چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغانولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارګلوۍ ځای موندلی وي.

احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې دافغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنګه جوړ کړی و.

د زېږېدو ځای

د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب کې درې روايته دي: يو د سراج التورايخ د مؤلف فيض محمد روايت دی چې د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان ګڼي، [1] بل د احمد شاه بابای افغان د فاضل مؤلف ښاغلی مير غلام محمد غبار روايت دی چې د احمد شاه بابا د زېږېدنې ځای هرات بولي [2] چې پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کې دواړه روايتونه راوړي دي . [3] او درېيم روايت دحافظ مرغزي په شاهنامه کې چې د شاهنامه احمد شاه ابدالي په نامه په پېښور کې چاپ شوې ده، د احمد شاه بابا د مولد په باب داسې بيت ليکل شوی.

کينډۍ:د شعر پای څنګه چې حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر و او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کې ملګری و، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وګڼلی شي.

د احمد شاه بابا کورنۍ او ټبر

 

 

د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته ګټورې مشورې کولې.[5] د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او ورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خانلمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده چې په لاندې توګه داود اليو پښتنو د سړبن پښت ته رسېږي:

سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل (ابدال) ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی.

د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و، خو څنګه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران ګرګين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی ګرګين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د ښار صفا په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه.

دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د ارغستان پښتانه ټول په يوه سلا ګرګين ته پورته شول، ګرګين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو ، او د دولت خان د مشر زوی رستم خان مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشر زوی زمان خان (د احمد شاه بابا پلار) ېې د يرغمل په توګه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څو چې بيا ېې کرمان ته ولېږه او د (۱۱۲۲ هـ لمريز) کال تر شا وخوا پورې هلته نظر بند و . هغه وخت چې د ميرويس نيکه په لاس په کندهار کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او ګرګين ېې وواژه ، نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنو په مشرتوب او پاچايي وټاکل شو ، څو چې په (۱۱۳۵ هـ لمريز) کال ېې د دې جهان له ژونده سترګې پټې کړلې.[6] د احمد شاه بابا يو نوميالی ورور ذوالفقار خان نومېده چې تر ده مشر او هرات کې په بې تاجه پاچا مشهور و.[7] ذوالفقار خان د هرات د ملي حکومت مشر او زړور جنګيالی پښتون و، د نادر افشار ابراهيم خان ته يې سخته ماته ورکړې وه.[8] او دلته يواځې د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني هغه لنډه ليکنه راوړو چې په هغه يې د ذوالفقار خان ستاينه کړې ده. هغه داسې ليکلي دي: «ذوالفقار خان فرزند اکبر آنحضرت (مطلب زمان خان د احمد شاه بابا پلار) که برادر بزرګتر اين پادشاه مُهر افسر بوده باشد مدت چندين سال در کمال عظمت و استقلال رايات سلطنت و کامراني در هرات و فراه افراخته و بارها چپاول بر سر مشهد و سبزوار و نشاپور انداخته چنانچه در تاريخ نادرې مذکور است، و ابراهيم خان برادر نادر را شکست فاحش داده، و توپخانه و نقاره خانه و تمامی اسباب و اثاثيه آوردی اور را متصرف ګشته...»[9] د احمد شاه بابا اکا رستم خان نومېده چې د احمد شاه بابا د پلار زمان خان تر تبعيد وروسته د کندهار ارمني حکمران ګرګين په چل او دروهه هغه د کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چې څه موده وروسته يې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان يې چې د علي آباد په کارېز کې اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه يې چور او چپاو شول.

د دراني نوم

 

 

د احمد بابا ټبر ته د (دراني) هم وييل شوي دی ځکه يې نو ده ته (دُر دران) هم وييل. په دې کې چې دا نوم يا لقب څنګه رامېنځ ته شوی بېلابېل روايتونه شته؛ د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني يې د (ملهم غيبي) د الهام په اثر بولي[10] چې ښايي د سر پرسي سايکس خارجي مورخ دا خبره چې احمد شاه د يوه خوب د ليدو په نتيجه کې خپل ابدالي لقب په دراني اړولی.[11] د محمود الحسيني له پورتني روايت څخه راوتلی وی. بل روايت د محمد حيات خان دی چې پخپل کتاب حيات افغاني کې ليکي: «هغه وخت احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنګ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه.[12] خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: «ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران (ملغرو کې ښه ملغلره) او خپلې قبيلې له دُرانینوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله.»[13]

