د Karim Halimi لخوا خپرې شوې لیکنې


حجاب ، ستر عورت ، زینت پټ ساتل او سترګي نه جنګول

بسم تعالی :  وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْ

30.09.2021 Karim Halimi

طالبه زما مداحي نه زده ، نقد کوم خو دزړه د دق لپاره نه

طالبه : هفتې وسولې چه ته و ملت ته  ډاد او اطمنان ور کوې ، او راکوې ، دا چه تاسو اطمنان اطمنان وایاست ، د اطمنان په ویلو سره موږ نشو مطمئن کېدلی ، ستاسو ډاډ راکول په هغه مانا دي ، لکه څوک چه په ګوړه ګوړه ویلو خوله خوږه کوي  ملت د اقتصادي مرض په تبه اخته دی ، پر تندي باندي لانده ټوکران ایښي او هر دوې دقیقې وروسته د تندي لوند  ټوکر وچیږي بیا يي لندېلو ته اړسي ، او ته و مریض ته ناست يی ، تنها دغه دوې جملې ورته وایی چه ډاډه اوسه او لګ صبر وکړه جوړېږې ، په داسي حال کي چه مریض ښه پوهېږي ، چه

29.09.2021 Karim Halimi

همه شموله دي له چا زدهکړه ، په دام کي ئې اچولی يي

دهمه شموله واضح تعریف  هر طرف د همه شموله خبره كوي او هر طرف خپل تعریف ورته لري . ملا ګله د دوي د همه شموله په تعریفاتو نه پوهېږم ، او نه ئې تر اوسه  د همه شموله نظام تعریف وړاندي کړی ، ممکن تاسو ته ئې په دوحه کښي تعریف کړی وي ؟!  ستاسو   دهمه شموله تعریف  ، په عملي ، په کلماتو  واورېدلی او په عملي ډوول مو  وليدلی ، ریشتیا چه همه شموله دامانا نه چه د هر قشر خلګ به حکومت کښي ځای لري ، ممکن هم نده یو ناممکنه خبره ده  او دغه ستاسو د همه شموله ، طرزالعمل او تعریف ه

26.09.2021 Karim Halimi

مسیار نکاح

مسيار نكاح    دا خپل را کړی  اندام او شریعت  مو مکلف کوي په   «واده او نكاح»    ږمونږ خواږه محمد رسول الله فرمایلي چه : النِّکَاحُ سُنَّتِی فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِی فَلَیْسَ مِنِّی     واده کول یو طبیعي جبر دي ، غریزه او فطرت دی  خو بعضي ځواناني او ځوانان د واده سره مل هغه عرفی بارونه او بوج د پورته کېدلو جوګه ندي ، بعضی د  واده کولو  ارزو لري  خو نه غواړي چه د واده کولو په سبب خپله ازادي اوخپل  مستقل ژوند په یو عرفي دام کښي راګیر کړي

24.09.2021 Karim Halimi

د طبیعي علومو علماء کرام هم ډېر د خیر خلګ دي (خیر الناس من ینفع الناس)

محترم او مكرم د دين پوهانو ! زمونږ خواږه نبي علیه السلام څومره ښه فرمایلي چه : إن العلماء ورثة الأنبياء، وإن الأنبياء لم يورثوا دينارا ولا درهما، إنما ورثوا العلم.  علماء د انبیاو وارثین دي ، دا مانا دا چه علماء تنها د محمد علیه السلام وارثان نه دي ، بلکي ۱۲۴۰۰۰ زیات او کم ، انبیا و ارثین دي ، په انبیاء و کښي مهندسین او کاسبکاران تېر شوي  دي ، ښه مثال ئې نوح علیه السلام دی ، چه مهندس او نجار هم و، دغه سبب دي چه علماء کرامو فرمایلي چه : اَلكاسبُ حَبیبُ اللهِ و اِنَّ اللهَ یُحبُّ المُتَ

23.09.2021 Karim Halimi

دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي : دوهمه برخه

دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي : دوهمه برخه    په کلماتو کښي ډېر زور قوت او طاقت سته .   او ذهن هم  ډېر قوي او سخت کلک دی ، دومره قوي او کلک دی چه جهان ته تغیر ورکوي ، ذهن د الماس په شان هم کلک دی تنها کلمات دي چه ذهن ته تغیر ورکوي    د ذهن تجربې یا زدګړي دي چه ذهن ته د تحلیل او خلاقیت قوت وربخښي ، د ذهن قوت په خپله تجربه تر سره کول  زر کاله عمر  ته ضرورت لري ، دا چه زمونږ عمر ډېر کم دی ، نو د تېرو خلګو له تجربو

