مخينه
بهاودين مجروح د سيد شمس الدين مجروح زوى و، چې په ۱۹۲۸زېږيز كال د فبرورۍ په ۱۲مه نيټه د كنړ ولايت د اسمار ولسوالۍ د شينكوړك د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې زېږېدلې دى.
زده کړې
لومړنۍ ښوونې يې د شينكوړك د كلي په جومات كې پېل او سرته ورسولې. له څه مودې وروسته كابل ته دخپل پلار سره ولاړ او د ديارلس كلنۍ په عمر د استقلال لېسې په څلورم ټولګي كې شامل شو. په ۱۹۵۰زېږيز كال ددغې لېسې د ادب او فلسفې له څانګې څخه په لومړۍ درجه فارغ او د هغه وخت ددولت لخوا د لوړو تحصيلاتو لپاره فرانس ته ولېږل شو. د ۱۹۵۲ز تر ۱۹۵۸ز كال پورې د پاريس په سوربن او بيا د (مونټ پليه) په پوهنتو كې خپل لوړ تحصيلات د روحياتو او فلسفې په څانګه كې د مافوق لسان تر درجې سرته ورسول. په همدې دوره كې يې وكړاى شوه چې د الماني ا و انګړېزي ژبو ادبيات په غربي الماني او انګلستان كې سرته ورسوي.
دندې
کله چې په ۱۹۵۸ز كال کې خپل هېواد ته راستون شو نو په همدغه كال د كابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي ښوونكی او بيا رييس شو. پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د پوهې په خدمت كې تېركړ. هغه د افغانستان په ځينو نورو رسمي دندو هم پاتې شوی چې د دغو دندو له ډلې د پارلمان غړی او د کابل او کاپيسا ولايتونو ولسوال، همداراز له ۱۹۵۰ ز. تر ۱۹۷۳ ز. پورې هغه په مصر کې د افغانستان سفير پاتې شوی. د ژوند په وروستيو كلو كې چې کله پاکستان کې مهاجر شو نوخپل علم او قلم يې د مجاهدو او مهاجرو په خدمت كې په كار واچاوه
مړينه
د سيد بهاوالدين مجروح هديره
کله چې مجروح په پېښور کې کډوال و او خپل فرهنګي کارونه يې مخ ته بېول نو په دې وخت کې د سخت دريځو مجاهدينو او د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی نظر ورباندې و. د ده فرهنګي کارونه چې د کډوالو مهاجرو په منځ کې د يوې ملي روحيې پياوړی کول و، د پاکستان د استخباراتي کړيو په وړاندې يو لوی ګواښ و، چې هغوی هېڅکله نه غوښتل چې په پېښور کې مېشت افغانان د ملي روحيې او هېوادپالنې له ارزښتونو برخمن شي نو په همدې ترڅ کې هغوی د نورو جهادي تروريستي کړيو سره يوځای د سيد بهاوالدين مجروح په وړاندې پلان جوړ کړ او د ۱۹۸۸ز. كال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د جمعې په شپه چې کله سيد بهاوالدين مجرو له خپل دفتر نه راوواته د وسله والو لخوا وويشتل شو او هماغلته ځای پر ځای په شهادت ورسېده.
ليکلي آثار
- اژدهای خودي
- ځانځاني ښامار
- د جبر او اختيار ډيالکټيک
- د اجتماعي احساس د الفرد ادلر په روانشناسۍ کې د ماسټرۍ تيزېس
- د ځان تربيه زموږ په روانشناسۍ
- دشمن را بشناسېد
- صوفي او نوې دنيا
- زردشت ووييل داسې
- پيام صوفي بت شکن به بت پرستايي قرن ۲۰
10. بودا چنين ګفت
11. سيد جمال الدين و برخورد شرق و غرب
12. منازل السايرين يا صد ميدان حکيم سنايي
13. نا اشنا سندرې