په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . د خوشال بابا د پلار نوم شهباز خان، د نیکه نوم یې یحی خان او د غور نیکه نوم یې ملک اکوړه وو . دده د زېږېدنې كال له دغه شعر نه ښه معلو میږ ي:

د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و

 

چې زه راغـلـم پـه جـهـان

زه خو شحال د شهباز خان یم

 

چې تـورزن یم کـان په کـان

شهبـاز خان د یحی خــــان و

 

چې بـل نه و هســــی ځـوان

یـحــی خـان د اکــــــوړی و

 

چـې په تـوره و سلـــــطان

 

ماشومتوب

خو شحال بابا د کو چنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې ګاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نه هم جوړ شو .

ده په (۲۰) کلنۍ کې شعر ویلو ته شروع کړې ده او لو مړى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی دی ، لکه چې وایې :

په شل کاله دیګ زما د شعر په اور بار شو

 

په دادور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي

ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نه خوښ نه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتي وه هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د مغلو پاچا غوښتل ، چې له نوښار نه تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړی ، نو هغه و چې خلکو ملک اکوړه وروښود . ملک اکوړه د خپلو خپلوانو سره د خپګان په وجه له هغه ځایه ، یعنې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته راغلی وو او اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې دده په غاړه کړه . دا چې دی یو ښه سړی وو ، نو د اکبر پاچا پام يې یې ځان ته كړى او په ده باندې یې هم زیاته مهر باني وکړه او ده هم ژمنه وکړه چې دی او قبیله به یې د پاچا وفادار او خدمتګار وي . ددغې لاری مخصول به هم ملک اکوړه اخیست او په دغه ځای کې یې یو سرای اباد کړ چې د (اکوړې) په نوم یاد یږي .

دغه سرداري تر خوشال خانه پوری راورسیده یعنی ، د ملک اکوړې نه وروسته د هغه زوی ، او بلاخره تر خوشحاله پورې راورسېده . خوشال هم دغه چاپیر یال پښتون قهرمان روزلی و او په شعر او نثر کې یې دبښتنولی احسا س پروت دی . دوخت مروج علوم یې په جوماتونو او مدرسوکې لو ستي وو . خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود ، چې زیات څه زده کړي ، خو دی وایې زه ښکار زیات درس ته نه پریښودم ، لکه چې وایې :

د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما و

 

که اخته نه وایې د ښکار په اشتغال

یا :

خدایه ته چې رړه کې اچـــوې دامینې

 

چې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې

د خوشال له کلیاتو نه هم مالومیږی ، چې خان د خپل وخت مروج علوم لکه : تفسیر ،فقه ،حدیث ،فلسفه ، طبا بت ، منطق ، حکمت ، معانی ، عروض ،بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهیده او لیکل یې پرې کولای شول او په دري باندې هم ښه شعرونه لری . دغه ستر ، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰ه)کې له فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته وسپارل شو .

د خوشحال خان د پېژندلو په باب سرچينې

کورنۍ سرچينې

خوشحال خان خټک

د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال هغه علامه ، نابغه ، ستر شاعر او لوی ادیب دی ، چې د څه کم څلورسو کالو راهسې دده کلتوري خزانه تر ننه پورې دافغان ولس د نړۍ د لویو پوهانو او پوهنيزو مرکزونو د پاملرنې او څیړنې وړ کرځیدلې ده . د څیړونکو ځیرکتنه به تر هغې پورې دغه کلتوري میراث ته وجود ولری ، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څیړنه بو خت وي . له خوشال څخه کوټې کوټې موضوعات او درانه درانه اثار په میراث راپاتې دي . دده اثار د شعر ، ادب ، ژبپوهنې او نورو بېلا بېلو پوهنو او څیړنو لپاره لوی دریاب دی ، چې لامبوزن هم پکې ستر کیږی خو دده برید ، پوله ، سر او تل به تر خپلې لامبو لاندې داخیل نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومانه وي .

په خان بابا باندې زیاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنه او ځیرکتنه بوخت دي ، نو د همدغه اصل په نظر کې نیولو سره ، یانی دده د درناوي او نمانځنې په خاطر دوه لوی کتابونه په دوه لویو سیمینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول . دغه كتابونه په (۱۳۴۵)او (۱۳۴۶) کلونو کې د توریالي پښتون او ننګیالي پښتون په نومونو چاپ شوي ، خو دغه کتابونه ددغه پیاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د یو خورد مثال لري . په دغو دوو کتا بونو کې د هېواد او له هېواد نه بهر پوهانو خپلې مقالې چاپ کړې دي .