22.09.2021 Karim Halimi

دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي

پوهه به مفیده وي او یا زهرجنه خنثی نه لري ( مولانا سیدنا محمد رسول الله  دا خواست او دعاء کول چه :اللَّهمَّ إنِّي أعوذُ بك مِن عِلمٍ لا يَنفَعُ، وقلبٍ لا يَخشَعُ،.......  ........     نن سبا دا علماء کرام د عصري علوم خبری پورته کښته کوي ، دوی! وایی چه په مکتبونو کښي عصري علوم تدریس کيږي او په مدرسه کښي دیني علوم . زه په ریشتیا سره نه پوهېږم چه د عصري علم اصطلاح له کومه سوه ، په ګوګل کښي مي وکتل د پاکستان په اوردو ژبه لیکنو کښي دا دعصري علومو اصطلاح ډېره کارېدلې ده ، او خورا  په شوق ،

19.09.2021 Karim Halimi

د نارینه او ښځو اختلاط ، دوهمه برخه

د اختلاط خبره داسي یو موضوع ده  ،چه هیڅ شرعي او صریح نص وجود نه لري د اختلاط په باب کښي  ، ټوله خبري په دلالة الآیة باندي تکیه لري ، اما صریح ایة وجود نلري ، خبره د فتنې کوی (النساء فتنة للرجال والرجال فتنة للنساء) او شریعت د فتنې د مخ نیولو حکم کوي ، حکومت ته لازمه ده چه په ټولنه کښي د فتنو مخ ونیسي ، په داسي یو انداز چه د حکومت په دا اقدام باندي بله فتنه خلق نسي ، دا یوه لویه فتنه ده چه ۵۰ ٪ نفوس انسانانو ژوند ته خنډونه پېښ سي ، په درسي صنف ، تفریحي پارکونو ، په ملي ښاري ترانسپورت او د کار

17.09.2021 Karim Halimi

د نارینه او ښځو اختلاط ….،،،،،

د نارینه او ښځی اختلاط :  شرعي حیثیت  نن ورځ د اختلاط د موضوع څېړل بل تر هر وخت نن ورځو کښي ضرور او لازمي ښکاري  شریعت و مونږ ته حکم کوي  په عفت ، عدالت ، او تقوی ، او دغه درېواړه د انسان لپاره لوړ فضلتونه دی ، او شریعت  موږ منع کوي  له رذيله کړونو نه او شریعت راته حرام کړیدی لکه زنا او انواع د فجور چه په نام رذیله الفحشاء دي مسلمان ته حرام  دي  او خبره دې ځای راځي چه : اختلاط د نر او ښځي حرام دی ؟  دا خبره د اختلاط ډېر عمق لري ، د نارینه او ښځو اختلاط

15.09.2021 Karim Halimi

زما ورور په کوڅه کښي جنګ کړی ؤ ، مور مي د ماما کره واستولی

د کوچنوالي وختونه وه ، هلکان یو شپه کوزه واخلي  او ټول احساس جسمي او فکري تغیر وکړی ، ددغه طبعي تغیر او تکامل  اثرات جانبی موږ په کوچنیوالي نشولی درک کولی ، اما په کور او کلي کښي هر سړي او ښځي ته دا زموږ جسمی او فکري تغیر تر لمر روښانه ؤ . د غه بایلاجکل تغیر سره سم یو ډول فکري تغیر او د قوت احساس پیدا کیږي دغه قوت مظاهره کول غوښتل . چون زمونږ د کلی او کوڅی په ماحول کښي مجلس پر (فلانی زورور ، غښتلی ، خورا کلک ، میدان وړونکی  ، او  فلان خورا بې .... ، او ډیر س پ ی ، او د یوې چپلاخي طاقت

14.09.2021 Karim Halimi

طالبه چه قدرت دي ړوند نکړي ، طالبه زما توصیه واوره ،

ابن خلدون لیکلي چه د عصر پاچهانو په شوری کښي د أهل الحل والعقد خلګ راغونډ کړي وه ،  که غواړي چه ملت او بین الملل ته د منلو وړ سې نو درې ملي مجلسونه جوړ که ، یو د وکیلانو مجلس بل د سنا مجلس او درېیم د عقد جلس  یعني اول مجلس به اهل  خلګ او  د دوهم مجلس خلګ به حل خلګ وي او د دریم مجلس خلګ ټول ستا علماء کرام څخه جوړ که !  چه دا درې مجلسونه به و ونمول سي   په أهل الحل والعقد سره  په جهان کښي د ټول ملکونو دقوه مقننې لپاره دوه مجلسونه  لري ، اما د امارت اسلامي نظام به

