شاته

د کال په اوله نیمایي کې قریب درې زره عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اووښتې - رپوټ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وایي چې د ۲۰۲۰ کال په اولو شپږو میاشتو کې، په افغانستان کې قریب درې زره غیرپوځي کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دې شمېرې پر بنیاد، په شپږو میاشتو کې د تشدد په پېښو کې، هره ورځ په اوسط یا منځنۍ کچه ۱۶ افغانانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن نن د نهې/سې شنبې په ورځ په کابل کې خپل تازه رپوټ خپور کړ او هغه کې یې د دې شمېرو په بیانولو سره دا هم ویلي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په نسبت، د غیرپوځي کسانو په مرګ ژوبله کې تر ٪۱۱ کمی راغلی دی.

د رپوټ په حواله، تېر کال په اولو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۹۵۱ ماشومان وژل شوي یا ژوبل شوي و، خو سږ کال په همدې موده کې، دا شمېره ۶۳۰ ته راټیټه شوې ده چې یوازې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ٪۳۳ کمی څرګندوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن په دې رپوټ کې، د عامو خلکو د مرګ ژوبلې ملامتي، بیا هم په طالبانو اچول شوې او ویلي یې دي چې د قریب نیمو مرګ ژوبلو ذمه واري، د طالبانو په غاړه ده. خو دا یې هم ویلي چې سږ کال، د تېر کال په نسبت، شمېرې ښيي چې د طالبانو د تشدد له امله د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې ٪۲۴ کمی هم لیدل کیږي.

که څه هم طالبان ټینګار کوي چې دوی غیرپوځي کسان نه په نښه کوي، خو د دوی په زیاتره حملو کې خلکو ته د سر زیانونه رسیږي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د افغانستان په شمالي ولایت، سمنګان کې د اېن ډي اېس استخباراتي ادارې پر یو مرکز طالبانو برید وکړ چې په کې د استخباراتو ۱۱ تنه کارکنان ووژل شول، مګر په دې حمله کې شاوخوا ۵۰ عام کسان هم ټپیان شول. د دې حملې ذمه واري په ښکاره طالبانو په غاړه واخېسته.

همدا شان د نهې/سې شنبې ورځ، د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ د دوحې لوظنامې د اولې مرحلې د ختمېدو ورځ وه. د هغې لوظنامې پر بنیاد، امریکا او د هغې د نېټو متحدین په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېره راکمه کړې او له پنځو پوځي اډو یا بېسونو نه هم وتلي دي. د لوظنامې ترمخه، ټاکل شوې ده چې د لوظنامې د امضا نه وروسته په ۱۴ میاشتو کې ټول خارجي قوتونه له افغانستانه ووځي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د کال ۲۰۲۰ د فرورۍ په وروستۍ ورځ په قطر کې لوظنامه لاسلیک شوه
د طالبانو او امریکا ترمنځ د کال ۲۰۲۰ د فرورۍ په وروستۍ ورځ په قطر کې لوظنامه لاسلیک شوه

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خليلزاد ویلي د سولې د خبرو د تړون ۱۳۵ ورځې وشوې امريکا د طالبانو سره په کړې توافقنامه عمل کوي، امریکې د توافقنامې لاندې د لمړي پړاؤ پوره کولو په لړ کې خپلې ژمنې سر ته کړي.

د تړون بله برخه وایي چې طالبان باید بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي، خو دا برخه یې تر اوسه نده عملي شوې. افغان حکومت یې د ځنډېدو یو دلیل دا ګڼي چې طالبانو په تشدد کې کموالی ندی راوستی.

خو بل اړخ ته طالبان بیا وایي چې حکومت د دوی د بندیانو د خوشې کولو پروسه ځنډولې او همدا سبب دی چې بین الافغاني مذاکرات تر اوسه ندي شروع شوي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې ولیکل چې طالبانو پنځه ویشت تنه نور حکومتي عسکر او پولیس چې له دوی سره قیدیان ول، هم خوشې کړي دي. تر اوسه حکومت څه دپاسه څلور زره طالبان له جېلونو آزاد کړي، او طالبانو لا ۱۰۰۰ تنه اسیر شوي عسکر او پولیس ندي خوشې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په سمنګان کې د طالبانو د پروني بريد غندنه کړې چې دا قبلولو وړ نه دی او دا عمل به هغه خلک پياوړي کړي چې د امن مخالفه دي او د سولې خرابوونکو په لاسو کې لوبيږی.

خليلزاد په ټولو فريقېنو د تشدد کمولو غږ کړی او ويلي يې دي په افغانستان کې په وروستیو ورځو او اوونيو کې د تشدد پېښې سېوا شوي او افغانان پکې بې د څه وجې په لويه شمېره کې وژل کیږي.

هغه زياته کړې د صوبې په مرکز کې د طالبانو دا بريد د هغه ژمنې پرضد دی کوم چې د تشدد کمولو او مستقل اوربند سره د بېن الافغاني خبرو دپاره شوې وه.