نه باخبر پښتون "محمد ګل خان مومند (په ګور دې نور شي) چې په بره خاوره كې يې خلك د "وزير صاحب پښتون بابا" او د "پښتو بابا" په نومونو پېژني او ياد وي، په 1885ع كال كې د محمد خورشيد خان كره د د افغانستان د ننګرهار د روداتو د ګلايي سيمې په فاتح كلي كې پيدا شوى وْ. نوموړي په خټه حسن خېل مومند وْ. د وزير صاحب د نېكه نامه عبدالكريم خان وه. دى د عبدالرحيم خان او هغه د مومن خان زوى و. د وزير صاحب نېكه بلخ ته له ننګرهار نه تللى و، ده له امير دوست محمد خان سره مرسته ملاتړ هم درلوده، د امير عبدالرحمان خان په دور كې د امير د باغيانو له خوا په سمنګانو كې قتل كړى شو.
د وزير صاحب پلار يو پوه او د وخت له نبضه باخبر پښتون و ځكه يې په خپل زوى د هغه وخت زيات مروجه علوم ولوسته، هغه پخپله هم په ډېرو سركاري عهدو پاتې و، د افغانستان په بريكوټ او اسمار كې د وخت د دولت له خوا په اعلى عهدو مقرر كړى شوى و، وروسته بيا د شينوارو په كهي چوڼۍ كې په نظامي كارونو بوخت شو.
په اّخري وخت كې د مزار شريف د "ده دادي" فرقې مشر و، كله چې دى فارغ كړى شو؛ نو په دغه وخت كې وزير صاحب زلمى شوى و، د وخت دولت وزير صاحب ته د خپل پلار د كار د سمبالښت وړانديز وكړو، چې هغه قبول كړ او دغسې وزير صاحب د "ده دادي" فرقې د يو مشر په توګه وټاكل شو او وروسته بيا يو داسې وخت هم راغى، چې وزير صاحب د خپلې وطن دوستۍ ايماندارۍ او مخلصۍ په وجه د ټول افغانستان د كورنيو چارو وزير شو. وزير صاحب د افغانستان په ټولو صوبو كې تقريباً د ګورنر په توګه هم د وطن د خاورې د عظمت د ساتنې له خاطره پاتې شوى دى او چې په هر ځاى كې به دى حاكم و د هغه سيمې نظام به يې داسې چلولو او د هغه ځاى اوسېدونكيو سره به يې داسې تماس ساتلو، چې ښكته او پورته په كې نه محسوسېدلو. د هغه مساوات او عدالت د پښتنو او پښتني ټولنې مطابق و، هغه ولسي سړى و، د ورځې به په سركاري كارونو كې بوخت و او د شپې به د پښتنو په كوڅوكې د هغو د كشالو او مسئلو دحل كولو په غرض ګرځېدو. په خپل كلي ګلايي كې يې د نوروز خان زرګر خور كړې وه. د وزير صاحب نارينه اولادونه نه وو او صرف يوه لور يې وه، چې له نيكه مرغه اوس هم ژوندۍ ده* او د لرې پښتونخوا په شبقدر ډېرۍ كې د مهاجرت ترخې تودې شپې د خوږ وطن د سپينې رڼا ورځې په امېد تېروي.
دا محترمه د افغانستان د مشهور حكومتي شخصيت غلام حسن خان مرچه خېل مومند په ځوى صالح محمد خان واده شوه، خو څه كم دوه كاله پس هغه وفات شو او د هغه مشر ورو شېر احمد خان ته په نكاح شوه. شېر احمد نه يې څلور زامن دي، چې اكمل خان، قاسم خان، اجمل خان او اباسين نوميږي، يو ورور يې، چې عبدالكريم خان نومېږي، نن سبا په حيات اّباد كې اوسېږي، دى په پيل كې د پېښور ښار د ګنج د قاضي خېلو په كوڅه كې اوسېدو. (د قاضي خېلو محله له تحصيل دروازې سره نژدې ده) عبدالكريم خان، چې له وزير صاحب نه كشر دى په 1916ء كال كې پيدا شوى دى، د ده څلور لوريانې او يو زوى وْ، زوى يې، چې محمد پتنګ نومېده د نهه مياشتو او څلوېښتو كلونو په عمر كې د زړه د بندېدلو له امله په كابل كې وفات شو. همدا پتنګ و، چې وزير صاحب به د خپل زوى په نوم ساتلو. نن هم د وزير صاحب زيات ناچاپ اّثار له عبدالكريم خان سره د چاپ په امېد پراته دي. په دې كې يو د وزير صاحب مشهور اثر د پخلي په نامه هم دى.
وزير صاحب خپل ټول ژوند او مال پښتو ته وقف كړى و، ټول عمر يې په لويو لويو سركاري عهدو تېر كړى و،خو دا څومره عجيبه خبره ده، چې د كابل د يو معلم، چې محمد نبي نومېده د هغه په كور كې د يوه كرايه دار په حيث په 1964ء كال كې وفات شو او د كابل د شهدا صالحينو په هديره كې خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه كې د هغه وخت لويو لويو حكومتي خلكو د سردار محمد داوْد خان او سردار محمد نعيم خان په شمول ګډون كړى و.
پښتو
ارواښاد وزير محمد ګل خان مومند د پښتنو نوميالى اتل، سياست مدار، ملي مشر، ځيرك شمله ور استاد شاعر او نقاد و. د پښتو ژبې د ودې او د  دې ژبې د بيا ژوندۍ كولو، په خپلو پښو ودرولو، علمي، سركاري او ملي ژبې ګرځولو لپاره د موصوف منډې ترړې د زياتې ستاينې او مننې وړ دي. نوموړى د شملې پېړۍ د پښتو د مخكښانو او بنيادګرو د صف امام يادېږي. محترم په تن تنها ځان پښتو لپاره دومره قوي او بنيادي كارونه كړي دي، چې غونډې غونډې ادارې يې منت بارې دي. د پښتانه هاغه ټول مخلصه مشران به زما له دې دعوې سره بې له څه شك شبې متفق شي، چې شلمې پېړ‌ۍ تر دغه دمه كومه داسې شخصيت پيدا نه كړى شو، چې د مرحوم وزير صاحب سيال او سارى وګرځي او زه يا كه نور د وزير صاحب له كار، زيار او كردار په متاثره شوى څوك، ذكر شوې خبره او دعوه كوي؛ نو د هغې لپاره به دلايل هم لري. شايد، چې دا كرښې د دغسې خبرو لپاره قدم په قدم د لوستونكيو نظرونه خواږه كړي.
د وزير صاحب په ژوند، هنر يا شخصيت د څه ليكلو نه وړاندې بايد، چې يو ليكوال دهغه وخت ادبي او سياسي حالات او وسيلې ذريعې په نظر كې ونيسي او بيا يو مخلصانه قضاوت وكړي چې د هغه هاندو هڅې د پښتو او پښتانه په ګټه څومره او څنګه تمامېږي. هغه د خپل ځان خاندان لپاره په خپل دور اقتدار كې څه څه كړي دي او قوم، كلتور او ملت ته يې څومره خدمتونه او ګټه رسولې ده. 
