دهمه شموله واضح تعریف 

هر طرف د همه شموله خبره كوي او هر طرف خپل تعریف ورته لري .

ملا ګله د دوي د همه شموله په تعریفاتو نه پوهېږم ، او نه ئې تر اوسه  د همه شموله نظام تعریف وړاندي کړی ، ممکن تاسو ته ئې په دوحه کښي تعریف کړی وي ؟! 

ستاسو   دهمه شموله تعریف  ، په عملي ، په کلماتو  واورېدلی او په عملي ډوول مو  وليدلی ، ریشتیا چه همه شموله دامانا نه چه د هر قشر خلګ به حکومت کښي ځای لري ، ممکن هم نده یو ناممکنه خبره ده 

او دغه ستاسو د همه شموله ، طرزالعمل او تعریف هم درست ندی !! 

زه نه پوهېږم چه تاسو ولي د همه شموله جملې په دام کښي ځان نبد کړي ، په اسلام کښي همه شمول تنها په یوه مانا راغلېده چه : الله فرماني {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ] 

يعني اسلام همه شموله دي ، يعني همه بني آدم دي دین ته داخل سي که غل دی که غدوی ، له "كافه" نه مراد  همه دی ، ایا تاسو نه پوهېدلاست چه همه شموله یو ناممکن حالت دي ، د خدای تعالی حکم دی چه همه د اسلام دین ته داخل سی ، خو تر نن پوري هم د کافه او همه حکم ندی عملي سوي ، 

ستاسو له خبرو او کړنو دا راته څرګندیږي چه جنک او خدعه مو ښه زده اما  ! د حقوقو او د ساس  پوهه درکښي کمه ده واقعاً چه طالبان یاست 

هغه د انصارو خبره را پیاد  سوه چه ابوبکر رض ته ئې وویل  وویل (نحن الامراء وانتم الوزراء ) 

زه د انصار خبره نه منم تاسو ئې الأمراء خو دومره وکړی چه و قوم ته دا وزارتو نه ورکړي دا چه هر لوړه چوکي ته د مدرسې دنصاب فارغ ناست دی ، داچه په هر قوم او قشر اړه لري دې حکومت ته تنها او تنها او بیا نتها طالب شموله نظام ویل کیږي  ، دا درسره منم چه طالب جنګېدلی دی ، ایآ دا جنګېدل ئې د مقام او قدرت لپاره ؤ ؟ البته جهاد خو تنها د اعلا کلمه الله ؟ ! لپاره حق دی  ، داخبره تاسو په یقین  او دیانت سره کوله چه ویل مو دا جنګ فی سبیل الله دی ، پس که طلاب ټول پر چوکۍ کښني ، نو خو داجنګ د قدرت لپار سو ؟؟؟ زه پر تاسو باندي بد ګمان نه کوم ، ستاسو کړني دا راڅرګندوي 

رابسم  وهغه خبري ته چه سمده« امر صاحب  » دي  ملاصاحب سي  ،  حداقل قوم باید مشاویر وزیران سي ، او د مطبعاتو له لري تاسوته مشوره درکړي او تاسو ئې واوري ، شرعا هم داسي ده چه"الدين النصيحة"

 په دین وروره ! په فقه او شریعت کښي  تر کوم حده چه پوهېږم دا همه او کافه لغات د دین په منلو کښي راغلی ، بل په هیڅ ډول ندي استعمال سوي ،د قران احكام مطلق نه دي  ۱ ٪ لا هم ندي مطلق ، مثلا دا «لا اله الا الله« يو مطلق کلام دی او داسي څو نورحکمونه او عملي احكامو له جملې ستر عورت دی ، او قران هر حكم امر هم ندی ، د قران احکام ، اکثره  مشروط دی ، یا په وخت اوزمان او په اقتصاد ، یا په عدم صحت ، استطاعت او قدرت شرط وي 

تاسو ته دا حدیث معلوم دي چه «و لا تعسروا و سكنوا و لا تنفروا» 

قوم او د دونیا ملتونه بین الملل مه متنفره کوی !!! 

تاسو د مسلمان ورور په صفت زما مصلحت ومنی ، 

همه شموله هغه وخت ممکن دي چه انتخاباتو له لاري یوه شورا را وغواړي ، هغوي چه هر څوک مقرر کي د همه شموله مانا ور کوي په بل هر طرزالعمل چه خلګ دولت ته ور داخل کړي بیا به هم تر سیاسي فشار لاندي یاست ، او همه شموله حکومت غوښته به درنه کیږي ،  که تاسو په ساس او سیاست پوهېدلی نو توافق نامه او یا دصلحي معاهدې ته ولي کښنستلاست ، د سیاست له نظر تاسو ولي د نړۍ له زورور سره معاهده امضاء کره ، د ماهدې ګټه جهان پورته کوي ، او په دام کښي دمعاهدې ته بند  يی ، دا معاهده به تنها تاسو عملي کوي ، دا خو یکطرفه معاهده ده ، ټول خبري تاسو ته ولاړي دي  ټوله معاهده کښي یوه خبره ده چه ستاسو نومونه به له تور لیست نه لري کوي ، که تاسو همه شموله حکومت چوړ نکړی ، تاسو breach the contract , بیا هم غم تاسو ته ولاړ دي ، دا پیسې او دا تور لیست دا ټوله مهرې دي ، 

ته خو هیڅ سیاسي مهرې نه لري ، چه سیاسي ګټه ترې واخلې

 وخير الكلام قليل الحروف كثير القطوف