د هغه شاعري له سوز و ګدازه ډكه ده او لږ داسې بېلګې په كې مونداى شو چې د خوښۍ او خندا څرك ولري. چاپېريال او ټولنې هم ډېر ځورولى، خو كه دغه ځور او كړاو نه واى، كه دغه نادودې نه واى او كه بالاخره د ژوند دا ډېرې سړې تودې نه واى، نو هغه به چېرې دومره سوزناكه شاعري كولاى شواى. هغه د خپلو خپلوانو له لاسه دومره ځورېدلى چې د ده په شعرونو كې يـې د غندنې او څرګندونې څپې ليدل كېږي، هغه له ژوبه د زده كړې او تدريس لپاره كندهار ته راځي، خو تر څه مودې وروسته بيا بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي، ځكه هغه د زده كړې په لټه و او هڅه يـې كوله خپل زړه ته له دې نوراني څراغ څخه رڼا واخلي او نورو كسانو ته هم ګټه ورسوي. د پاچا په غوښتنه بېرته كندهار ته راځي او بيا د تل لپاره په كې مېشتېگږي. د هغه پر ژوند، درانه شخصيت او آثارو ډېر څه ليكل كېدى شي او بايد وليكل شي. ځكه كه څه هم د ژوند او فن ډېرې خواوې يـې راسپړل شوي، خو ډېرې نورې يـې لا پاتې دي، همداراز پر هغو شعرونو يـې هم كار كول ضروري دي، چې لا پيدا شوي نه دي، ځكه د ده پر ځينو شعرونو سربېره يوشمېر آثار هم نه دي ترلاسه شوي. كله چې استاد عبدالروْف بېنوا په خپل سمون او زيار په 1335ل كال ل كال د پښتو ټولنې له خوا د دې شاعر دېوان چاپاوه، نو د هغه د ژوند ادبي او هنري پنځونو په اړه يـې ډېر كره او نادر معلومات راټول كړل او په سريزه كې يـې د هغه د شعري سبك د څرنګوالي په اړه له شننو او څرګندونو سره چاپ كړل. دا دېوان په پښتو ادبياتو كې ځانـګړى ارزښت او مقام لري، ډېر خلك يـې مينه وال دي، په ځانګړې توګه ځينې پاخه شاعران او پوخعمره كسان يـې په پنځه سوو روپيو هم يو زوړ دېوان رانيسي، د همدې ازرښت له كبله صحاف خپرندويې ټولنې وپتېيله چې بيا يـې چاپ او خپلې ټولنې او ادب ته يـې وړاندې كړي. د لومړي چاپ، او اوډون ښه و، استاد عبدالروْف بېنوا له اصلي متونو او مسودو سره څو څو ځلې پرتله كړى او په ژبنۍ برخه كې يـې هم ډېر سمون راوستلى دى، همداراز په ټول دېوان كې يـې د نوي ليكدود پلي كولو هڅه او هاند كړى. له دې سره سره په كې يو شمېر تېروتنې او ځينې وړې نيمګړتياوې ترسترګو كېږي، چې كېدى شي تر دې وړاندې نورې هغه د ارواښاد استاد عبدالروْف بېنوا له خوا ليرې كړل شوې وي. ځكه اصلي دېوان په ډېر پخواني ليكدود كښل شوى، اوس به يـې د درنو لوستونكو د پوهاوي او خبرتيا لپاره اوسنۍ سمونې او يوشمېر پخوانۍ تېروتنې وڅېړو: په دېوان كې څو څو ځايه له داسې بيتونو سره مخامخېږو چې د وزن په برخه كې يـې ستونزه ليدل كېږي، چې د يوه توري په زياتونې يا كمونې دا ستونزه غوڅه شوه، كه چېرې دواړه دېوانه پرتله شي، نو بيا به يـې اوسنى سمون جوت شي. يو شمېر بيتونه به د بېلګې په توګه راواخلو:

بېګلې

کينډۍ:د شعر پای

اوسنۍ بڼه يـې: لكه زه يم ستا په درد و (ستا) په غم كښې بل څوك مه شه هسې شان په غم آلوده يا هم: اور د مينې مې بلېږي په سينه كښې د آه دود مې و فلك ته تر خوله ځي اوسنۍ بگڼه يـې: اور د مينې مې بلېږي په سينه كښې د آه دود مې و فك (و) ته تر خوله ځي. او داسې ډېر نور… په زاړه دېوان كې په يوه څلوريزه كې د (وامق او عذرا) نومونه هم (وافق او غدار) راغلي، چې د شعر مفهوم په كې ورك دى. وامق او عذرا د ليلى او مجنون، شيرين و فرهاد په شان دوه مينان تېـر شوي، چې د دوى په اړه په ايراني ادبياتو كې ډېرې څرګندونې او ليكنې شته. په زاړه دېوان كې د (كښې) له (ې) پرته نورو ډېرو تورو ته د (ى) ګانو ټكي نه دي وركړل شوي، بله دا چې لومړنى چاپ د ټايتپسټۍ به بگڼه دى چې ډېر ځايونه يـې لوستل كېږي هم نه. څرنـګه چې ښاغلي حمدالله صحاف په دې دېوان كې پر خپل ځانګړي ليكدود ټينګار كاوه، نو ما هم ټول (كښې) چې اوس په (كښي) ټايپ شوي وو، په (كښې) واړول او نورې (ى) ګانې مې د صحاف په غوښتنه دده په بڼه وركړلې. چې دلته يـې يادول ضروري دي. همداراز په پيل كې مې غوښتنه وكړه چې [ځما (زما)] تورى خو اوس (زما) ليكل كېږي، نو څرنـګه چې ډېر توري د استاد بېنوا له خوا اړول شوي، موږ هم باد دېته ورته توري د استادانو تر مشورې وروسته په نوي ليكدود واړوو. خو د كتاب تر سمون وروسته دا پرېكړه وشوه چې بايد (ځما) تورى په (زما) واړول شوي، له دې كبله دېوان يو ځل بيا كتل غوښتل، چې وروسته دا سمون هم په كې راغى. كه څه هم استاد بېنوا د پيرمحمد كاكړ ډېرو شعرونو په يو شمېر تورو كې لاسوهنه نه ده كړې، كه ډېر بيتونه يـې وراړولي او ځاى ځاى يـې په لمنليكونو كې يادونه هم كړې، خو په نورو برخو كې يـې بدلون نه دى راوستى. د ساري په توګه ځينې لاندېني توري، چې اوس په بله بڼه ليكل كېږي"