قاضي عطاالله خان د ايلفنسټن له خولې دا هم زياتوي چې: «احمد شاه به يوسفزو، ترکلاڼو، ګيګيانړو، اتمان خېلو، برمهمند، د هشتنګر محمدزو، خليلو، مهمندو، اپريدو، شينوارو، اورکزو، داودزو، خټکو، ښګښو ته بردُراني وييل او همدومره مينه به يې د هغوی سره کوله لکه څرنګه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله...[14] فيض محمد بيا د سراج التواريخ په لومړي ټوک کې دا خبره داسې ليکلې ده: «با سد صواب آرای بزرګان طوايف ابدالي خصوصاً حاجي جمال خان بارکزايي که به قوت و مکنت از همه برتري داشت کلاه سروري بر سر نهاد و در اين حال صابر شاه نام فقيرې، ګياه سبزی را بعمامه اش نصب کرده ګفت: "اين جيغه تُست و تو بادشاه دُراني" و از اينجا اعلحضرت احمد شاه اقوامش را که معروف بابداتی بودند به دُراني موسوم ساخت...»[15]

احمد شاه بابا پخپل مُهر کې هم چې د طاوس شکل يې درلود او صراحي غوندې ښکارېده دا عبارت کيندلی و: "الحکم الله يا فتاح - احمد شاه دُر دُراني"[16]

تر پاچايي دمخه

لکه د مخه چې مو وليکل احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هـ. س کال وزېږېد، او په همهغه کال دده پلار زمان خان چې د هرات د حکومت واګۍ ېې په لاس کې وې مړ شو. څنګه چې د زمان خان تر مړينې وروسته د هرات د خلکو د اولسي جرګې له خوا د هرات حکومت د اودالي عبدالله خان زوی محمد خان ته وسپارل شو، نو د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره له هراته د فراه ولايت ته ولاړل، او هم د احمدشاه بابا مشر ورور ذولفقار خان د ښورواک سيمې ته وکوچېد[17]. بيا چې ۱۱۳۶ هـ. س کال ذولفقار خان بېرته د هرات په حکمرانۍ وټاکل شو، اوله ښوراوکه د فراه له لارې هرات ته ستون شو. معلومه نده چې احمد شاه بابا ېې هم ورسره بېولی وو که نه؟ او هم دوه کاله وروسته په ۱۱۳۸ هـ. س کال چې د هرات د اولسي جرګې له خوا د (باخزر) حکومت ذولفقار خان ته وسپارل شو، بيا هم د احمدشاه بابا د ژوند د پېښو څرک نشته ، يوازې ښااغلي غبار داسې اټکل کړی دی چې په ۱۱۳۸ هـ. لمريز کال چې الله يارخان داودالي محمد خان ورور د فراه حکمران وټاکل شو څنګه چې د احمدشاه بابا د کورنۍ سره ېې تربور ګلوۍ او رقابت درلود نو په دې کال به د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره هرومرو له فراه څخه وتلی وي[18]

