ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د طالبانو مشر وايي له امریکا سره ښې اړیکې غواړي

د طالبانو مشر وايي، حکومت یې د امریکا متحده ایالاتو او نړۍ سره د «ښو او پیاوړو» اړیکو غوښتونکی دی.

06.07.2022 امریکا غږ

د معترضو ښځو غورځنګ: هيڅ بنسټ حق نه‌لري چې د افغان مېرمنو پر برخليک پرېکړه وکړي

د افغان معترضو ښځو غورځنګ وایي، هېڅ نړیواله او کورنۍ ډله او بنسټ حق نه‌لري چې طالبانو سره د افغان ښځو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. د دې غورځنګ غړې وایي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه د افغان ښځو له حقونو سرغړونه کړې. د افغان معترضو ښځو غورځنګ پر ټولنیزو رسنیو د څو ویډیویي پیغامونو او بیان په خپرولو ټینګار کوي او وايي، هېڅ څوک هم د افغان ښځو چې د دوی په خبره د ټولنې نیمایي نفوس جوړوي، طالبانو سره د خبرو او د دوی په اړه د پرېکړې حق نه‌لري. د دغو معترضو ښځو له ډلې راضیه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل، دوی دا بیان او غوښتنې ځکه خپرې کړي، چې څو موده مخکې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې له افغان ښځو سره دې ناسته وکړي. اغلې بارکزۍ وایي، هېڅ بهرنۍ او یا کورنۍ ډله او سازمان نه‌شي کولای د افغان ښځو استازیتوب وکړي او ټینګار کوي، چې افغان ښځې هم نه‌غواړي طالبانو سره خبرې او ناستې وکړي.   اغلې بارکزۍ وويل: "دوی «طالبانو» تر اوسه نړۍ او د افغانستان خلکو ته هېڅ هم نه‌دي وړاندې کړي پرته د بشر ځپنې، د ښځو د ځپلو او پرته له دې چې ورځ په ورځ د ښځو پر وړاندې د نه منلو قوانین جوړوي." په ورته وخت کې د دې غورځنګ یو شمېر غړو پر خواله رسنیو هم د لنډو ویډیویي کلیپونو په خپرولو له ملګرو ملتونو او نړبوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان دې په رسمیت نه‌پېژني. د دې غورځنګ غړې هُدا خموش په دې اړه ویلي: "د طالبانو سپیناوی مه کوئ، هغوی د اصلاح کېدو نه‌دي، موږ له طالبانو سره د افغان ښځو د ناستې د غوښتنې په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړې د لغوه کولو غوښتونکې یو، طالبان کورنی او بهرنی مشروعیت نه‌لري، افغان ښځې هغوی په رسمیت نه پېژني." دغو ښځو پر خواله رسنیو په یو خپور کړي بیان کې له طالبانو سره د افغان ښځو د ناستې د غوښتنې د لغوه کولو، پر طالبانو د بندیزونو د زیاتولو، په بشري جنایتونو د طالبانو تورونو کسانو ته د سزا ورکولو، په افغانستان کې د صحرایي محاکمو د مخنیوي، د طالبانو د لومړنۍ دورې واکمنۍ تجربې ته په کتو دوی ته د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د رسمیت ورکولو د مخنیوي غوښتنې کړي. دغه شان په بیان کې له ټولو نړیوالو سیاسي او غیر سیاسي بنسټونو او ادارو غوښتل شوي، چې د افغانستان د خلکو ګټو ته پام وکړي، د افغان معترضو ښځو ملاتړ دې وکړي، په نړیوالو ناستو کې د افغان ښځو راتلونکي ته جدي پام واړوي او دغه شان د طالبانو له لوري د افغان ښځو او ماشومانو د بشري سرغړونو اړوند شکایتونو ته دې رسېدنه وشي. هڅه مو وکړه د دغو ښځو د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو ویاندویانو یې زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه. طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي چې د اسلامي لارښوونو په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي دي، هغه څه چې ډېری افغانان او نړیواله ټولنه ترې راضي نه دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون د روان ميلادي کال د جولای په لومړۍ نېټه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د یوې اضطراري ناستې په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې له افغان ښځو سره دې د دوی د حقونو په اړه ناسته وکړي - هغه څه چې تر اوسه یې د طالبانو له لوري کوم ځواب نه دی ورکړل شوی. پر طالبانو له هغه ورسته نیوکې زیاتې شوي، چې له شپږم ټولګیو پورته نجونو ته یې ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنه کړه، د ډېری دولتي کارکوونکو ښځینه کارکوونکې یې په کورونو کښېنولې او حجاب یې پرې اجباري کړ. د دې تر څنګ د سفر محدودیتونه یې هم پر ولګول، چې په خپله افغان ښځو یې هم پر وړاندې غږ پورته کړ او اعتراضونه وکړل، خو د اعتراض کونکو په خبره، چې په وار وار د دوی د اعتراضونو مخه هم ونیول شوه.