له دغو کتابو سره سره ، زموږ د هېواد د پښتو ادب پینځو ستوریو هم لیکېي کړې دي لکه : پوهاند عبدالشکور رشاد چې د خوشال په دیوان ګلستان او بوستان تر اغیز لاندې لیکنه کړې ده . پوهاند صدیق الله رښتین د خوشال لانډه پیژند ګلوي په كې چمتو كړې ، چې دغه لیکنه په توریالي پښتون کې هم چاب شوې ده . پوهاند عبدالحی حبیبي صاحب هم د خوشال توره او قلم ، د پښتنو د خپلواكۍ او مبارزی بسټيز توكي ګڼلي دي . استاد ګل پاچا الفتهم د خان په شاعرۍ باندې لیکنه کړې او وایې ، چې دی د شاعرانه ذوق سره د خپل ولس مشر هم وو . د پښتو غزل بابا امیر حمزه شینواریوایې: د خوشال خان خټك د نوم د اورېدو سره په ذهن کې د یو داسې نابغه انسان تقوا بریښي ، چې د انسان د ژوند په هر اړخ ځلانده او ژور نظر لري) .

خو ددې خبرې یادول ضروري دي ، هغه سرچينه ، چې د خوشال په باب یې لومړى څه خپاره کړي ، هغه پټه خزانه ده . وروسته نورو پوهانو هم دده په اړه کتابونه او مقالې لیکې دي لکه افضل خان يې په تاریخ مرصع کې یادونه کړې . له هغې نه وروسته د خوشال کلیات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشحال د سید رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼيصاحب هم دده کلیات یو ځل بیا چاپ کړى چې دده د پیژندلو لپاره یوه سرچينه وه .

پر دغو کلیاتو سربېره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې هم دی پیژندل شوی او پښتانه شعرا کې ، چې بختاني صاحب راغونډکړی ، هم دده په اړه په زړه پورې مالومات ورکړل شوي دي . یو بل نامتو کتاب چې ملي قهرمان نوميږي او د زلمي هېوادمل اثر دی ، په هغه كې هم د خان د پیژندلو او دده په اړوند د بهرنیو او داخلي پوهانو نظرونه راټول شوي ، او دا خبره هم پکې ذکر شوې ، چې دده په اشعارو کې درې برخي ډیري زیاتې دي لکه : توره ، ښځه او ښکار . همدارنګه د خان په باب په زړه پورې مالومات د (خوشحال کیست ) په کتاب کې هم خپاره شوي او موږ یې دده د پیژندلو لپاره یوه غوره ذخیره ګڼو . دشهسوار سنګروال په زیار هم د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ خپور شو ، چې په هغه کې هم د خوشال ژوند ، پیروان او ددغې دورې نور لیکوالان ذکر شوي ، خو په دې وروستیو کالونو کې هم د خان د فکر ، عمل ، کردار ، اشارو او نورو ښیګڼو باندې په زړه پورې اثار ولیکل شول ، چې دلته يې د ځنينو یادونه كوم :