همدا شان له ۱۱۳۹ هـ. س کاله تر ۱۱۴۱ هـ. س کال پورې چې د هرات پر خپلواکۍ مينو خلکو د الله يارخان په مشرۍ د نادرشاه سره جګړې کولې او ذولفقار خان هم له فراه څخه د الله يارخان مرستې ته ورغلی وو، بيا هم د احمدشاه بابا نوم نه دی اخيستل شوی، ځکه چې په هغو کلو کې دی پنځه شپږ کلن هلک و، يوازې د ۱۱۴۲ هـ. س کال له پېښو څخه څرګند ېږي چې احمدشاه بابا د خپل مشر ورور ذولفقار خان سره په هرات کې اوسېده. او دا هغه کال و چې ذولفقار خان د نادرشاه سره روغه ونه منله او بيا ېې له فراه څخه پر هرات يرغل وکړو د هرات خلکو د نادرشاه په غياب کې د حکومت د مشر په حيث ومانه ، او الله يار خان ېې دمروچاق حکومت ته ولېږه. د ۱۱۴۳ هـ. س کال په پای کې نادرشاه ددېرشو زرو جګړنو سره پر هرات يرغل وکړ او ذولفقار خان پنځه مياشتې د هغه سره وجنګېد، کله چې د خپل قوم بې اتفاقي ولیدله نو ددې لپاره چې د ده مشرتوب لانور هم د نفاق اور تازه نه کړي او د بې اتفاقي له شامته د اوداليانو دولت ګډوډ نه شي له مشر توبه ېې استعفا وکړه و د خپل ورور احمد خان او خپلې کورنۍ سره له هراته د فراه خوا ته ولاړ او په هرات کې الله يار خان د قوم مشروټاکل شوو خو د ذولفقار خان په فراه کې هم آرام کښې نه ناسته او له هغه ځايه ېې د نادر د لښکر په مقابل کې پښتنو مدافعيونو ته ملاتړ رساوه. څو چې له هراته ېې د الله يارخان د ماتې او د نادر د بري خبر واورېدو او په ۱۱۴۴ هـ س کال د خپل ورور احمدخان سره له فراه څخه کندهار ته راغی و دا وخت په کندهار کې د ميرويس نيکه زوی شاه حسين هوتک پاچا و، او هغه د پخوانيو بدمرغو رقابتو په سبب او يادا چې د ذولفقار خان په مشرۍ يې د اوداليانو له خوا ځان ته خطر حس کاوه. ذولفقار خان او احمد خان دواړه يې بنديان کړه، شپږ کاله بنديان وه څو چې د ۱۱۵۰ هـ س کال په پای کې نادر افشار کندهار ونيو، ذولفقار خان او احمد خان يې د نورو بنديانو په ډله کې خلاص کړه او څنګه چې نادر افشار پر هندوستان د يرغل په نيت راوتلی و او له بلې خوا د پښتنو زړورتوب او مړانه ورڅرګند شوي وه نو ددې لپاره چې د هندوستان په يرغل کې د پښتنو له ملاتړ څخه کار واخلي د پښتنو سره يې نرمه رويه راواخيستله عبدالغني خان الکوزي ته يې چې په هرات کې يې د ابداليو پښتنو مشر ټاکلی و، د کندهار د بيګاربيګي منصب ورکړ او نورمحمد خان عليزی ملقب په مير افغان يې د ټول پښتني لښکر چې دوولس زره ابدالي او څلور زره غلجي وو، لوی قوماندان او سرلښکر وټاکه او احمد شاه بابا د دربار د منشي په قول شپږ اووه زره پښتانه زلميان به تل د نادرشاه په اردو کې وو. دی داسې ليکي: "همېشه شش هفت هزار کس از جوانان کار آمد ايل جليل را در اردوی خود ملازم و در رتبه و قدر منزلت زياده بر قزلباش و افشار خود مراعات ايشان مينمود، و ايل جليل مزبور نيز بمقتضای صاف دلي و صدق نيت خود در جميع معارک ممالک روم و هندوستان و ترکستان چنانچه در تاريخ نادري مذکور است کوشش های مردانه و سعی های دلېرانه کرده و ممالک بسيار را مفتوح ساخته و قشون های بيشمار را به عنايت آلهي منهزم و ملک جمعيت آنها را از هم انداخته مصدر آبروی اردوی اومی بودند..."[19] له دې ليکنې څخه څرګندېږي چې نادر شاه تر قزلباشو او افشارو پر پښتنو زيات باور درلود، ځينې مورخان ددې باور سبب دا ګڼي چې نادرشاه په اصل کې د خراسان و او د سيستاني افغان ملک محمود خان سره لوی شوی او په مذهب داسې ټينګ سُني و چې د پارس سلطنت يې په دې شرط ومانه چې د تشيع پر ځای به حنفي مذهب منل کېږي.

ابن محمد امين ليکي چې: "د پارسي منصبدارانو لخوا د نادر شاه د وژلو يو سبب همدا د نادر په دربار کې د پارسيانو رقابت د پښتنو سره و، نادرشاه خيال درلود چې هغه پارسي سرداران چې دده له نظريې سره مخالفان وو له مېنځه وباسي او په دې باب کې يې د پښتنو سره مشورې کولې، او چې د افشارو مشران او پارسي سرداران په دې خبر شول نو د نادرشاه وژلو ته يې ملا وتړله."[20]

احمد شاه بابا او نادرشاه

د نورو پښتنو سالارانو په ډله کې نادرشاه ذولفقار خان او احمد خان ته هم په درنه سترګه وکتل او د مازندران حکومت او ماليات يې ور وسپارل خو دلته دوه روايتونه دي:

«يو دا چې نادرشاه هماغه وخت احمد خان د خپل يساول (نوکريوال ضابط) په حيث د ځان سره وساته چې حتی وايي د هند په سفر کې هم ورسره ملګری و[21] ددې روايت سره د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني ليکنه هم لږ او ډېر سر خوري چې د نادر شاه په باب کې ليکي: بعد از تصرف دارلسلطنة هرات و قندهار را ايل جليل دراني را از محال هرات بالکاء نيشاپور و طايفه غلجايي را بمحال و رامین و خار و تهران کوچانیده خانه کوچ بزرګان را برسم ګرو و يورقه مال بارض اقدس آورده سکنا و آنحضرت را (مقصد احمد شاه بابا دی) که هنوز در آن اوقات در سن ده دوازده سالګي بودند از راه احتياط با برادر و اعمام کرام اکثر او ان در اردوی خود ميداشت.[22]»