06.07.2022 ازادي راډیو

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د ټي ټي پي سره د مذاکراتو منظوري ورکړې خو محسن داوړ پرې تحفظات لري

د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د لاقانونه ګرځول ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو رسمي منظوري ورکړې او د دغه عمل د څار دپاره يې پارلیماني کمېټي جوړه کړې او ویل شوي دغه خبرې به د پاکستان د ايين په چوکاټ کې کيږي.

06.07.2022 ډیوه

سيند اسمبلۍ کې د پي ټي ايي اپوزيشن ليډر په لاهور کې نيول شوی

د پاکستان په سيند اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی اپوزيشن ليډر حلیم عادل شېخ په لاهور کې نيول شوی، او کورنۍ يې تور لګولی نامعلومه ځای ته منتقل کړی شوی دی.

06.07.2022 ډیوه

طالبانو د ډاکټر انوارالحق جبارخیل وژنه تائید کړه

په کابل کې د ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکتر انوارالحق جبارخېل د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوی دی.

06.07.2022 امریکا غږ

زلزلې په پکتيکا او خوست کې زرګونه اميندوارې ښځې اغېزمنې کړي دي

د ملګرو ملتونو یوه مرستندویه اداره وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وروستۍ زلزلې د امیندوارۍ په شرایطو برابرې په زرګونو ښځې اغېزمنې کړي او په سلګونو یې چې د امیندوارۍ په وروستیو میاشتو کې دي، ډېرو اړینو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د زلزله ځپلو لپاره یې ثابت او ګرځنده روغتیایي کمپونه ایجاد کړي چې امیندوارو ښځو ته هم روغتیايي خدمتونه ترسره کوي. د نسایي او ولادي د برخې متخصص ډاکټران وايي چې دغې زلزلې له رواني پلوه پرښځو، په تېره پر امینداورو ښځو بده اغېزه کړې او ډېرې یې تر ستریس یا فشارلاندې دي چې ممکن هغه د له وخته مخکې زیږون او ان د ماشوم او مور د مړینې سبب شي. د ملګرو ملتونو د جنسي او باردارۍ روغتیا اداره، UNFPA وایي، په پکتيکا او خوست ولایتونو کې وروستۍ مرګونې زلزلې د امیندوارۍ په شرایطو برابرې تر نژدې شل زره پورې ښځې اغېزمنې کړي چې اټکل کېږي دوه زره به یې په اوس وخت کې امیندوارې وي. ویب ریلییف پاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې ویلي چې د اټکل له مخې ۶۴۰ هغه امیندوارې مېرمنې دي چې د ماشوم زیږون ته یې درې میاشتې پاتې دي. د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا دا ترټولو زیاتې هغه زیانګالې ښځې دي چې باید د امینداورۍ او زیږون په برخه کې د ژوند ژغورونکي دوامداره روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري. دا مېرمنې زیږون پر مهال تخصصي روغتیايي خدمتونواو تاسیساتو ته اړتیا لري او هم د اړتیا په صورت کې باید د دوی او هم یې د زیږیدلي ماشوم عاجل مراقبت وشي. د ملګرو ملتونو د جنسي او باردارۍ روغتیا ادارې، UNFPA ویلي چې د نورو اړوندو ادارو په مرسته