زه غواړم، چې د دې كرښو په پيل كې د دې عصر د يو استاد ليكوال پوهاند صديق الله رښتين (چې وزير صاحب يې د ډېر نزدې نه ليدلى كتلى و محفلونه او د پښتو ادب- ژبې لپاره يې ورسره مصلحتونه كړي وو) هاغه خبرې دلوستونكيو د دلچسپۍ له پاره راواخلم كومې، چې محترم زمونږ د "خليل اولسي ادبي جرګې لخوا د وزير صاحب په ياد جوړ شوي يو سمينار كې (30 دسمبر 1994ء) په حيث د صدر محفل كړې وې. له دې نه به په اسانه يو لوستونكى د وزير صاحب د شخصيت او قد قامت اندازه ولګولى شي :
"له خوشال خا ن نه پس پښتنو سره داسې په هر اړخ پوره مشر نشته چې وياړ او ناز پرې وكړي، هو په دې توره تياره شپه كې كه مونږ ته د رڼا كومه ننداره ښكاري هغه؛ نو د وزير محمد ګل خا ن شخصيت دى او؛ ځكه، نو كه زه په دې ډك مجلس كې دا خبره وكړم، چې د خوشحال خان نه پس محمد ګل خا ن د پښتنو هغه رښتينې لارښود و، چې د دې ژبې او هېواد غم يې خوړلو؛ نو ځان راته رېښتينې او په حقه ښكاري.)
د استاد رښتين پورته دعوه د دې كرښو ليكونكى هم په دغه دليل تاييد وي، چې كه څوك د وزير صاحب د شخصيت مخكې احمد شاه بابا د هغه وخت نور مشران او يا بيا په شلمه پېړۍ كې حضرت باچا خا ن او خان شهيد ودروي؛ نو اول بايد، چې د استاد رښتين په "هر اړخيز" او پوره ټكو د فكر نيلۍ وزغلوي.
وزير صاحب په خپل ژوند كې يو ليونې ارمان نيولى و او هغه و د پښتانه د شته كولو او په دغه قوم دغه ولس كې د خپلې ژبې، خپل فرهنګ ته د ودې او برتګ احساس راپارولو او جذبې رالړزولو د پېړو پېړو نه پښتو ژبه د خپل ساده ساده حسن د غرور په زور راروانه ده. بلا بلا تودې سړې يې وليدې. د پرديو ستمو نه د خپلو سرغړونه په هر وخت هر دور كې د دې ژبې د دې د فرهنګ له منځ وړلو لپاره منصوبې او تدبيرونه ساز كړى شوي دي او هم دا هڅه شوې ده، چې د دغه ژبې هغه فرهنګيان او مينان د پرديو او خپلو له نظرونو دغورځوي څوك، چې د دې ژبي د شاړې شډلې مينې د ښايست په ارمان د ګلونو او رنګونو د كروندې فكرونه، سوچونه او هاندو هڅې كوي، خو ولې د دې ټولو كوښښونو باوجود هېڅ يو تحريك هېڅ يو انقلاب نه، خو دا ژبه له منځه يوړلى شوه او نه د دې ژبې د ژوند او ښايست سندر بولي مينان خاموش كړى شول. اّن دومره ضرور وشول، چې د دې ژبې ملګرې ژبې په علمي، فرهنګي لحاظ په ځينو وختونو كې له دې نه ډېرې وړاندې تللي دي. دا ژبه عمر عمر له د "شاړو غاړو ژبه" په نامه بلل شوې. نور خو نور لكه، چې وويل شول، خپلو پښتنو ورته هم شا كړې ده او، چې لږ ښه شوي ماړه شويدي؛ نو د "فارسۍ" سندرې يې شروع كړي دي. د لږ وخت نه علاوه پښتو چرې هم نه درباري ژبه پاتې شوې ده او نه سركاري، نور خو يې ګنې كه لږګوټى سوچ وكړى شي؛ نو دغه ژبه د دې اعزاز برخه وره هم ده، چې د نړۍ زيات لوى لوى سرداران باچاهان او لويان هم د دې د كاله او درشلې وتلي وو او په ملكونو يې د خپل زور، د بدبې جنګي او فني پوهې او بصيرت جنډې ودرولې وې، نو كه په داسې حالاتو كې كوم شاعر دا ګيله كوي، مناسب به وي چې :
تقوى زهد او توره قلم هر څه يې منم
له دې خوبو، نه هېڅوك د "احمد" نه دي منكر
زما يوه ګيله ده په ادب يې كول غواړم
چې ژبه د دې لوى پښتون فارسي وه د دفتر
او بيا كه د بې څوكه پښتو د څڼه څوڼكۍ دژوند او ښايست په وړومبي ځل چا د سركار له كوره غږ كړى دى؛ نو هغه هم محمد ګل مومند دى، هغوى سره د خپلې ژبې، خپل عظيم كلتور، وياړن تاريخ او بې سياله، بې بدله ادب د بې غورۍ، بې فكرۍ احساس او دا جذبه- دا مينه د هغوى په دې كرښو كې بريښي :
ژبه بايد وپاللى شي وروزلى شي، ارته كړى شي، علمي شي، ادبي شي. په هر حيثيت د ملت د مرستو اړينو او احتياجاتو ته كافي شي" (1)
هغه به ويل " چې ژبه ژوندۍ وي قام ژوندى وي" دا د هغه انسان خبرې دي څوك چې د خپل دور په يو عظيم منصب مامور و، دغه منصب (وزير داخله) ته، چې څوك رسېدلى دى، داسې ډېر كم ليدل شوى دى، چې هغه بيا دومره ګرمې ليونۍ نعرې كړې وي. د خپلې ژبې، خپل كلتور خبرې يې چېړلې وي او هغې له يې عملي رنګ وركړى وي. دغه منصب ته د رسېدو نه پس هم كه څوك شپه ورځ د خپلې ژبې د ودې فكرونه كوي او بندونه تړي؛ نو دهغه په جذبو د مينې محبت د احساس نه علاوه د بل شك تصور به د تعصب او تهمت د رنګ لرلو نه خالي نه وي.
استاد رښتين وايي : "په افغانستان كې ادبي پښتو ما، حبيبي، الفت، خادم او بېنوا راوستې ده او سياسي پښتو محمد ګل خان مومند راوستې ده. د هغه كار زمونږ نه ډېر دروند دى، هغه زمونږ د سر سيورى و، كه د هغه زور نه وى مونږ هېڅكله دومره كار نه شو كولى، زمونږ به، چې څه ته ضرورت شو هغه ته به مو مراجعه كوله هغه زمونږ مسئلې حل كولې. د هغه پښتو زمونږ نه لوړه وه، هم د هغه په كوښښ په 1964ء كال كې د لويې جرګې په يوه غونډه كې پښتو د افغانستان ملي ژبه وګمارل شوه او د افغانستان د اساسي قانون 35 مه ماده پښتو ته وقف شوه." (1)
پښتون قام ته په وړومبي ځل په اصلي معنا او بنيادي لحاظ محمد ګل خان مومند سياسي پوهه، شعور او بصيرت ښودلى دى. ده غوښتل، چې پښتانه په خپلو پښو ودريږي، خپله وكړي، خپله وريبي او خوري. د نورو د لاسونو او خولو نه اّزاد وي، بل له وركړي او بل نه يې ونه غواړي او هغه د دې فكر لپاره تر وسه وسه منډې وهلې، هغه عملي سړى و، هغه به ويل "زما ژوند او مرګ دواړه د پښتواو پښتانه لپاره دي، زه كوښښ كوم، چې دا قوم د نورو له كوڅو او كاسو نه خلاص كړم." (2)
د وزير بابا له خپلې خاورې سره د مينې اندازه له دې نه لګيدلى شي، چې په وړومبي ځل يې د لكونو په شمېر له يوه بل ځايه پښتانه راواخيستل او په شمالي سيمو كې يې ورته د استوګنې لپاره كورونه او د كروندې لپاره ځمكې وركړې. اوس كه څوك د محمد ګل خان مومند دا عمل هم د تهمت په كاڼو ولي او د ده نه محض په دغه وجه خپګان كوي، چې صرف پښتانه يې ښه او شته كړل؛ نو هغه به په سترګو كې د تعصب سلي ټومبي. كه وزير صاحب د يوه ځاى خلك بل ځاى نه وى اّباد كړي؛ نو نن به افغانستان په څو څو ټوټو كې پروت و او نه به د يو افغانستان نعره چا وهلى شوه. دا سمه ده، چې د وزير صاحب دغه كار پښتنو ته يوه غټه مالي او معنوي فايده ورسوله؛ خو نن، چې د دې په شاه كوم لوى محركات څرګند شو هغه د افغانستان د "تجزيه كېدو نه ژغورل دي".