«بل روايت دا دی چې احمد خان د خپل ورور ذولفقار سره د ۱۱۵۱ هـ کال په سر کې مازندران ته ولاړ او په ۱۱۵۴ هـ کال چې نادرشاه د هند فتح وروسته خراسان ته راوګرځېد د هېواد د نورو مشرانو په ډله کې احمد خان هم د مازندران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغی[23] او څنګه چې نادرشاه د هند او بخارا او خوارزم په جګړو کې د پښتنو مېړانه ليدلې وه نو ددې لپاره چې پښتنو ته خپله خاصه پاملرنه وښيي نو احمد خان يې په خپلو منصبدارانو کې واخيست او تر لږې مودې وروسته چې د احمد خان لياقت، قابليت، کفايت او جرآت ورڅرګند شو نو پر هغه یې لا زيات باور راغی او ورځ په ورځ ورباندې ګرانېدی او تل به د نادرشاه په حضور کې وه او نادرشاه به په زياترو مجلسو کې خپلو اميرانو او نديمانو ته وييل: "در ايران و توران و هندوستان مردی چون احمد خان حميده خصال و پسنديده افعال نديدم[24]" حتا وايي چې نادرشاه يوه شپه له خوبه راپاڅېد او احمد خان يې خپل حضور ته وباله او هغه ته يې ووييل: "بعد از مرګ من رتبه سروري به تو خواهد رسيد، لازم است که از من فراموش نکرده به اولاد من احسانات نمای[25]".»

په دې توګه احمد خان د نادر شاه د ښه نظر او زيات باور په اثر د يساولګرۍ (د ضابطي رتبه) څخه د ابداليو د يوې ټولي قومندانۍ ته ورسېد خو بيا هم څنګه چې نادرشاه د افغاني لښکر ستر قوماندان نور محمد عليزی و[26][27] نور احمد خان د نادرشاه په لښکر کې د يو منصبدار په حيث پېژندل کېده، څو چې په لږه موده کې يې د ښه خوی او ښو کارو او پيرزوينې په سبب د ټولو افغاني لښکرو په تېره بيا د ابداليو پښتنو سپاهيانو بشپړ باور پر ځان پيدا کړ، البته په دې باور پيدا کولو کې دده د ټبر شهرت او د پلار او وروڼو هم اغېزه درلوده. پر هغه سربېره احمد خان د نادرشاه سره د داغستان او اېرېوان په جګړو کې هم زياته مړانه وښووله[28] ځکه نو نادرشاه په دربار کې د ده اعتبار لا زيات شو او په نادري لښکر کې تر نور محمد خان عليزي راوروسته لومړی سړی ګڼل کېده.

هغه و چې احمد خان له ۱۱۵۴ هـ سپوږميز کال څخه تر ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال پورې شپږ کاله په سفر او حضر کې د نادرشاه سره و او په هغو شپږو کالو کې يې د دولت په ملکي او لښکري چارو کې ډېرې ګټورې تجربې وموندلې چې د ده د وروستيو برياليتوبونو بنسټ بايد وګڼل شی.

د نادرشاه وژل کېدل

څنګه چې نادرشاه د خپل ژوند په پای کې سخت سودايي شوی او له طبيعي حالته وتلی و نو پر ټولو قزلباشانو او افشارو بې اعتماده و په تېره بيا د خپل زوی رضاقلي ميرزا تر ړندولو وروسته يې په زيات ظلم او ستم او د خپلو حاکمانو په وژلو لاس پورې کړ، چې دده د ډېر ظلم او وينو تويولو په سبب د ده د دربار ډېر معتمد درباريان هم ځينې بېزاره او پر ده بدګمانه شول.

د احمد شاه بابا دربار منشي محمود الحسيني چې د هغه د وخت حال يې په سترګو ليدلی و[29] [30]

سربېره پر دې نادر شاه غوښتل خپل ټول مخالفان بيخي له مېنځه يوسي، او په دې باب کې يې د خپلو ډېرو نژدې او باوري کسانو او د پښتنو مشرانو سره چې د ده ښي لاس ګڼل کېدل خصوصي مشورې او جرګې کولې او دې خصوصي مشورو او جرګو دده مخالفان لا وپارول او د ځانو د وژلو له بيري يې د نادرشاه وژلو ته ملاوې وتړلې – څو چې د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال د څلرمې خور (جمادي الاخر) په يوولسمه د يکشنبې په شپه يې د مشهد له خبوشان څخه نيم فرسخ يا دوه فرسنګه ليرې «فتح آباد» کې نادرشاه وواژه.