یې په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې پنځه ګرځنده بېړني روغتیايي ټيمونه ایجاد کړي چې په‌کې ښځینه روغتیا پالانې هم شاملې دي. د پکتیکا د عامې روغتیا ریس ډاکټرحکمت الله عصمت هم دا مني چې په زلزله ځپلو سیمو کې اغېزمنې شوې ښځې په تېره امیندوارې مېرمنې ډېرو روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري خو داچې شمېر به یې څومره وي دقیق معلومات نه‌لري. هغه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په دواړو زلزله ځپلو ګیاني او برمل ولسوالیو کې یې روغتیایي کمپونه ایجاد شوي دي چې په‌کې ثابت مرکزونه اوهم موبایل ټیمونه شامل دي. د هغه په وینا په موبایل ټیمونو کې چې د خلکو کورونو ته ځي، د نسایي د برخې قابله ګانې هم شته او د خلکو درملنه کوي. نوموړي وويل: "د نسایي ولادي یا ډیلیوري لپاره په کمپونو کې پوره انتظام ورته لرو. زنانه راځي هتله ولادت ورکوي. کوم خاص مشکل نه‌شته ولې یو شی چې باید ووایم داچې موږ تر اوسه دا سروې چې څومره زنانه به امینداورې یا حامله وي خودا واقعیت ده او ښکاره خبره ده چې له زلزلې وروسته رواني مشکلات په ساحه کې ډېر شوي دي او زیات متضررین هم ښځې دي." د نسایي او ولادي د برخې متخصص ډاکټران وايي چې دغې زلزلې له رواني پلوه پر ښځو، په تېره پر امینداورو ښځو بده اغېزه کړې او ډېرې یې تر ستریس یا فشار لاندې دي چې ممکن هغه د له وخته مخکې زیږون او ان د ماشوم او مور د مړینې سبب شي. د نسایي او ولادي ناروغیو ډاکټرې مریم ځدراڼ تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل: "هغه ښځې چې زلزلې ځپلې او ولادت یې نژدې دي، د دې لپاره چې هغوی سترس لري نو امکان لري چې له وخته مخکې زایمان وکړي. طبعاً دا یوه افت ځپلې سیمه ده او ښځې نه‌شي کولای چې یوه روغتیایي مرکز ته لاس رسی ولري. د ملګرو ملتونو د جنسي او باردارۍ روغتیا ادارې په وینا پنځه ګرځنده ټيمونه یې اړمنو ښځو او نجونو ته د باردارۍ روغتیايي او هم ټولنیز رواني خدمتونه رسوي. دولس قابله ګانې چې دغې ادارې په وروستیو کې روزلي په پکتیکا کې د امینداورۍ د بېړنۍ پاملرنې په ګډون میندو او نوي زېږدلو ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو لپاره ګومارل شوي دي. شپږ قابله ګانې د ښرنې په ولایتي روغتون کې او شپږ یې ارګون او ګیاني ولسوالیو روغتونونو ته ګومارل شوي دي. وروستۍ مرګونې زلزلې په پکتيکا او خوست کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د وژل شویو کسانو شمېر یې له زرو زیات ښودل شوی او شاوخوا درې زره کورنه یې ویجاړ کړي یا زیانمن کړي دي.

06.07.2022 ازادي راډیو

پاکستان: جرنلسټ عمران رياض د بغاوت په مقدمه کې نيول شوی

د پاکستان د پنجاب صوبې د اټک ضلعې پوليسو جرنلسټ/ اېنکر پرسن عمران خان رياض خان نيولی دی، ويل شوي نوموړی د بغاوت او خلکو راپارولو د مقدمو په تور کې نيول شوی دی.

