اوله برخه :
د افغانستان تاريخ د ډېرو لويو تحولاتو او حوادثو نه ډک دئ چې نه يوازې ملي ،بلکې جهاني ابعاد هم لري .
په دې وطن د جهان ستر نظامي او سياسي قدرتونو ( سکندر ، چنګيز ، مغل ، انګريز ، شورويان او په دې وروستيو کې د غربي هېوادونو شريک- -اشري -نظامي تجاوز ) هجوم راوړئ دئ ، د ټول زور او طاقت نه ئې کار اخستئ دئ ، مهلکې او قوي اسلحې يې استعمال کړې دي ، اجير او اجنټ عناصر ئې د پيسو او کاذبو منصبونو په نازولو استخدام کړي دي ، قتلعام يې کړئ دئ او د پراخو تبليغاتو له لارې يې کوښښ کړئ دئ ترڅو ددې اولس ذهنونه داسې جوړ کړي چې د دوی باداري او سلطه و مني او د متجاوزينو د شومو هدفونو د پياده کولو په مخ کې موانع او خڼډونه جوړ نه کړي .
د بهرني متجاوزينو او مستبدينو د پاره د افغان اولس ذاتي او طبيعي اتحادي جوړښت چې د خپلواکۍ - ديني عقيدې - ملي مقدساتو او ارزښتونو په عنصرونو او ستنو ولاړ دئ يوه لويه ستونزه وه ، ده او وي به ،د دوی د د استعماري -استثماري اهدافو د پياده کولو په مخ کې .

ديوه ملت اسیر کول او تر خپل تابعيت لاندې راوستل يوازې د هغه ملت د طبيعي- جوړښتي عنصرونو په له منځه وړلو ممکن دي .
له همدې کبله استعماري -استبدادي قدرتونو زموږ د هېواد د موجوديت دا دری عنصره ( خپلواکي ، ديني عقيده او ملي ارزښتونه ) چې افغان اولس يې په هېڅ قیمت د لاسه ورکولو ته نه حاضريږي او د مرګ تر پولې ځنې دفاع کو خپلو ناوليو هدفونو ته درسیدو د پاره تر خپل فوکس او تيري لاندي نيولي دي او تلاش ئې کړئ دئ چې دا عنصرونه ټول او يا قسماا له منځه يوسي .

همدا وجهه ده چې استعماري متجاوزينو او مستبدينو د زور ، ترور او قتلعام او مستقيم وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال په کولو زموږ د خپلواکۍ د عنصر د عملاا غصب نه علاوه يې تلاش کړئ دئ ، چې زموږ د اولس د جوړښت او اتحاد دوه نور عنصرونه ديني اعتقادات او ملي افتخارات او ارزښتونه د وارداتي اډيولوژيو په ترويج او د قومي - ژبني -مذهبي -سمتي تعصبونو د فتنو په جوړولو ونړوي او د ويشلو په تګلاره دا ملت ايل او غلام کړي .

لاکن افغان اولس په اجتماعي -کلتوري -تاريخي او عقيدتي لحاظ داسې کوشيرشوئ او جوش ئې خوړلئ دئ ، چې د پرديو متجاوزينو او داخلي شيطانانو د ويشلو ټول تلاشونه او دسيسې شنډې شوې دي ، ځکه ددې اولس ويشل د قومي -ژبني- مذهبي -سمتي توپيرونو او وارداتي اډيولوژيو په بنياد دومره سخت دئ لکه د يوه اتوم ويشل په خپلو جوړښتي اجزاوو ( الکترون ، پروتون ، نيوترون ) باندې او افغانانو په خپل متحدانه او يوه اواز د يوه سنګر نه چې افغانستان دئ د متجاوزينو او اشغالګرو په مقابل کې مبارزه‌ کړې ده او د خپلو وينو په بيه ئې د استقلال او ديني -ملي ارزښتونو نه د فاع کړې ده . هر متجاوز ته ئې د سر په کاسه کې اوبه ور کړې او د وطن نه يې شړلي دي .
په افغانستان د ټولو خارجي متجاوزينو آبرو ، قدرت او حيثيت برباد شوئ دئ . د انګليس لامحدوده استعمار زوال چې لمر يې په قلمرو کې نه ډوبېده د افغانستان نه شروع شو . همدا شان د کمونيزم او سوسيال امپرياليزم د جهاني بلا مرګ د افغانستان نه د شورويانو د ماتې نه پيل شو . ان شاء الله د امريکايي امپرياليزم د منحوسې سلطې اختتام به هم د افغانستان نه د دوی د شرمناکه ماتې له وجهې صورت نيسي او نور به جهان ددې ګانګسترانو د شرارت نه نجات پيدا کوي .