مرحوم فيض محمد د سراج التواريخ ليکونکی او ښاغلي غبار د نادرشاه قاتلان محمد خان قاجار ايرواني او موسی بېګ ايرلوی افشار ارومی، د صالح خان قرقلوي ابيوردی او محمد قلي خان افشار ارومی کشيکچي باشي او نورو دايمي کشيکچيانو او ساتونکو په سلا چې شمېر يې اويا تنو منصبدارانو ته رسېده[31] خو د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني ددې پېښې تفصيل داسې ليکي:

کندهار ته رسېدل او لويه جرګه غونډېدل

احمد خان د 1160 هـ ق کال د رجب په مياشت د ټولو افغاني قواو سره کندهار ته راورسېد او سمدلاسه ېې ولسي مشران راغونډ کړه او د هغو سره ېې د هېواد د راتلونکي په باب مشورې پیل کړې. په دې لويه جرګه کې د ابداليانو او غلجيانو پر مشرانو سربېره د بلوڅو ، هزاره ؤ، قزلباشو مشران هم شامل وو. دې لوېې جرګې کې تر هر څه د مخه ټولو په اتفاق[32] دا فيصله وکړه چې ايران د حکومت سره په هر صورت تعلق پرېکول په کار دي ، ځکه چې ايرانيان او پښتانه پر يو بل باندې حکومت نشي کولای[33] تر هغه وروسته ېې دا فيصله وکړه چې له خپله منځه ځان ته يو پاچا وټاکي ، خو د پښتنو په داسې قبيلو کې چې يو بل ته تن نه سره ورکوي د يوه پاچا ټاکنه څه اسانه کار نه و. ځکه چې د هرې قبيلې مشر دا غوښته چې د ولس مشرتابه واګي په خپل لاس کې واخلي ، په تېره بيا نورمحمد خان علي زي چې د نادرشاه په وخت کې د ټولو پښتنو لښکرو ستر قوماندان و ، او ورپسې حاجي جمال خان بارکزی ، او محبت خان پوپلزی او موسی خان ساکزی او نصرالله نورزی او د نورو قبيلو مشرانو پر ځانو باندې يو د بل پاچهي او حکم نه سو منلای، ځکه نو لکه څنګه چې مورخان ليکي اته جرګې نا کامه شوې ، خو احمدخان چې په هغو ټولو جرګو کې د هر قبيلې د مشروينا اورېدله چې د ځانو د پاره به ېې د مشر توب حق ثابتول غوښته، دی پټه خوله ناست و، او د ځان په باب کې ېې هېڅ نه ويل، څو چې په نهمه جرګه کې د حاجي جمال خان نوم منځ ته راغی او د جرګې زيات خلګ ېې پرخواشوه، خو دځينو نورو غښتليو قبيلو مشرانو ورسره مخالفت وکړ[34] او همدا شان د نورمحمد خان علي زي د نامه وړانديز په دې سبب چې ډېر عصبي دی ونه منل شو، که څه هم د پاچهي د مقام د پاره وړګڼل کېده[35].

د احمد خان پاچا کېدل

دوتنه:Ahmad Shah Durrani - 1747.jpg

صابر شاه ملنګ د احمد شاه بابا پر سر د غنمو د وږي د ايښودلو په حال کې

په نهمه جرګه کې چې د « شېر سرخ » په زيارت کې روانه وه د پاچا د انتخاب خبرې زياتې تودې شوې ، خو احمد خان هم هغسې پټه خوله ناست و، په دغه شورماشور کې يو « صابر شاه » نومي ملنګ[36] د جرګې منځ ته راودانګل او د غنمو يو وږی ېې د احمد خان په پګړۍ کې وټومبه او وې وېل: « دا ستا جوغه ده، او ته ددوران پاچا يې» او د جرګې غړو ته ېې ووېل : « د خدای دپاره دا جرګې نورې بس کړۍ، جګړې مه کوۍ ـ خدای تعالی احمد خان په تاسو کې يو ډېر لوی او دروند سړی او د پت خاوند پيدا کړی دی. هغه په ټولو پښتنو کې په اصل هم ښه دی او قابل هم دی، نو د خدای کارمه ورانوۍ ـکه نه نو د خدای تعالی قار به درباندې نازل شي»[37] هغه و چې د صابر شاه ملنګ انتخاب د ټولو قبيلو مشرانو ومانه او په تېره بيا چې د حاجي جمال خان له خوا هم تاييد شو. او په دې توګه احمد خان « احمد شاه » شو ، او د (160 هـ ق ) کال د شوال او د (1747 م) کال د اکتوبر په مياشت د کندهار په ښار کې په پنځه ويشت کلنۍ د پښتنو د پاچهي پر تخت کښېنوست او د افغانستان د پاچا په حيث اعلان او وپېژندل شو[38][39][40].

