BBC
 شاته

له چاغېدو ځان څنګه وژغورو؟

Image caption نوال رضوان وايي، د پيزا، برګر، سموسو او څښونو له امله له ۷۰ کیلو څخه ۱۲۵ کیلو ته پورته شوه.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر افغانستان او پاکستان کې هم خلک د چاغښت له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

که څه هم د دغو چاغو خلکو کره سلنه معلومه نه ده، خو د پرمختللو هېوادونو اپوټه افغانستان او پاکستان کې د غټوالي له وجو او روغتیايي اغېز یې خلک لږ پوهاوی لري.

همدا لامل دی چې د دواړو هېوادونو ځوان نسل کې جاغښت ډېر دی، پایلې یې ځکه خطرناکې دي چې تر شپېتو سلنې ډېر وګړي یې ځوان دي.

* چاغښت څه دی؟

* په ماشومانو کې د چاغښت ستونزه

ډېر خوراک، ورزش نه کول، سره کړي او ژر تیارېدونکي خواړه د چاغښت لاملونه دي.

د پرمختګ لور ته نږدې کېدل او د ژوند بدلون هم هغه سببونه دي چې خلک پکې ورزش، خوب او په وخت خوراک ته چانس نه پیدا کوي.

خو کارپوهان وايي د چاغښت داسې لاملونه هم شته چې خلک ترې یا ډېر خبر نه دي یا د ناسم پوهاوي له امله یې د نوي پړاو د غوښتنو بشپړولو سببونه بولي.

ډېر خوراک مو چاغوي؟

Image caption د چاغښت د وجو په هکله افغانستان او پاکستان کې پوهاوی کم دی.

عام باور همداسې دی، خو ریښتیا داسې نه دي، داسې کېږي چې دوه کسان یو شان خوراک وکړي، خو ورزش ونه کړي، مګر یو چاغ شي او بل نري پاتې شي.

د پټو ناروغیو ماهر او طبي استاد ډاکټر فیصل مسعود وايي، د هر شخص د خوراک جذبولو یا کالوریو کارولو وړتیا مختلفه وي.

د هغه په خبره، د ځینې خلکو کولمو کې ګټورې باکتریاوې دوی ته پټه کالوري جوړوي.

"خو د اوسط خلکو لپاره دا خبره سمه ده چې که له خوراک سره ورزش نه کوي، نو چاغ به شي".

* څوک چاغ دی؟

* چاغوالی تر اتو کلونو پورې عمر لنډولای شي

د لاهور اوسېدونکې ۲۴ کلنه نوال رضوان وايي، په کم عمر یې جنګ فوډ یا برګر، پیزا، پکوړې، سموسې او څښونیو( کوک، پیپسي او نور) پیل کړل:

"وزن مې له ۷۰ کیلوګرامه ۱۲۵ کیلوګرامو ته پورته شو، خو تېرو شپږو میاشتو کې مې په ورزش سره ۱۱۵ ته ټیت کړ".

هغه وايي د وزن ډېروالي له روغتیايي مسلو سره مخ نه کړه، خو ټولنیز فشار یې پر واچاوه، ځکه یې ډنګرېدلو ته وهڅوله.

چاغښت ولې ټولنیز فشار اچوي؟

Image caption نوال وايي، ټولنیز فشار هم وزن کمولو ته اړه کړه.

نوال رضوان وايي، که څه هم ټولنیز او د کورنۍ فشار و او ټولنه کې یې د چاغوالي له امله بیا بیا ملنډې نشوې اورېدلی.

خو زیاتوي خپله یې هم دا غوره بلله چې ځان ډنګر کړي:

" خوراک مې کابو کړ، پلی ته تګ مې پیل کړ ور سره مې وزن ۱۱۵ کیلو ته ټیټ شو".

* پر چاغو کسانو ملنډې مه وهئ

* چاغوالی څومره د اندېښنې وړ دی؟

دا مهال ډېر ځوانان کلبونو ته ځي، خو ښځې په ځینې لاملونو دا کار نشي کولی.

