امير کروړ په کال ۱۳۹هـ ۷۵۶ م کې دغور په مندېش کې حاکم شو ښاغلی کروړ ېو تورېالی، توانمند او غښتلی سړی وو ، په ېوازې ځان ېې دسلو کسانو مقابله کولی شوه نو ځکه په امير کروړ جهان پهلوان مشهور وو چی دکروړ معنی دکلک او سخت ده .اودی هم ځکه ځان ته اتل واېي . امیر کروړ ېو نېک ،سخي او عادل سړی وو . هغه ېو ښه شاعر هم وو ، اکثربه ېې رزمیه شاعري کوله ځکه چې زیات ژوند ېې د جنګ په میدان کې تېر شوی دی . امیر کروړ تر اوسه دپښتو وړومبی شاعر ګڼلی شي . داسې اټکل کېږي چې ښاغلی امیر کروړ په کال ۱۵۴هـ ۷۷۰ ع کې له دې دنیاڅخه د ابدي ژوند په لور سترګې پټې کړي دي .
دپښتو ژبی لومړی شعر چی امیر کروړ لیکلی دی

زه يم زمری پر دې نړۍ لـــه ما اتل نشته 
په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته 
بل په زابل نشته ..............................له ما اتل نشته 
غشی د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو باندې 
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېـــــــــــــدونو باندې 
پر ماتېدلو باندې ............................... له ما اتل نشته 
زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ 
د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لټاړ 
کړم ايوادونه اوجاړ.............................. له ما اتل نشته 
زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جـــــــروم 
غرج و باميان و تحار بولي نوم زمـــــــــا په اودوم 
زه پېژندو يم په روم ........................... له ما اتل نشته 
پر مرو زما غشی لونی ډاری دښـــن راڅخه 
د هر يوالرو د پرڅنډو ځم تښتي پلن راڅخه 
رپي زړن راڅخه................................. له ما اتل نشته
د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه
په بادارۍ مې لوړ اوی د کول د سور وکړه 
ستر مې تربور وکړه ........................... له ما اتل نشته
خپلو وګـــړو لــــره لــــور پېرزوينــــه کــــــــــوم 
دوی په ډاډينه ښه باسم ښه يې روزنه کوم 
تل يې ودنه کوم................................ له ما اتل نشته 
پر لويو غرو مې وينا درومي نه په څنډو په ټال 
نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال 
په ورځو، شپو، مياشتو و کال............... له ما اتل نشته