په څنګه وخت کې پاچا شو؟

احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې په افغانستان کې د ملي وحدت هغه څلی چې د پښتنو د ملي قايد ميرويس نيکه په لاس ودان شوی و، د خارجي دښمنانود تېري او يرغل له امله نړېدلی و، او د افغاني قبيلو د يو والي نقشه چې ميرويس نيکه طرح کړې وه نيمګړې پاته شوې وه، او د هېواد په هره سيمه کې بيا د خانخاني او فيوډالي زړه کمبله غوړېدلې وه. هرې قبيلې د خپل قومي مشر تر مشرۍ لاندې ځانګړی قبيلوي ژوند کاوه، او د افغاني قبيلو تر منځ د ملي او قومي وحدت رسۍ پر شلېدو وه.

له بلې خوا د افغانستان د لمرلوېدو خوا ته په ايران کې د نادرشاه تر مړينې وروسته داخلي هرج و مرج پېښ و، او يوه ملوک الطوايفي دوره راغلې وه، چې غلجي پښتون آزاد خان سلېمانخېل د پنځلسو زرو سرتېرو سره په آذربايجان ، او حسن خان قاجار په استر اباد او کريم خان زند په عراق کې حکومت کاوه.

د افغانستان شمال ته جنيدي دولت په بخارا او ماورالنهر کې انحطاط پر لور رهي و، او د افغانستان د ختيز خوا ته په هند کې د ګورګاني امپراتوري ريښې سستې شوي وې او په تېره بيا په جنوبي هند کې د مريټيو حکومت دومره زور اخيستی و، چې ګورګاني دولت ته ېې لوی خطر پېښ کړی و. په داسې وخت کې احمد شاه بابا په افغانستان کې د يوه خپلواک او متحد دولت تشکيلولو ته ملا وتړله.

د کورنيو چارو سمون

احمدشاه بابا چې خپل تيت او پرک ولس ليده نو تر هر څه د مخه ېې ددوی يووالي ته توجه وکړه، چې په دوی کې بيا د ملي او سياسي وحدت روح راويښ کړي او افغانستان بيا په ملي او سياسي لحاظ سره يو موټی شي. په ملي لحاظ داسې چې ټول قبايل د يوه ولس او ملت په شکل پر يوه مرکز راغونډ کړي، او په سياسي لحاظ د افغانستان د خاورې ټولې مختلفې ټوټې د يوه خپلواک او آزاد هېواد په څېر بيا د نړۍ د نورو ژونديو هېوادو په کتار کې ودروي، خو دې کار خورا ټينګ پولادي عزم، روښانه فکر او معقول تدبير ته اړتيا درلودله چې هغه د احمد شاه بابا په وجود کې يو ځای شوی وو. احمد شاه بابا سربېره پر دې چې ښه تکړه او ازمويلی شوی مجرب سرتېری و، د خپل ولس په خوی او بوی، دود دستور هم ښه خبر و. او دا ورمعلومه وه چې د ولس مشران د ولس په لارښوونه کې ډېره اغېزه لري ځکه ېې د يوه ولسي مشر په توګه د پاچهي واګی په لاس کې واخيست، او دی د ، افغانستان لومړی پاچا دی چې تاج ېې پر سر نه ايښود ، لنګوټه ېې تړله، چپنه ېې اغوسته او موزې ېې په پښو کولې او پر فرش شوې مځکه باندې د خلکو سره کښېناسته[41]او په ټولو مهمو دولتي چارو کې ېې د ولس د مشرانو سره مشوره کوله. مرحوم قاضي عطاالله خان پخپل کتاب «د پښتنو تاريخ » کې ليکي چې:

