افغانستان کې د شاتو توليد
په افغانستان کې د شاتو تولیداتو څه ناڅه شل سلنه ډېر شوي دي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي تېر لمریز کال کې د وړم کال پرتله نژدې ۴۰۰ ټنه شات ډېر تولید شوې وو.
په ماشومانو کې د چاغښت ستونزه
د ماشومانو چاغوالی د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې یوه لویه او پراخېدونکې ستونزه ده. د هالنډ په پلازمېنه امسټرډام کې، روغتيايي چارواکو داسې یو پروګرام جوړ کړی دی چې له مخې یې غواړي په ماشومانو کې د چاغوالي ستونزه حل کړي.
سوريې ته د امريکا خبرداری
امریکا، د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د بشار اسد ځواکونه بیا کیمیاوي وسله وکاروي نو بیا یې هم پر ضد پوځي ګام اخلي. امریکا، فرانسه، او بریتانیا له ملګرو ملتونو غواړي چې دمشق ته نژدې د ګازو برید وپلټي خو ښکاري چې روسیه به دغه وړاندیز ویټو کړي.
شاه سلمان: ایران په سیمه کې ترهګري کوي
د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان پر ایران تور لګولی چې د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. نوموړي دا څرګندونې د عربو هېوادونو په ۲۹ کلنۍ ناسته کې کړي، چې په سعودي عربستان کې پيل شوې. د عربي هېوادونو دا ناسته پر سوریې د لویدیځونو هېوادونو له توغندیزو بریدونو یوازې یوه ورځ وروسته پیل شوې.
د هرات ورځ: عکسونه
د وري (حمل) ۲۵ مه د "هرات ورځ" د دي ولايت د تخت صفر تفریحي پارک په لمنو کې د زرګونو هراتیانو له خوا ولمانځل شوه. زموږ همکار محمد قاضي زاده له هراته دغه عکسونه راستولي دي.
خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه: انځورونه
د سویل ختیځ ولایت خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو جګړه کړې. ځايي خلک وايي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ کرښې د پښې را اړولو هڅه وکړه.
خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه
په خوست کې امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې افغان حکومتي ځواکونه او ځايي خلک له پاکستانیو ځواکونو سره په جګړه ښکېل شوي دي.
ځیرکې کمرې ۶۰ زرو کسانو کې تورن سړی وپېژاند
په چین کې ځیرکې کمرې یو تورن وڅاره او د ساز سرود کنسرټ کې یې د شپېتو زرو کسانو له منځ را وباسه. پولیس نیول شوی کس ایو بولي او وايي، په دغه کنسرټ کې د ځیرکو کمرو په لګولو سره یې دا سړی وموند.
ځاځي میدان کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو جګړه روانه ده
په خوست کې امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې افغان حکومتي ځواکوه او ځايي خلک له پاکستانیو ځواکونو سره په جګړه ښکېل شوي دي. د خوست د ولایتي شورا وکیل سید اصغر اکاخېل وايي، پاکستانیو ځواکونو جنډو غر کې د افغان سرتېرو پوسته کلابند کړې ده او د درنو وسلو ډزونه پر کوي.
ټرمپ: که سوریه کیمیایي وسلې وکاروي بیا هم برید کوو
د امریکا ولسمشر وايي، که سوریه پر خپلو وګړو نور کیمیايي بریدونه وکړي، نو واشنګټن به هم بیا بریدونه پر وکړي. د سوریي د انساني حقونو څارډله وايي، حکومتي ځواکونو د امریکا او ملګرو ۶۵ توغندي شنډ کړي دي.
پر سوريې هوايي بريدونه
پلازمېنه دمشق او حمص کې د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. يوه اعلاميه کې چې د دغو بریدونو اعلان يې په کې کاوه، ولسمشر ټرمپ وويل دا پر داسې موخو کره ګوزارونه وو، چې د سوريې حکومت د کيمياوي وسلو له وړتياوو سره تړلې دي.
پارلماني ټاکنو ته نومليکنه
افغانستان کې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنو لپاره نومليکنه نن په رسمي ډول پيل شوه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د نوملیکنې لومړي پړاو کې یې ۳۴ ولايتونو کې نژدې ۱۵ سوه مرکزونه پرانیستي دي.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره دا هم اسانيږي، چې له مځکې لرې نورو سيارو او سپوږميو بڼه په لا کره ډول وکتل او څارل شي.
هنري شېبې
وطنه درسره مينه لرم، د هغه پسرلني فيسټيوال نوم و، چې دا څه موده مخکې د مراکش فاس کې تنظيم شوی و. د فيسټيوال جوړولو موخه د چارواکو په وينا خلکو لپاره د تفريحي او کلتوري پوختياوو برابرول وو.
سوریې پر قطر نیوکې کړې
د سوریې حکومت پر قطر کلکې نیوکې کړي چې پر دغه هېواد وروستي هوایي برید کې یې له امریکا، برتانیا او فرانسې سره همکاري کړې ده. د سوریې رسمي غبرګون د دغه هېواد رسمي خبري آژانس سنا خپور کړی دی.