ادبى څيرې
ميرويس هوتک
، مدبره مشر چې افغانان ېې د ښه مشرتابه له کبله نيکه هم ګڼي د شاه عالم خان هوتک زوی ، دکرم خان هوتک لمسئ ، په کال۱۶۷۳ زېږيز کې ، کندهار کې سترګې روڼې کړې. دی په خټه هوتک و چي دغرزيو دټبر يوه ستره پښه ګڼل کېږي . ددې
احمد شاه دراني
چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغانولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارګلوۍ ځای موندلی وي. احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په
عبدالحميد بابا
او ړومبې کښ چه د ده عزلي د عبدالرحمان بابا تر غوږ شوې نو دې ئي را وغوښته او چه د ده عاجزي او خاکساري ئې وليده نو ډير ئي خوښ شه او ډيره ډيره دعا يې ورته وکړه او خدائي ته ئې سوال وکړه چه د ده شعرونه دې په هر چا خواږه لګي او يو شاعر دې هم ترې نه برکېږي. رښتيا د چه تر اوسه پورې د پښتو يو شاعر د نه نۀ دې زيات شوې. عبد الحميد درې کتابونه جوړ کړي دي؛ تيرنګ عشق، شاه ګدا، او در مرجان. شعرونه ئي ټول اخلاقي دي او داسې ترې معلومېږي چه دنيا پورې ئې زړه نه تړلو. او صوفيانه رنګ کښ دې دا خاصيت په
بيټ نيکه
د پښتنو د علم الانساب پوهانو او هغو مورخينو چې اسماالرجال يې ليکلي دي، شېخ بېټنی د پښتو د ډېرو طايفو لوی نيکه بللی دی، او وايي چې دا بېټنی د غرغښت او سړبن ورور و پخپله د پښتنو ملي عنعنات هم ددې تصديق کوي.[1] خو په مورخينو کې لومړی ددې ملي عنني تصديق ابوالفضل د ګورګاني پاچا اکير د عصر مورخ کړې، چې د پښتنو دغه درې پلاره مشهور دي
محمد کاکړ
د هغه شاعري له سوز و ګدازه ډكه ده او لږ داسې بېلګې په كې مونداى شو چې د خوښۍ او خندا څرك ولري. چاپېريال او ټولنې هم ډېر ځورولى، خو كه دغه ځور او كړاو نه واى، كه دغه نادودې نه واى او كه بالاخره د ژوند دا ډېرې سړې تودې نه واى، نو هغه به چېرې دومره سوزناكه شاعري كولاى شواى. هغه د خپلو خپلوانو له لاسه دومره ځورېدلى چې د ده په شعرونو كې يـې د غندنې او څرګندونې څپې ليدل كېږي، هغه له ژوبه د زده كړې او تدريس لپاره كندهار ته راځي، خو تر څه مودې وروسته بيا بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي، ځكه هغه د زده كړې
عبدالرحمان مومند
د هغه شاعري د ځانګړي سبک په لرلو سره د ټولو پښتنو د زړه څراغ بلل کېږي، دا ځکه چې په اورېدو سره يې د پښتنو زړونه روښانه کېږي. په پښتو ادب کې د عبدالرحمان بابا د شاعرۍ ونډه دغه ډګر جوت اغېزمن کړی او بډای کړی دی.
