شاته

افغانستان کې د ائتلاف پوځیانو حضور شرایطو پورې تړلی دی - ناټو 

ناټو په افغانستان کې د جګړې پر ذیدخلوو خواوو غږ کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې دې ستونزې اوارې کړي او د سولې له رامنځته شوي فرصت نه ګټه واخلي.

ناټو د سه شنبې په ورځ جولای ۱۴مه (چنګاښ ۲۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ سیاسي جوړجاړی، دایمي سولې ته زمینه برابروي.

د اعلامیې په یوې برخې کې لیکل شوي "پر ټولو غاړو غږ کوو چې ژر دې باقي مسایل چې تراوسه یې د ټولشموله بین الافغاني مذاکراتو مخه نیولې، حل کړي."

ناټو په داسې یو وخت کې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل کېدو غوښتنه کړې چې نن له امریکا سره د طالبانو د سولې موافقتنامې د پلي کېدو لومړی پړاو بشپړ شو.

د دوحې د سند له مخې، د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي او په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان ووځي.

چارواکي وايي چې امریکايي پوځیان له خپلو پنځو اډو څخه وتلي دي او اوس په هېواد کې شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان دېره دي.

ناټو په افغانستان کې د ائتلاف پوځیانو حضور شرایطو پورې تړلی بولي.

اعلامیه زیاتوي که شرایط برابر شول، ناټو به "د سولې بهیر د ملاتړ په خاطر د خپل پوځي حضور په اړه مشوره وکړي".

د ناټو په اعلامیې کې په څرګندونو ټکو د تاوتریخوالي له زیاتېدو نه اندېښنه ښودل شوې ده. د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي چې د افغان پوځیانو پر وړاندې د طالبانو بریدونه زیات شوي او دا کار "بي ثباتي رامنځته کوي او د سولې د بهیر په اړه اعتماد زیانمنوي."

د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو تازه ټویټونو کې لیکلي چې د بندیانو د خلاصون بهیر ځنډېدلی دی او طالبان د تاوتریخوالي په کمولو بریالي شوي ندي.

د افغانستان حکومت وايي چې دوي د طالب بندیانو په خلاصون او نورو اقداماتو، د سولې لپاره خپله اراده څرګنده او اوس دې د ملامتۍ ګوته کابل ته نه، بلکې طالبانو ته ونیول شي.