طالبانو د ډاکټر انوارالحق جبارخیل وژنه تائید کړه
په کابل کې د ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکتر انوارالحق جبارخېل د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د چهارشنې په ورځ جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې ډاکتر جبارخېل دوه ورځې مخکې د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سید جمال الدین افغان ښارګوټي کې پخپل موټر کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې د هغه جسد دوه ورځې مخکې په کابل کې د عدلي طب مسؤلینو ته سپارل شوی وو او تیره ورځ خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله د ډاکتر جبارخېل د وژل کېدو انګیزه نه ده روښانه شوې، خو ویې ویل چې امنیتي ځواکونو د هغه د قاتلینو د نیولو په اړڅېړنې پيل کړي دي.
ډاکتر انوارالحق جبارخېل چې ځان فیلسوف معرفي کاوه په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د جنجالي بحثونو له امله ډیر مشهور شوی وو. یو شمیر راپورونه وایيچې نوموړی په دې وروستیو کې په رواني روغۍ اخته شوی و.
د افغانستان د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکتر وحید مجروح پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلی جبارخېل په دې وروستیو کې په رواني ناروغۍ اخته شوی و.
نوموړي زیاته کړې چې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو او یوتیبرانو د لیدونکو د زیاتولو په هدف له ډاکتر جبارخېل سره پارونکي مرکې کولې.
وحید مجروح زیاته کړې چې همدې مرکو او بحثونو د هغه ژوند په خطر کې واچوه چې له امله یې ووژل شو.
بلخوا د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو د ډاکتر انوارالحق جبارخېل پر وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.
د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل هم د ډاکتر جبارخېل د وژل کېدو په اړه د خواشینۍ په ښودلو سره ویلي چې هغه ته رواني ناروغي پیدا شوې وه.
نوموړي زیاته کړې: "ناروغان د ترحم او درملنې وړ دي،خو دلته متاسفانه وژل کیږي. د دې لپاره چې بیا دا وحشت تکرار نشي؛باید هیچاته اجازه ورنکړل شي چې خپل سر اجرات وکړي."