ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


رپورټ: د کرونا وایرس ضد وېکسین د ازموینو ښې نتېجې مخې ته راغلي

امریکايي څیړونکي وايي د کرونا وایرس خلاف یو وېکسین په لومړنیو ازموینو کې حوصله افزا نتېجې ښودلې دي. د کرونا وایرس ضد دغه ممکنه وېکسین د امریکې موډرنه نومې کمپنۍ د امریکې د حکومت ادارې نېشنل انسټېټیوټ اف اېلرجي اېڼد انفېکشس ډزیز سره په اشتراک تیاروي. د نیو انګلېنډ جرنل اف مېډېسن نومې مجلې د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل په نوي وېکسین کارکوونکو څیړونکو دغه وېکسین دوه دوه وارې ۴۵ رضاکارانو ته ورکړو چې عمرونه یې د ۱۸ نه تر ۵۵ کلونو پورې وو. څیړونکي وايي د سر درد، یخ، ستړیا، په پټ کې او د ستن (انجېکشن) په ځای کې د درد نه علاوه په یو رضاکار کې هم کوم سنګین اثرات و نه لیدل شوو. د کرونا ضد دغه وېکسین په لومړي ځل په انسانانو ازموینې کیږي او په ازموینو کې برخه اخېستونکو ته د مجوزه وېکسین لږ، منځنی او زیات مقدار ورکول کېږي چې دا ډول معلومه کړی شي چې په انساني بدن ددې څه اثرات وي او تر څومره حده پورې په انسان کې د کرونا وایرس خلاف مدافعت پیدا کوي؟ د ټېنسي د وانډر بېلټ مېډیلک سېنټر ډاکټر وېلیم شېفنر د وېکسین د ازموینو په اړه وايي دا لومړی خو دلچسپ ګام دی. د کرونا وایرس خلاف ممکنه وېکسین تیارونکي کمپنۍ موډرنه د وېکسین د ازموینې په لړ کې دویم پړاو ته رسېدلې ده او په زیاته شمېره کې په رضاکارانو شوي ټېسټونو کې ګوري چې دا وېکسین څومره موثره دی؟ د جولای په ۲۷ به موډرنه د وېکسین د ازموینو په دریمه پړاو کې ۳۰۰۰۰ رضاکارانو ته دغه وېکسین ورکوي چې تر اوسه پورې به د وېکسین تر ټولو لویه مطالعه یا ازموینه وي. جانسن اېنډ جانسن نومې بله کمپني به د جولای په اخېره کې په انسانانو د ممکنه وېکسین ورستۍ ازموینې کوي. يه عین حال کې په فرانس کې ډاکټرانو ته معلومه شوي ده چې د کرونا وایرس د حامله مور نه د هغې په نس کې ماشوم ته هم منتقل کېدی شي، چې د خپل نوعیت لومړۍ پېښه ده.

15.07.2020 ډیوه

د ننګرهار ځايي اوسېدونکي وايي پر ډیورڼد کرښه د پاکستان نوي تاسیسات نه مني

د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ مارکو بازار کې یو شمیر ځوانانو د پاکستان لخوا د ډیورند پر کرښه د اغزن تار او دروازو د جوړولو پر ضد لاریون کړی

15.07.2020 ډیوه

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر نژدې ۳۵زرو ته ورسېد

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې ۲۵۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۲ نور ورڅخه مړه شوي دي.

15.07.2020 امریکا غږ

د دوؤ جېنکو خپلو کې واده، ناوې محمکې ته ویلي خاوند یې سړی دی اؤ دهغې ترې خېټه ده

ناوې محکمې ته ویلي چې دهغې خاوند مخکې ښځه وه، ولی اوس په بشپړ ډول سړی دی اؤ دهغې ترې په ګیډه ماشوم هم دی.

15.07.2020 ډیوه

عبدالرشید دوستم ته په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه

د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.

