ميرزا خان انصاري لومړى غزلګو شاعر دى، غزل يې تصوفي رنګ لري. د سلوك او تصوف فلسفه يې په مرموز او ښکلي انداز كې او د وحدت الوجود پېچلې فلسفه يې نسبتاً ساده او جذابو الفاظو كې بيان كړې ده. ميرزا خان د روښاني فلسفې پوره ښكارندوى و. په دې باره كې دده همعصر او معتقد شاعر دولت لواڼى داسې وايي:

د ميرزا نورالدين صفت به څو كړم
ميا روښآن د پوهې شهر دى يې ور و
د هادي په زړه چې پټ و په ډېر كاله
د ميرزا خوله د هغه علم مظهر و.
او بل ځاى داسې وايي:

ميرزا ګنج راته خپل كور وښود غني شوم
بيـــهوده منت بـــــه ولــــې د بــــل چـــا وړم
د دولت لواڼي له پورتنيو اشعارو څخه معلومېږي، چې د ميرزا خان ټوله شاعري پر روښاني فلسفې بنا ده او په خپله ميرزا خان خپل ځان هم د روښاني فكر هېنداره ښيي او وايي:

د مـــيرزا ګمـــان فــــاني شه

هر چه وايي ميا روښان دى

او بيا داسې وايي:

د ميـــرزا پـــه خـــوله وئيږم

هر چه وايي ميا روښان دى

ميجر راورټي په خپل ليكلي اثر (د پښتو د شاعرۍ منتخبات) كې ځينې تېروتنې كړي دي چې هغه تېروتنې بيا ځينې نورو ليكوالو هم تكرار كړي دي. هغه په لاندې ډول دي:

۱_ د ميرزا خان نوم فتح خان و.

۲_ ميرزا خان په قوم يوسفزى و.

۳_ ميرزا خان په ۱۰۴۰هـ ق كال په شعر ويلو پيل كړى دى.

۴_ ميرزا خان د خپل عمر په پاى كې پر خپلو كړو پښېمانه او په ځوانۍ كې چې يې كومه عقيده درلوده، هغه يې پرې ايښې وه.

دا ويناوې زما په نظر كوم تحقيقي بنياد نه لري، دا ځكه چې:

۱_ د ميرزا خان د نوم په برخه كې دده همعصره شاعرانو او اديبانو دده د كلام توصيف كړى دى. هېڅ چا هغه د فتح خان په نوم نه دى بللى، بلكې ميرزا خان انصاري يې ياد كړى دى. (د بايزيد انصاری دکورنۍ په شجره کې هم د پير روښان د زوی (نورالدين) زوی ميرزا خان انصاری دی ? فاروق أعظم).

۲_ د هغه د قوم په باب د ميرزا خان خپل همعصر او هم عقيده ملګري دولت لواڼى په ډاګه ويلي دي:

د مـــــيرزا د نورالدين صفت به څو كړم

ميـــا روښان د پوهې شهر دى يې ور و

۳_ ميرزا خان په ۱۰۴۰هـ كال (په شعر ويلو پيل ندی کړی بلکه) وفات شوى دى او هغه د دولت له دغه بيت څخه موږ ثابتوو:

د دكن په جنګ شهيد شه خوشنود اوسه

پـه تاريـخ د زر څلوېـښت كې يې ګذر و

۴_ د څلورمې تېروتنې په اړه بايد ووايم، چې د جلال الدين تر وفات وروسته په روښاني كورنۍ كې سياسي اختلاف پيدا شو. دا اختلاف د احداد او الهداد روښاني ترمنځ و. (الهداد ته وروسته مغولو رشيد خان لقب او درې زرې منصب هم وركړ).

د حالنامې مؤلف علي محمد ليكي: په هغو كسانو كې چې د الهداد  (رشيد خان) ملګري وو، يو ميرزا خان هم و

نوموړي مؤلف په حالنامه كې ځاى پر ځاى له الهداد سره د ميرزا خان او خپله ملګرتيا ښيي، خو د احداد نوم هم په ډېر عزت اخلي. دا ځكه د هغو اختلاف يواځې سياسي و، نه عقيدوي. ددې خبر ثبوت لپاره لاندې بيتونه وګورئ:

 

 حضور ډېره ښيوه كړه
اوس حساب شوم د هندوانو له قطاره
د روښان د كور سرور وي
د افغان د سر د ستاره
اول مې نه پېژندې ځكه بېل شوم
د وحدت د نوبهاره
د ميرزا د زړه ارمان شوه
د احداد پادشاه د مخ ننداره
دا چې ليكي: "اول مې نه پېژندې ځكه بېل شوم" له دې څخه ښكاري، چې دا بېلتون يواځې له احداد سره و، نه د روښاني مسلك سره. هغه بيا هم روښاني مسلك د وحدت (نوبهار) بولي.