د افغانستان د خپلواکۍ مبارزه او جنګ د اشغالګرو امريکايانو او د هغوی د مؤتليفينو په مقابل کې د بشريت په تاريخ کې تر ټولو اوږد ، پر مصرفه او بې مثاله جنګ و . زه منحيث د يوه افغان چې طبعاا د خپلو ملي مبارزينو مبارزې به ستايي دا خبره نه کوم ، بلکې د ژونديو فکتونو ،واقعيتونو او سندونو په اساس د افغان اولس جنګ د امريکايي - غربي اشغالګرو په مقابل کې د کيفيت ، کميت، زماني انتروال او د جنګي لوريو د نا اڼډوله او غير قابل مقايسې امکاناتو او وسائلو له نظره په دنيا کې نه دئ تېر شوئ ، په لاندې دلايلو :

۱- په دې جنګ کې تقريباا ۲,۳تريليونه ډالره يوازې د امريکا مصرف شوي دي ، د نورو مؤتلفينو يې هم جمعاا سلهاوو ميليارده کيږي ، چې د نړۍ په اول او دوهم جهاني جنګ کې دومره پيسې نه دي مصرف شوې .

۲- دا جنګ د جهان په تاريخ کې اوږد ترين جنګ و ، چې شل کاله يې دوام وکړ .

۳- په دې جنګ کې د پنځوسو شاوخوا کې د نړۍ مقتدر ملکونو نظامي او سياسي ائيتلاف د يوه خوار ، غريب ، وروسته پاته او بې ملګري هېواد په مقابل کې قرار درلود ، چې د نړۍ په تاريخ کې يې مثال نه ليدل کيږي .

۴- د جهان مودرنه ، مهلکه او کتله يې وژونکې وسلې د يوه داسې اولس په مقابل کې استعمال شوې چې يوازې ايمان په ازادۍ -استقلال او د ځان قربانولو روحيه يې درلودله ، نور يې نه ټانګ ، نه طياره ، نه راکټ او نه ډرون لرل .

۵- د ټولې دونيا مېډيا د متجاوزينو او اشغالګرو د مسلکي -حرفه اي -يونيفورمي قاتلانو د جنګي مورال د لوړولو او تقويه کولو د پاره نشرات او تبليغات وکړل ، حال داچې د مقابل لوري د مظلومیت غږ فقط د افغانستان په غرونو ، کليو او کوڅو کې ايسار و او بې د الله پاک نه هيڅوک يې د اورېدلو په کيسه کې نه وو .

نو په داسې يوه جنګ کې چې د جګړي لوري د سياسي - مادي -مالي -تسليحاتي او تبليغاتي امکاناتو له نظره اصلا قابل د مقايسې نه وي ، ديوه ضعيف او بې وسه لوري کامياب را وتل او خپل دوښمن ته ماتې ورکول په انساني عقلي محاسبه د تصور څخه ليرې و او هيڅ چا دا فکر نه شوائ کولائ چې د جنګ نتيجه به د اشغالګرو په شرمناکه ناکامۍ او د افغان اولس په بري تماميږي .
خو د کائناتو د خالق فيصلې بيا بل شان وي او د انساني دونيا د پوهانو او تحليلګرانو عقل د هغو د وړاندوينې او يا دلايلو ارائه‌ کولو نه عاجز دي ، که نه چېرته مقتدره امريکا+اروپا+ناتو او ورسره د نورو هېوادونو موقف او چېرته خوار ، جنګ ځپلې ، وږی او فقير افغانستان او مقابله يې .
په هر حال ددې جنګ او مبارزې په هکله توضيح ، هر اړخېزه څېړنه او د اسنادو په اساس تشريح کول د يوه شخص د توان نه لېرې خبره ده او د سياسي -تاريخي -اچتماعي علومو انستوتونه او پوهنتونونه به تر ډېره وخته په دې هکله په تحقيق او تحليل مصروف وي .
ادامه لري....