15.07.2020 امریکا غږ

پنټاګون افغانستان کې له پنځو پوځي اډو نه د سرتیرو ایستل تائید کړل

د امریکا دفاع وزارت تائید کړه چې د دوحې سولې تړون په اساس یې په افغانستان کې له پنځو پوځي اډو څخه خپل پوځيان ایستلي دي.

15.07.2020 امریکا غږ

پاکستان کې دکرونا وایرس ۲۱۶۵تازه پېښې ثبت شوي،۶۷نور کسان مړه

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار دمرکز شمیرې ښایي چې په دغه هیواد کې د تیر یو شواروز په مهال دکرونا وایرس ۲۱۶۵تازه پېښې ثبت شوي اؤ ۶۷کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

15.07.2020 ډیوه

بلوچستان:د وسله والو برید کې درې پوځیان وژل شوي،اته ژوبل

دپاکستان د کړکیچ ځپلي ایالت بلوچستان په پنجګور ضلعه کې په پوځ د وسله والو نښتو کې درې پوځیان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

15.07.2020 ډیوه

افغانستان کې د ائتلاف پوځیانو حضور شرایطو پورې تړلی دی - ناټو 

ناټو په افغانستان کې د جګړې پر ذیدخلوو خواوو غږ کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې دې ستونزې اوارې کړي.

14.07.2020 امریکا غږ

په هرات کې د یوې جګپوړې ښځینه چارواکې په وړاندې پرتې ستونزې

په افغانستان کی۶ښځې د والی مرستیالي کوي. په هرات کې دا چاره مونسه حسن زاده مخته وړي چې وايي له ستونزو سره مخ ده. ملالۍ بشیر او شاپور صابر پرې راپور لري

14.07.2020 ازادي راډیو

ایران د دفاع وزارت پخوانی کارکونکی امریکا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

د ایران د دفاع وزارت یو کارکونکی چې د امریکا استخباراتو ته په جاسوسۍ محکوم شوی و، اعدام شوی دی.

