که چېرې د يوې شېبې لپاره د ماشوم له نظره نړۍ ته وګورو نو يقيناً چې دومره هيلې به مو په زړه کې راوغوړيږي چې سپرلي به عاجز کړي..
August Heinrich Hoffman
له ماشومانو پرته به دا نړۍد صحرا په څېر وای..
Jeremias Gotthelf
د ماشوم اروا پاکه او سپېڅلې ده ، نو هغه څه يې مخې ته راوړئ, چې لږ تر لږه د هغه د سپېڅليتوب وړتيا ولري .
Johann Gottfried Herder
ماشومان خدايي کيسۍ دي، چې حل کول يې سخته خواري غواړي، خو د دوی مينه په دې ارزي چې دا خواري په ځان ومنو.
Friedrich Hebbel
ماشومان ډېرې مينې ته اړتيا لري په تېره بيا په هغه وخت کې کله چې دوی په دې پوه شي، چې دوی له مينې محروم دي .
. Henry David Thoreau
که په ريښتيا غواړی، چې خپلو ماشومانو ته ښه څيز ډالۍ کړی نو خپل ځان ورته ښه سر مشق کړئ.
Pearl S .Buck
که غواړی چې ماشوم ښه وروزئ نو ځان ورسره ماشوم کړئ .
Martin Luther
د ماشوم ښه پالنه څه ته وايي؟ ښه سر مشق او ډېره مينه !
Friedrich Fröbel
د ماشوم ژغورنه د نړۍ ژغورنه ده .
Fjodor M Dostojewski
ماشوم د روح مرهم دی..
Fjodor M Dostojewski
ماشوم د اوبو مشک نه دی چې ډک شي، بلکې هغه اور دی، چې غواړي بل شي .
Francois Rabelais
ماشومتوب د خدای يو نظر دی .
Achim vom Armin
د ماشوم لومړنۍ نيکمرغي په دې کې ده، چې هغه په دې وپوهېږي چې يو چا ته ګران دی.
Don Bosco
هغه څه چې ماشوم ته په ماشومتوب کې ګران وي تر ډېره ځنډه په ذهن کې پاتې کېږي ,خو په ژوند کې تر ټولو مهمه دا ده چې زموږ رو ح دا هېر نه کړي چې موږ هم کله نيکمرغه وو .
Khalil Gibran
د خدای په وړاندې سر ټيټه وو ځکه هغه ډېر لوی ذات دی، خو د ماشوم په وړاندی ګونډې وهو ځکه هغه ډېر وړوکی دی .
Peter Rosegger
يوازې له ماشوم سره د مور مينه ده ، چې د عبادت تر بريده پاکه او سپېڅلې ده.
Georg Ebers
ماشومان ځکه د ډېر ګرانښت وړ دي، چې دوی يوازې په حال کې اوسېږي.
Leo Tolstoi
ته د هغه کمان په څېر يې چې ماشوم دې دژوندي تير په شان د نښې په خوا درومي .
Khalil Gibran
ماشومان زموږ هيلې دي .
Novalis
ماشوم، غصه او قهر هېروي ، خو بې عدالتي يې په ذهن کې ځاله جوړوي .
Charles Dickens