"بل لوى او د يادونې وړ خدمت، چې محمد ګل خان مومند، پښتنو او په عمومي ډول افغانانو ته كړى دى، هغه په پښتنو كې د ملي شعور راټوكېدل او په دې ډول يې پښتانه (د يو بل لوى ښكېلاك) په مقابل كې د سپر په توګه ودرول، پښتانه يې په راتلونكيو څو لسيزو عواقبو ته ځير كړل، چې كېداى شول د هغو په وجه د بهرنيو دښمنانو په لمسون او لاسوهنې د افغانستان فعلي بڼې بدلون موندلى وى، خو د محمد ګل خا ن مومند د فكر ليد دومره دقيق و، چې دا ټول عواقب يې مخكې له مخكې له نظره تېر كړي وو.
بل يې پښتانه د ښاري ژوند د لارو په لټون پسې وهڅول او د اقتصادي سرچينو د پلټې او لاسته راوړنې لارې او ګدرې يې ور په ګوته كړې، خو كه په لنډ ډول د پښتنو په اوسني پېښليك (تاريخ) كې د محمد ګل خان مومند پر دريځ خبرې وكړو؛ نو وبه وايو : دى د پښتنو داسې يو ستر او فرهنګي شخصيت دى، چې د هېواد د ملي واكمنۍ د كورنيو او بهرنيو دښمنانو د قوت روح يې مخكې له مخكې ځپلى اود فكر مزي يې ورشلولي. پښتانه او په مجموع كې يې ټول افغانان له يو لوى رنځ او خطر يعنې د يو خپلواك افغانستان له ټوټې كولو څخه ژغورلى دى." (1)
وزير صاحب د علم او پوهې يوه عظيم الشانه ښوونځى او اصولي سړى و، ژوندى فكر يې لره، د خپلې ژبې خپل ولس سره يې مينه وه. خپل ځان يې هېر كړى و او خپل ځان هېرول، خپل قام او كلتور يادول څه وړه خبره نه ده او نه دومره لوى قدم څوك اخيستى شي. نه يې د اخيستو توان لري. هغه د پښتو او پښتونولۍ ادم خان و، بې همته او بې پښتو كسان يې نه خوښېدل او نه يې ورسره په مجلس كې ناسته مناسب ګڼله. د هغه محفل به د پښتو او پښتوالۍ په جامه او نامه تود ا و ښايسته و. هغه غوښتل، چې د پيسو په ځاى كيسې وګټي. د مضبوط عزم او درنې حوصلې خاوند و. يوه خپله لاره خپل نظر او سوچ يې و او همدغه وجه وه، چې كه يو پلو يې ځان پسې د لكونو په شمېر خوشه چين او مدحه خوان پرېښودل؛ نو بل خوا يې د حاسدانو او مخالفينو ډله (اوس هم) د زرګونو له شمېره اوړي.
وزير صاحب (هشت پهلو) شخصيت درلود، د تورې اور، شور  او د فكرو قلم زور يې حاسدان هم مني.
"وزير صاحب محمد ګل خان د پښتو  او پښتنو بابا څرنګه، چې يو غښتلى جرار جنرال ويوښه مدبر او سياستمدار هم و، څومره، چې په پوځي امورو كې فعال او لايق افسر و دغه راز په ملكي او ولسي كارونو كې مهربان مشر او مردم داره هستي وه. د قوم او ټولنې په نبض پوه او د "حكيم ملت" مقام يې لاره، اديب، شاعر، ليكوال، مصنف، فصيح او بليغ مقرر و، خوش صحبته انسان و او له دوستانو سره به يې په رڼه ټنډه او مخصوصه موسكا، خو د ماني انداز كې خبرې اترې كولې، د وزير صاحب په ملاقات كې خاص خوند او كيفيت موجود و، هغه ډېر هر دلعزيز سړى و. (1)
پښتونواله
وزير صاحب ته له هر څه درنه او خوږه د هغه پښتو وه، د هغه منشور د پښتو وْ، ناسته پاسته يې د درنو پښتنو وه، پښتو يې دوا ګڼله، پښتو يې شفا او حيا ګڼله، د هغه په خيال پښتو كې ټګي او خيانت نه شته. پښتو د صداقت، عفت، عصمت، عظمت او غيرت نامه ده، هغه په خپل دفتر كې غټ غټ ليكلي وو :
" ښاغليو ! پښتو وواياست"
كه په قندهار كې و كه په سمنګان كې او كه په مزار شريف كې دا حكم يې كړى و.
ده به ويل "كه په افغانستان كې ژوند كوئ، پښتو به ليكئ، پښتو به وايئ" اوس كه ځينې خلك وايي، چې د وزير صاحب د دغه عمل نه د تعصب بوي راخيژي؛ نو د هغوى په خدمت كې صرف دومره عرض دى، چې داسې، خو بيا د پښتو او حتى د هرې ژبې ليكوال د تعصب په خټو كې نښتى دى. هر ليكوال، شاعر او هنرمند د خپلې ژبې د ودې او برتګ خبرې كوي او خوبونه ويني. بيا يوازې وزير صاحب ولې ګرميږي. هغه پښتون و د پښتو حق هغه په ځان منلو، پښتو د هغه د مور ژبه وه، هغه د زور خاوند وو، هغه ليده، چې په افغانستان كې لږ تر لږه شپېته فيصده علاقه باندې پښتون پروت دى په پاتې (څلوېښت فيصدباندې، ازبك، تاجك، هزاره، بلوچ وغيره) دي پښتو د پښتون حق دى اوس نو كه كوم كس خپل ولس كې د خپل حق غوښتنې شعور رابيداروي او خلك ورته د تعصب رنګ او نامه وركوي؛ نو دوى ته به د دوى انصاف وايو كه كينه او تعصب!؟
بابا په خپله ژبه له حده زيات مين وْ. هغه؛ خو په ښكاره نعرې وهلې:
پښتو كړمه، پښتو وايمه زه تل
ده لالۍ زما پښتو، نه لرم بل
سر او مال مې دواړه ځار دي تر پښتو
ژوند او مړينه مې نثار دي تر پښتو
پښتانه كه د پښتو په لاره ځي
دا نړۍ او هانړۍ كې دي خوندي
پښتانه او پښتونواله دې وي تل
له پخوا نه يو په لس او يو په سل
"پښتو د پښتنو لوى ناموس دى، پښتو د پښتنو د ټولنې روح دى، پښتو د پښتنو د روحونو او معنوياتو منځۍ (مركز) ده يعنې د پښتنو روحونه او معنويات په يو ځاى كې غونډ وي.
پښتو د پښتنو لالۍ ده، پښتو د پښتنو هاغه حق دى، چې يو ځاى ورسره زيږيدلى دى، پښتو، خو پښتو ده، پښتو ده، پښتو ده، پښتو ده (پښتونواله) ده.
د پښتنو د سرلوړوالى په پښتو دى. پښتو په پښتنو درېدل او سرومال ترېنه ځارول دي. پښتانه په پښتو نازيږي، پښتانه په پښتو سرلوينه كوي." (1)
"د محمد ګل خان مومند په وړاندې به، چې چا د بلې ژبې ټكى راوړو؛ نو ده به ورته وويل: پوه نه شوم، بيا، چې به يې خپله غلطي سمه كړه؛ نو ده به ورته سمدستي ووې، بس اوس پوه شوم." (2)
وزير صاحب سوچه سوچه د پښتو ټكي استعمالول. كه بل كوم كس به په خبرو كې د بلې ژبې ټكي وويل، ده به هغه ټكي په پښتو كې ويل، تر هغې، چې سړى به پوه شو.