12.09.2021 Karim Halimi

عبدالحنان حقاني ته : په غلطه فتوی ورکولو سره مفتي کافر کیږي

نن سبا دا د علماء صفت پر ژبو پورته کښته کیږي ، او همدا  علماءدي  فتواوي   صادروی .  خبره به داسي راواخلم چه ملحد هغه چاته ویل کیږي چه د سماوي دین په مخالفت کښي ولاړ وي او و دین ته لحد کیندي چه دین پکښي ښخ کړي ملحد یعني دین وژونکی ، هندوانو ، عیسویانو ، یهودانو کښي هم ملحدین سته لکه په مسلمانانو کښي چه ملحدین سته ،  او بل کفار دي چه : څوک په خدای کافر ، څوک په رسول کافر ، او څوک په خدای او رسول کافر  دغه کفار ،مشرکین ،ملحدین ، دهریون ، زندقون باندي دا علماء الکرام خبري

06.09.2021 Karim Halimi

طالب او جميعت

كله چه طالب ئی رانسکور کړی ، نو بازي د جمیعت و لاس ته ولوېدل ، او د قدرت انتقال ته په خلاص لاس و ایله سو ، او د سیاسي قدرت داخستلو او ساتلو له پاره ئي ډېري غټي مختبیلې ټکوهلې ، او داسي فکر يي کولی چه دا کوچنۍ دره او کم نفسوس به دا لویه د امپراتورانو هدیره به د ځان کړي ، او د چپنمآب  صاحب (نه سياسي قدرت أو نه ئې د توپک قدرت ) له بېوسۍ نه ئې سوء استفادې وکړه ، هره خوا ئې تر ګنډه وکښل ، او شخ شخ برېتونه هري خواته پورته کښته کېدل ، داچه سیاسی قدرت ته ورسېد ، دوهم قدم ئې داسي واخستلی چه : چه د کاب

13.06.2020 Karim Halimi

لمړۍ برخه ـ د پښتون روڼ آندتیا او پښتو ژورنَلیزم پلار

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار zirakyar1234@yahoo.com لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز). روښان  پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت  هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې  د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې  هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته ج

28.04.2020 Karim Halimi

(له پښتنو نه دعلمي لیکني په هیله ) په جواب کي !!

ستاسو نه به اول تشکر وکړم چه زما لیکنه دي ولوستل ، او په دیانت درته وایم چه خوشحاله سوم ، او کله چه ما دا لیکنه لیکل نو مطلب او غایه مي هم دغه وه چه: که مي یو نفس وښوراوه یا وخوروښاوه نو ما به ستر کار کړی وي ، الحمدالله که ځوان يي نو زویه !  او که تر اویا اوښتی يي نو وروره ! سلامونه مي ومنه ! ((زما په ګماندالیکوالان د روشنفکری ادعا به هم لری)) نه نه هیڅکله !! د روشنفکرۍ ادعا نه لرم  ، روشنفکري دي ستاوي زه نه غواړم چه په روش فکرانو کي حساب سم ! زه د روشفکرۍ په لغوي او اصطلاحي ا

25.03.2020 Karim Halimi

طالبه که ته وښویدلې ، غاښونه زما وزي

اسلام ورک او په مسلانانو نړۍ ډکه ده ، مسلمانان دعوا لري چه اسلام د هرمشکل له پاره حل لري ، د اسلام دین یګانه د حل لار ګڼي ، او لوی لوی ملایان دا دعوا هم لري چه : د قران ، د الحمدالله سورت د هر مرض علاج دی ، بېله د مرګ نه،  دیني طالب او سیاسي طالب ټول په دې عقیده دي چه اسلام د هر (اخلاقي ، حربي ، سیاسي ، صحی او طبي ، زراعتي ،  فامیلي )خرابۍ او مشکل د حل لپاره ، قران د حل لاره ښودلې ده  که تاریخ راواخلو او تېر ادیانو تاریخي کړنو ته په تېز او ژور نظر وګورو  نو عیسوي ملایا

19.03.2020 Karim Halimi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more