امير حمزه شينواری
د راډيو وياند او ليکوال ؤ. هغه د تصوف د لارې لاروی هم ؤ او په همدې ډګر کې يې هم کتابونه خپاره کړي. په شعر او ادب کې د ځانګړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار ګڼل کېږي. ارى په ۱۹۰۷ ز. کال کې د
خوشحال خان خټک
په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . د خوشال بابا د پلار نوم شهباز خان، د نیکه نوم یې یحی خان او د غور نیکه نوم یې
سردار محمد اکبر خان
په همدې وخت کې (۱۸۳۷)م کال سکانو د خیبر په دره کې د جمرود کلا ونیوله ، غازي محمداکبر خان له سکانو سره په جګړه پيل وكړ . د جګړې په بهير كې غازي محمداکبر خان
ارواښاد ګل پاچا الفت
څیړونکې، تاریخ لیکونکې، او تکړه ژورنالیست و، چې د ده په آثارو کې هنري ښکلا، ادبي اوفرهنګي،اجتماعي، سیاسي علمي ، اخلاقي او ملي تفکراو پیغامونه نغښتي دي، چې داوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره د یو لوی ادبي درس اومکتب حیثیت لري . زموږ هیواد وال باید د خپل ژوند په مختلفو اړخونو کې ترینه خوند او پند واخلي . استادګل پاچا الفت د میر سیدپاچا زوی او د سید فقیر پاچا لمسی دی چې په (۱۲۸۸)هجري شمسي کال کې دلغمان ولایت د قرغیو په ولسوالې کې د عزیز خان په کڅ کلي کې زیږیدل
استاد عبدالروف بېنوا
کي ئې استاد کُل باله لمسئ دی. استاد عبدالرؤف بېنوا له آره دکندهار د معروف له عليزو څخه دي چي بيا ددوی لوی نيکه ملاګلاب اخند دهلمندولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کي چي اوس ډير خلګ ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وائې ، مړ او ښخ دی . خو د ملاګلاب اخند لمسی مولوي عبدالحق اخندزاده شل کلن و چي له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغلی او دکندهار ښار له خرقې شريفي سره نژدې ئې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه و چي فاضل استاد بېنوا هم په کال ١٢٩
ميرزا خان انصاري
ميرزا خان انصاري لومړى غزلګو شاعر دى، غزل يې تصوفي رنګ لري. د سلوك او تصوف فلسفه يې په مرموز او ښکلي انداز كې او د وحدت الوجود پېچلې فلسفه يې نسبتاً ساده او جذابو الفاظو كې بيان كړې ده. ميرزا خان د روښاني فلسفې پوره ښكارندوى و. په دې باره كې دده همعصر او معتقد شاعر دولت لواڼى داسې وايي: د ميرزا نورالدين صفت به څو كړم ميا روښآن د پوهې شهر دى يې ور و د هادي په زړه چې پټ و په ډېر كاله د ميرزا خوله د هغه علم مظهر و. او بل ځاى داسې وايي:
سيد بهاو الدين مجروح
مخينه بهاودين مجروح د سيد شمس الدين مجروح زوى و، چې په ۱۹۲۸زېږيز كال د فبرورۍ په ۱۲مه نيټه د كنړ ولايت د اسمار ولسوالۍ د شينكوړك د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې زېږېدلې دى. زده کړې لومړنۍ ښوونې يې د شينكوړك د كلي په جومات كې پېل او سرته ورسولې. له څه مودې وروسته كابل ته دخپل پلار سره ولاړ او د
غلام محى الدين زرملوال-
وزير محمد كگل خان د ارواشگاد محمد خورشيد غند مشر زوى، په ختگه بايزى مومند، په لمريز كال 1260 كى، د كابل د شگار په اندرابيو كيگ، په ديگ لـه ستونزو أك جهان كيگ، ستركگيگ ورغؤوليگ. له لومؤنيو زدكؤو وروسته په حربي شگوونحگي كيگ په حربي زده كؤو لكگيا وو او د تعليمي دوريگ په پاى خگوؤكى، أيگر بريالى فارغ او د اردلانو په غونأ كيگ د توپچي د خگانكگيگ د قوماندان په توكگه وتگاكل شو. ارواشگاد محمد كگل خان مومند په ورسپارل شويگ دنده كيگ أيگر بريالى او با انضباطه نظامي منصبدار و او د سپه سالار صالح مح
