ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: 24 نيوز ټیلي ويژن بند، 1000 کار کوونکي بې روزګاره شو

په پاکستان کې د الیکټرانک ميډیا د کنټرول او څارنې ادارې (پېمرا) د جمعې په ورځ د شخصي ټیلي ويژن چېنل (24 نيوز) لائسنس معطل کړی، او له دغې وروسته د چېنل انتظاميې چېنل بند کړی او د 965 کار کوونکو د نوکريانو ختمولو اعلاميه يې خپره کړې ده.

07.07.2020 ډیوه

افغانستان: د بنديوانو په خوشي کولو کې وروسته والی ښايي د بېن الافغاني خبرو پېل د خطر سره مخ کړي

افغان حکومت د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي د طالبانو لخوا حکومت ته د ورکړی شوي 5000 طالبانو په فهرست کې شامل 600 تنه نه خوشي کوي.

07.07.2020 ډیوه

د نړۍ له ۲۰۰ زیاتو ساینس‌پوهانو موندنه: کرونا د هوا له لارې هم انتقالېدای شي

د روغتیا نړیوال سازمان تر ډېره پر دې خبره ټینګار کړی چې دا ویروس د ناروغو خلکو د ټوخي یا نوږلو پر مهال د نسبتاً لویو تنفسي ذراتو په مرسته خپرېږي او بېرته پر ځمکه لوېږي.

07.07.2020 ازادي راډیو

کرونا وبا: په لارو کوڅو کې د لوې اختر څاروو په خرڅولو بندیز لګول شوی

د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د سازمان مشر ډاکټر زبېر ظاهر وايي په وړوکي اختر کې د بې احتياطۍ له کبله د کرونا کېسونه زيات شوي وو او که دې اختر کې هم بې احتياطي وشوه نو د کرونا ښکار کسانو په شمېر کې په تېزۍ سره زياتوالی کېدی شي.

06.07.2020 ډیوه

یو اېن اېچ سي ار د افغان کډوالو او کوربه هیوادونو لپاره د مرستو غوښتنه کړې

په غونډه کې د ایران او پاکستان لپاره د نورو نړیوالو مرستو غږ هم شوی چې په دغه کوربه هیوادونو کې ژوند کونکي افغانان د تعلیم او صحت په قامي پروګرامونو کې شامل کړی شي او په خپله خوښه افغانستان ته ستنیدونکي افغانانو مرستې وشي. 

06.07.2020 ډیوه

صدر غني: په افغانستان کې امن به د ګاونډي هېوادونو اقتصاد پیاوړی کړي

د افغانستان صدر محمد اشرف غني وایي چې که افغانستان امن شي، نو په دې سره به د سیمې د هېوادونو د اقتصاد په وده کې هم دوه فیصده اضافه راشي. صدر غني چې نن د ګل/دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه یوې نړېوالې غونډې ته خبرې کولې، وویل افغانستان او نور هېوادونه ټول له ترهګرۍ او تندلاري توب سره مخ دی. په دې غونډه کې چې "د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا" په نامه د افغانستان صدارتي ایوان (ارګ) کې د سیمې د شلو هېوادونو، د افغانستان د سټراټیجیکو شریکانو، او د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون په آنلاین بڼه جوړه شوې وه، ولسمشر غني مېلمنو ته په وینا کې وویل: "امنیت، ثبات او ګټې موږ له یو بل سره نښلوي. عقلاني درک هم همدا دی چې د یو بل ترڅنګ ودرېږو او افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د څلورلارې په توګه کولی شي د سیمې د ثبات او هوساینې لپاره ښه رول ولوبوي." د ارګ د خپاره شوي بیان ترمخه، افغان صدر وویل چي افغان حکومت د جنګ د پای ته رسولو دپاره سیاسي ژمنتیا لري او کولای شي چې طالبانو ته یوه سیاسي حل لاره وړاندې کړي. ولسمشر غني دا هم وویل چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو دپاره د نړېوالو ترمنځ هم اتفاق نظر شته او د سیمې او ګاونډي هېوادونو ملاتړ به د افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې اهدافو ته ورسیږي. د ارګ ماڼۍ د بیان پر بنیاد، افغان صدر محمد اشرف غني د امن پروسې په وړاندې خطرو ته هم اشاره وکړه او دا خبرداری یې ورکړ چې که طالبان جګړې ته ادامه ورکړي، نو د امن پروسه به له سنجیده خنډونو سره مخ شي. د افغانستان خارجه وزارت هم یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې په کابل کې د ګل ورځې د ناستې برخه والو له طالبانو وغوښتل چې تشدد دې تر ډېره اندازه کم کړي څو د سولې د مذاکراتو دپاره ماحول برابر شي. د سیمې د هېوادونو، ملګرو ملتونو، او د امریکا استازو په دې ناسته کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او امن د پروسې ملاتړ څرګند کړ او دا یې هم غوښتي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې دې وساتلی شي.