  1. د پېښور پښتو اکیډمۍ یوه درې میا شتنۍ مجله د خوشال دریو یو په نوم خپره کړه < چې د بېلا بېلو ادبپوهانو له خوا بېلا بېلې لیکنې پكې شوې دي ، البته د خوشال نظر دپښتون د اصل او نسب په باب ، د خوشال فکر او عمل او داسی نور .
  2. د پوهاند مجاور احمد زیار په واسطه . یو بل کتاب د خوشال ازلی پښتو یو ژبپوهنه شته ده خپور شوی چې البته د خوشال اشعار یې د ژبپوهنې له نظره توضیع کړي دي .
  3. خوشال او فلکلور یو بل کتاب د داور خان داور په زیار خپور شوى ، چې د خوشال په اشعارو کې فلکلوریک مسایل يې پكې څیړلي دي .
  4. د عبدالواجد واجد په واسطه بل کتاب د خوشحال سبک او په پښتو ادب کې د سبک اغیزي هم یوه په زړه پورې لیکنه ده چې مکمل مالومات خلکو او دادب مینانو ته ورکولی شي.
  5. د دوکتور عبدالاحد جاوید هم یوه رساله (نګاهی به اشعار دري خوشحال ) په (۱۳۵۷) کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې چاپ کړه .
  6. د قيام الدين خادم يوه مقاله (خوشحال څه زده کړه) په (۱۳۵۸) لمريز کال په اکاډمۍ علومو کې خپره کړه چې په واقعې ډول د خوشحال په اړوند ګټوره ده.
  7. خو شحال او جمالیات دډاکتر اقبال نسیم خټک اثر دی ، چې د پېښور په پښتو اکیډمۍ کې چاپ شوی دى.
  8. د تورې او قلم خاوند دمحمد نواز خټک اثر دی چې په (۱۹۶۱ع) کال کې خپور شوی چې دا هم یو په زړه پورې اثر دی .
  9. د حاجی پردل خان په واسطه د خوشحال دستارنامه هم په پېښور اكاډمۍ کې چاپ شوې ده .
  10. د خوشحال زنځیرۍ دحبیب الله رفیع په زیار دپېښور پښتو اکیډمۍ چاپ کړې ده .

د خوشال د پیژندلو په باب سرچينې نه ختمیدونکې دي ، بلکې په سلګونو مقالې ،کتابونه دده د پیژندلو او د اشعارو په مختلفو اړخونو باندې چاپ شوي دي ، چې اوس او پخوا دده د پیژندګلوۍ لپاره یوه مهمه منبع گڼل كيږي . د کابل مجله چې د علومو اکاډمۍ پښتو ادبیاتو له خوا چاپيږي ، ددغې مجلې څیړونکي دده په باب په هره ګڼه کې په زړه پورې مطالب خپروي لکه : د خوشحال او بهایي جان په اشعارو کې د معشوقې ستاینه د علي محمد لیکنه ، (۱۳۸۴ه) کال کې چاپ شوې او په همدغې ګڼه کې د محقیق عبدالشکور قیومي مقاله د( خوشحال په اشعاروکې د ګلستان اغیزی ) چاپ شوې ده . د(۱۳۸۰ه) کال د کب د میاشتې مجله کې د سیال کاکړ لیکنه (خوشحال او پښتو) او همدغې ګڼه کې د عبدالحی حبیبي لیکنه (د خوشحال په اشعاروکې انتقادي څانګه ) په (۱۳۸۲) کال په (۹) ګڼه کې علی محمد منګل لیکنه (خوشحال د خان په شان پیدا او د فقیر په شان مړ شو) تر سرلیک لاندی خپره شوه . یو بل په زړه پورې کتاب د کاند ید اکادیمسن محمد صدیق روهي په زیار د (خوشحال اخلاقي ایډیال ) په نوم خپورشوی ، خوشحال د ښوونې او روزنې فلسفه ، په معاصر افغانستان کې خوشال پیژندنه ، خو بلاخره دومره ویلی شم چې هر څومره په خوشحال بابا او د هغه د پیژندلو په باب باندې وغږیږو ، خلاصون نه مومي . ددې لیکنې لپاره همدومره بسنه کوي .

باندنۍ سرچينې

خوشال نه یوازې د پښتو ژبې یو ستر او نامتو شاعر وو ، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي . همدا راز خان نه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل ، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توګه اوڅار دى ، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو ، شاعرانو او څیړونکو په وړاندې د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال ګڼل کیږي . دده په اړوند لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه را استولي دي . جارج مار ګنسټرن د خوشال د شاعرۍ په باب څر گندوي : " د نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدریې کوم . خوشال حق لري ، چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي . هغه خدمت چې ده پښتو ژبې ته کړی ، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی ۰۰۰ زه د لو یدیځوال په حیث ۰۰۰ د لو یدیځ پوهنتون د یو سپین ږیري استاد په توگه خو شاله یم ، چې په لویدیځ کې به تر دې وروسته خوشال ښه وپیژنې ". سراولف کیرو د لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته یو لیک راستولی وو ، چې یوه برخه یې دلته راوړو :"۰۰۰لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانه مینه او تعظیم دی ، ځکه چې خیال کوی زه به د ستاسو ددې شاعر منتخابات ، چې ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انګریزي کړي دي ،کابل ته درولېږم " .