خادم صيب وايي، چې يوه ورځ ورڅخه په مجلس كې ما د مزار د اب هوا پوښتنه وكړه، چې مزار څنګه دى ګرم په وي؟ ده وويل، چې هو "تود" دى، په داسې طريقې سره يې دا ځواب ادا كړو، چې ما پوه كړي چې زه بايد د ژبې د اصلي لغاتو په ځاى پردي لغات استعمال نه كړم. دا زما د ده سره وړومبى وار معرفي او ليدل و، تر دې وروسته زه محتاط شوم.
هم د دغو خبرو تاييد او پخلى ښاغلى استاد بېنوا هم كوي :
"مرحوم مومند د پښتو ليكلو او پښتو ويلو كلك طرفدار و او د كوم څيز لپاره به يې، چې په پښتو كې لغت بيا موند؛ نو د پردي لغت استعمال به ورته ادبي كفر   ښكارېدو. كه به د ده په مخكې چا د پردۍ ژبې ادبي لغت استعمال كړ. ده به ورته وويل : روكيه ! پوه نه شوم  څنګه؟ هغه سړي به بيا هغه پردى لغت استعمالولو، ده به بيا ورته وويل پوه نه شوم  څنګه؟ تر څو، چې به هغه سړى خپلې وينا ته پخپله ملتفت شو". (1)
د بچه سقاو په بغاوت چقولو كې د وزير صاحب كردار د سنګ ميل (د ژرندې د پل) حيثيت لري. همدا وزير محمد ګل خان و، چې له نادر خان سره د هغه د بريو په ارمان قدم په قدم روان و. هر كله، چې نادر خان د ځاځيو، مسعود و، احمد ځيو او وزيرو مرسته او ملاتړ لاس ته را وړ او له سقاوي لښكرو سره د شاه محمود خان او شا ولي خا ن په مشرۍ كې د دارلامان او چلستون له ا ړخه يو خونړى او شلعه زن جنګ شروع شو؛ نو هم په دغه وخت كې د پښتون بابا وزير محمد ګل خان په درې سوه كسانو مشتمل لښكر سره د باګراميو، شهركۍ او قمرۍ له طرفه په سياه سنګ ور داخل شو، سقاوي پوځ د سختې ماتې سره مخ شو. دغسې وزير صاحب، شاه ولي خان او شاه محمود خان په ګډه په دارالحكومت بريدونه او حملې پيل كړ او اّخر هم مقصد كې كامياب شول.
وزير صاحب هغه وړومبى كس وْ، چې په ارګ ورننوتو د نادر خا ن او د هغه د وروڼو د وزير صاحب دا احسانونه په سترګو كې غړېده او ځكه هر وخت دهْ ته لاس په نامه ولاړ وو. رښتيا خبره، خو دا ده، چې "فاتح كابل" محمد ګل خا ن و نه شاه ولي خان، ځكه، چې په ارګ وړومبۍ جنډه د بابا پښتنو پوځونو رپولې وه. زما دا مطلب نه دى، چې ګنې شاه ولي خان ته د فاتح كابل اعزاز ولې وركړى شو خو حقيقت بيا هم حقيقت وي.
د اعليحضرت محمد نادر خان څلور وروڼه وو، محمد هاشم خان، محمد عزيز خان، شاه محمود خان او شاه ولي خا ن، وزير صاحب ته يې خپل پنځم ورور ويلى و(1)؛ ځكه، چې د نادر خان په تخت كښېنولو او د حبيب الله بچه سقاو په حكومت ړنګولو او چقولو كې د وزير صاحب كردار د نظر انداز كېدو نه و، د نادر خان د كور ستر او پرده ترې نه وه. پوره پوره اختيارات يې وركړي وو، پاچا دا اعلان كړى و، چې د وزير صاحب د حكم نه سرغړول داسې ده لكه زما له  حكم نه چې څوك سرغړوي او د وزير صاحب حكم، چې منئ او عزت يې كوئ لكه، چې زما حكم منئ ا و عزت مې كوئ.
يوه ورځ نادر خان وزير صاحب ته وويل، ما نه څه وغواړه! وزير صاحب ورته ووې، زما سوال دروند دى، پاچا ووې، خير دى كوښښ به وكړم كه زما اوږې يې يوسي. ده ورته اووې زه درنه په افغانستان كې پښتو غواړم. نادر خان ووې اختيار مې دركړ د دې كار لپاره، چې څومره پيسه لګي د دولت په سر او ذمه ده. وزير صاحب سر شو د كابل د ټولو سركاري ادارو بورډونه يې پښتو كړه. دغسې يې په لارو كوڅو د پښتو كتبې ولګولې، شاعران او اديبان يې وروزل، مالي مرستې يې ورسره وكړې. هغه ورځپاڼې، چې پښتو په كې نه وه پښتو يې په كې ورزياته كړه څه، خو يې بيخي (لكه د طلوع افغان) پښتو كړې.
"سبز وار"، شينډنډ شو، "چاردهي" څلور كلي، "باريكاب" نرۍ اوبه، "بيش بلاك" شېر ګړ، "بونډه كره" شولګره شوه او له ټولو نه چې لوى كار يې وكړو هغه دا و، چې د ځينو كليو، بانډو ښاريو نومونه يې پښتو كړه. لكه كوټه سنګي يې په ميرويس ميدان بدل كړ. ده بالا يې په هسكه مېنه، سياه چوب ته يې د تور لرګي نامه وركړه، چهل ګزي باندې يې څلوېښت ګزۍ نامه كېښوده. سرشاهي شاهيكوټ شو، لاګرجوى، خوارلښتى او داسې نور يو شمېر نومونه او ځايونه د مومند بابا په هاندو هڅو رامينځته شول.
پوهاند رښتين وايي "كه د وزير صاحب محمد ګل خان وس رسيدلى، د ټول افغانستان د خلكو نومونه به يې هم پښتو كړي وو. (1) د وزير صاحب يو خادم و، شېرمحمد يې نوم و، خلقو به ورته شېر نامه اخسته، خو پښتون بابا به ورته زمرى وايه (2)
له پېړيو پېړيو راپدېخوا پښتو د افغانستان د اكثريت ژبه پاتې شوېده، دا بېله خبره ده، چې عمر عمر له دا ژبه په لوى لاس د مكتب او دفتر نه لرې ساتلې شوې ده. (دغه حال په لره پښتونخوا كې هم دى، دلته تقريباً اته اويا فيصده پښتانه اوسي، خو د دومره لوى قام ژبه نه تعليمي شوه او نه دفتري.) خصوصاً په كابل ښار كښې، خو په سلو كې دوه فيصده خلكو هم پښتو نه ويله او نه د دغه ځاى په اخبارونو او مجلو كې پښتو څه حيثيت او وجود و. همدا محمد ګل خان و، چې د پښتو د خپرولو، خورولو او شته كولو لپاره يې يو زبردست تحريك وچلولو ا و بيا داسې هم يو وخت راغى، چې فارسي ژبو هم په پښتو كې درخواستونه ليكل. په افغانستان كې پښتو ليكل د هر چا مجبوري شوه، هغه مجلې او اخبارونه، چې په كښې د پښتو نوم او نښان هم نه و، ټولې په ټولې (تقريباً) پښتو شوې ، په ريډيو كښې هم پښو ورزياته كړى شوه. دغسې د پښتو د ودې لپاره پښتو ټولنه رامنځته كړى شوه. استاد رښتين وويلي : مونږ يوه ورځ وزير صاحب سر ناست وو. وزير صاحب وويل، په وړومبي ځل مې چې حبيبي راوغوښتو او ورته مې امر وكړو، چې طلوع افغان سر له سبا نه په پښتو كړه (دا اخبار به مخكې په فارسي ژبه خپرېده) نو هغه وويل:
ډېره ښه ده، خو دا كار به وخت غواړي او بله دا، چې زيات خلك په پښتو هم نه پوهېږي، ما ورته ووې حبيبي زه، چې درته څه وايم هغه وكړه، ګنې په قندهار كې به رانه شپه تېره نه كړې او هم هغه و، چې طلوع افغان ورځ په ورځ پښتو شو (1). 