06.07.2022 ډیوه

چارواکو په کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو ځانمرګي بريد کې تورن ککړ تن د نيولو دعوه کړې

د پاکستان د سيند صوبې حکومتي چارواکو او سي ټي ډي پوليس دعوه کړې په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو د ځانمرګي بريد مرکزي تورن سهولت کار يې نيولی دی.

06.07.2022 ډیوه

د 'افغانستان له خاورې' څخه پر ازبکستان راکټي بریدونو مرګژوبله نه درلوده 

ازبکستان د سه شنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) وویل د افغانستان له خاورې څخه پر هغه هیواد پنځه توغندي توغول شوي خو هیڅ یوه انفجار ندی کړی. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي:" د ۲۰۲۲ کال د جولای په پنځمه د ۴:۲۰ په شاوخوا کې احتمالا پنځه توغندي د افغانستان له خاورې څخه وتوغول شول او د ازبکستان په سرحدي سیمه ولیدل شول." د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې توغندي ندي چاودیدلي او له همدې امله ځاني او مالي تلفات ندي رامنځ ته کړي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغو راکټونو تلفات ندي رامنځ ته کړي خو پولې ته یې نږدې یو شمیر کورونه څه ناڅه زیانمن کړي دي. د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې ادعا وکړه چې هغوی پر ازبکستان راکټي بریدونه کړي خو په  هغه وخت کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوي درواغ وبللې. د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته کړې چې هغوی له افغانستان سره کار کوي څو د پيښې علت معلوم کړي، اما د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي. ازبکستان چې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت وو شاوخوا ۳۵ میلیونه نفوس لري او له افغانستان سره ۱۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري. د یاد هیواد حکومت په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پيژندلی خو له هغوی سره یې روابط رامنځ ته کړي دي. د یاد هیواد په بیانه کې ویل شوي چې یو توغندی د فوټبال په یو میدان کې موندل شوی او د نظامي انجینیرانو له خوا خثی شوی دی.

06.07.2022 امریکا غږ

بلینکن په اندونیزیا کې له خپل چینایي سیال سره ګوري

امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) وویل ټاکل شوېده د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اندونیزیا کې د جي شل یا شلو صنعتي هیوادونو د غونډې پرمهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر ونګ یي سره وګوري. ددغه کمساري ملاقات هدف د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالو کمیدل بیان شوی دی. ټاکل شوېده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ جولای اومه اندونیزیا ته ورسیږي او د بالي په ټاپو کې د جي شل د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري. روسیه هم د جي شل غړې ده خو امریکایي چارواکو ویلي دي چې بلینکن به له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ونه ګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا به د تیر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې لومړی ځل وي چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو جګپوړي چارواکي ملاقات سره کوي. د بلینکن او ښاغلي یي ملاقات په داسې حال کې کیږي‌ چې د چین او امریکا ترمنځ تاوتریخوالي د مختلفو مسایلو په خاص ډول د تایوان پر سر زیات شوي دي. یو جګپوړي امریکایي دیپلوماست دانیل کریتنبرینک وویل د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ملاقات کې به هڅه وشي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اوسني تاوتریخوالي او سیالۍ ، د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د "محاسباتي تیروتنې یا تقابل"  لامل نشي. کرینتبرینک خبریالانو ته وویل چې امریکا ژمنه ده په هغو برخو کې چې د امریکا ګټې یې ایجابوي، له چین سره همکاري وکړي. د دواړو هیوادونو د دیپلوماتانو ترمنځ ملاقات په داسې حال کې کیږي چې سپینه ماڼۍ تمه لري جمهور رئیس بایډن په راتلونکو اوونیو کې له خپل چینایي سیال شي جین پنګ سره وګوري. له چین سره د روابطو د ښه والي لپاره د متحدو ایالتو د هڅې برخلاف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نډ پرایس وویل بلینکن به د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ونه ګوري. بلینکن د وروستي ځل لپاره د روان میلاډي کال په جنوري میاشت کې له لاوروف سره لیدلي وو، په هغه ځای کې ښاغلي بلینکن نوموړي ته خبرداری ورکړی وو که روسیه پر اوکراین نظامي برید وکړي‌ له پراخو عواقبو سره به مخ شي. پرایس وویل روسیه باید متحدو ایالتونو ته داسې دلیل وړاندې کړي چې امریکایي چارواکي ورسره دوه اړخیز ملاقات وکړي. پرایس زیاته کړه:" اما یوازینۍ شی چې له مسکو څخه سرچینه اخلي، د اوکراین پر خلکو له تاوتریخوالي او تیري بل څه ندی." له دې مخکې د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې د روسیې او اوکراین له جمهورو رئیسانو غوښتي وو چې د جي شل هیوادونو په غونډه کې ګډون وکړي، هغه غونډه چې ټاکل شوېده په روانه میلادي میاشت کې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې ترسره شي.

