BBC
 شاته

ایران کې زهرجنو خرمېړيو ۸۰۰ کسان روغتون ته رسولي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څرګنده نه ده کوم ډول خرمېړي دغه ستونزه پېښه کړې، خو اماناتا هغه زهرجن وژونکي خرمېړي دي چې ایران کې موندل کېږي.

د ایران په ۱۰ ولايتونو کې د وحشي زهرجنو خرمېړیو له خوړلو وروسته له ۸۰۰ زیات کسان ناروغان شوي.

په دغو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او سلګونه نور یې بیا په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي د دغه ډول زهرو ډاډمنه درملنه تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

له خلکو غوښتل شوي چې مات شوي او په ازاده فضا کې خرڅېدونکي خرمېړي دې نه پېرې او یوازې په ډبو کې بند تاریخ لرونکي هغه دې پېري.

د بي بي سي فارسي د رپوټ له مخې د ایران په بازارونو کې په دې وروستیو کې یو ډول خرمېړي راوتلي وو چې خلکو نه پېژندل. ځایي خلک وایي ښکاره نه ده چې آیا همدغه خرمېړي وو چې خلک یې تر روغتونه ورسول که بل ډول یې وو.

Image caption ډېری وژل شوي کسان د ایران کرمانشاه ایالت کې دي.

دغه وژونکي خرمېړي د ایران په غرنیو سیمو کې د پسرلي له باران وروسته راخېژي.

ویل کېږي چې په وژل شویو کې اوه کسان په کرامنشاه ولایت کې دي.

د رپوټونو له مخې تېره څه موده کې کمساری باران د دغه ډول خرمېړیو د راختلو لامل شو.