06.07.2020 ډیوه

د پاکستان د صادراتو هدف راکم کړی دی، حکومتي اداره وايي

بل اړخ ته د پاکستان د تجارت د وزارت له خوا په يو رپورټ کې ويل شوي په پاکستان کې د تېرو څلور مياشتو راهسې پرله پسې په برامداتو کې کمی مخې ته راځي او تېره مياشت په جون کې د پاکستان برامدات يو ارب ۶۰ کروړه او ۹۰ لکه ډالره ته راکم شوي دي

06.07.2020 ډیوه

د پيپلز پارټۍ مشر وايي د کرونا وایرس په مهال د مشکلاتو سره مخامخ داکټرانو مسلې دې حل کړی شي

ښاغلي بهټو وویل د پاکستان د انتظام لاندې کشمېر کې ینګ ډاکټرز اېسوسي اېشن د خپلو مطالبو په حق کې مظاهره کوله چې تشدد پرې وشو او هغه یې غندنه کوي. هغه وویل حکومت دې ډاکټرانو د خپل تحفظ په لړ کې استانتیاوې او د رېسک الاونس یا د خطرې په حال کې کار کوولو خصوصي مالي مراعات ورکړي

06.07.2020 ډیوه

کرونا ویروس؛ هند په نړۍ کې درېیم شو

نن په هند کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۰۰ زرو ته ورسید. دا هیواد د امریکا او برازیل وروسته د نړۍ درېیم هیواد دی چې کویډ ۱۹ پېښې په کې زیاتې دي. هندي چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، په دې ویروس د اخته کیدو ۲۴ زره نوې پېښې ثبت کړي.

06.07.2020 ازادي راډیو

د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

06.07.2020 امریکا غږ

اسرائیل د ایران د څارلو لپاره یو استخباراتي ستلایت فضا ته ولیږه

اسرائیل یوه مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا د هیواد د پوځي استخباراتي اهدافو لپاره به د پام وړ اطلاعات راټول کړي.