هغه د پښتنو د خوی او بوی او د هغوی د رواجونو او د قاعدو نه ښه واقف و، او خدای تعالا ورله يو ډېر صاف دماغ ورکړی و. هغه د خپل حکومت داسې طريقه اختيار کړه چې د ټولو قبيلو سرداران ېې د حکومت په تمامي معاملاتو کې ځان سره شامل کړل ، هغه ته دا معلومه وه چې ترڅو پورې د پښتنو هره پوه قبيله د آزادي او خپلواکي په خوږو کې ماسره شريکه نه شي ، او تر څو پورې چې د حکومت په هرې پوهې شعبې کې زه هغوی ته ځای ورنکړم تر هغې پورې په هغوی کې د قامولي جذبه او د قومي ژوندون پيداکول ستونزمن کار دی . په همدې سبب هغه د حکومت ټول اختيارات ځانله قبضه نکړل ، بلکه د هرې قبيلې حکومت ېې هم هغه قبيلې له ورکړو. او هغوی ته ېې د خپلو مشرانو مقررولو واک اختيار حواله کړو.په لويو لويو معاملو کې لکه د نورو قومونو سره جنګ يا صلح يا په ټول ملک کې د يو خاص نظام حکومت يا د ايين جاري کول يا دملک په خلکو باندې ټيکسونه لګول په همدې ټولو معاملو کې به هغه د قبایلو د مشرانو نه سلا اخيسته . په هره قبيله باندې هغه د جنګ د پاره شاهي پوځ ته لښکر ورکولو تعداد مقرر کړی و، د احمد شاه بابا لوی قابليت دا ؤ ، چې هغه خپل هر کار له قومي رنګ ورکولو . هغه ځان ته «پښتون» باچا وېل ، او وېل به ېې چې : زه د پښتنو قوميت او زور مضبوطوم او په ملک کې د پښتنو خيالات طريقې او تهذيب خور وم ، په هر کار کې به هغه پښتنو ته د پښتو جذباتو پيل کولو . او په دې سبب هغه داسې يوې معاملې ته هم لاس نه اچولو چې د ټولو پښتنو مشترکه ګټه ېې په نظر کې نه وي ساتلې. ددې اصولو د لاندې هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت قايم کړو، او په ټولو معاملو کې به ېې د هغوی په جرګه فيصله کوله. د جمهوريت هم دغه اصول وو، چې په هغو باندې هغه تر آخره پورې عمل کولو. او هم په دې سبب هغه کاميابه و، د ټول قوم او د سردارانو ژبه په جرګو کې اوباهر پښتو وه. فيصلې به د پښتو په رواج کېدې، او هېڅ کار به هم د قبايلو د مشرانو د منظورۍ نه پرته نه کېدلو.[42] په دې توګه نو احمدشاه بابا زيار وېست، چې د ولس د مشرانو زړونه لاس ته راولي ، څوک ېې په وزارت وټاکل، چاته ېې نور دولتي لوړ ماموريتونه وسپارل ، ځينو ته ېې اعزازي القاب ورکړه او چا او چا ته ېې مستمري تنخاګانې وټاکلې ، خو سره له دې هم دده د پاچهي په لومړيو ورځو کې ځينو مشرانو په پټه د احمد شاه بابا د پاچهي د ماڼۍ د نړولو د پاره نغمونه کينل چې د يوې ناوړې او ناکامې پيښې سبب شول.

