"واشنګټن به پر پاکستان ټولې مالي مرسته ودروي"
هندوستان ټايمز د امريکا د استازو جرگې بهرنيو چارو جرگه گۍ ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پمپيوهغه څرگندونې مهمې بللې چې ويلي، واشنگټن به پر اسلام اباد ټولې مالي مرستې ځکه ودروي چې له امريکايي ډيپلوماټانو سره يې ناوړه چلند کړى.
د غزني ځینې فعالان د ټاکنیز کمیسیون دفتر بیا پرانیستل غواړي
د غزني د مدني ټولنو یو شمېر غړو د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې په دغه ولایت کې خپل ولایتي دفتر بېرته پرانیزي. د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي؛ د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره یو پلاوی غزني ته استوي.
هند کې د برېښنا ستونزه
د هند د نفوس ډېره برخه له بریښنا پرته ژوند کوي او اټکل کېږي چې دغلته ۳۲ میلیونه کورنۍ بریښنا ته لاسرسي نه لري.
افریقا کې د ملاریا ناروغي
د روغتیا نړېوال سازمان اټکل کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې د ملاریا ۹۰ فیصد پېښې همدغلته ثبت شوې.
"کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي"
د ننګرهار په دره نور کې سږ کال د ګلابو کروندې ډېرې شوې، چې د ځايي مسوولينو په وينا د مېرمنو په ګډون شاوخوا پنځه زره کسان د ژوندانه اړتیاوې له همدې ګلابو پوره کوي.
مور او پلار یې زوی د کرایې نه ورکولو په خاطر محکمې ته کش کړ
د محکمې کاغذونه وایي چې مایکل نومي دغه کس کرایه نه ورکوي، د کور په کار کې مرسته نه کوي او د مور او پلار لخوا یې د مرستې ور اوږد شوی لاس هم نه مني.
د مالیزیا لومړي وزیر د وزیرانو تنخواوې کمې کړې
د نوې کابینې د لومړۍ غونډې له مشرۍ وروسته د مالیزیا لومړي وزیر مهاتیر محمد وویل، د هېواد د پور پرې کولو لپاره غواړي لارې راوباسي. نوموړي دا هم وویل چې د ده له واک څخه مخکې ګرانبیه پروژو ته به له سره کتنه وکړي چې څه ډول یې لګښت کم کړي.
په هندوراس کې الوتکه په منځ بېله شوه
په الوتکه کې سپاره کسان ټول روغ او سرسري ټپیان شوي. د الوتکې د غورځېدو لامل نه دی څرګند، خو دغه هوایي ډګر د نړۍ یو تر ټولو خطرناک دی او په ۲۰۰۸ کې هم ورته پېښه شوې وه.
د حمزه پر ویډیو د ای سي سي پرېکړه
د کرېکټ نړیوالې شورا د پاکستان په ټوېټر خپره شوې ویډیو کې د یو کرېکټ لوبغاړي د سوځولو پرېکړه کړې. په ویډیو کې لیدل کېږي چې لوبغالي کې توپ اچوونکی توپ ګوزاروي، خو د توپ وهونکې له پښو وځي او پر ویکټو لګېږي، ای سي سي توپ وهونکی سوځېدلی بللی.
هوايي نندارتون چې پخوانۍ الوتکې پکې ځان ښيي
د فرانسې په لافیرټي ایلیز ښار کې هر کال په خپل ډول کې بې جوړې او په زړه پورې هوايي ننداره جوړېږي. په دې ننداره کې نه یواځې پخوانۍ الوتکې بلکې نوې سوداګریزې الوتکې هم لیدل کېږي.
روزما نجیب ولې د هالیووډ پر ستورو مخکې شوه؟
د مالیزیا پخوانی لومړی وزیر نجیب رزاق له یولړ لویو ستونزو سره مخامخ دی، ان تر دې چې له خپلې بوډۍ مور سره یې د خلکو د زړه سوي جلبولو لپاره انځور اخیستی.
له چاغېدو ځان څنګه وژغورو؟
د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر افغانستان او پاکستان کې هم خلک د چاغښت له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ دي. که څه هم د دغو چاغو خلکو کره سلنه معلومه نه ده، خو د پرمختللو هېوادونو اپوټه افغانستان او پاکستان کې د غټوالي له وجو او روغتیايي اغېز یې خلک لګ پوهاوی لري.
له"ترهګرۍ" سره د پټې مبارزې مشر ته د افغان جګړې قومنده سپارل کېږي
د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې تورن جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو لوی قومندان غوره شوی دی. سکاټ مېلر د امریکايي پوځ یو مخکښ قومندان دی او دا مهال د دغه هېواد د هغو ځانګړو ځواکونو د مرکز مشر دی چې له نړیوالو تورنو "ترهګرو" سره پټه مبارزه کوي.
سنرايزرز حيدراباد کرېکټ لوبډلې د جلال اباد پېښې په ياد تورې پټۍ تړلې دي
د هند په ای پي اېل لوبو کې د راشد خان او محمد نبي لوبډلې سنرایزرز حیدراباد د جلال اباد پېښې د قربانیانو د یاد او درناوي لپاره نننۍ لوبه کې پر بازو تورې پټۍ تړلي دي.
ایران کې زهرجنو خرمېړيو ۸۰۰ کسان روغتون ته رسولي
د بي بي سي فارسي د رپوټ له مخې د ایران په بازارونو کې په دې وروستیو کې یو ډول خرمېړي راوتلي وو چې خلکو نه پېژندل. ځایي خلک وایي ښکاره نه ده چې آیا همدغه خرمېړي وو چې خلک یې تر روغتونه ورسول که بل ډول یې وو.