هغه وخت كله، چې وزير صاحب په قندهار كې ګورنر و، نو د پښتو ليكوالان او د مختلفو قومونو مشران يې راغونډ كړل او ورته يې ښكاره كړه، چې بايد د پښتو ژبې د ودې ا و ترقۍ لپاره څه وشي! د دغه ټولو مشرانو جواب دا و، چې قندهار د پښتانه د ننګ او ياد خاوره او د ټول افغانستان زړه بللى شي، پكار ده، چې دلته د پښتو د خپرولو له پاره په حكومتي مرسته او ملاتړ يوه اداره قايمه كړى شي او د هغې تر سيوري لاندې په پښتو څېړنې او ليكنې پيل شي. هماغه و، چې پښتون بابا په دريم نومبر كال 1932 كښې د پښتو ادبي انجمن په نامه د يوې علمي ادبي ادارې بنياد كښېود. (2)
د دې ادارې مركز يې لرغونى قندهار وګرځولو او د پښتنو په نورو سيمو كې يې د انجمن څانګې او غړي منتخب كړل. د دغه انجمن وړومبى صدر يې محمد عثمان خان باركزى وټاكلو او د وزير صاحب تر مشرۍ لاندې ورته لانديني غرضونه مقصدونه جوړ كړى شول. 
1- دا انجمن به يوه علمي، ادبي، اجتماعي، او تاريخي مجله خپروي.
2- د انجمن له خوا به كلي په كلي د پښتو لغات راټولولى شي.
3- انجمن به د پښتو قلمي او چاپ شوي كتابونه راغونډوي.
4- انجمن به د پښتو ښوونځيو درسي كتابونه د پښتنو ماشومانو لپاره د فارسۍ نه پښتو كې ترجمه كوي او په پښتو ژبه به نور ګټور علمي، فني، تاريخي او داسې نور كتابونه خوا كه هغه د هرې ژبې وي، ترجمه كوي او ليكي او بيا هم د دغه انجمن تر سيوري لاندې پښتو ژبې ته د مومند بابا سرپرستۍ كې يو شمېر قوي او بنيادي ګټې ا و فايدې ورسېدې. د "پښتو" په نوم يې يوه علمي رساله په 7 د جنوري كال 1933ء كې شروع كړه. (1) "د معلم پښتو" په نامه يې په دوه ټوكو كې يو ضخيم كتاب د پښتو د زده كړې په غرض خور كړو او د "پښتو ښوونكى" غوندې كتابونو ليكل د دغه انجمن څه وړه كارنامه نه ده.
پښتو ادبي انجمن له 1932ء نه تر 1935ء كاله پورې په قندهار كې خپلې هلې ځلې كولې، د دغه كال نه وروستو كابل ته راوړى شو او په كابل كې څه د پاسه دوه كاله فعاليت نه وروستو اپريل 1937 كې د پښتو ټولنې (پښتو اكيډمۍ) جوړېدو سره له منځه لاړ. (1)
پښتو اكاډمي هم (قيام 13 اپرېل 1937ء) د مومند بابا او د يو څو نورو پښتون پاله مشرانو په هاندو هڅو رامنځته شوې وه. د رښتين صاحب په وينا "حبيبي صاحب په قندهار كې و، چې وزير صاحب راوغوښتو او د پښتو ټولنې مشر يې وټاكلو". د دې حقيقت نه اوس كوم انسان انكار كولى شي، چې قومونه په خپلو ژبو ژوندي وي او كومو قامونو، چې خپلې ژبې سره جفا كړې او هېره كړې يې ده ورك شوي، سپك شوي او محوه شوي دي.
لرې به نه ځو، خو يو مثال به راوړو، مغلو په ټوله ايشا او نيمه اروپا سوونه كاله حكومت كړى، چې مغلي امپرتوري د تاريخ يو ځانګړى باب دى او د تمدن نمونې يې اوس د نړۍ عجايباتو نه شمېرلى كېږي. دا، چې خپله ژبه او روايات يې شاه ته كړل اوس يې له قبرونو پرته نور هېڅ نه شته.(2) د ژبو د زوال دا نخښې او كرښې وزير صاحب ليدلې او لوستلې وې، ځكه يې د خپلې پښتو د ننګ توره ترملا كړه.
په خپل پاك سپين تندي يې د حاسدانو تنګ نظرو تورونه تهمتونه واخيستل او د پښتو ژبې ترويج او انكشاف لپاره يې داسې هلې ځلې وكړې (1)، چې پښتانه بايد تر قيامته د دې دروند مشر مديون وي. پښتانه يې تشويق كړي، تنوير كړي، حتى تهديد كړي چې پښتو وليكي، پښتو ولولي او هم خپل پښتني روايات هېر نكړي او دا بايد په دعوى سره ووايو، چې د پښتو ژبې د ترويج او د پښتنو د هوسا او بسيار ژوند او روښانه مستقبل لپاره، چې چا ژوند وقف كړى وْ هغه يوازې او يوازې محمد ګل بابا دى.
لويه جرګه د افغانستان هغه منتخبه اسمبلي وه، چې د وطن ټولې پېښې او ربړې به يې حل كولې او د ملت د ترقۍ لارې چارې به يې ټولې په دې جرګه كښې د پښتون وزير د كار او كردار نه سترګې نه شي پټېدې. هو! هغه يو وطن دوست انسان و، د خپلې خاورې او ژبې قام سره مينه يې په خټه كې اخښلې وه. د ملت د بقا او سلامتيا لپاره يې زښتې ډېرې قربانۍ وركړې وې. هغه د وطن د زلميو روزنه د پښتني دود او پښتني شان مطابق كوله.
وزير صاحب يو شعله ور مقرر هم و. د هغه تقرير به د ولس د سوچ مطابق و، هغه د خپل قام د زړه د درزا نه هره لمحه ځان خبرولو په خپلو تقريرونو كې به يې هغه څه ويل، چې د افغانستان ولس غوښتل، كه هغه تقريرونه هم راټول كړى شي كوم، چې يې په لويه جرګه كې كړي وو؛ نو دا به د برې خاورې د نوي نسل لپاره د رڼا د يو منار حيثيت ولري. تاسفاً، چې ما ډېر كوښښ نه پس هم د لويې جرګې په هكله هغه هومره معلومات پيدا نه كړى شول لكه چې د دې كتاب، دې وخت او دې حالاتو غوښتنه ده. 
په 1955ء كال كې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په لاس د لويې جرګې تشكيل وشو او بيا يې د نائب صدر عهده محمد ګل خان مومند ته وسپارله او دا هم د وزير صاحب د نورو اعزازونو نه علاوه يو هم هاغه اعزاز دى، چې دروند وزير يې لا دروند او ښايسته كړو. له دې علاوه وزير صاحب د "لمر" په عظيم نښان هم د دولت وخت له خوا نمانځلى شوى وْ.
