مياشتې په پنځمه نېټه د كابل په ښار كې زېږېدلى و.

شهيد محمد موسى شفيق د يوې درنې او عالمې كورنۍ سره تړاو درلود، نيكونه يې د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ په لنډه بوچ او بيا وروسته په زرشوى كې مېشت شول.

د ښاغلي شفيق پلار د خپل وخت وتلى او جيد عالم وو، مولوي محمد ابراهيم كاموي لومړنى شخص و چې د ننګرهار ولايت د سراج العمارت څخه يې د انګرېزانو پر ضد د جهاد فتوه صادره كړه چې دده څخه وروسته بيا اعليحضرت امان الله خان د كابل له عيد ګاه څخه جهاد اعلان كړ او د ملي لښكرو په برابرولو كې يې دروند رول درلود، همدارنګه د امان الله خان د واكمنۍ د دوران د لويې جرګې برخوال وو. ښاغلى شهرت ننګيال د مولوي برهان الدين كشككي د  ليكنې ((رويداد لويه جرګه)) په حواله ليكي:

مولوي محمد ابراهيم كاموى د جمعيت العلما افغانستان د لومړني رئيس په توګه د حى على الفلاح مجله خپره كړه، او همدا راز د هېواد په مختلفو كړيو كې د ستر شخصيت څخه برخورداره و.

ښاغلى محمد موسى شفيق د خپل والد صاحب ډېر زيات درناوى او احترام كاوه، چې عين په رسمي اموراتو كې يې هم نه غوښتل چې د خپل پلار سره مواجه شي.

په دې هكله ښاغلي شهرت ننګيال د سيد قاسم رښتيا د خاطراتو ذكر كړى، چې هغه خپله يوه خاطره د مقابله پدر و پسر تر سرليك لاندې داسې نقل كړې:

((روز سوم فضاى مجلس بسيار نورمال بود و فصل قضا تحت مطالعه قرار داشت، چون روز مجلس وزراء بود، ډاكټر محمد يوسف نظريه داد كه مجلس وزراء براى رسيدګى به بعضى امور ضرورى براى نصف روز داير ګردد. چنانچه من و اقاى مجروح موقتاً جاى خود را در كميته ترك نموديم هنوز يك ساعت از داير شدن مجلس نګذشته بود (ګنګه) مجلس وزرا به من اشاره كرد كه كسى من را به تليفون مى خواهد. تليفون كننده موسى شفيق بود، وى ګفت پريشان نه شويد خيريت است.

تنها مولانا صاحب مقصد پدر اش مولوى محمد ابراهيم كاموي بود وقت خواسته و من ميدانم كه روى چه موضوع صحبت مى كند چون خودم به ايشان مواجه شده نه مى توانم خواهش ميكنم يا شما و يا پاچا صاحب سيد شمس الدين مجروح براى چند دقيقه تشريف بياوريد. در حاليكه از ګفتار و لهجه وى خنده ام ګرفته بود ګفتم: خوب است يكى از مايان همين حالا حركت مى كنيم وقتيكه موضوع را به داكتر محمد يوسف ګفتم همه خنديدند ليكن داكتر محمد يوسف ګفت درست است هر دو فورى حركت كنيد و كوشش نمائيد تا كدام مناقشه مثل ديروز رخ نه دهد.

ما در ظرف ۱۰ دقيقه به مجلس رسيديم و خوشبختانه وضع نورمال بود. موسى شفيق به اشاره با ما فهماند كه هر چيز بود به خير تير شد.

بعداً در وقفه صرف طعام شرح داد كه مولانا صاحب در همان موضوع تقدم قانون بر شريعت كه قبلاً روى آن در مقدمه بحث به عمل آمده بود سوال كردند. خودم براى شان ماده را قرائت كردم كه در آن صريحاً ګفته شده بود كه شرط اساسى هر قانون آن است كه مخالف و منافى اساسات دين اسلام نه باشد بنا بر آن تقدم موضوع قانون بر شرع اصلاً به ميان نه مى آيد و در حقيقت قوانين شرح و تفصيل و شكل مدون احكام شريعت در يك موضوع معين مى باشد.

باز سوال كرد اين دفعه به جواب شان به ماده ما بعد كه در آن تصريح شده در جايكه قانون (شكل مدون شده احكام شريعت) موجود نه باشد به شرع حنفى مراجعه مى شود اشاره كرد با همين ګفتار قناعت مولانا صاحب شد و به جاى خود برګشت.))

 

زده كړه:

ښاغلي محمد موسى شفيق لومړنۍ زده كړې د كامې په ولسوالۍ او كابل كې ترسره كړې، چې وروسته يې سر د نجم المدارس مدرسې ته وخوت چې د هغه ځايه د كابل عربي دارالعلوم ته لاړ چې د دولسم ټولګي د فراغت د فضيلت پګړۍ يې هملته وتړله په شاهي دارالتحرير كې د لنډ ماموريت وروسته د پوهنې د وزارت له خوا مصر ته د لوړو زده كړو لپاره ولېږل شو په مصر كې د لېسانس او په عربي چارو كې د ماسټرۍ درجې ترلاسه كړې بيا په مقايسوي حقوق كې د ماسټرۍ د ترلاسه كولو لپاره امريكې ته ولاړ په اوسني ليكوال كې ښاغلى شفيق ليكي:

د خپل پلار او په ټولنيز ژوندانه كې د پښتو د ځينو نومياليو اديبانو په دارالعلوم كې د مولوي غلام نبي كاموي او په مصر كې د ښاغلي داوي د نظرياتو څخه متاثره او ګټه مند شوى دى.