14.07.2020 امریکا غږ

د کال په اوله نیمایي کې قریب درې زره عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اووښتې - رپوټ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وایي چې د ۲۰۲۰ کال په اولو شپږو میاشتو کې، په افغانستان کې قریب درې زره غیرپوځي کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دې شمېرې پر بنیاد، په شپږو میاشتو کې د تشدد په پېښو کې، هره ورځ په اوسط یا منځنۍ کچه ۱۶ افغانانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن نن د نهې/سې شنبې په ورځ په کابل کې خپل تازه رپوټ خپور کړ او هغه کې یې د دې شمېرو په بیانولو سره دا هم ویلي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په نسبت، د غیرپوځي کسانو په مرګ ژوبله کې تر ٪۱۱ کمی راغلی دی. د رپوټ په حواله، تېر کال په اولو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۹۵۱ ماشومان وژل شوي یا ژوبل شوي و، خو سږ کال په همدې موده کې، دا شمېره ۶۳۰ ته راټیټه شوې ده چې یوازې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ٪۳۳ کمی څرګندوي. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن په دې رپوټ کې، د عامو خلکو د مرګ ژوبلې ملامتي، بیا هم په طالبانو اچول شوې او ویلي یې دي چې د قریب نیمو مرګ ژوبلو ذمه واري، د طالبانو په غاړه ده. خو دا یې هم ویلي چې سږ کال، د تېر کال په نسبت، شمېرې ښيي چې د طالبانو د تشدد له امله د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې ٪۲۴ کمی هم لیدل کیږي. که څه هم طالبان ټینګار کوي چې دوی غیرپوځي کسان نه په نښه کوي،  خو د دوی په زیاتره حملو کې خلکو ته د سر زیانونه رسیږي. د ګل/دوشنبې په ورځ د افغانستان په شمالي ولایت، سمنګان کې د اېن ډي اېس استخباراتي ادارې پر یو مرکز طالبانو برید وکړ چې په کې د استخباراتو ۱۱ تنه کارکنان ووژل شول، مګر په دې حمله کې شاوخوا ۵۰ عام کسان هم ټپیان شول. د دې حملې ذمه واري په ښکاره طالبانو په غاړه واخېسته. همدا شان د نهې/سې شنبې ورځ، د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ د دوحې لوظنامې د اولې مرحلې د ختمېدو ورځ وه. د هغې لوظنامې پر بنیاد، امریکا او د هغې د نېټو متحدین په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېره راکمه کړې او له پنځو پوځي اډو یا بېسونو نه هم وتلي دي. د لوظنامې ترمخه، ټاکل شوې ده چې د لوظنامې د امضا نه وروسته په ۱۴ میاشتو کې ټول خارجي قوتونه له افغانستانه ووځي.  د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خليلزاد ویلي د سولې د خبرو د تړون ۱۳۵ ورځې وشوې امريکا د طالبانو سره په کړې توافقنامه عمل کوي، امریکې د توافقنامې لاندې د لمړي پړاؤ پوره کولو په لړ کې خپلې ژمنې سر ته کړي. د تړون بله برخه وایي چې طالبان باید بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي، خو دا برخه یې تر اوسه نده عملي شوې. افغان حکومت یې د ځنډېدو یو دلیل دا ګڼي چې طالبانو په تشدد کې کموالی ندی راوستی. خو بل اړخ ته طالبان بیا وایي چې حکومت د دوی د بندیانو د خوشې کولو پروسه ځنډولې او همدا سبب دی چې بین الافغاني مذاکرات تر اوسه ندي شروع شوي. د ګل یا دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې ولیکل چې طالبانو پنځه ویشت تنه نور حکومتي عسکر او پولیس چې له دوی سره قیدیان ول، هم خوشې کړي دي. تر اوسه حکومت څه دپاسه څلور زره طالبان له جېلونو آزاد کړي، او طالبانو لا ۱۰۰۰ تنه اسیر شوي عسکر او پولیس ندي خوشې کړي. په همدې حال کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په سمنګان کې د طالبانو د پروني بريد غندنه کړې چې دا قبلولو وړ نه دی او دا عمل به هغه خلک پياوړي کړي چې د امن مخالفه دي او د سولې خرابوونکو په لاسو کې لوبيږی. خليلزاد په ټولو فريقېنو د تشدد کمولو غږ کړی او ويلي يې دي په افغانستان کې په وروستیو ورځو او اوونيو کې د تشدد پېښې سېوا شوي او افغانان پکې بې د څه وجې په لويه شمېره کې وژل کیږي. هغه زياته کړې د صوبې په مرکز کې د طالبانو دا بريد د هغه ژمنې پرضد دی کوم چې د تشدد کمولو او مستقل اوربند سره د بېن الافغاني خبرو دپاره شوې وه.  

14.07.2020 ډیوه

اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

14.07.2020 امریکا غږ

د ایران د دفاع وزارت پخوانی کارکونکی سي ايي ای دپاره د جاسوسۍ په الزام اعدام شوی

ایران وايي اصغري په دفاع وزارت کې د کار په اخیري کلونو کې د امریکې استخباراتي ادارې ته معلومات ورکړي وو او په کال ۲۰۱۶ کې د نوکرۍ نه ریټایر شو. ایران تېره میاشت یو بل تن د مبینه جاسوسۍ په الزام اعدام کړو.