بابر او سلطان ابراهيم لودي
. د سلطان ابراهيم په څېر د کمزوري ، خو د خواه او کينه ناک سړي پاچا کېدل د پښتنو لپاره يوه ستره بدمرغي وه . په ٩٢٣ هـ ق کال د سلطان سکندر په مړينه ، دده له شپږو زامنو څخه دوه تنه (ابراهيم او شهزاده جلال) د پادشاهۍ لپاره راپورته شول . پښتنو مشرانو مرحوم پاچا پرځاى د يو مناسب شخص د ټاکلو لپاره اوږدې خبرې وکړې . په پاى کې پرېکړه وشوه ، چې د ډيلي په تخت دې ابراهيم کېني او جونپور دې دشهزاده جلال شي . دواړه شهزادگان هم پردې پرېکړه راضي شول . &n
امان الله خان
دى ، چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انګرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توګه د افغانستان د خپلواکۍ ګټيالی بلل کېږي. د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران وو . امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د كابل په
دپښتوژبی لومړی شاعر اميرکروړ سوري لنډه پيژندګلو
امير کروړ په کال ۱۳۹هـ ۷۵۶ م کې دغور په مندېش کې حاکم شو ښاغلی کروړ ېو تورېالی، توانمند او غښتلی سړی وو ، په ېوازې ځان ېې دسلو کسانو مقابله کولی شوه نو ځکه په امير کروړ جهان پهلوان مشهور وو چی دکروړ معنی دکلک او سخت ده .اودی هم ځکه ځان ته اتل واېي . امیر کروړ ېو نېک ،سخي او عادل سړی وو . هغه ېو ښه شاعر هم وو ، اکثربه ېې رزمیه شاعري کوله ځکه چې زیات ژوند ېې د جنګ په میدان کې تېر شوی دی . امیر کروړ تر اوسه دپښتو وړومبی شاعر ګڼلی شي . داسې اټکل کېږي چې ښاغلی امیر کروړ په کال ۱۵۴هـ
شاهي رژيم وروستى صدر اعظم
مياشتې په پنځمه نېټه د كابل په ښار كې زېږېدلى و. شهيد محمد موسى شفيق د يوې درنې او عالمې كورنۍ سره تړاو درلود، نيكونه يې د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ په لنډه بوچ او بيا وروسته په زرشوى كې مېشت شول. د ښاغلي شفيق پلار د خپل وخت وتلى او جيد عالم وو، مولوي محمد ابراهيم كاموي لومړنى شخص و چې د ننګرهار ولايت د سراج
اشرف مفتون
اشرف مفتون اشرف مفتون د پښتو ادب د شلمی پېړۍ یو له سترو شاعرانو څخه دی، او په تېره بیا د دې پېړۍ په دوهمه نیمایی کی یې داسی آثار ولیکل چی د پښتو د شعر له تاریخ سره به د تل دپاره ژوندی پاته وی. اشرف مفتون د صوبه سرحد د چارسدې په سیمه کی د نولس سوه پنځه لس ميلادی په شاوخوا کی زېږېدلی او یو فلسفی شاعر دی. د انسانیت، د غرور او عظمت
د وزيرمحمدگل خان مومندبابا پېژندنه
نه باخبر پښتون "محمد ګل خان مومند (په ګور دې نور شي) چې په بره خاوره كې يې خلك د "وزير صاحب پښتون بابا" او د "پښتو بابا" په نومونو پېژني او ياد وي، په 1885ع كال كې د محمد خورشيد خان كره د د افغانستان د ننګرهار د روداتو د ګلايي سيمې په فاتح كلي كې پيدا شوى وْ. نوموړي په خټه حسن خېل مومند وْ. د وزير صاحب د نېكه نامه عبدالكريم خان وه. دى د عبدالرحيم خان او هغه د مومن خان زوى و. د وزير صاحب نېكه بلخ ته له ننګرهار نه تللى و، ده له امير دوست محمد خان سره مرسته ملاتړ هم درلوده، د امير