اشرف مفتون اشرف مفتون د پښتو ادب د شلمی پېړۍ یو له سترو شاعرانو څخه دی، او په تېره بیا د دې پېړۍ په دوهمه نیمایی کی یې داسی آثار ولیکل چی د پښتو د شعر له تاریخ سره به د تل دپاره ژوندی پاته وی. اشرف مفتون د صوبه سرحد د چارسدې په سیمه کی د نولس سوه پنځه لس ميلادی په شاوخوا کی زېږېدلی او یو فلسفی شاعر دی. د انسانیت، د غرور او عظمت مین دی . په پاکۍ او ایماندارۍ پسی سرې سترگی گرځی او د احساس په دنیا کی به داسی موضوع نه وی چی ده د خپلو شعرونو قالب ته راوړې نه وی، او ورباندی ږغېدلی نه وی. په دې سلسه کی یې هغه شعر د توجه وړ دی چی د بېلتون په نوم یې لیکلی دی.
|