د لیمه وردګ لخوا خپرې شوې لیکنې
له جاپانیانو باید زده کړل شی.
د لوی خدای ج په نامه په نړی کی د یو ښه او هوسا ژوند د جوړولو لپاره له زده کړی پرته بل څه اهمیت نلری. خلک کولای شی له بیلا بیلو لارو د بیلابیلو ملتونو، پرګنو، او تمدنونو څخه هرڅه د خپلی راتلونکی د ښه کولو لپاره زده کړی. جاپان، هو جاپان؛ د انسانی ژوند یوه نمونه کلتور، او بی ساری مدنیت. له جاپانه باید زده کړل شی. آیا پدی خبر یی چی په جاپان کی څه تیر شول او خلکو څه غبرګون و ښود؟ - د نړی تر ټولو یو له لویو
په کومو کومو صورتونو کی سجده سهو واجبیږی؟
په لاندی حالتونو کی د سهوی سجده واجبیږی: ۱- کله چی د یو مونځګذاری نه سورة فاتحه لوستل هیر شی. ۲- کله چی د مونځګذاری نه وترو کی دعا یی قنوت ویل هیر شی. ۳ – کله چی د لمونځ کوونکی نه په اوله قعده کی کیناستل (لمړی التحیات) هیر شی ځکه چی دری یا څلور رکعته لمونځ کی لمړی قعده واجب ده. ۴- په لمړی قعده کی د تشهد نه وروستو درود شریف د «الهم صل علی محم
د حرام مکروه او مفسد تعریف
د حرام مکروه او مفسد تعریف حرام څه ته وایی؟ حرام - حرام هغه امر چی ممانعت یی په کی قطعی دلیل سره ثابت وی، حکم یی دا دی چی په پریښودو کی یی ثواب دی او په کولو کی یی عذاب دی. او د دی په حلال او جایز منلو کی کفردی. مکروه څه ته وایی؟ مکروه - مکروه هغه امر دی چی
د فرض واجب سنت او مستحب تعریف
ضروری مسایل د اسلام د شریعت د احکامو مختلفی درجی دی چی د هغی پیژندل ضروری دی، او د هغی د پیژندلو نه بغیر د مونځ یا کوم بل عمل د صحیح کیدو او د فاسد یدو علم نشی کیدی. د درجه بندی په اعتبار سره د شریعت آته حکمونه دی ځکه چی هر قول او فعل یا خو جایزدی یا ناجایز، نو که جایزوی نوهغه به د دی پنځو قسمونو نه وی. جایز: ۱- فرض ۲- واجب ۳- سنت ۴- مستحب - ۵ - مباح او ناجایز: ۱- حرام ۲ - مکروه ۳ - مفسد. ۱- فرض
دا خبردې هرڅوک نه لولي
دا خبر دې هرڅوک نه لولي د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان هیواد په پنجاب کې دوو وروڼو اعتراف کړی چې د انسانانو غوښې خوري.دا راپور د پاکستان اج تلویزیون هم خپور کړی دی(لاندې ویډیو وګورئ) دواړو وروڼو ویلي، د یوې ښځې، چې له مړینې یوه ورځ وروسته خاورو ته سپارل شوې وه، دوې پښې یې پرې کړې او غوښه یې پخه کړه. دوی وايي چې دا کار یې له ډېر وخت راهیسي کاوه او ورته عاد
طالبان : په لوګر او وردک کی امریکایان ووژل سول
طالبان : په لوګر او وردک کی امریکایان ووژل سول طالبانو رسنیو ته
په افغانستان کی د نوروز دود
په افغانستان کی د نوروز دود په افغانستان کې واده بېلابېل دودونه لري، چې یو یې هم کوژده شوې جلۍ ته د خسرد کورنۍ له خوا د نوروزي وروړل دي.د نوروزۍ وړل پخوانی دود دی اوعام خلک یې تر ډیره حده پلویان دي ځکه د هغوي په فکر څومره یې چې له خیښانو سره تګ راتګ ډیر وي په همغه اندازه یې دوستي نوره هم ډیریږي، خو ستونزه دا ده چې ورځ په ورځ د نوروزۍ په اخیستلو کې داسې بدلون راځي چې زوم ته یې له اقتصادي پلوه پوره کول ګران وي. تج