د لويې جرګې يو محترم غړى اغا جان چكنورى ليكي : په 1337 ش كال كې د افغانستان پايتخت (كابل) كې د وخت د تقاضو په بنا د لويې جرګې ضرورت پېښ شو، د وخت د پاچا اعليحضرت محمد ظاهر شاه له خوا لويه جرګه جوړه شوه، په دې وخت كې د پاچا د تره زوى سردار محمد داوْد خان صدراعظم و، د دې لويې جرګې پرانسته د دستور له مخې پاچا وكړه او د نورو جلسو د رياست لپاره محترم وزير محمد ګل خان نائب سالار وټاكل شو، د لويې جرګې د ا جلاس اوله جلسه، چې د نائب رئيس له خوا پيل كېږي د بهرنيو ممالكو سفيران د سامعينو په حيث په كې ګډون كولى شي او د نائب رئيس ا فتتاحيه وينا نه وروسته سفيران او نور هغه خلك، چې رسماً د لويې جرګې ركنيت نه لري د جلسې له تالار (هال) څخه وځي. په دې ترڅ كې، چې سفراء حاضر وو نائب رئيس (وزير صاحب) د خبرو په پيل كې د افغان ملت اسلامي، ملي او عنعنوي چارو ته د نېټه ليك (تاريخ) په اوږدو كې يو مفصل وضاحت وكړو او ويې ويل : "افغانستان مستقل مملكت او مسلمان ملت دى. افغانان صلح دوست، اعتدال پسند د حق او عدالت پلويان وو، دي او وي به، دې ضمن كې، چې د الجزاير مسلمانان، چې د اّزادۍ په جنګ بوخت وو او د سخت امتحاني دور نه تېرېدل هم ياد كړل او ورسره يې د همدردۍ اظهار وكړو، چې د فرانسې سفير هم موجود وو، چې طبعاً د حاضرينو توجه د نوموړي سفير خوا ته واوړېدله او سفير هم له اوضاع نه متحس شو. (1) 
وزير صاحب به همېشه د لويې جرګې په غونډه كې د پښتو ژبې د ودې او په افغانستان كې د اكثريت قوم پښتون په بده- توره ورځ خبرې كولې. په افغانستان كې عبدالمجيد نومي وزير معارف به همېشه لپاره د پښتو ژبې خصوصاً په تعليمي ادارو كې مخه نيوه او نه يې غوښته، چې پښتو دې په افغانستان كې د فارسي په مقابله كې يا له فارسي نه هم مخكې شي. دا سړى د وزير صاحب ډېره وخت په نظر كې و، خو داسې مرحله نه برابرېده، چې ګونډه يې پرې هم سوره شي او نورو ته يې هم ښكاره او مختورن كړي او هم هاغه و، چې يوه ورځ د لويې جرګې په يو اجلاس كې وزير صاحب پاڅېده او عبدالمجيد يې ډېر بد بد ورټلو. د اّغا جان چكنوري صاحب په وينا "بله ورځ د جلسې په جريان كې، چې صدراعظم هم موجود و، نايب رئيس په وزير معارف عبدالمجيد خان په داسې حال كې، چې حاضر و سخت اعتراض وكړ او په پرېكړو الفاظو كې يې وويل، چې ستاسو په كا بينه كې دا ښه وزير نه دى، څرنګه، چې داوْد خان يو، خود خوا سړى و او د وزير محمد ګل خان سره يې جوړ نه وه، دا خبره په داوْد خان سخته تمامه شوه، په ظاهره يې څه تاثر ښكاره نه كړو خو كوښښ يې وكړ، چې د لويې جرګې په اعضاوو كې څوك پيدا كړي، چې دنائب رئيس (وزير صاحب) د اعتراضونو ترديد وكړي او د وزير معارف توصيف، خو داسې هېڅوك پيدا نه شو، چې د نائب رئيس د اعتراض او وزير معارف صفت وكړي. (1) او دا هم د وزير صاحب دروند شخصيت او خپل قام- خپلې ژبې سره د زيات محبت او مخلصۍ يوه څرګنده نخښه وه، چې كه څوك به هر څومره د وزير صاحب مخالف و خو مخامخ به نه ورتلو، په ټوله لويه جرګه كې داوْد خان غوندې سړي، چې د لوى اواز خاوند وْ يو كس داسې بيا نه موند، چې د وزير صاحب د حق وينا ځواب يې كړى وى.
وزير صاحب به هر چا سره په پښتو كې خبرې كولې، كه چا به ورته وويل، چې زه په پښتو نه پوهېږم، په فارسي كې راسره خبرې وكړه، ده به ورته وويل پښتو زده كړه. يوه ورځ اعليحضرت محمد ظاهر شاه ورسره خبرې كولې، هغه په فارسۍ كې ورسره خبرې كولې. وزير صاحب به په پښتو كې جواب وركړو، پاچا ورته وويل، چې زه په پښتو پوهېږم، خو مجبوراً خبرې پرې نه شم كولى، وزير صاحب ورته ووې: صاحبه! دغه حال زما هم دى، زه هم په فارسۍ پوهېږم خو خبرې ورباندې نه شم كولى، پاچا، چې د وزير صاحب دا حيرانوونكى ځواب واورېده؛ نو چپ شونډى پاتې شو.
وزير صاحب يوازې د تحرير نه، د تقرير هم مېړنى و، د ده په تقرير او خبرو كې دومره مزه وه، چې كه يو چا به ډېر ضروري كار و، چې ده به خپل تقرير يا خپله خبره مكمله كړې نه وه، تر هغې به ترې نه پاڅېده.(1)
د وزير صاحب د كړه وړه او شخصيت په هكله سناتور چكنورى ليكي : د شلمې پېړۍ د افغاني رجالو په زمره كې وزير صاحب محمد ګل خان مومند د يو روښانه ستوري حيثت لرلو. موصوف د مسلك له مخې پوځي جنرال و، د خداداد استعداد په لحاظ همه ګير او هردل عزيز شخصيت و، ښكلې څهرې سره د علم او حلم خاوند و، فصيح، بليغ او خوش محبته انسان و، په خبرو كې يې دومره اثر و، چې په يو مجلس كې به يې كله د خپګان او خوشحالۍ واقعات بيانول؛ نو د حاضرينو په اذهانو كې به د هغه واقعاتو كړه وړه ډېر ښه او په اّسانه تمثيلېدل. وزير صاحب به د خبرو پر وخت مطلب په ډېر ښه انداز افاده كاوه. د تقرير او بيان معيار يې دومره موثر و، چې د وينا په جريان كې به يې، چې په هره موضوع بحث كاوه، حاضرين به متوجه كېده او تر اّخره به يې د دهْ خبرې په دلچسپۍ اورېدې، د عمر تر اّخره يې د مخ ښكلا، په خبرو كې يې استدلال، منطق او قوت بيان له لاسه ورنكړو.(1)
وزير صاحب دومره د تقرير مېړنى و څومره، چې د تحرير زمرى و، هغوى به په يوه يوه موضوع په ګېنټو ګېنټو خبرې كولې، سړى به حيران شو، چې ده جوړ هم په دغه موضوع مطالعه كړې د ه، خو چې په بله موضوع به يې خبرې پيل كړې؛ نو د هغې نه به يو په دوه مواد ورسره دلته هم وو، د هغه د تقرير انداز پوخ، قوي او په دلايو اډانه و. هر چا سره به يې د هغه د فكر او سوچ مطابق خبرې كولې، له يوه سفارت كار سره د سفارت كار په ژبه، پاچا سره د پاچا په ژبه او دوبي او جولا سره د دوى د فكر مطابق! خو كله كله به داسې هم وشوه، چې هغه به په يوه موضوع كې دومره ډوب شو چې خپل ځان به ترې ورك شو،د هغه د پوهې او علم سيندونه به په دومره جوش كې راغلل، چې د عوامو په جرګو مركو كې به يې د خاصو اشخاصو له فكر نه لوړې خبرې وكړې، خو وروسته به، چې پوه شو يا به ورته چا اشارتاً وويل؛ نو ژبه به يې ساده كړه.
