ستاسو نه به اول تشکر وکړم چه زما لیکنه دي ولوستل ، او په دیانت درته وایم چه خوشحاله سوم ، او کله چه ما دا لیکنه لیکل نو مطلب او غایه مي هم دغه وه چه: که مي یو نفس وښوراوه یا وخوروښاوه نو ما به ستر کار کړی وي ، الحمدالله

که ځوان يي نو زویه !  او که تر اویا اوښتی يي نو وروره ! سلامونه مي ومنه !

((زما په ګماندالیکوالان د روشنفکری ادعا به هم لری)) نه نه هیڅکله !! د روشنفکرۍ ادعا نه لرم  ، روشنفکري دي ستاوي زه نه غواړم چه په روش فکرانو کي حساب سم ! زه د روشفکرۍ په لغوي او اصطلاحي او په تاریخ پوره پوهېږم ، د روشنفکرۍ اصطلاح له غرب نه راوارده سوېده [زه له روشنفکره سړي او ښځي له افکارو سره ایشو نه لرم ، زه د خپلي عقیدې تر نظر لاندي ځان ته د منور اصطلاح خوښوم ].  ستاسو په اصطلاح ، هو ! زه یوې اصیلي نظریې ته رسېدلی یم  .  ستا له لیکني نه دا رامعلوميږي چه : زما له نظر سره ستا نده جوړه . 

((ډیره د خپګان ځای ده چه همدی پاڼه کی ځینی پښتانه یا کم علمه مقالی لیکی او یا خو بی بنیاده نظریی ورکوی. ))
د بچو په اصطلاح دي نه مخاطب کوم ، غواړم چه ورور درته ووایم ، کرانه وروره ! 
نه ! وروره داسي مه کاږه چي : ډېر د خپګان ځای دی ، ټول افغان نه تشکور کوم چي: ټول افغان او ټولو پښتنو ته ئي د بیان د ازادۍ موقع برابره کړې ده ، په ټولنو او وطنونو کي هم دلوړي کچي او د کښته کچي انسانان او سیږي او ټول داحق لري چه په متقابل اخترام سره نظر ورکړي ، او د ټول افغان ویبپاڼه د بیان د ازادۍ لمړنۍ ویبپاڼه ده 

((څوک چه په اسلام او یا له اسلام نه خبري کوي هغه باید په اسلام او سیکیولري افکارو ښه پوه وي ))
ته څرنګه وپوهېدې ؟ چي زه د سیکولریزم په نظریه او د اسلام په دین نه پوهېږم ، او تا خو کومه جمله هم نده راته اقتباس کړي او زما کومه غلطه جمله د هم نده را تصحیح کړې ، ټوله لیکنه دي د خپل بطن څه راوتلې ده او پر ګماناو تصور تکیه لري [إن يتبعون إلا الظن] (الأنعام:116)

((دا ډیره بی علمی دی چه اسلام له عیسویت سره په یوه تله کی واچول  سی )) د لیکني املاء غلطه ده او ټایپي اشتباه هم نه ده، صحح بڼه يي داسي لیکل کیږي [دا ډېره بې علمي ده چي : اسلام له عیسویت سره په یوه تله کي واچول سي ]
نه نه هیڅ کله به زه ، اسلام او عیسویت په یوه تله کي وانه چوم او په یوه سترګ به هم ورته و نګورم ، یو تحریف سوی او بل مقدس پاته دی ، بلې !! سیاسي طالب (الملأ ﴿٦٠ الأعراف﴾ )په قدممنو قدم اخلي ، او زه ئې وینم چه څاته لوېږي ، د خوابدې خبره ده !!

ګرانه وروره نوره لیکنه دي نشوم درته اقتباس کولی ، وخت مي په ضایع کيږي شوړېدلی شال دی ، نور ئې نسم رغولی ، ستا له لیکني نه دا اخسته کوم چه ته یو سیاسی طالب يي ، نو زما لیکني به خود او ضرور خښمولی یې ، ستاپه سیاسي فلسفه کي د بیان ازادي ځای نه لري 

پر خدای دي سپارم ، قضاوت پرېږم و لوستونکوته ، هم نصیحت وایم او هم نصیحت اخلم