د یوه نایجریی شپږاتیا ښځی طلاق غواړی
د یوه نایجریی شپږاتیا ښځی طلاق غواړی په نایجریا کی شپږاتیا میرمنو د جعمی په ورځ د یوه سړی پر ضد د نیجر په ولایت کی عدلی وزارت ته عریضه وکړه. دغه ښځی د یوه سړی دی، میړه یی محمد بیلوابوبکر نومیږی چی خپله څلوراتیا کاله عمر لری، له اعتراض کوونکو میرمنو سره د هغوی شل زامن هم یو ځای دی، خو د بیلوابوبکر ټول اولادونه یوسل اویاو ته رسیږی. بیلو ابوبکر پر ضد مظاهره کوونکی په دریو سرویسونو کی محکمی ته ورسیدل او میرمنو له قاضی وغوښتل چی
نایانو ته د سرطان خطر
نایانو ته د سرطان خطر د فراسی د طب ماهرینو یوی څیړنی ښودلی چی نایانو ته د عادی خلکو په نسبت د سرطان د ناروغی د پیښیدو خطر زیات وی. د دوی په وینا د دی سبب دا دی چی دوی تل د بیلابیلو کیمیاوی موادو لکه ویښتانو رنګونه او نورو سره سراو کار لری. د دوی په وینا یوه نایی ته د عادی انسان په نسبت(۶۰٪) د سرطان د پیښیدو زیات خطر موجود وی. لیمه وردګ
د ارجنټاین هیواد په اړه لنډ معلومات
د ارجنتاین هیواد په اړه معلومات د ارجنټاین هیواد د سهیلي امریکا د لویې وچې له هیوادونو څخه دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو ۱- سوال: د ارجنتاین اوسیدونکی څومره دی او په کوم مذهب پیروان دی؟ ۱- ځواب: (۳۷۰۰۰۰۰۰) اوسیدونکی لری او د کاتو لیک مذهب پیروی کوی. ۲- سوال: ارجنتاین په کوم کال کی خپلواکی تر لاسه کړه؟ ۲- ځواب: (
ناوې او زوم د موټر پرځای له لوډره کار واخیست
ناوې او زوم د موټر پرځای له لوډره کار واخیست په چین کې یوې جوړې د دې لپاره چې د واده مصرف کم کړي له یوه بارپورته کوونکې کرېن یا لوډر څخه کار واخیست.(ښايي په چین کې به هم ناوې او زوم ښار ګشته کوي) ۳۵ کلن زوم شانګ زونګ کیانګ ، چې د درنو یا لویو موټرو په یوه کمپنۍ کې مامور دی، خپله ناوې قانع کړه چې په لوډر کې ورسره سپره شي. دی وايي داسي ښکاري چې پروګرام یې بریالی وو ځکه چې ډېر زیات خلک د دوی د واده د
له يو مليارد په ډېرو پيسو واده وشو
له يو مليارد په ډېرو پيسو واده وشو د هند په پلازمينه نوي ډېلي کی سووېل ته په جوناپور سيمه كې په ستره كرنيزه ځمكه كې، د يو واده لګښت له يو مليارد روپيو ډېر شو، چې د اړتيا وړ اسانتياوې او امكانات يې له يوه هوټل نه اجاره كړل شوي وو. ددغو مراسمو لپاره د هند له مختلفو سيمو هنرمندان راغوښتل شوي ول او د واده د ځاى ښكلولو لپاره يې يوه مياشت كار وكړ. د ناوې پلار خپل زوم ته يوه چورلكه، چې پ
رښتیا ویل ( د حدیث) په رڼا کی
عليكم بالصدق فإن الصدق يهدي إلى البر وإن البر يهدي إلى الجنة وما يزال الرجل يصدق ويتحرى الصدق حتى يكتب عند الله صديقا ) رواه مسلم. دریم فصل پوښتنی ۱- سوال: رښتیا ویل څه فایده لری؟ ۱