يوه ورځ د افغانستان د وزيراعظم شا محمود خان غازي په اهتمام د جلال اّباد په شاهي باغ كې يوه درنه عمومي جرګه جوړه شوې وه، د كابل د شور بازار حضرت نورالمشايخ په دغه موقعه موجود و. د صدراعظم له خوا رئيس تنظيمه عبدالاحد خان ملكيار د دغې عمومي جرګې مهمان دار و. كله چې وزير صاحب ودرېده او تقرير يې شروع كړو او د افغانستان په تاريخي عنعنوي رواياتو د هغه وخت په حالاتو او د دې درنې خاورې په عظمت يې يو داسې څپاند او هڅاند جامع او قوي تقرير وكړو، چې ټول حاضرين ورته هك حيران شول، چې د دغه عمر خوړلي بوډا په خبرو كې څومره قوت، فصاحت او سلاست موجود دى، خو اّخر هم صدراعظم په يو مخصوص انداز كې د لاسو په اشارو وزير صاحب د ځان په لور متوجه كړو او د اسان تقرير خواست يې ورته وكړو، وزير صاحب مسكى شو او د خپلو خبرو طرز يې د اعتدال خوا ته راستون كړو. (1)
وزير صاحب د علومو يو ګنج و، د موادو يوه  ذخيره وه، د علم يو سيند و، هغه په نړيواله سطحه عموماً او په افغانستان او د دغه خاورې په تاريخ او عظمت خصوصاً ژوره مطالعه درلوده، هغه د نورو قومونو او بيا په تېره تېره د پښتون د فطرت د ډېر نژدې نه مشاهده لرله.
لكه، چې د وزير بابا د پېژندګلو په اّخر كې ويلي شوي دي، خان بابا، چې كله وفات شو، نو د ده په جنازه كې دومره خلكو ګدون كړى و، چې بيخي ټول سرونه سرونه ښكارېده، وزيران، سنيټران، اديبان، شاعران غرض دا، چې د هرې طبقې سره تعلق لرونكي راغلي وو. سردار محمد داود خان او سردار محمد نعيم خان هم تر اّخره په قبر ولاړ و، خو، چې كله بيا د بابا درېيمه كېده  او دعا اخيستل كېده؛ نو بيا، خو د افغانستان داسې منطقه او سيمه نه وه، چې ډلې ډلې خلق ترې نه وو راچلېدلي، د جنازې په لسو هومره خلكو د بابا فاتحه كې برخه واخيسته. د بابا فاتحه د كابل د نوي ښار د حاجي يعقوب په جومات كې د ميراجان سيال په مشرۍ كې ا خيستې كېده، اعليحضرت محمد ظاهر شاه سم له سحره راغلى و، پاچا به د خپلې ناوزګارتيا په وجه فاتحو ته ډېر لږ تلو، خو د خان بابا په فاتحه كې تقريباً شل منټه ناست و، بيا يې په خان با با يو مفصل تقرير وكړو. ده وويل: "محمد ګل خان زما تره و، ما ته له هر چا نه ګران و، پكار، خو دا وه، چې د ده فاتحه ما اخيستې وى، خو تاسو زما نه مخكې شوئ، بابا ډېر لوى ا نسان و، خداى زده كه روانه پېړۍ پښتنو كې داسې عظيم او عملي انسان پيدا كړي." (1)

خاطرې
هسې، خو د وزير صاحب ټول ژوند د افغانانو او خصوصاً د پښتنو زلميانو دپاره د دوى د راتلوونكي يو روښانه څراغ دى. 
د هغه د ننګ پوهې او بصيرت كيسې د هغه د پښتو او پښتونوالې ټپې د هغه د علم، هنر، ځوانمردۍ، جرات، مېلمه دوستۍ، مخلصۍ، د وطن دوستۍ انګازې نن هم مشهورې دي، نن هم د پښتنو هاغه مشران هغه كيسې ډېر په خوند خوند كوي چا، چې وزير صاحب سره ناسته پاسته، راشه درشه كړې ده. ما غوښتل، چې دا كيسې دا خاطرې تر وسه وسه كېدى شي محفوظې كړم، داسې نه، چې هغه مشران زمونږ د نظرونو نه د مرګ سپېره لاسونه هم وشكوي كومو، چې وزير بابا نزدې نه ازمائيلى او اورېدلى دى. ما له خپله اړخه پوره پوره هاند او هڅه كړې ده، چې كومه كيسه كومه خاطره راته چا كړې ده، د هغې د نورو نورو مشرانو نه پوښتنه هم وكړم، خو انسان تر وسه پړ دى، كېدى شي چې ځينې خبرې، ځينې كيسې بيا هم ما نه داسې تياره پاتې شوې وي، چې خپل اصلي شكلونه يې بدل كړي وي.
زړه پښتو
د پښتو معروف فنكار، افسانه نګار او شاعر (ارواښاد) منان ملګري ويلي چې زه په وړومبي ځل له څو نورو ملګرو سره د خاورې عبدالعزيز سره (خاورې صاحب هغه سړى و، چې د وزير صاحب خاص په اعتمادي مريدانو كې شمېرل كېږي، مرحوم سره د وزير صاحب د ژوند ډېرې نايابه پاڼې، د زړه په كتاب كې خوندي وې، دى وايي، چې د يو څو نه علاوه خاورې عبدالعزيز او صديق الله رښتين صاحب  داسې كسان و، چې وزير صاحب به ورته د زړه خبرې كولې او تقريباً په هره موقع به ورسره موجود وو، افسوس چې د مرګ بې رحمه لاسونو، خاورې صاحب زمونږ نه ډېر ژر وشوكولو) د هغوى مېلمه ځاى ته لاړو، دا زما د هلكوانۍ شپې وې، د يوې شېبې خبرو اترو نه پس د وزير صاحب په ما نظر پرېوتو ما انګريزي وېښتان جوړ كړي وو، ټوپۍ مې هم نه وه په سر، ما ته وزير صاحب ووې "زلميه ته د اصل نه نايي يې، دوبي يې كه پښتون؟" ما وويل: صاحبه! زه شكر الحمدلله سوچه پښتون يم. ويل يې "څنګه پښتون يې، دا پښتانه داسې وي. لكه ته، چې يې، ته د پښتنو په كومه سيمه كې ژوند كوې. لكه، چې تا د پښتنو لباس او نور كړه وړه نه دي ليدلي" يوه شېبه خاموشي شوه، وزير صاحب هم چپ و، زه هم سخت ويرې اخستلى وم. بيا يې ما ته ووې ته ټوپۍ ولې نه په سروې؟ زما خولې له هم دا راغله چې : پيسې له كومه كړم، چې ټوپۍ پرې ځانته واخلم، ته راته يوه ټوپۍ واخله. زه به يې په سروم او دې خبرې سره وزير صاحب يوې شنې خندا ونيو، ډېر يې وخندل ان، چې په سترګو كې يې اوښكې راغلې، بيا يې راته د خپلې المارۍ چابيانې راكړې، ويل يې دا واخله، په دغه المارۍ كې درې ټوپۍ پرتې دي، چې كومه دې خوښه شوه هغه په سر كړه؛ خو، چې بيا دې بې ټوپۍ ونه وينم، ما هم په كې هډو ست ونه غوښتو سمدستي ورپاڅېدم او يوه ښايسته سره قره قولۍ ټوپۍ مې په سر كړه، وزير صاحب وخندل ويل يې ښه هوښيار يې ګوره كنه، چې كومه ښه او نوې ټوپۍ وه، هم هغه دې واخيسته، ما ټوپۍ كور ته راوړه، مور مې راته ووې، ټوپۍ دې له كومه كړه، ما ورته ووې وزير بابا راكړه، مور مې وويل ته ځانله بله ټوپۍ واخله، دا ټوپۍ راله راكړه، دا د وزير صاحب نخښه ده، سمبال به يې كېږدم.
دغه ټوپۍ ما سره تر دغه اّخره وختونو پورې پرته وه، خو د افغانستان په دې وروستۍ ګډوډۍ كې رانه بې دركه شوه، چې اوس ورپسې سخت خپه يم. 