06.07.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

06.07.2022 امریکا غږ

امریکا د ازبکستان د قره‌قالپاقستان په وروستیو تحولاتو اندیښنه ښودلې

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) د ازبکستان په قره‌قالپاقستان کې په وروستیو تحولاتو اندیښنه ښودلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو اړخونو غوښتي دي چې د تاوتریخوالو د هواري لپاره سوله ایزه حل لاره پیدا کړي او له تاوتریخوالو څخه ډډه وکړي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:" موږ د هغو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.همدارنګه هغو کسانو سره خواخوږي کوو چې ټپیان شوي‌ دي." په اعلامیه کې زیاته شوې چې متحده ایالات د دیموکراتیکو اصلاحاتو په راوستو کې د ازبکستان له هڅو ملاتړ کوي او له چارواکو غواړي چې نړیوالو تعهداتو ته د ازبکستان د ژمنو په رڼا کې د سوله ایزو تجمعاتو او د بیان د ازادۍ په ګډون د ټولو اساسي حقونو ساتنه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې واشنګټن د ازبکستان له خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې میشل باچلیت هم نن سه شنبې جولای پنځمه په ازبکستان کې د پراخو مظاهرو پرمهال د مرګونو نښتو په اړه د څیړنو غوښتنه کړېده. میشل باچلیت په یوې بیانیه کې وویل:" د مظاهرو پرمهال د وژنو په ګډون د جدي تاوتریخوالو هغه راپورونه چې موږ ترلاسه کړي، ډیر د اندیښنې وړ دي.زه پر چارواکو غږ کوم چې له زغم څخه کار واخلي." د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په اعلامیه کې همدارنګه له چارواکو غوښتل شوي چې د حکومتي مامورینو له خوا د تاوتریخوالو په ګډون د هر ډول جرمي اعمالو د ترسره کیدو د ادعاوو په اړه شفاف او خپلواک تحقیقات ترسره کړي. میرمن باچلیت ویلي چې څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي او د یو کس په اړه چې تورن شوی او کیدای شي تر شل کاله زنداني شي، اندیښنه څرګنده کړې ده. ازبک چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل د هغه هیواد د قره‌قالپاقستان په خپلواکه سیمه کې د جمعې په ورځ د نښتو له امله ۱۸ کسان ووژل شول. دغه نارامۍ د ازبکستان په اساسي قانون کې د یو شمیر تعدیلاتو له پلان کیدو وروسته چې له مخې د یادې خپلواکې سیمې پر اختیاراتو یې هم تاثیر کاوه ، پیل شوې. د اوزبیکستان ولسمشر دغه طرحه له اعتراضونو وروسته لغوه کړه او د یوې میاشتې لپاره یې په دې سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړ.  د فرانسې خبري اژانس لیکلي‌ چې په مرکزي‌ آسیا کې دا مظاهرې پراخې وې او دې کار ازبک چارواکي اړ کړل چې د هغه هیواد په غربي برخه کې یوه میاشت بیړنۍ حالت اعلان کړي. د اساسي قانون د تعدیل په طرحه کې چې اوزبیکستان غواړي د تصویب لپاره یې په راتلونکو میاشتو کې یوه ټولپوښتنه ترسره کړي د قره‌قالپاقستان د حاکمیت او د جلاتوب په اړه څه ندي ذکر شوي.

