شاته

د ایران د دفاع وزارت پخوانی کارکونکی سي ايي ای دپاره د جاسوسۍ په الزام اعدام شوی

ایران د دفاع وزارت هغه پخوانی ایرانی چارواکی عدام کړی دی چې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای دپاره د جاسوسۍ په الزام سزا شوی و. د دې خبرې اعلان د ایران عدليي د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو.

د عدليي ترجمان وویل رضا اصغري په سي ایي ای د ایران د مزایلو پروګرام په د معلوماتو خرڅوولو په الزام تېره هفته اعدام کړی شو.

ایران وايي اصغري په دفاع وزارت کې د کار په اخیري کلونو کې د امریکې استخباراتي ادارې ته معلومات ورکړي وو او په کال ۲۰۱۶ کې د نوکرۍ نه ریټایر شو.

ایران تېره میاشت یو بل تن د مبینه جاسوسۍ په الزام اعدام کړو.

ایراني چارواکي وايي د دفاع وزارت کارکوونکي جلال حاجیزور په عدالت کې سي ايي ای دپاره د جاسوسۍ اعتراف کړی و.

ایراني عدليي ویلي د حاجیزور د کور نه د جاسوسۍ الات ترلاسه شوي دي. عدلیي ویلي د هغه مېرمن ته په مبینه جاسوسۍ کې د مرستې په سر ۱۵ کاله د قید سزا ورکړی شوي ده.

ایراني عدليی ویلي محمود موسوي مجد د امریکې او اسرایل دپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی خو هغه ته لا د مرګ سزا نه ده ورکړی شوي.

تېر کال ایران ویلي وو چې د سي ايي ای دپاره د مبینه جاسوسۍ په الزام یې ۱۷ کسان نیولي دي.