همدارنګه د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه به د پروفیسور میکنیزي لیک هم دلته راوړو :

(۰۰۰د پښتو ټولنې د پیدونکو مهربانیو قدر ښه پیژنم ۰۰۰او بله دا هیله کوم ، چې خوشحال په نوم نمانځنه به لویه کامیابی وګټي ۰ )

یو مشهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې :

خوشحال د پښتو ډیر ستر اديب دی ، د ده اشعار په یورپ کې ډیر قدر لري

ډار مسټیټر د خوشحال په اړه داسې وایي :

خوشحال د توریالیتوب او شعر ګډ روح درلود

ګرکیسیون لیکی :

خوشحال خان د خټکو توریالی مشر وو ، دده شعرونه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي

{{بیډولوف]] د خوشحال په هکله څرګندوي :

خوشحال یو متعدید انسان او د لوړې پوهې خاوند وو ، هیڅ داسې یوه خبره نشته ، چې په شعر کې یې نه وي راوستې ، زیاتره شعرونه یې د هیواد پالنې رنګ لري .

ډاکتر کریسن پخپل اثر " د افغانستان ادبیات " کې د خوشحال په اړه داسې نظر څرگندوي :

( خوشحال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار ګڼل شوی دی

روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف هم پخپل کتاب ( د روښانیانو ملي نهضت ) کې کښلي دي :

په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشحال خان خټک ګڼل کيږي . دی د خټکو مشر ، شاعر ، سپه سالار او جنگي شخصیت دی

همدارنګه نیکولای دوریانکوف ، سونخیف لو لف او ډیرو ختیځپوهانو د خوشحال د ګڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرګندونې كړې او لري يې .

د خوشحال د پیژندنې او دده د اثارو په باب بهرنیو پوهانو خورا ښې په زړه پورې لیکنې کړې ، خو ځینې نامتو کتابونه یې دادي :

  1. ګلشن روه دمسټر راورټي اثر دی ، چې په کال (۱۸۶۰ع) کې خپورشوی او خوشحال ته په ډیر ستر قدر قایل دى.
  2. د پښتو شعر هارو بهار د ډار مسټیټراثر دی ، چې هغه هم د خوشحال پیژندنې لپاره یوه ذخیره ګڼل کیږی لکه چې مخکې مو یادونه وکړه .
  3. کلید افغاني د پادري هیوز اثردی ، چې د خوشحال په اړه پکې په زړه پورې مالومات وړاندې شوي دي .
  4. پښتو منتخبات د ډورن اثر دی ، په کال (۱۳۵۶ه) کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شوی ، چې د خان په اړه پکې په زړه پورې مالومات ور کړ شوي دي .
  5. خوشحال شناسی یو بل اثر دی ، چې په اردو ژبه د زیتون بانو په زیار په کال (۱۹۸۰ع) کې خپور شوى دي .

دا د هغو کتابونو او لیکوالانو نومونه ول ، چې د خوشال په اړه یې مالومات خپاره کړي دي . البته زما همدومره تر خپل وس او قدرته پورې ول ، چې راټول مې كړل ، خو د بابا په اړه په سلگونو لیکوالو لیکنې کړې او تر اوسه پورې دغه لیکنې دده د اثارو په اړه کیږي . لنډه داچې ، دده اثار په دري ، روسي ، هندي ، ډنمارکي ، انګلیسي ، او اردو ژبو ژباړل شوي ، چې له دې شمېر نه الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی ، چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپریدو ته يې چمتو کړي دي . د خوشحال د پیزندلو ، کارنامو او د هغه د اثارو په اړه نه یوازې داخلي پوهانو ، بلکې خارجي پوهانو هم ډیر څه لیکلي ، چې پورته يې بحث تیر شو . د خان په اړه ځینو پوهانو د ډاکترۍ (phd) تیسیسونه لیکلي چې په لاندې ډول دي :

  1. د میرمن خدیجه فیروزالدین په انګر یزي ژبه د (۱۹۲۸ـ ۱۹۳۸ع) کال پورې پای ته رسولی چې سريزه يې پرېشان خټک پښتو کړې ده .
  2. پوهنوال دوکتور ګل محمد نورزي (دافغان کلاسیک شاعر خوشحال خان خټک ژوند ، هنر او تخلیق تر سرلیک لاندې په کال (۱۹۴۹ع) خپل تیسیس بشپړ کړی دی .
  3. دوکتور محمد اقبال نسیم خټک هم د ( خوشحال او جمالیات ) تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس لیکلی چې د پښتو اکیډمۍ پېښور له خوا چاب شوی دى .
  4. ختيځپوه پېلېوین میخایل سېرګۍیویچ د دوکتورا تیسیس د (خوشحال خان ) تر سرلیک لاندی بشپړ کړی ، چې په (۲۰۰۱ع) كال کې چاب شوی دى . دا وو ځینې تیسیسونه چې د دوکتورا لپاره د خوشحال په اړه ليكل شوي دي .