14.07.2020 ډیوه

کورونا ښايي د اچ آی وي، ټي بي او ملاریا مړینه هم زیاته کړي

واشنګټن - یوه نوې څېړنه ښيي چې د کورونا د ناوړه اغېزو له امله ښايي د اچ آی وي، ټي بي او ملاریا څخه هم مړینه زیاته شي.‌ د کورونا د وبا له امله په غریبو او د متوسط اقتصاد په هېوادونو کې د دغو دریو ناروغیو د کنټرول چارې له خنډونو سره مخ شوي. روغتیايي چارواکي اندېښنه لري، چې له کورونا سره به اوس د یادو دریو ناروغیو په وړاندې د کلونو راهیسې شوی پرمختګ له منځه ولاړ شي.‌ د لندن په امپېریل کالج کې د نړیوالې روغتیا پروفیسر تیموتي هېلېت وايي، "مونږ ته داسې ښکاري، چې د کوېډ ۱۹ د ټول اغیز له کمولو سره به په دې هېوادونو کې د دې مهمو نارغیو په برخه کې خدمات برابر کړي." کارپوهانو پخوا هم داسې لیدلي. د نورو وباګانو پر وخت هم خلکو د وبا له وېرې د داسې ناروغیو درملنې څخه په شا شوي او روغتیايي سیستمونه د زیاتو ناروغانو له امله په دې نه دي توانېدلي چې خدمات وړاندې کړي. یوه څېړنه اټکل کوي، چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې په لویدیځې افریقا کې د ایبولا د وبا پر وخت د روغتیايي سیستمونو د بار له امله ښايي زیات خلک د ایبولا په پرتله د اچ آی وي، ټي بي او ملاریا څخه مړه شوي وي. خبر زیاتوي، کوېډ ۱۹ تر اوسه پورې د اچ آی وي پروګرامونه ۸۵ فیصده، د ټي بي پروژې ۷۸ فیصده او د ملاریا پروګرامونه ۷۳ فیصده زیانمن کړي دي. په امریکا کې د کورونا وروستی حال: نیویارک ښار چې یو وخت په امریکا کې د کوېډ ۱۹ مرکز ګڼل کېده په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له امله د یوې مړینې راپور هم نه دی ورکړی. د نیویارک ښاروال بېل ډي بلېسیو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دا د مارچ د لومړۍ نېټې راهیسې چې د کورونا لومړۍ پېښه پکې رپوټ شوې وه لومړنۍ ورځ ده چې د کورونا له امله مړینه پکې نه ده رپوټ شوې. هغه وویل، "مونږ چې هېواد کې شاخوا ګورو نو وینو چې زیات امریکایان له سختو ورځو تېرېږي، زیات ښارونه او ایالتونه دا مهال ډېر سخت ژوبل شوي دي نو له همدې امله هېڅوک هم د نیویارک بریا نشي لمانځلی خو لږ تر لږه ستاسو د هر یو د هلو ځلو ستاینه خو کولای شو چې دې ځای ته یې راورسولو چې په ۲۴ ساعتونو کې یوه مړینه هم نشته. راځۍ چې زیاتې داسې ورځې ولرو." ډي بلېسیو وايي، دی زیاته اندېښنه دې ته لري چې په هغو کې خلکو کورونا زیاته شوې ده چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې وي. ده له دغو خلکو وغوښتل چې ماسکونه وتړي او یو له بل څخه ټولنیز واټن وساتي.‌ هغه وړاندې وویل، "زه پوهېږم چې د ډېرو ځوانانو لپاره دا ډېر سخت وخت دی چې له خپلو نېږدې ګرانو خلکو څخه لېرې کېږي خو ځوانان باید په دې پوه شي چې هر څوک د کورونا له خطر سره مخ کېدای شي." د نیویارک والي انډریو کوامو د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیړني‌ روغتیايي‌ حکم کې له ټولو هغو خلکو څخه چې د کورونا د زیاتو پېښو له ایالتونو څخه نیویارک ته ورځي غوښتي دي، چې د خپل اوسېدو ځای دې شریک کړي او که نه نو ۲۰۰۰ ډالره به جریمه شي.