اسلام ورک او په مسلانانو نړۍ ډکه ده ،

مسلمانان دعوا لري چه اسلام د هرمشکل له پاره حل لري ، د اسلام دین یګانه د حل لار ګڼي ، او لوی لوی ملایان دا دعوا هم لري چه : د قران ، د الحمدالله سورت د هر مرض علاج دی ، بېله د مرګ نه، 

دیني طالب او سیاسي طالب ټول په دې عقیده دي چه اسلام د هر (اخلاقي ، حربي ، سیاسي ، صحی او طبي ، زراعتي ،  فامیلي )خرابۍ او مشکل د حل لپاره ، قران د حل لاره ښودلې ده 

که تاریخ راواخلو او تېر ادیانو تاریخي کړنو ته په تېز او ژور نظر وګورو  نو عیسوي ملایانو هم همداسي دعوا کول چه دین هر مشکل ته حل لري ، کله چه عیسوي ملت او  امة ، د عیسوي ملایانو خبري ورسره ومنلې ، نو دغه وخت و چه ملایانو بازار او دوکانونه ، املاک پلورنځیانی پرانستلې او سماوي باغونو په خرڅول ئې پیل کړل

او حکومت (امارت عیسوي ) هم پر مځکي حاکم کړی ،  پر ځمکه ئې یو غوبل جوړ کړئ ، ښځه ئی د شیطان نسل ونمول ، او ښځي ئې له طبیعي او سماوي حقوقو نه محرومه کړې ، ( د ملک د رانیولو او د ملک او جایداد د قبالې د درلودلو نه ئې محرمه كړي ، خو  خبره داسي  حال ته راورسېدله چه: الإيمان بالله واليوم الآخر  اهمیت ولاړی ورک سو ، او پخپله «الملاَ» مقدس سو او د مځکي پر مخ د «اله » راسته لاس او نماینده سو  , او د «الملأ» سره مخالفت  د «الهَ» سره مخالفت وبلل سو , او په کفر سره تلقي کېدله او له عیسویت نه محروم کېدی ، او بخښه او معافي هم د «الملأ» په خپل لاس او قدرت کي واخستل ، چه اوږد مضمون را لنډ کړم ، ټول اقتصادي ، مذهبي  او نور کوم قدرتونه چه وه ، هم ئې په خپل لاس کي ونیول . خو آخیر د فرانسې نامیان پر راوغورځېدل ، او ازادي واخستل او د «الملأ» و عیسوي امارت ته ئې د پای ټکی کښېښاوه 

او هغه و چه فرانسې خپل ملي میثاق ولیکلی ، او د مذهب لاستی ئې لنډ کړی ، او انسان ته ئې هغه خدای ور کړې ازادي بیرته ورکړه ، او انسانانو په خپله خوښه مخه و دین او طبیعی علومو ته کړه ، او د جهان رهبري ئې په لاس کي واخستل ، او کله چه ئې استعمار کښي زورمندي شروع کړه ، نو بیا د نړۍ خلګ ئې مخته ودرېده او د فرانسویانو سیاسي لاسونه ئې ورلنډ کړل ، بیرته ئې فرانسې ته ولیږل 

اوسنۍ فرانسه مستعمرې نه لري ، اسماني باغونو پلورنځئ ئې ندی پرانستي ، او په خپل ملک کښ یو خاورین نظام چلوي ، او د خپل وطن څخه ئې زمیني باغ او جنت جوړ کړی 

ناوړه سیاست ته ئې شا کړه او اجتماعي عدالت او انسانی میني ته ئې مخه کړه تر څو چه دا اسمان وي تل به دا فرانسه وي ( ‏الملك يبقى مع الكفر ولا يبقى مع الظلم ‏)دكفر پاچاهي دوام كوي  ، او د ظالم پاچاهي به دوام ونکړي. 

د فرانسي او اروپا خلکو دا نسخه عملي کړه چه : بایبل اسماني کتاب ئې د هر مشکل او هر مزض دوا بلل ، او نن بیا مسلمان مُلا ملا تړلې او اړم ئې کړی چه قران د هر مشکل او هر مرض دوا او حل لري ، په داسي حال کي چه : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلی وه چه : أنتم أعلم بأمور دنياكم)؛ (مسلم).

درنو او قدرمند ملایانو ! که تاسو بده قیچي ورواچوی او غلط سكڼل وکړی  ، بیا رغول کییږي نه ، لکه د فرانسې د «الملأ» چه په قیچي وسکڼل  بیا ئې نه شوی رغولی ، 

تاسو په لکهاوو کلې د اسلامي امارت لپاره تر خاورو لاندي کړي ، دواړه خپل مړو ته شهدان وايی ، دا دی ها بله ورځ ، روس ، امریکا او ملل متحد اعلامیه خپره کړه چه مونږ اسلامي امارت په رسمیت نه پېژنو 

تاسو غوښته چه د كلمةالله لوړه کړی او اسلامي نظام نافذ کړی ، او ملل متحده ستاسو اسلامي امارت نه مني ، او د جمهوري امارت نوم کارول خو شرعاً حق نه لري ،که د فرانسې د «الملأ» پر لار روان وې ، د اسلام د نوم استعمالولو اجازه دي د لاس نه ووتل ، اوس به څه کوې او او ماته او ټول امة ته دي ناکامي راواړول ، او اوس بې څه رنګه رغونه کوې ؟؟؟