد ندی. دسین نور لیکونه ښیی چه هغه په کابل کی دپردی اداری زورور ملاتړ دی. 

دسین لیکنه هغه کسان چه دده له انتخاب سره موافق ندی هغه تش په نامه روشنفکران بولی. دا لیکوالان دسین په خوله دحالاتو او پیښو شننه څیړنه او دذهنونو تنویر دطالبانو او جهادی مافیا په ګټه کوی. سین وایی داسی لیکوالان چه دمرکزی حکومت مخالف وی هیڅکله روشنفکر ندی او نه دروشنفکری ضمیر لری. 

پورتنی ټکی په فلسفی لحاظ سفسطی او بدمنطقه ښکاری. خلاصه یی داسی ده: 

دپردیو په لاس جوړه سوی اداره+دهغی ملاتړ = روشنفکر دی. 

دپردی اداری مخالفین+دهغوی تایید = تش په نامه روشنفکر دی

په پورتنی فورمول کی صغری او کبری له خپلو نتیجو سره معقوله رابطه نلری. دا تصوری ښکاری خو حقیقی هیڅکله نه. حاضر فلسفی لیکونکی داسی استدلال غرضی بولی او په دی خاطر یی دباور وړ نبولی. 

روشنفکره مونږ باید هغه کس وبولو چه دیو غرض لپاره آزاده او بی پری مطالعه وکړی، دهغی محتویات وشنی، او په هغه کی دغرض ګټی او تاوانونه پیدا کړی او دهغوی په اساس مطابق نظر ورکړی. دا کس باید په غرض پسی تړلی نوی. 

تنګنظره روشنفکر هغه کس دی چه هغه دیو غرض طرفدار وی او دهغه په اساس بل هیڅ نظر نمنی او حالات او پیښی دخپل غرض په اساس شنی او تحلیلوی او نتیجی په زور اخلی. 

دا چه د سین په لیکنه کی یو عالی غرض ندی ویل سوی او خبره صرف په مرکزی حکومت او طالبانو راڅرخیدلی نو ځکه په ملی او سیاسی افغانی فلسفه کی دهغه دیدګاه ډیره تنګه ښکاری.

دسین نظر صرف دا ښیی چه یو تنګنظره روشنفکر له بل تنګنظره روشنفکر څخه ښه دی. زړو علماوو داسی نظر ته تعسف ویلی.

 

۲- افغانی فلسفه

داوسنی سیاسی وضعیت دیو پلو په ګوښه کی، هر هغه کس چه ځان دافغانستان مخلص وطنوال بولی هغه به دسولی او نیکمرغی طرفدار وی. سوله او نیکمرغی به په داسی ډول تحلیلوی چه دهغو دراتلو امکانات په سولییز ډول راسی او بیا دوام وکړی. دا امکانات به دافغانستان پوره آزادی تضمینوی. سوله به هلته راځی چه داکثریت او اقلیت عقاید او ارزشتونه ورسره تضاد ونلری. 

سوله او زور دوه مخالف قوتونه دی چه اول یی ښه او دوهم یی بد دی. زور هلته معاف کیدای سی چه دسولی امکانات نیستی سی او بیا زور دزور جواب ولیدل سی. 

 

۳- مرکزی حکومت او دهغه ملاتړ

دحکومت اساس دپرودو په زور راغلی. پردی اشغال یی منلی او هغه ته زاری کوی. پردی شرطونه منی او دهغه په سر افغانستان جوړوی. 

مرکزی حکومت دڅلویښتو ملیونو افغانانو څخه دڅه کم یوملیون کسانو له خوا مشکوکی انتخابات ګټلی دی. 

دهغه اساسی قانون پردی دی او پردی ګټی تضمینوی او ملی سوله او نیکمرغی له خنډو سره مخامخ کوی. په هغه برسیره دقانون دحکومت پرځای دزور حکومت دی. زیات وزیران بیقانونه مقرر او بیقانونه اجراءات کوی. قانونی مرکز بیقدره او خنثی ده. دهغه غړی دملی نظر داظهارولو قابل ندی.

په پورتنی شرایطو کی کومی ملی ګټی سته چه هغه پورتنی وضعه روا کړی؟ جواب آزادی ده. که آزادی وی نو حاضر مشکل عفو کیدای سی. دا چه آزادی نوی هره نیمګړتیا دردونکی او ټول ظاهره خوبیانی یو سراب دی چه هیڅکله به دآزادی او نیکمرغی تږو افغانانو حلق لوند نکړی. 

په پورتنی شرایطو کی دمرکزی حکومت ملاتړ دسولی دراتلو امکانات نه برابروی. دهغه تایید دزور او پردی تسلط سلسه اوږدوی. دهغه ملاتړ دطالبانو دتسلیمی غوښتل دی. دطالبانو تسلیمی چه ترنیم افغانستان زیات یی په لاس کی دی نور شل کاله جنګ ته لاسوهنه ده. دا هم په دی شرط که دکابل اداره دبین المللی قاتلانو څخه زوروره سی او زیات وحشی. دا خیال محال ښکاری. 

۴- دافغانستان په هکله داستعمار پسمرګه رقصونه

دزاړه استعمار بچی او پلار دنوی استعمار په امر دکابل داداری سره تماس او بیا دکابل دسرکښ غنی متضاد اظهارات او دهغه په هکله مخالفت دروشنفکری علامه ده، نه دهغه دنیستی. 

البته دا پورته په محدود شکل کی. که غنی یوه بله ګټوره لاره ښولی وای او په هغی کی دپاکستان دښمنی له مینځه تللی وای نو بیا به دانتقاد ځای نه وو پاتی سوی. دا باید ملی ګټه وبلله سی چه دګاونډیو دښمنی ختمه کړی. 

له بله پلوه، دا هلی ځلی دامریکایی استعمار دنامرئی اشغال لپاره پسمرګه رقصونه دی چه پاکستان او افغانستان سره نیزدی کړی ترڅو له چین سره مقابله وکړی. دامریکایی ګټو په اساس دا ښه کار دی چه ځینی امریکا غوښتنکی لیکوالان به یی په غوصه کړی وی. 

دا چه افغانستان دامریکا یوه سیاره ده نو دانګریزی سیاری سره ګډ کار کول ولی بد وبلل سی. ترڅو افغانستان پوره آزاد نسی، چین، روسیه، او ایران به همیشه دافغانستان بده غواړی. 

له پاکستان سره دسولی توافق ښه دی. خو که هغه استعماری خیال لری هغه باید ځواب سی. 

دامریکا دا وروستنی هلی ځلی داشغال اوږدوالی دی او دطالبانو تضعیف. دا خو باید دولتی مغرضو روشنفکرانو تایید کړای وای. که دا پلان عملی سوی وای نو دطالبانو دتسلیمی امکانات به زیات سوی وای. 

۵- آخره خبره

دولتی روشنفکران یوازی پردی تسلت غواړی او دهغه سره مخالفت چه دافغانستان آزادی یی محور وی په دروغو بیانوی او ملت ته ددوکی نه سوا بل مطلب نلری.