 

همداراز د دېوان په لومړي چاپ كې د الفبې په حساب د شعرونو اوډ ون هم بشپړ نه و، ځكه هغه مهال د كښې په شان تورو ته (ې) نه وركول كېده، يوازې به يـې په زور (َ) او زېر (ِ) يا هم پېښ (ُ) بسنه كوله، دا ډول څو غزلې چې بايد په (ي) رديف كې راغلې واى، په نورو رديفونو كې راغلې وې، هغه مو هم د اوډون له مخې خپلو – رديفونوته ولېږدولې. كله چې دا دېوان د ښاغلي حمدالله صحاف له خوا د سمون او اوډون لپاره ماته راوسپارل شو، نو ګرد دېوان كمپوز شوى و، تر څو ځلې پرتلې، سمون او اوډون وروسته مې هغه توري هم راوكښل، چې پوهېدل يـې ګران ښكارېدل، په پام كې ده د دېوان په پاى كې دا لغتونه له ماناوو سره مل راشي. دغه راز د هغه يو شمېر نوي موندل شوي شعرونه هم ورزيات كړل شوي، چې په پخواني دېوان كې نه شته؛ همداراز د پيرمحمدكاكړ د شعر مينوالو ته بل ښه زېرى دا هم دى چې د استاد حبيب الله رفيع يوه اوږده او هر اړخيزه سريزه هم ورسره مله ده، چې د پيرمحمدكاكړ د ژوند او فن ډېر نور اړخونه يـې روښانه كړي او ډېر نوي توكي په كې شته. ارواښاد استاد عبدالروْف بېنوا، په سريزه كې ددې دېوان د موندلو او بيا يـې د نويو سمونو په اړه هغو لمنليكونو ته نغوته كړې چې په لومړي چاپ كې راغلې دي( په دې اوسني چاپ كې هغه لمنليكونه نه دي رااخيستل شوي). وروسته يـې د زاړه ليكدود په اړه هم څرګندونې كړي، چې له اوسني هغه سره يـې ډېر توپير درلود. د ساري په توګه هغه مهال به (شا ته) تورى (شات) ليكل كېده. چې د (هـ) پرځاى به يـې زور وركاوه. دا رنـګه نور توري هم دروخله؛ همداراز پخوا د (ټ) تورى د (طڼگـ) په بڼه ليكل كېده، چې خوشال بابا يـې مخترع ګڼل شوى دى. د پېژندګلوۍ په برخه كې يـې نوموړى په بشپړ ډول معرفي كړى، همداراز يـې د شعري سبك شننه هم كړې، د هغه په شعرونو كې يـې پښتني اصطلاحات، ادبي صنفونه، شخصيت او آثارو ته هم اشاره كړې ده، استاد حبيب الله رفيع چې د څلورو كتابونو (شعري دېوان، معرفۍ الافغاني، د پښتنو تاريخ او هدايت المبتدى) نومونه اخلي، وروسته څو موندل شوې پاڼې هم يادوي چې استاد (رفيع) صاحب ته په لاس ورغلي، چې نثرونه دي او د اټكل له مخې به (قيامتنامه) يا هم (جنتنامه) وي. استاد حبيب الله رفيع هم د پيرمحمدكاكړ پر زېږېدنې، زده كړې، سفرونو، عصر، ادبي لار، آثارو، شعري دېوان، زده كړې او مالي وضعې، مړينې او مزار ډېر څه كښلي، چې ځينو څرګندونو يـې ډېر نوي ټكي روښانه كړي دي. همداراز يـې د پيرمحمدكاكړ د مړينې د كال تېروتنه هم راوېستې، چې هغه د 1216هـ ق كال او 1230هـ ق كلونو ترمنځ اټكل شوې. د تېروتنې لامل يـې د كاتب بېغوري بلل شوې ده. چې 1230 هـ ق كال يـې په ناپامۍ كې1203هـق رانقل كړى و. همداراز يـې د هغه د شعر ډېر اړخونه ځلولي، چې لوستونكي نور هم ورته ځيروي او پر نورو ښكلا وو او ادبي برلاسيو يـې پوهوي. كه څه هم پيرمحمدكاكړ د احمدشاه بابا هممهاله شاعر و، خو په خپل شعر كې يـې د كوم بل شخص ستاينه نه كړې، نه يـې په زغرده د كوم بل سړي نوم اخيستى دى. له دې كبله پيرمحمد كاكړ حقيقت پلوى شاعر او مظلومپال انسان و، چې د خواخوږۍ ډېرې څپې يـې په شعرونو كې ښكاري.

لكه زه يم ستا په درد وغم كښې

 

بل څوك مه شه هسې شان په غم آلوده