پي ټي ایم: د پیښور هایي کورټ فیصله ښایي غوښتنې یې ریښتوني دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي عبدالله ننګيال ډيوه ته ويلي د امنيتي ادارو لخوا په حراستي مرکزونو کې اوس هم ګڼ شمېر داسې تنان دي چې عدالتونو ته نه دي وړاندې کړل شوي.
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د افغانستان د دولتي ادارو د کاري رژیم بدلون او د مراجعینو شکایتونه
دوی وايي، د قرنطین په بهانهیې اسانه او لږ کار هم په دولتي ادارو کې په ورځو او اوونیو ځنډېږي.
د قاضي فايزعيسى کېس د ایف بي ار ته لیږلو پرضد اپيل کوو، د وکيلانو تنظيمونو وایي
د پاکستان سپريم کورټ یا ستری محکمی د جون په نولسمه نیټه د قاضي فایز پرضد حکومتي رېفرنس کالعدم ګرځولې وو او د هغه د کورنۍ د غړو د جاېدادونو د پلټونو کار یې اېف بى ار ته لېږلې وو.
د افغانستان ځینو خصوصي تعلیمي او تحصیلي بنسټونو غوښتنه: حضوري زدهکړې دې پیل شي
د دې بنسټونو مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د قرنطین په موده کې دوی ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي او که دا حالت دوام وکړي په لاریونونو به لاس پورې کړي.
په جومات د «ایا صوفیه» د بدلولو پرېکړې دردولی یم- پاپ
د کاتولیک مسیحیانو تر ټولو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه پرېکړه غندلې ده چې د «ایا صوفیه» لرغونی موزیم په جومات بدلوي.
کرونا ویروس ; ټرمپ د لومړي ځل لپاره ماسک وتاړه
سره لدې چې د کروناویروس د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې نیولي او مړه کړیدي، خو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د شنبې تر ورځې، جولای ۱۱(چنګاښ ۲۱) پورې په عامه ځایونو او غونډو کې ماسک نه تاړه.
ایشواریا رای د کرونا په ویروس اخته شوې
د بالیووډ وتلې ستورې ایشواریا رای د کرونا په ویروس اخته شوې ده.
صدیقي: طالبان دې جګړه ودروي؛ طالبان: بل انتخاب لا نه لرو
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي، د دې وخت رسېدلی چې وسله وال طالبان دې جګړه ودروي.
د دایکندي نښته کې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
د دایکندي ولایت چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د پاتو ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حمله کړې.
افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۰۱۰ تنو ته ورسېد
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یوولس ولایتونو کې ۸۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او په درې ولایتونو کې ۱۶ تنه ورڅخه مړه شوي دي.
دطالبانو لخوا سیوا شوي تاؤ تریخوالي دبېن الافغاني مذاکراتو هېلې مړاوې کړي دي،داشرف غني ویاند
دافغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وایي طالبانو د تاؤتریخوالي په زیاتولو سره دبین الافغاني مذاکراتو پیل کیدو په اړوند دافغانانو اؤ نړیوالې ټولنې هېلې مړاوې کړي دي.
طالبانو سره تازه نښتو کې څلور افغان سرتیري وژل شوي،۱۰ژوبل
افغانستان کې سولې دپاره دبین الافغاني خبرو اترو دپیل کولو دهڅو ترڅنګ دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ نښتو کې هم شدت راغلی اؤ دافغان میډیا د راپورونو ترمخې دبغلان اؤ سمنګانو په لویه لاره دطالبانو سره تازه نښتو کې څلور افغان افغان سرتیري وژل شوي اؤ ۱۰نور ژوبل شوي دي.
پاکستان کې دیو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور ۷۴کسان مړه شوي
په پاکستان کې دتیر یو شوارو په مهال د کرونا وایرس ۲۵۲۱ نوې پېښې ثبت شوي اؤ ۷۴ نور کسان په دغه وایرس مړه شوي دي چې دې سره هیواد کې په کرونا وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره ۵۱۹۷ته رسېدلې ده.
د طالبانو د تاوتریخوالي دوام د مخامخ خبرو چارې له ځنډ سره مخ کړي ـ محب
د افغانستان د ملي امنیت شورا د وسله والو ډلو لخوا د ملکي خلکو په نښه کول یو نه بخښوونکی جنایت بللی.