رضوان هم وايي، کلب ته نه ځي، خو کور ته مخامخ میدان کې پلې ګرځي.

ځواني کې ژر بوډا کېدل

ر
Image caption ناصر علي وايي، چاغوالي یې ژوند درولی و.

۲۷ کلن ناصر علي لاهور کې یو ښه کلب ته ځي، ورزش کوي او دې چارې ته وخت هم ور کوي.

دی کاروباري ځوان دی، خو وايي تېرو اتو میاشتو کې یې د خوراکپوه او ورزشپوه په څارنه ۲۶ کیلوګرامه وزن کم کړی دی.

لږ خوځند ژوند او د پیزا، برګر او نورو په څېر خوراک یې وزن ۱۰۶ کیلوګرامو ته رسولی و، چې له امله یې پر ناسته ولاړه او تګ سربېره نورې ستونزې هم ور پیدا کړې وې او د بدن یوریک اسید یې هم زیات شوي وو.

"وزن مې ډېر و، کېناستلی شوم، خو پاڅېدلو ته مې زړه نه کېده، ځکه مې ژوند ډېر د سستۍ ښکار شوی و".

دی وايي دا هرڅه د ناسمو لارو له امله و او په خپلو ورځنیو چارو یې کنټرول له لاسه ور کړی و:

"د ویدېدلو پاڅېدلو وخت مې نه و، خوراک مې عادي نه و، څه چې میلاوېدل هغه مې خوړل، لکه برګر او نور ډېر و، ځکه مې ژوندې ډېر بې مزې او د سستۍ ښکار شو".

کله چې هغه د سست او ولاړ ژوند د پرېښودلو پرېکړه وکړه، د دې کار لپاره وخت پیدا کول مشکل نه و.

"څوک چې وايي، وخت نه لري، نو خپل ژوند ضایع کوي، کله مې چې ورزش پیل کړ، ځان ۲۰۰ سلنه ښه او اغېزناک محسوسوم".

دی وايي ځوانان دې د لا ډېر اغېزناک ژوند هڅه وکړي او په دې برخه کې دې د چا په خبرو پسې نه ګرځي:

"موږ دا پروا ونه کړه، چې خلک څه وايي".

خو چاغ خلک له دې ډار وتل ستونزمن بولي.

ډاکټر فیصل مسعود وايي، له غټوالي د بچېدلو غوره لار کم خوراک دی.

"یوه ډوډۍ تاسو ته ۷۰ تر ۸۰ کالوري در کوي او د هضم لپاره یې باید لږ تر لږه ۱۳ سوه متره وګرځئ دا ګرځېدل یا ورزش ډېر مشکل دی، ځکه ښه لار دا ده چې لږ وخورئ".

د ډبي شیدې او چاغښت

Image caption نوال وايي، خپله یې هم غوره بلله چې وزن کم کړي.

ډاکټر مسعود د غټوالي یوه بله وجه ماشومانو ته د مور د تي په ځای د ډبي شیدې بولي.

هغه بي بي سي ته وویل، چې کوم ماشومان د ډبي یا مښو شیدې کاروي، نو د هضم لږ وړتیا یې هم له منځه ځي.

"کوم ماشومان چې د ډبي یا غوا او مښې شیدې په ګنده اوبو کې خوري، هغوی له نس ناستي او ورته ناروغیو سره مخ کېږي".

د هغه په خبره د دې شیدو له امله د دوی د کولمو د هضم یا خوړو جذبولو لږ وړتیا هم له منځه ځي، مدافع ځواک یې کمېږي او بیا د نس ناستي ښکار کېږي.

"ټوله کالوري پکې پاتې کېږي دا ماشوم چې لوی شي چاغېږي، ځکه هغه اضافي کالوري کارول پیل کړي او دا پېژندل شوی ساینسي حقیقت دی".

نوموړی زیاتوي، عام باور دا دی چې د ډبي شیدې ډېرې صحتمندې دي، خو داسې نه ده، د بچي لپاره د مور له شیدو غوره او بشپړ خوراک نشته.