خوشحال د مغلو طر فدار

دا خو ټولو ته جوته ده ، چې خوشال خپل نیم عمر یا زیات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی ، خو ده یوازې نه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په ګټه یې د خپلو پښتنو سره جګړي کړي دي . د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . خوشال د لومړي ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې او د مغولو په پلوۍ جنګیدلی ، خو دا خبره باید له یاده ونه باسو ، چې د مغلو پلوي ده ته له خپل نیکه نه په میراث پاتې وه . مغولو دده نیکه د لارې سا تندوی ټا کلی وو ، د هغه له مړينې نه وروسته د هغه زوی یحی خان ته دا منصب پاتې شو او د یحی خان له مړينې نه وروسته د هغه زوی شهباز خان او په پاى كې خوشال ته ور په برخه شو . په (۱۰۵۰) کال کې شهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و . په دغه جکړه کې شهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو كوي او یو ځل بیا په هغه پخواني ځای (بلړ ناله ) کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونه هم سوزوي . کله چې اکبر پاچا په دې حالت خبر شو ، نو هغه و چې خوشال ته یې منصبونه هم ورکړل . په (۱۰۵۵) کال کې شاه جهانغوښتل چې کابل ته ولاړ شي او د نظرمحمد مخه ونیسي ، ځکه چې هغه د تل لپاره د مغولي سرحداتو یعنې په بلخ او بدخشان بريدونه كول ، نو په دغه جنګ کې له خوشال سره علی مراد خان او اصالت خانهم برخه لرله ، خوشال پکې تر ټولو مخکې وو او کامیابي یې لاس ته راوړه ، نو هغه وو چې د اکبر پاچا له خوا اولس منصبونه ورکړل شول . سربېره پر دې خوشال له نورو پښتنو سره لکه : بنګښ هم چګړې کړې دي ، چې په (۱۰۶۳) کال کې له شیرمحمد سره په جګړه بوخت وو او (۳۰۰) تنه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنګید ، تر څو چې تر څو یې يې ونیو . خو کله چې په (۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو تر منځ جګړې ونښتې ، یانې دارشګو او مراد بخش یو طرف و چې دواړه وو ژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتې شو او په واقیعت کې اورنګ زیب بر یالی شو . کله چې اورنګ زیب خپل حکومت كلك کړ نو ورته مالومه وه ، چې خوشال خان ستا دده دوست نشی کیدای . دا ښکاره خبره هم وه ، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، نو هغه وو چې خوشال ، اورنګ زیب او میرزا عبدالرحیم ، چې د مغولو حاکم وو پیښور ته ولاړل ، چې خان دوې میاشتې په پیښور کې و او بیا یې د هند د رنتبور په جېل كې بندي كړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیات اثار هم وليكل لکه : دستار نامه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور .

خو شحال د مغلو مخالف

په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى

خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته كومه گټه ونه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل :

پس لــه بــــنده دی داعـــــــزم

 

د خوشحال دخـــــــاطـــــــر جزم

یا نیـــــــولی مـــــــخ مکی ته

 

یا مغلو ســـــــــــــــــره رزم

د خوشحال کلیات مخ (۲۳۷)