دولت لواڼى (نوحاڼى)

اصلي نوم يې دولت الله، خو په دولت مشهور و. پلار يې داد الله نومېده  په قوم حسن خېل لواڼى دى او مور يې وردګه وه. روارټي وايي، چې دى هندو مسلمان شوى دى، ولې ددې خبرې څه دليل نشته.

ښاغلى عبدالشكور رشاد د دولت لواڼي د ديوان په سريزه كې ددې خبرې داسې ترديد كوي:

دا چې مشهور انګرېز ختيځ پوهاند ميجر جارج راورټي (۱۲۴۰_۱۳۲۴هـ ق) دولت هندو مسلمان بللى دى. يوه داسې تېروتنه ده، چې د دولت په ديوان كې د دولت له نامه سره د شېخ د كلمې له ذكر څخه پيدا شوې ده او د راورټئ دې ته نه دى پام شوى، چې پښتانه د هندوستانيانو په څېر د  شېخ كلمه يا خو د پير په معنا پكاروي لكه د پير روښان مشر زوى شيخ عمر او يا په ځينو سيمو كې مريدانو ته شيخان وايي او ګومان كېږي، چې دولت لواڼى به هم خپل له نامه سره د شيخ خطاب په دغه وروستني معنى راوړې وي. په خپله دولت لواڼى يو بيت، چې په هغه كې د پير روښان د زوى دولت نومي سره د شيخ خطاب راوړى دى، د ميجر جارج راورټي خبره بېخي ماتوي. هغه بيت دا دى:

نورالدين خير الدين كمال الدين دولت شيخ

پــــه كـــوښښ يــې خـپل وژلـــى نفس كافــر و

خوشال بابا هم د دولت شاعري په دې تول تللې ده:

چې لاف وهي د شعر
نن به دا دور دي ډېر
خداى دې نه كا چې به وايم
حال د دوو تېر و بير
څوك پاوى څوك نيم پاوى دى
قلندر پكې نيم سير
د مونږ په حساب دى
هېڅ مونه دي واصل هېر
بل دولت فقير درې پاوه
زه ترې څو شير شاهي تېر)(
د دولت له ځينو اشعارو څخه دا ښكاري، چې هغه مستقيماً له پير روښان څخه فيض نه و اخيستى، بلكې د هغه د پياوړو مريدانو او پيروانو لکه علي محمد مخلص او بل د پير روښان لمسى او پيرو ميرزا خان انصاري څخه يې د روښاني مسلك فيض اخيستى و. لكه وايي چې:

همـــدان مخلص دولته

د دې درو په سفتن دي

يا دا چې:

ميرزا ګنج راته خپل كور وښود غني شوم

بــــيهوده منت بــــه ولــــې د بــــل چـــا وړم

خو بيا هم د دولت لانديني بيتونه دا راښيي، چې ده د بايزيد روښان پيروي په نېغه (مستقيماً) توګه كړې ده:

پـــير روښان لــــكه مـــلاح مدد يې راكړ

په ګرداب كې مې زورن و په دا نن شپه

دولت لواڼى يو مكمل ديوان پرې ايښى دى چې د شعر او شاعرۍ په هر فن ښكلى دى، په تېره پر عروضو برابر يې شعرونه ويلي دي.

د ده د ديوان يوه نسخه په برټش ميوزيم كې خوندي ده. دوې نسخې يې د هند د رامپور په رضا لاېبريرۍ كې، يوه نسخه يې په كابل او بله د غزني د البيروني په كتابتون كې ساتل شوې ده او جاپي نسخه يې لومړى ځل د همېش خليل صاحب او بله يې په كابل كې چاپ شوې ده.

دولت لواڼى د ۱۰۲۸هـ ق كال وروسته په رشيد اباد كې له رشيد خان، الهداد روښاني او نورو روښانيانو سره هلته مېشت شوى دى.

د اشعارو نمونه:

زه دولت سني مسلم چار يار منمه
هم په خداى رسول راوړى دى ايمان ما
چې د خداى و رسول نوم پكې يادېږي
شاعري بله نور مه ګڼه تر دا ښه