06.07.2022 امریکا غږ

بایډن د خپلواکۍ په جشن کې په امریکا کې د ناامنۍ د پېښو یادونه وکړه

د متحده ایالاتو  جمهور رئیس جو بایډن د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پخوانیو سرتېرو او نورو مېلمنو سره د خپلواکۍ ورځ لمانځله، چې د امریکا شیکاګو ښار ته نږدې د استقلال د لمانځلو په مراسمو کې ډزې پېل شوې. په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.  هغه د جولای په څلورمه په خپله وینا کې د اېلېنای په ایالت کې ددغه پېښې یادونه وکړه.  جمهور رئیس بایډن وویل: "تاسو ټولو واورېدل چې نن څه پېښ شول. موږ ته هره ورځ رامعلومیږي چې زموږ د ډیموکراسئ هیڅ اړخ نه دی تضمین. زموږ ژوند نه دی تضمین. موږ یې باید د مبارزې، دفاع او رایې کارولو په وسیله تضمین تر لاسه کړو. دا ورځ، زموږ د بیا سمون، تکاُمُل او پراختیا په موخه زموږ د رایو ځای کېدا هغه پخوانۍ ماضي راپه یادوي.  د اېلېنای په های لینډ پارک کې له پیښې څو ساعته وروسته، پولیس وتوانېدل چې په دې تړاو یو تن ونیسې او یو بل مشکوک کس په نښه کړي.  د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یو د مکسیکو تبعه دی.  جمهور رئیس بایډن په خپل بیان کې وویل چې هغه او لومړۍ مېرمن، جېل بایډن، پدې تاوتریخوالي، چې یو ځل بیا یې د خپلواکۍ په ورځ، امریکايي ټولنه غمجنه کړه، خفه دي.  ښاغلي بایډن وویل: "د جولای څلورمه په یوه حساس وخت کې راځي. زموږ اقتصاد وده کوي، خو مشکل لري. آزادي تر برید لاندې ده. هم دلته او هم بهر نه زمونږ ازادي تر برید لاندې ده. په دې وروستیو ورځو کې، د دې فکر کولو دلیل شتون لري چې دا هیواد شاته روان دی. ازادي کمیږي. هغه حقونه چې موږ یې فکر کوو خوندي دي، خوندي پاتې نه شو.  د یادونې وړ ده چې موږ د امریکا د روح لپاره په روانه جګړه کې پاتې یو، لکه څنګه چې موږ له ۲۰۰ کلونو راهیسې یو."  د هایلنډ پارک روغتون یو ډاکټر وویل چې، دوی ته د پیښې له ځای څخه ۲۶ تنه ټپیان وروړل شوي دي.   یوه ټلیفوني ویډیو ښيي چې څنګه د نزدې ودانیو نه پرله پسې ډزې پیل شي نو ډېر شمېر خلک د وېرې په حالت کې تېښته کوي. د سرم ګذشت په ځای کې د خلکو نه پاتې شیانو کې چوکۍ، د ماشومانو د ګرځولو ګاډې، د خوړو ډبي او نور شیان ځای په ځای ګډوډ پراته ښکاري.  د جولای د څلورمې برید د امریکایانو د ژوند د روزمره دودونو د ماتولو لپاره وروستۍ پېښه وه.  ښوونځي، کلیساګانې، د خوراکي توکو پلورنځي او اوس سرم ګذشت په وروستیو میاشتو کې د وژنې په مېدان بدل شوي دي.  دا ځل وینه په داسې وخت کې توی شوې چې ملت هڅه کوله د خپل استقلال او د یووالي هغه جذبه ولمانځي چې دوی یې تر اوسه یو ځای ساتلي دي. 