دغه بیتونه ده د هند په بنديخانه کې ویلي دي ، خو کله چې دى بندی وو او دده زوی اشرف خان هجري هم دده په خاطر په کابل کې د بند شپې او ورځې تیرولې ، نو دا مهال په یو سفزیو کې شورشونه پیدا شول ، اورنګ زیب خوشال راوغوښت او ترې ويي پوښتل چې دا څه وجه ده ؟ خوشال په ځواب کې ورته وویل چې که چیری د کابل والي مهابت خان مقرر شي ، نو ښايي چې دغه ناامنیي له منځه ولاړه شي . له دې نه وروسته د مهابت خان په مقرریدو سره خوشال هم د بند نه ازاد کړی شو . په (۱۰۷۹ه)کال کې د پروفیسور پرېشان خټک په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مهال نشي دوست كېداى . هېواد ته له رارسیدو نه وروسته يې كلك هوډ وكړ ، چې له مغولو نه به كسات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . په بې شمیره جګړو کې هم پښتنو ته او هم شاهي پوځ ته د سر ډېر زيانونه واوښتل او ډیر افسران پکې تباه او برباد شول . ددغو جګړو په پېښېدو سره د هند واكمن ته ډېر لوى د سر زيانونه واوښتل او مغول پاچا پخپل ځان د پښتنو خلاف د پوځ قومانده په لاس کې واخسته او په (۱۶۷۴ع) کال د هندوستان له پلازمېنې ډهلي نه د حسن ابدال په لور راروان شو . دلته له رارسیدو سره شهنشاه چې مغولي واكمن وو له ډیرې لویې چالاكۍ نه کار واخیست ، پرته له جگړې نه يې پښتني قبیلو ، ځينو مشرانو او نورو ته انعامونه ورکړل او دوی یې له خپل ځان سره ملگري كړل . له دې نه وروسته خوشال ډېرې هلې ځلې وكړې ، په پښتنو کې يې اتفاق راووست او د دوى د یو موټي کولو په لاره كيې يې ډېرې هڅې وكړې . بيا يې د مغولو پر خلاف د یو لوی لښکر جوړولو په خاطر د پښتنو پر بېلا بېلو سيمو دوره وکړه ، خو په دی برخه كې ورته هېڅ ډول برى ور په برخه نه شو ، د مغولو خلاف جګړو کې دده ډیر ځوانان مړه شول او یوه لوی زيان ورواوښت ، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه ، وروسته له بند نه خوشال د پښتنو په پلو ودرید ، بی شانه جنګونه یې له مغولو سره وکړل او په هره جگړه كې يې سختې ماتې وركړې لکه : د خیبر په پیښه کې چې ښکاره د مغولو سره وو ، خو په حقیقي توګه د پښتنو سره ولاړ وو او مغول مات شول . یا لکه د نوښار او یا هم لکه د ډوډۍ په جنګ کې چې لوى برى يې په برخه شو او په یوهقصیده کې وایې :

څو وانه خلی له غلـــــــــــیمه انتقام
مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام

د خو شحال کلیات مخ (۷۰)

لنډه داچې خان نه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترګې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو ګوهر انسان وو . لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو .

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي ځولی مې تنګه زه به کوم یو ټولومه

د خوشحال خان اثار

ستر خوشال بابا د خپل ژوند په درشل کې یانې په (۷۸) کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښودل ، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کیږی او دده له اثارو نه به استفاده کيږي . دده د اثارو په اړه ځنې پوهان وایې : چې شمېر يې (۲۰۰) ته رسیږي ، خو یو نامتو ختیځ پوه مسټر راورټي دده اثار تر (۲۵۰) زیات ښودلي دي .

خوشال نه یوازې په پښتو ژبه باندې شعر ویلی ، بلکې په فارسي ژبه هم ښه پوهېده او په دري ژبه یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي . د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود . موږ مخكې وویل ، چې دده اثار نږدې تر (۲۰۰) پورې رسیږي چې مشهور یې دادي:

  1. کلیات چې نږدې (۴۰) زره بیتونه لري .
  2. فضل نامه : یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي .
  3. بازنامه : د ښکار په اړه بحث کوي .
  4. صحت البدن : یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي .
  5. اخلاق نامه .
  6. سوات نامه : یو منظم اثر دی چې د سوات په باب معلومات ، او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده .
  7. دستارنامه : د دستار او لو نګۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي .
  8. فرخ نامه : د تورې او قلم بحث دی .
  9. فراقنامه : د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي .
  10. اینه : د فقهې کتاب دی .
  11. بیاض : د نثر کتاب دی .
  12. زنځیری : د لیکدود په اړه دی .
  13. تفسیر سوره یوسف .
  14. د پښتنو تاریخ : یو ورک اثر دی .
  15. د خوشال رباعیات .
  16. عیار دانش: د فارسي نه ژباړه ده .
  17. هدایه : له عربي نه ژباړل شوی دی .

دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي ، خو په سلګونو نور اثار یې ورک شوي دي .

د خوشال خان د اثارو بېلابېل اړخونه

دا سمه ده چې خوشال بابا د خپل وخت یو ننګیالی پښتون وو ، خو د فرهنګ په برخه او د پښتو زاړه ادب کې د خان جوګه بل فرهنګیالی نه لرو ، د خپل وخت او تر ده وروسته د ورانونو کې واحد فرهنګیالی دی چې اثار یې د کمیت او کفیت ، فکر او هنر له پلوه ساری نه لري . ده په ډیرو سنګینو او ناسازګارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړی ، چې پښتو یې یو دم د تکمیل حد ته ورسوله لکه چې وایې :

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ

 

د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ

خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنګي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمیره (۲۵۰) ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو :

  • د خان منظم اثار
  • د خان منثور اثار


خوشال په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې :

په شل کاله دیګ د شعر زما په اور بار شو
په دا دور مې پوخ ؤ چې شپیته کاله مې تللی

خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده :

عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونه جوړ کا
چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا

خان د (۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰) پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي :

د خوشال خان منظم اثار

کليات

کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه

الف ـ (۸۶۰) غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په (۱۳۵۸ه) کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیا په (۱۳۵۹ه) کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل ټول کلیات د پښتو څیړنو د نړۍوال مرکز د علمي غړی عبدالقیوم مشواڼی صاحب له خوا په چاپ ورسید . غزلونه هر اړ خیزې برخي څیړي ، تصوف ، مجازي عشق ، کورني جنجالونه ، پښتنواله ، علم ،سیاست ، او داسی نورې برخې پکې څیړل شوې دي .

ب ـ د خان په کلیات کې (۲۵) قصیدي راغلې دي . په قصیدو کې هم تصوفي برخې ، پوه او ناپوه ، د اصیل او کم اصل په باب قصیدې ، د دنیا د بی وفا یې ، نعمتونه ، له خپلو زامنو نه بیزاري ، دحضرت محمد (ص) صفت او داسې نورې برخي هم پکې شته دي . وګورئ په څومره هنرمندانه او ښکلې ژبه د پاک رسول صفت بیانوي :

د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد
پاک دی محمد پاک دی سبحان د محمـــد
راشه نظر وکړه په (طها)په یسین باندې
خدای دی صفت کړی په قـــــران د محمد
او تر اخره ۰۰۰کلیات مخ (۳۸۲)

ج ـ رباعیات : د خوشال خان په کلیاتو کې (۱۶۰۴) رباعي راغلې دي ، خو یوه بله ځا نکړنه چاپي مجموعه هم لري ، چې يه (۱۳۴۹) کال چاب شوې او (۱۶۷۴) رباعي پكې دي . د ـ دده په کلیاتو کې د (قطعاتو) ځنې برخي هم شته ، چې نږدې (۴۰۵) قطعې كيږي او له دوه بیتو څخه نیولې تر پنځو بیتو پورې قطعې هم لري .

د ـ د خوشال په کلیات کې یو مثلث هم راغلی دی او نور صنفونه یې متفرق دي چې په هغه کې (۲) مر بعې ، یوه مثنوي ، څلور مخمسه ، دوه مسدسونه ، یو معشر ، یو ترکیب بند ، یو ترجیع بند خوندي دی . دا د خوشال د اشعارو شکل وو ، خو د ده د اشعارو منځپانگه ( محتوا ) لږه برخه کې هم هر نګه اشعار لري . د استاد محمد صدیق روهي په خبره :

د خوشال اثارو او اشعارو کې هر ډول مضامین پیدا کیږی لکه : عشقي ، اجتماعي ، سیاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي ، تاریخي ، انتریالوجیکي ، مذهبي ، طبي ، جغرافیایې ، نجومې ، هزلیات او داسې نور .

فراقنا مه

فراقنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی او دا اثر خان هغه وخت خپور کړی ، چې کله دی د مغلو په چل ول باندې په پیښور کې نیول کیږی او د رنتبور زندان ته بیول کیده . د قید په دوران کې یې د فراقنامې څخه بې غیر نور اثار هم لیکلي چې هغه به پخپل ځای کې شرحه شي . فراقنامه د یو څو مثن