‌ په فلورېډا کې په یوه ورځ کې د کورونا د ۱۵۳۰۰ نویو پېښو راپور ورکړل شوی چې دا په نیویارک د کورونا د زور له وخته هم زیات دی ځکه په نیویارک کې په تر ټولې بدې ورځې باندې ۱۲۲۷۴ پېښې رپوټ شوې وې. په کالیفورنیا کې والي ګوېن نیوزم د ګل یا دوشنبې په ورځ د بارونو، رسټورانټونو، جېمونو، کلیساوو او د خلکو د راټولېدو د نورو داسې ځایونو تړل کېدل اوږد کړي دي.‌ د مېرېلنډ ایالت په بالټیمور کې د کډوالۍ درې محکمې بېرته پرانېستل شوې دي خو د عدليې وزارت وايي، چې تر یو میلیون زیات کېسونه ورته جمع شوي دي.‌ په نورو ایالتونو کې د کېسونو اورېدل د جون په نیمايي کې پیل شوي دي.‌ کورونا په کاناډا او نورې نړۍ کې: اخوا د کاناډا په ستر ایالت اونتاریو کې به په روانه اونۍ کې لګېدلي محدودیتونه نرم کړای شي. سر له جمعې څخه به د ودانیو دننه د ۵۰ کسانو راټولېدو ته اجازه وي او د باندې خلک به کولای شي چې تر سلو کسانو پورې سره راټول شي خو له یو او بل سره به واټن ساتي. همدا رنګه جېمونه، سینماګانې او رسټورانټونه به بېرته پرانېستل شي.‌ خو ټورانټو به په دې حساب کې نه راځي او د محدودو خلکو راټولېدل به لا پر ځای وي. چینایي چارواکو ویلي، هغې مېرمنې ۷۱ کسان په کورونا اخته کړي دي څوک چې له امریکا څخه چین ته ورغلې وه او یو شریک لېفت یې کارولی وو. د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز یا سي ډي سي په ویب پاڼه باندې خپور شوي خبر کې ویل شوي، چې دغه ۲۵ کلنه ښځه له امریکا څخه چین ته د رسېدو په ورځو کې د کورونا نښې نه درلودې خو په لیفت کې ترې یو بل کس اخته شوی دی او په دې توګه دا ټولو ۷۱ کسانو بیا له یو او بل څخه کورونا اخېستې ده. دغه چاپ شوې څېړنه ښيي چې په کورونا اخته یو کس هم کولای شي په ټولنه کې په ګڼ شمېر کسان په دغه وایرس باندې اخته کړي.‌ د برتانیې لومړي وزیر بورېس جانسن د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ماسکونو تړل به په سپرمارکېټونو او سټورونو کې له راتلونکې اونۍ څخه لازمي وي. د لندن او د انګلستان په نورو ښارونو کې په بسونو او اوګارډو کې خو لا له مخکې څخه د ماسکونو تړل لازمي وو. دې ته ورته د ماسکونو تړل په جرمني، یونان، ایټالیا او اسپانیه کې هم لازمي شوي دي.‌ په برتانیه کې د اکاډیمې اف مېډېکل ساینس لخوا په یوې نوې څېړنه کې ویل شوي دي، چې کورونا ښايي په راروان ژمي کې د دوهمې څپې پر وخت شاخوا ۱۲۰۰۰۰ کسان مړه کړي کچېرې روغتونونه په مناسبه توګه سمبال نشي.‌ دوی وایي، دا اټکل نه دی بلکه دا یواځې یو امکان دی. په سروې کې له طبي ټولنې څخه غوښتل شوي دي، چې خپل چمتوالی دې زیات کړي او خلکو ته دې د معلوماتو د ورکولو ترڅنګ په ټول هېواد کې د کورونا د ټېسټونو امکانات هم زیات کړي.‌ په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له دیارلس میلیونه او دوه نیم لکو او د مړو شمېر له پنځه لکه او ۷۶۰۰۰ څخه اوختی دی. یواځې په امریکا کې د کورونا د رنځورانو شمېر نېږدې درې نیم میلیونه او د مړو شمېر له ۱۳۸۰۰۰ څخه زیات شوی دی.      

14.07.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more