د مالیزیا لومړي وزیر د وزیرانو تنخواوې کمې کړې
د مالیزیا نوي ټاکل شوي لومړي وزیر مهاتیر محمد ويلي چې د کابینې د وزیرانو په تنخواوو کې به لس سلنه کمی راولي.
د نوې کابینې د لومړۍ غونډې له مشرۍ وروسته مهاتیر محمد وویل چې د هېواد د پور د پرې کولو لپاره غواړي لارې راوباسي.
د مالیزیا د پارلمان د وېبپاڼې له مخې د لومړي وزیر تنخوا: ۵۷۰۰ امریکايي ډالره، د مرستیال لومړي وزیر تنخوا: ۴۵۰۰ امریکایي ډالره، د وزیر تنخوا: ۳۷۰۰ امریکايي ډالره، د وزیر د مرستیال تخنوا بیا: ۲۷۰۰ امریکايي ډالره ده.
نوموړي دا هم وویل چې د ده له واک څخه مخکې ګرانبیه پروژو ته به له سره کتنه وکړي چې څه ډول یې لګښت کم کړي.
په دغوو پروژو کې د سنګاپور او کوالالامپور تر منځ د چټک اورګاډي جوړولو پروژه هم شامله ده.
مهاتیر محمد په دې وروستیو کې په ټاکنو کې پخواني لومړي وزیر نجیب رزاق ته ماته ورکړه او لومړی وزیر شو.
دی اوسمهال د نړۍ تر ټولو د لوړ عمر ټاکل شوی مشر دی.
مهاتیر محمد ۱۵ کاله مخکې له سیاسته لاس واخیست، خو په ۲۰۱۶ کې یې پرېکړه وکړه چې په ۹۲ کلنۍ کې د مالیزیا سیاست ته بیا راشي.
له لوړې مخکې نوموړي ویلي وو چې دی به د هېواد د سوکالۍ لپاره کار وکړي.