زياتوي چې په قاهره كې ثقافتي محيط د تحصيل پرته زما دفكر په وسعت زيات تاثير وكړ او د امريكې ژوند د غربي ژوند له طرز سره اشنا كړم او بالاخره ددې مختلفو مؤثراتو د تفاعل په نتيجه كې ما سره هم د ژوندانه په باب يو شمېر ثابت نظريات پيدا شول چې زه ورته خپله لار وايم.

 

ماموريت:

د دارالعلوم تر فراغت وروسته ښاغلي شفيق په شاهي دارالتحرير كې مقرر شو له هغه ځايه بيا د لوړوزده كړو په موخه مصر او بيا امريكې ته ولاړ، د راستنېدو وروسته يې د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې د استادۍ دنده، د بهرنيو چارو وزارت مشاوريت، په بهرنيو هېوادونو كې سفارت او د بهرنيو چارو د وزير په توګه دندې ترسره كړې.

همداراز يې د عدليې په وزارت كې ماموريت د ځانګړې يادونې وړ دى. په دغه وزارت كې يې د قوانينو د عمومي مدير، د تقنين رئيس او بيا د همدغه وزارت د معينيت دنده پر غاړه لرله چې وروسته د حكومت مشر يانې صدر اعظم شو ښاغلي شفيق په هره اداره كې د پام وړ مثبت بدلونونه او ښې لاسته راوړنې لرلي چې د هغې له جملې څخه د اساسي قانون جوړول، مطبوعاتو ته د آزادۍ وركول، د ملي شورا او حكومت تر منځ واټن له منځه وړل، د ښو او با درايته وزيرانو ټاكل، د رشوت پر ضد د پراخ كمپاين شروع كول، د دارالامان په سرك د شوروي سفارت ته مخامخ د كليسا ورانول، په شورا كې دفتر پرانستل تر څو په اونۍ كې يو ځل هملته د شورا له غړو سره وګوري او نظريات شريك كړي، د راديو له لارې د پنځه ګونو آذانونو شروع كول او په راديو كې د جيدو علماوو لنډې موعظې نشرېدل، د حاجي يعقوب جومات ته مخامخ د شهر غلغله رستورانت چې د اخلاقي فساد يوه ستره اډه وه بندول، همدا راز د مرستون تياتر چې د فساد يوه بله منبع وه تړل او داسې نورې ډېرې كړنې يې د بېلګې په توګه په ګوته كولى شو.

څرنګه چې ښاغلى شفيق يو پوه، هوښيار او وتلى سياست مدار او قانون پوه وو، نو په ډېره ځيركۍ سره يې وكولى شو چې د هېواد يوې پخوانۍ كشالې او معضلې (د هلمند د اوبو ستونزې ته د ملي شورا او د وخت د پاچا د هوكړې نه وروسته) ته د پاى ټكى كېږدي.

په دې هكله ښاغلى شهرت ننګيال د شفيق په حواله ليكي:

((هغه څه چې د ملي ګټو د تحقق لپاره زموږ په توان كې وو د هېواد د ښېګڼې لپاره مو ترسره كړل او ترسره كوو يې، ددغې ښېګڼې او مصلحت وروستۍ تشخيصي شورا چې د ملت د ارادې څرګندوى او پاچا چې د هېواد اولولامر او د ملي حاكميت ممثل دى وړاندې شوي دي.))

همدا راز ښاغلى شهرت ننګيال زياتوي چې ښاغلي شفيق ددغه تړون څخه يوه ورځ مخكې وويل:

هيله مند دى وتوانېږي د پښتونستان ربړه هم حل كړي خو بايد په ياد ولرو چې د پښتونستان په ګډون د هرې ربړې په حل كې ښايي د افغاني ملي ګټو په اړه فكر وكړو.

 

زندان:

د ۱۳۵۲هـ ل كال د داؤد خان د كودتا وروسته ښاغلي شفيق دوه نيم كاله په بند كې تېر كړل، ښاغلى شهرت ننګيال ليكي چې شفيق پرچميانو د امريكې په پلوۍ تورناوه د تحقيق په وخت كې د ښاغلي شفيق ځواب دا وو چې امريكا په سيمه كې د ايران او پاكستان په څېر دوه نږدې دوستان لري. امريكې د افغانستان سره علاقه نه ده څرګنده كړې.

بل ځاى ښاغلى ننګيال ليكي: كله چې پرچميان ونه توانېدل چې شفيق د ميوندوال په څېر دسيسه كړي او له منځه يې يوسي د دهمزنګ كوټه قلفۍ ته يې مار ور ايله كړ چې ښاغلى شفيق وچيچي خو خداى وساته.

بالاخره ښاغلى شفيق په ۱۳۵۷ كال له زندانه خوشې كړاى شو او د خبرونو له لارې اعلان وشو چې د هغه بند صرف امنيتي اړتياوې وې.

ويل كېږي چې له بند څخه تر خلاصون وروسته به داؤد خان په خپلو اموراتو كې له ښاغلي شفيق څخه سلا مشورې اخيستلې. كله چې د غويي كودتا ترسره شوه نو ښاغلى شفيق يو ځل بيا ونيول شو او د همدې مياشتې په ۲۴- ۲۵مه د نورو لوړ پوړو چارواكو سره يو ځاى په شهادت ورسول شو.