BBC
 شاته

"واشنګټن به پر پاکستان ټولې مالي مرسته ودروي"

. د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټايمز د امريکا د استازو جرگې بهرنيو چارو جرگه گۍ ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پمپيوهغه څرگندونې مهمې بللې چې ويلي، واشنگټن به پر اسلام اباد ټولې مالي مرستې ځکه ودروي چې له امريکايي ډيپلوماټانو سره يې ناوړه چلند کړى.

ښاغلي پمپيو د استازو جرگې ته ويلي چې امريکا د تېرو کلونو پر تله په ٢٠١٨ م کې پاکستان ته ډېرې کمې پيسې ورکړي او پر پاتې هغو غور روان دى.

د ښاغلي پمپيو په وينا د پيسو د ورکړې کچه ښايي نوره هم کمه کړل شي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې د روان کال په لومړيو کې امنيتي موخو لپاره پاکستان سره د کېدونکې مرستې په کچه کې د دوه ميليارډ ډالرو کمښت اعلان وکړ.

دغه گام لپاره د امريکا دليل دا و چې گواکې پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو ترهگرو پر وړاندې پرېکنده گام نه دى پورته کړى.

ښاغلي پمپيو دا هم زياته کړې چې د سوېلي اسيا لپاره د نوې تگلارې د برخې په توگه دوى پاکستان ته ډانگ پيېلې ويلي چې افغانستان کې سوله او امنيت تر ډېره پخپله خاوره کې د ترهگرو د پټنځيو او د ترهگرو د ملاتړو پر وړاندې د پاکستان د گام پورته کولو پر هوډ تړلي.

هغه ويلي پاکستان زموږ د افسرانو پر وړاندې ناوړه چلند کړى او هغو سره چې په سفارت او کونسلگريو کې په کار بوخت دي هم ښه چلند نه کېږي.

اشاره به يې ښايي د پاکستان له لوري پر امريکايي ډيپلوماتانو لگېدلي محدوديتونو ته وي.

امریکايۍ ټایم مجله

امريکايۍ ټايم مجلې افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي قومندان استېن سکاټ مېلر په تړاو مطلب خپور کړى او وايي د ولسمشر ټرمپ له لوري دغې دندې لپاره د ښاغلي مېلر غوراوى د افغانستان په تړاو د يوۀ نوي دريځ څرگندونه کوي.

مجله وايي ښاغلي مېلر په خپله ٣٥ کلنه کاري موده کې تل د ځانگړو ځواکونو قومنده په غاړه لرلې، نو له دغه اقدامه دا اخيستنه کېداى شي چې د ولسمشر ټرمپ اداره ښايي د جگړې پر دوديز ميتود، چې اوس په ډگر کې کارول کېږي، بيا له سره غور کوي.

ښاغلى مېلر د پټو کومانډو ډلو د قومندې لسگونه کاله تجربه لري، چې د ترهگرو ډلو ځپلو لپاره يې له بهرنيو ملگرو سره په گډه کار کړى، استخباراتي ادارو سره يې همغږي کړې او د هغه د دغه راز فعاليتونو په رڼا کې د ډرون بريدونه او شپني عمليات شوي دي.

مجله وايي ښاغلي مېلر تېرو دوو کلونو کې د امريکا د گډو ځانگړو عملياتو د قومندانۍ مشري په غاړه لرله چې د ترهگرۍ ضد تر ټولو مسلکي او غوره ټوليو څارنه يې کوله او په عراق او سوريه کې د داعش د ماتولو وياړ هم د دۀ تر قومندې لاندې ځواکونو ته ورکول کېږي.

ډيپلومات مجله:

ډيپلومات مجلې افغانستان کې د پاکستان له سفير زاهد نصرالله خان سره مرکه کړې.

نوموړي مجلې ته ويلي افغانستان او پاکستان هوکړه کړې د هغو وسله والو پر وړاندې جدي گام واخلي چې نه پخلا کېدونکي دي يا پخلاينه نه غواړي.

نوموړي زياته کړې چې له شته توپيرونو سره سره دواړه هېوادونه به د سولې او امنيت لپاره گډ کار کوي.

نوموړي ويلي دا تور چې گواکې ترهگر له پاکستانه افغانستان ته اوړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نه باور اصلي لامل دى نو ځکه دواړه هېوادونه د عمل په داسې پلان کار کوي چې د دغه راز تورونو څېړلو ميکانيزم هم په کې نغښتى.

د ډيورند کرښې پر سر د اغزن تار غځولو په تړاو ښاغلي نصرالله خان ويلي چې د دۀ په وينا افغان حکومت له دغې کړنې سره هسې مخالفت نه دى کړى چې ويل کېږي بلکې مخالفت يې پر دې دى چې کوم ځاى کې تار وغځول شي ځکه د دۀ په وينا دا په نښه شوې پوله نه ده.