06.07.2020 امریکا غږ

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال

واشنګټن - د امریکا د جنوبي ایالتونو سیمه ایزو چارواکو د کورونا په پېښو کې د زیاتوالي له امله اندېښنې څرګندې کړي که څه هم ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې بې ضرره ګڼي. د ارېزونا د فیونېکس ښاروالې کتي ګلیګو اې بي سي نیوز ته وویل، "له دې اونۍ څخه څرګندیږي چې مونږ ډېر ژر له وخته مخکې کاروبارونه پرانیستي دي." دغه ځایونه په مارچ او اپرېل میاشت کې تړل شوي وو. کتي وویل، د ۱.۷ میلیونو په دغه ښار کې ۵۹۰۰۰ کسان په کورونا اخته شوي دي او د کورونا وایرس د ټېسټونو په ځایونو باندې له اندازې زیاته ګڼه ګوڼه ده. په امریکا کې په دې وروستیو ورځو کې هره ورځ د کورونا له ۵۰۰۰۰ څخه زیاتې پېښې رپوټ شوي دي. یواځې په فلورېډا کې د خالي یا شنبې په ورځ تر ۱۱۴۰۰ زیاتې نوې پېښې رپوټ شوې دي. همدا ډول په ټېکساس کې په یوه ورځ کې تر ۳۵۰۰۰ زیاتې نوې پېښې رپوټ شوي دي. خو ولسمشر ټرمپ چې د خالي یا شنبې په شپه یې خبرې کولې وویل، د کورونا ۹۹ فیصده نوې پېښې بې ضرره دي. دا په داسې حال کې چې په روغتونو کې د ناروغانو شمېر لوړ شوی دی. په امریکا کې نېږدې درې میلیونه کسان په کورونا باندې اخته شوي او له ۱۳۲۰۰۰ څخه زیات مړه شوي دي.  هندوستان د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا وایرس د ۲۳۰۰۰ نویو پېښو راپور ورکړی  چې له دې سره په نړۍ کې د کورونا د زیاتو پېښو له امله له روسیې مخکې شو او دریم ځای یې راخپل کړ. له هندوستان څخه د کورونا د زیاتو پېښو له امله یواځې امریکا او برازیل مخکې دي.‌ دغه هېواد نړیوال سفرونه بند کړي دي خو حکومت په سیمیزې سیلګرۍ باندې پړاو په پړاو محدودیتونه لېرې کوي تر څو اقتصاد ورسره ښه شي. خو په اتراپرادیش ایالت کې چارواکو په سوداګریو او د تاج مهل په ګډون په اګرا ښار کې د سیلګرۍ په نورو ځایونو کې لاک ډاون غځولی دی. سیمیزو چارواکو ویلي، د خلکو د ګټې لپاره د اوس لپاره دا پرېکړه شوې چې اګرا ښار به اوس تړل شوی وي. په اګرا کې تاج مهل او نور ځایونه د مارچ میاشتې راهیسې تړل شوي دي. په داسې حال کې چې زیاتره حکومتونه په دې کار کوي چې له کورونا وایرس سره څه ډول غبرګون وښيي، له ۳۲ هېوادونو څخه ۲۳۹ ساینس پوهانو د روغتیا له نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او څخه غوښتي دي، چې د هوا له لیارې ددغه وایرس د خپرېدو په اړه خپلې لارښونې بیا تازه کړي. دغه ساینس پوهان وايي، داسې شواهد شته چې کورونا وایرس په هوا کې پاتې کېدای شي او دغه وړې ذرې خلک اخته کولای شي. په استرالیا کې د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره د ګل یا دوشنبې په ورځ چارواکو اعلان وکړ چې ددغه هېواد د دوو ګڼ مېشتو ایالتونو ویکټوریا او نیو سوت وېلز ترمنځ به پولې تړلې وي. دا په دغه هېواد کې یو له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي ځکه تر دې دې مخکې سل کاله وړاندې د فلو یا زکام له امله دغه ډول ګام پورته شوی وو. یونان وروسته له هاغه چې د کورونا پېښې پکې زیاتې شوې ویلي دي، چې دوی به د جولای تر ۱۵ نېټې پورې له سربیا څخه د مسافرو په راتګ باندې بندیز لګوي. په اسپانیه کې د کورونا د نوې څپې د وېرې له امله په شمال لویدیځه برخه کې لاک ډاون لګېدلی. اسپانیه کې په اروپا کې د کورونا له مرکزونو څخه ګڼل کېږي چې پکې د اخته کسانو شمېر له ۲۵۰۰۰۰ او د مړو شمېر له ۲۸۰۰۰ څخه زیات شوی دی. په السلواډور کې د بیا پرانېستلو دوهم پړاو وروسته له هاغې دوه اونۍ نور هم وځڼدېده کله چې په دغه هېواد کې د کورونا په پېښو کې ۵۰ فیصده زیاتوالی راغی. په سعودي عربستان کې د حج له پېلېدو مخکې چې هر کال کابو دوه نیم میلیونه کسان ورتلل، حکومت یې اعلان کړی چې سږ کال به دغه شمېره زرو کسانو ته محدوده کړي. له سعودي عربستان څخه د باندې نورو مسلمانانو ته د ورتګ اجازه به سږ کال نه وي او د نویو قوانینو له مخې چې د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان شول، حاجیانو ته به اجازه نه وي چې په کعبې شریفې باندې لاس کېږدي او هم باید یو له بل څخه یو نیم متر فاصله وساتي.

06.07.2020 ډیوه

ټرمپ: چین امریکا او نړۍ ته لوی زیان اړولی

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې چین متحدو ایالتونو او نړۍ ته لوی زیان اړولی دی.

06.07.2020 امریکا غږ

د حج په مراسمو کې د کعبې ښکلول منع شول

د سعودي‌ عربستان حکومت سږکال د حج د مراسمو لپاره یو شمېر نوې صحې لارښوونې او محدودیتونه اعلان کړل.

06.07.2020 امریکا غږ

ډاکټران: د ټېسټونو په نتېجو کې د ځنډ له امله په خېبر پښتونخوا کې خلک د کرونا وایرس په اړه شکونه لري 

په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس د ټېسټونو کولو د پاره نومونې يا سواب اخيستو په شمېرو کې د کمي په اړه په صوبه کې د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي غړي ډاکټر احمد زېب وي او ډيوه ته وويل چي د کرونا وايرس د ټېسټونو نتېجو کې اوس د تېر وخت په پرتله سېوا موده لګې

06.07.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more