BBC
 شاته

سنرايزرز حيدراباد کرېکټ لوبډلې د جلال اباد پېښې په ياد تورې پټۍ تړلې دي

د انځور حقوق Getty Images

د هند کرېکټ پرېمیرلیګ لوبډلې سنرایزرز حیدراباد د جلال اباد پېښې د قربانیانو یاد او درناوي لپاره نننۍ لوبه کې پر بازو تورې پټۍ تړلي دي.

د شنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې بهسود پله ته نژدې کرېکټ لوبغالي کې پرله پسې درې چاودنې وشوې.

هغو چاودنو کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول او نژدې ۵۰ نور په کې ټپیان شول.

د چاودنې پر وخت د ګل اغا شېرزي لوبغالي کې د رمضان کپ کرېکټ لوبې روانې وې.

نن ای پي اېل کې د سن رایزرز حیدراباد او چېنای سوپر کېنګز تر منځ پایلوبې ته د لارموندنو پړاو لومړۍ لوبه کېږي.

د سن رایزرز لوبغاړو په لاس به د لوبې تر پایه توره پټۍ تړلې وي.

سن رایزرز حیدراباد لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.

راشد خان له شنبې ورځې لوبې وروسته د جلال اباد پر پېښې خواشیني ښوولې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې ټوېټر پاڼې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې دا ګام ستایلی او له دوی یې مننه کړې.

پر ټولنیزو رسنیو نورو خلکو هم سن رایزرز پر دې ګام ستایلی دی.