05.07.2022 امریکا غږ

طالبان د نړۍ 'تر ټولو ځپونکی' ژریم دی - امیري

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو دپاره د امریکا ځانګړي آستازي د طالبانو واکمني د نړۍ "تر ټولو ځپونکی" رژیم بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان له خلکو سره ددې ډلې چلند لامل شوی دی چې د طالبانو پر حکومت باندې د نړیوالې ټولنې بندیزونه دوام وکړي. رینا امیري، له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي دي: "کوم بندیزونه او محدودیتونه چې پر طالبانو لګېدلي وو، د  هغوی د پالیسیو او کړنو له آمله تر اوسه پر ځای پاتې دي". طالبان د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت له آمله امریکا ګرموي او د افغانستان د میلیاردونو ډالرو بسپنې آزادول غواړي. خو میرمن امیري وايي چې ددې پیسو د کنګل کېدو لامل په افغانستان کې د زور له لارې قدرت نیول وو او د بندیزونو د دوام علت د افغانستان له خلکو سره د طالبانو چلند دی. هغې وویل چې طالبانو د ښځو حق له پامه غورځولی او د طالبانو رژیم د نړۍ تر ټولو ځپونکی رژیم دی. په تېر اګست کې واک ته د بیا رسېدو وروسته، طالبانو د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې او ژمنه یې وکړه چې د پرانیستلو دپاره یې کار کوي. میرمن امیري د طالبانو دا ادعا ردوي چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو ته لا تر اوسه زمینه نده برابره او وايي چې په دې تړاو هیڅ داسې تخنیکي او یا لوجیستیکي ستونزه نشته چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخنیوی وکړي. دا وايي، طالبان غواړي د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم مخه ونیسي. دغه امریکايي چارواکې څو ورځې وړاندې د طالبانو له مقاماتو سره له کتلو ډډه وکړه. هغې وویل چې په دغه شرایطو کې، په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو حالت ته په کتو سره، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې خبرې ګټه نلري. تېره اونۍ د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي آستازي، ټامس ویسټ، په مشرۍ یوه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست، امیرخان متقي په مشرۍ له یوه پلاوي سره په دوحه کې د دوو ورځو لپاره خبرې وکړې. مېرمن امیري د مارچ په میاشت کې هم د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لیسو د پرانیستلو څخه د طالبانو د انکار په وجه، د طالبانو د مقاماتو سره له کتلو ډډه کړې وه. رینا امیري پر خپل ټوېټر پاڼه باندې له دې آمله ناهیلي او اندېښنه ښودلې چې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې هلې ځلې تر اوسه کومې مثبتې نتیجې ته ندي رسېدلي. د ملګرو ملتونو دریځ له بلې خوا، د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان نماینده، ریچارډ بنیټ د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې، د افغان ښځو او نجونو په اړه وویل چې د طالبانو آیډیالوژي دومره راټیټه شوې ده چې د افغانستان د ښځو او نجونو اوسنی حالت د طالبانو د اقتدار لومړۍ دورې ته ورته دی. ښاغلي بنیټ پر خپل ټوېټر پاڼه باندې د طالبانو په اړه لیکلي چې د ښځو وضعیت په پراخ ډول مخ په خرابېدو دی، پر ښځو او نجونو باندې بریدونه دوام لري او په طالبانو کې د معافیت کلتور حاکم دی. ریچارډ بنیټ د رینا امیري د موقف ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي دي چې له ښځو او نجونو سره د خبرو زمینه برابره کړي، غوښتنو ته یې غوږ کیږدي په مستقیم ډول ورته ځواب ووايي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د طالبانو له خوا په یوه رابلل شوې ستره غونډه کې ښځو ګډون نه درلود. په غونډه کې د افغانستان د مسایلو په اړه خبرې وشوې. د طالبانو چارواکو وویل چې نارینه و په دغه غونډه کې د ښځو په آستازیتوب ګډون کړی وو. په دغه غونډه کې د تمې خلاف، د ښځو د وضعیت، کار او زدکړو په اړه خبرې ونشوې.

05.07.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

05.07.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more