دنـفل اوسـنت لـمونـځـونو بـيـان
هرسنت نفل دى او هرنفل سنت نه دى، په ترمذى اونسائى كښى ليكلى دى چه رسول (ص) فرمايى كه چاپه شپه اوورځ كښى پردوولس ركعتو هميشه توب وكړالله (ج) به په جنت كښى كور ورته جوړكړى، دوه ركعته دسهاردلمانځه ترمخه، څلورركعته دماپښين دلمانځه تر مخه اودوه ركعته وروسته، دوه ركعته دماښام ترلمانځه وروسته دوه ركعته دماخستن دلمانځه وروسته . څلورركعته نفل دمازديګردلمانځه ترمخه مستحب دى كه څوك وغواړى دوه ركع
همدا اوس جاپان سختی زلزلی و لړزاوه
په جاپان کی د ۷.۹ درجی په اندازه یو اوږده زلزله شوه. ددی زلزلی د ځانی او مالی زیان په اړه به وروسته خبر در کړو لیمه وردګ
د نړی د هیوادو د نومونو معنی - ب او ت برخه
بحرین: دوه سیندونه (عربی) برازیل: سور لرګی بریتانیا: د نقاشی شؤ خلکو هیواد (لاتین) بلجیم: د بلژ د کام هیواد بنگلادش: د بنګال ملت (بنگلادشی) بوتان: د تبت کام وڅوانا:د څوانا کام هیواد سرزمین قوم تسوانا بورکینافاسو: د ښه کار کونکو هیواد بولیویا: د سیمون بولیوار مبارز له نامه څخه اخیستل شوی چی لاتینی امریکا یی ازاده کړه پاراگوای: د سیند دا غاړه پاکستان: پاکانو
په كومووختو كښى لمونځ مكروه دى
په كومووختو كښى لمونځ مكروه دى سهاردلمرراختلوپروخت، غرمه دلمردزوال پروخت، اومازديګر د لمرلويدوپروخت هيڅ لمونځ روانه دى. مګرد هغى ورځى د ماز ديګرلمونځ يا د مازديګرقضائي لمونځ دلمرلويدو پروخت روادى . د لمر لويدو پروخت دى مړى ته لمونځ نه وركوى، او هم دى د تلاوت سجده نه كوى، وروسته له سهارله لمانځه نه دلمرختومخ كښى نفل لمونځ مكروه دى، همدارنګه د مازديګرد لمانځه نه وروسته ترلمر لوي
دقـضائي لـمونـځـونـوقـضاء راوړول
دقـضائي لـمونـځـونـوقـضاء راوړول كه له چانه لمونځ فوت (قضاء) شونوكله چی ورپياد شى د هغه لما نځه قضاء دى راوړى، قول دعليه السلام دى ﴿من نام عن صلوة اونسيهافليقضهااذاذكرها﴾ يعنى كه څوك ويده شو له لمانځه څخه يائې هيرشو نو كله چی ورپياد شى قضاء دى راوړى، قضائي لمونځ دى د وخت د لمانځه ترمخه وكړى، كه ويره وه چه د قضائي لمونځ په كولو د وخت لمونځ قضاء كيږى نو د وخت لمونځ دى تر مخه كړى بيادى قضائي لمونځ وكړى، كه له چانه ډيرلم
اذان پیل، او الفاظ چا وټاکل؟؟
د اذان ابتدا دسعودى عربستان په مدينه منوره كښى شويده كوم وخت چه رسول الله (ص) ومدينى منورى ته هجرت وكړمسجد نبوى جوړشو نومسلمانانولمونځونه په جماعت سره شروع كړل ولى يو لوى مشكل داووچه دلمونځودوختونودپاره كومه علامه نه وه داټكل په توګه به مسلمانان لمانځه ته راتلل، كله به بعضى خلګ ناوخته راورسيدل جماعت به ورنه تيرووكله به بعضى خلګ وختى راغلل چه ترلمانځه تروخت پورى به ئې ډيرانتظاركوى خلګودمشكل دحل دپاره ورسول الله (ص) ته عرض وكړهغه له عادت سره سم موضوع وشورى ته وړاندى كړه، يوى ډلى د