ملګرى منان ويلي، چې زه يو ځل بياڅو ورځې پس د وزير صاحب ليدو له لاړم، ټوپۍ مې هم په سر كړې وه، كومه، چې ما په بازار كې اخيستې وه، چې وزير صاحب وليدم، وې خندل ويل يې دا، خو هغه ټوپۍ نه ده، كومه، چې ما دركړې وه، ما ويل صاحبه هغه مې مور واخيسته ويل يې، چې دا د وزير صاحب تبرك دى. سمبال يې ږدم، وزير صاحب ډېر خوشحاله شو، ويل يې دا هغه اصيله زړه پښتو ده، افسوس، چې مونږ د خپلو تېرو مشرانو هغه نخښې نښانې ځان سره نه دي ساتلي، ټولې زمونږ د بې غورۍ او بې فكرۍ په وجه له منځه تللي دي. اسلام او قوميت
د برې خاورې خوږ او ښايسته شاعر مخوريز شخصيت عبدالله غمخور وايي، چې يوه ورځ د وطن په ورځپاڼو او هم په ريډيو كې د كوم چا له خوا يوه مقاله خپره شوه، چې "په اسلام كې قوميت نه ځاييږي". دغه وخت د ريډيو رئيس بېنوا صاحب و، زه په ريډيو كې د پښتونستان د پروګرام وا كمن وم، وزير صاحب په سبا ډېر په قهر او غصه راډيو ته راغى، ټول سټاف يې راغونډ كړو او يو جامع او اثر انګيز تقرير يې وكړو. ده وويل، چې قوميت هېڅكله د اسلام له دايرې نه نه شي بهر كېدى، اسلام په قوميت او قوم پرستۍ بد نه وايي. رسول الله(e) پخپله په دې وياړي، چې زه عرب او په عربو كې د قريشو غوندې مخوريز قوم نه يم. تاسو له پكار دي، چې د پښتون قوم پرستۍ پرچار وكړئ. وروستو بيا الفت صاحب د اسلام او قوميت په حق كې د وزير صاحب په وينا يوه په زړه پورې مقاله وليكله، چې د ريډيو نه نشر شوه. د حمزه صاحب خيال هم وزير صاحب دغې خبرې ته راګرځولى و، چې بيا يې د "اسلام او قوميت" په نامه يوه درنه مقاله 
وليكله. (1)
بخښنه
پښتنو وزير بابا په خپل ژوند د يوه ډېر درانه او معزز مشر په توګه منلى و. د پښتون بچي بچي به د هغه دومره احترام كولو، څومره يې، چې د خپلو مشرانو كولو او دا مينه، دا احترام د وزير صاحب د رعب او دبدبې ياد سركاري عهدې په وجه نه وو، بلكې پښتو سره د هغه د محبت او خلوص په بدل كې و، پښتانه مشران كشران به د هغه هرې خبرې سره متفق كېده ا و هر حكم ته به يې لاس په نامه ولاړ وو؛ ځكه دوى پوهېده، چې د وزير بابا هره پرېكړه د پښتو د يوه روښانه راتلوونكې په حق كې وه. كله، چې بچه سقاوْ حبيب الله خان د امان الله خان غازي نه حكومت ونيو؛ نو په پښتنو يې د ظلمونو يو قيامت راوستو، ډېرې خويندې يې سرتورې او ميندې يې بورې كړې. د ډېرو سترګو نه يې  اوښكې وڅڅولې، ډېر نازولي نازولي زلمي يې، په زندانونو كې واچول؛ خو، چې كله نادر خان د وزير بابا او نورو پښتنو په مرسته- ملاتړ په كابل ورننوتو؛ نو پكتياوالو پښتنو ځدراڼو، ځاځيو، احمدزيو او منګلو په يوه درنه غونډه كې دا پرېكړه وكړه، چې خپل خپل بدلونه د كابل د چندول د علاقې شيعه ګانو او ځينو تنګ نظرو فارسي ژبو نه واخلي له دغې واقعې نه، چې نادر خان خبر شو، ورسره لوى غم پيدا شو او د دغې خونړۍ پېښې د مخنيوي لپاره يې هغه لاره خپله كړه چرته، چې يې د مقصد مارغه رانيولى شو؛ خو، چې په هېڅ ونه شوه؛ نو وزير صاحب ته يې د دغه پېښې د هوارۍ لپاره خواست وكړو، وزير صاحب د ټولو قومونو مشران راټول كړل ا و ورته يې دغه په زړه پورې وينا وكړه :
"پښتنو سره، چې چا ډېر زياتى كړى و، هغه يو كس و، چې له منځه لا ړو، په هر قوم كې ښه او خراب خلك وي، دا خلق د دې ملت شتمني ده، د دې وطن پښې لاسونه دي، له دوى سره ګډ او د مينې ژوند زمونږ او د دوى دواړو لپاره له ګټې خالي نه دى" دا د هاغه عظيم انسان د هاغو خلكو په حقله خبرې دي څوك، چې نن وزير صاحب د يوه تعصب ناك او كينه ور پښتون په نوم يادوي. څومره د افسوس خبره ده، چې د دوي (شيعه ګانو او فارسي ژبو) پلرونو نيكونو او كورونو ته چا تحفظ وركړى و، دوى نن هم د هاغه انسان شهرت، عزت او شخصيت ته د نقصان رسولو ناكامه او بې فايدې كوششونه كوي.
"د پښتو تور"
 د اپرېل د مياشتې په څوارلسمه نېټه 1998ء استاد عبدالله بختانى خدمتګار زمونږ ځاى ته راغلى و، ما ترېنه د خان بابا ډېره خوږه خاطره وليكله. د دغه خاطرې نه داسې بريښي، چې خان بابا محمد ګل خان ټول عمر د پښتو د محبت په تور، پردو كم او خپلو زيات په كاڼو ويشتى دى. بختاني صاحب وايي : په 1338 هـ.ش كې زه د "ننګرهار" ورځپاڼې مدير وم، سحر چې خپل دفتر ته لاړم؛ نو د پښتو تكړه ولسي شاعر سيد محمد طاهر بينا زما نه مخكې زما په كمره كې ناست و، د ورتلو سره سم يې راته وويل بختانى صاحب، بېګاه دې د پېښور ريډيو نه په عبدالرحمان بابا جوړه شوې مشاعره واورېده؟ زما د نه په ځواب كې يې وويل: څومره د افسوس خبره ده، چې د پېښور ريډيو هر كال په رحمان بابا مشاعره كوي او د كابل بې پښتو بې پته پښتانه، چې د پښتو په سر يې خوري اوده پراته دي.
ما وې بينا صاحب كابل او پېښور څه كوې. زه او ته هم ځانته پښتانه وايو، راځه، چې هم دا نن مازديګر مونږ مشاعره جوړه كړو، بينا صاحب ما ته په حيرت وكتل، وى نن څنګه كيدى شي، ما وې ولې نه شي كېدى، ما سره فون دى، زه خلكو ته په ټيلفون باندې بلنې وركوم، چا سره، چې فون نه وي ته او عبدالكريم محب هغوى پسې لار شئ ا و لاس په لاس ورته ووايئ. ټولو په دې خبرو اّمنه وكړه، هغوي لاړ او ما په ټيلفون ګوتې كېښووې. كله يوه ته وينا، كله بل ته بلنه. د ميراجان سيال نمبر مې هم ملاو كړو. ما وې سيال صاحب نن مازديګر په څلورو بجو به ضرور راځې. په رحمان با با مو مشاعره جوړه كړې ده، سيال صاحب وې زه نه شم درتلى، ما سره يو ډېر خاص مېلمه دى، هغه به نن مازديګر كابل ته ځي، زه به هغه رخصتوم. ما وې سړيه څه چل وكړه، وې دا داسې مېلمه دى، چې چل ورسره نه كېږي، دا مېلمه په ما او تا دواړو ډېر �