ناوړه پېښه

هغه وخت چې احمد شاه بابا په پاچهۍ وټاکل شو نو د ده په نامه بيعتونه پيل شوه، له ليري او نژدې به بيعتونه راتلل، او هرې خوا ته د خوښۍ ډمامې غږېدلې، يوازې کرم خان ترين او مقصود خان بړېڅ چې د خپلو قبيلو مشران وه له اطاعته سرونه وغړول او بيعتونه يې راونه لېږل او احمد شاه بابا ته پورته شول، هغه و چې احمد شاه بابا د کرم خان ترين د ايلولو لپاره سپه سالار محبت خان درانی د څه عسکرو سره پښين (فوشنج) ته ولېږه، او سردار مانوخان يې د يو بل پوځ په سالارۍ د مقصود خان بړېڅ د اېلولو دپاره ښوراوک ته واستاوه. خو دا دوه سالاران (يعنی محبت خان او مانو خان) که څه د احمد شاه بابا کهاله ته منصوب وو، خو دوی هم په پټه د نور محمد خان عليزي (چې د نادرشاه په وخت کې د کندهار واکمن او د افغاني لښکرو ستر قوماندان و د مير افغان لقب يې درلود او د ميان داد خان ساکزي او د ځينو نورو درانيو مشرانو په سلا د ياغيانو سره لاس يو کړ او د پښين او ښوراک د ياغيانو تر مېنځ يې ارتباط ټينګ کړ او هغو يې لا نور مخالفت ته ولمسول خو په ښکاره يې د هغو سره زرګری جنګ شرو کړ او د دې لپاره چې ځانونه لا ښه قوي کړي له مرکز څخه يې نوره نظامي مرسته وغوښتله، احمد شاه بابا هم د دوی غوښتنه ومنله او يو زيات شمېر رکابي پوځ يې د لسو او پينځلسو توپو او زنبورک اوښانو سره د عبدل خان ماکو په مشرۍ چې هغه وخت د شفقت خان په خطاب سرلوړی شوی و د محبت خان او مانو خان د ملاتړ دپاره ولېږل، عبدل خان ماکو چې د هغو زور وليد لکه دا چې دمخه د هغو سره په سلا کې شريک وه، دی هم د هغو خوا ته واوښت او د هغو سره په سازش کې ملګری شو. په دې وخت کې نواب خان الکوزی او څو تنه نورو د محبت خان او مانو خان له چوڼۍ څخه پټ راووتل او ځانونه يې د احمد شاه بابا حضور ته ورسول، او هغه ته يې د محبت خان او مانو خان سازش برملا کړ او ورته يې وويل چې نور محمد خان عليزی او ميان داد خان ساکزی او عبدالرحمن خان بارکزی توپچي باشي د کندهار په ښار کې دی هم د محبت خان اومانو خان سره په سلا کې شريک دی هغه و چې احمد شاه بابا نور محمد خان او عبدالرحمن خان او ميان داد خان ور وغوښتل او پوښتنه يې ځنې وکړه، هغوی ناګاره او منکر شول خو نواب خان الکوزی او د هغه نورو ملګرو شاهدي پر ادا کړه نو احمد شاه بابا امر وکړ چې د دوی لاسونه او پښې دې وتړل شي او د پيلانو تر پښو لاندې دې واچول شي چې د پيلانو تر پښو لاندې مړه شي. امر ډېر ژر اجرا شونور محمد خان او ميان داد خان د پيلانو تر پښو لاندې ووژل شول، خو عبدالرحمن خان بارکزي يو پيل په شونډک کې پورته کړ او د احمد شاه بابا د تخت په وړاندې يې وغورځاوه، ځکه نو احمد شاه بابا هغه وباخښه او تر څه مودې وروسته يې بېرته د توپچي باشي په رتبه سرلوړی کړ. د نور محمد خان او ميان داد خان د وژلو خبر چې محبت خان او مانوخان ته ورسېد هغو د کسات او انتقام اخيستلو په غرض خپلې لښکرې د کندهار خوا ته راوبهولې او د کندهار د ښار په څلور فرسخی کې د زنه خان په کلي کې چې اوس يې زلخان بولي کښته شول، د احمد شاه بابا له خوا عبدالحميد خان درانی د نومياليو مبارزانو سره مقابلې ته ورووتل په لومړۍ جګړه کې عبدالحميد خان ماته وکړه او د مخالفينو د لښکرد ډېرښت او د شاهي لښکر د لږوالي خبر يې احمد شاه بابا ته يووړ، سبا ورځ احمد شاه بابا پخپله د هغو مقابلې ته ور ووت، تر سختې جګړې وروسته يې مخالفين پر شا تلو ته مجبور کړه او سخته ماته يې ورکړه، محبت خان او مانو خان او کدو خان د صابر شاه ملنګ په واسطه پړی په غاړه د احمد شاه بابا حضور ته راوستل شول، او احمد شاه بابا پر هغو د بند حکم وکړ او نور نو معلومه نه شو چې په محبس کې د دوی کار کم ځای ته ورسېده.[43] د دې ناوړې پېښې د پېښېدو سره سره بيا هم احمد شاه بابا د ولس مشران پر ځان راټولول او په مهمو ولسي چارو کې يې ورسره مشوره کوله، بلکه د ولس د مشرانو يوه دايمي جرګه يې هم په مرکز کې جوړه کړې وه چې د هغې په واسطه يې د بېلابېلو افغاني قبيلو نظريې يې ځانته مالومولې او د هغو نظريو سره سم يې خپله مترقي تګلاره ټاکله. احمد شاه بابا له اوله د ولسي نظرياتو او دود دستور ډېر مراعت کاوه او د هېڅ افغان غرور ته يې صدمه نه رسوله. ده پخپل دربار کې د مرييتوب زاړه خويونه لکه پاچا ته د تعظيم لپاره سر ټيټول او په رکوع کېدل او يا زمکه مچول او نور منع کړل او د احترام لپاره يې يوازې پر تندي لاس ايښودل کافي وبلل او همدا راز يې په اداري چارو کې سمون راوست.

د اداري چارو سمون

 

 

 

احمد شاه بابا د ولسي مشرانو سره د مفاهمې وروسته د خپل دولت په اداري چارو لاس پورې کړ او په مرکز کې يې لکه څنګه چې م?