شاته

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د ټي ټي پي سره د مذاکراتو منظوري ورکړې خو محسن داوړ پرې تحفظات لري

د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د لاقانونه ګرځول ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو رسمي منظوري ورکړې او د دغه عمل د څار دپاره يې پارلیماني کمېټي جوړه کړې او ویل شوي دغه خبرې به د پاکستان د ايين په چوکاټ کې کيږي.

خو د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي هغه په دغو مذاکراتو تحفظات لري او "بنيادي پوښتنه يې دا ده چې دغه خلک [ټي ټي پي] به وسله ږدي که نه ږدي"، د هغه په وېنا "ځکه چې وړاندې کوم خلک راوستل شوي او تسلیم کړی شوي دي د هغو نه وسله تراوسه نه ده اخستل شوې".

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه د نهې/ سه شنبې په ورځ [5 جولايۍ] د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه شوې، چې پکې پارلیماني او سياسي مشرتابه سره، مرکزي او د صوبو اعلا وزيرانو او پوځي مشرتابه هم ګډون کړی دی.

د خبر ترمخه کمېټۍ ته ويل شوي چې د ملکي او سيمه ييزه ثبات او امن دپاره د افغان حکومت په مرسته د ټي ټي پي سره مذاکرات کولی شي او د دې مشري د پاکستان سياسي او پوځي مشرتابه کوي، خو ورسره دا هم ويل شوي چې دا خبرې به د پاکستان د ايين په چوکاټ کې ترسره کيږي.

د دې ترڅنګ ويل شوي چې د وروستيو خبرو د نتيجې منظوري به د ايين لاندې حکومت ورکوي او په پارلیماني غونډه کې په دې خبره ټینګار شوی چې د زور کارولو واک يواځې د حکومت سره دی.

محسن داوړ چې د پرونۍ غونډې برخه وو، وي او اې ډيوه ته یې وويل، "د خبرو دا عمل ډېر د وړاندې نه روان وو اوس پرې د پارلیمان منظوري واخستل شوه، هغه زیاته کړه طالبان که 30000 دي يا 5000 دي هغوی چې راشي نو د هغو نه به دوی وسله څنګه اخلي"؟.

هغه زیاته کړه "يواځې ټي ټي پي قوت نه دی دلته په شمالي وزيرستان کې حافظ ګل بهادر هم يو قوت لري او هغه د دې خبرو د عمل نه بهر دی نو زه څنګه ومنم چې دلته به امن راشي"؟، هغه دا هم وویل په سيمه کې د داعش خطره هم موجوده ده.

د پاکستان حکومت په وروستيو کې منلې چې د ټي ټي پي سره د تير کال اکتوبر د میاشتې راهسې خبرې روانې دي.

او په دغه لړ کې په وروستيو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ نزدې د 50 پورې مشرانو جرګه کابل ته تللې او د ټي ټي پي سره يې خبرې شوې وې.

په وروستيو کې په [28 جون] د ټي ټي پي د مشر ابو منصور چې په نور ولي مسيد پېژندل کيږي، یوه ويډیو مخې ته راغلې او هغه پکې ویلي وو د پاکستان د حکومت سره يې خبرې روانې دي، چې د پاکستان د حکومت د طرفه د دغو خبرو مشري د ايي اېس ايي پخوانی مشر د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد کوي، خو په دغو مذاکراتو کې تراوسه کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

دا چې د ټي ټي پي د مشر دغه ويډيو چرته ريکارډ شوې په اړه يې کره معلومات مخې ته نه دي راغلي خو نوموړی پکې وايي، د دوی مهمه غوښتنه د فاټا انضمام بيرته اخستل دي او دوی د دغه غوښتنې څخه نه شي په شا کېدی.

هغه ويلي، دا مذاکرات په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په سهولت کارۍ کې نه بلکې د طالبانو په مينځګړيتوب کې کيږي، تراوسه پکې کوم پرمختګ نه دی خو که پاکستان د سنجيدګۍ مظاهره وکړي د پرمختګ تمه کېدی شي.

هغه ويلي وو ځيني کسان يې خوشي کړی شوي خو د ملګرو پرضد يې چاپې وهل کيږي او دا عمل مذاکرات اغېزمنولی شي.

د ټي ټي پي مشر ويلي وو هغه غوښتنې چې د دوی د تحریک حيثيت اغېزمنوي هغه ورته بيخي د منلو وړ نه دي، او زیاته کړې يې وه که مذاکرات ناکامه کیږي دوی به خپل وسله وال عمليات جاري ساتي.

د ټي ټي پي د مشر تازه ويډیو د مطبوعاتو سره په داسې حال کې شريکه کړی شوې چې په وروستيو کې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي لخوا د يو بل ضد مخالفه بيانونه هم مخې ته راغلي وو.

له دغې وړاندې د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ويلي وو، د ملي امنيتي کمېټۍ په غونډه کې د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د خبرو په اړه جامع بحث شوی او په هر اړخ پرې خبرې شوي، خو نه به پوځ د قبايلي سيمې څخه ويستل کيږي، نه به قبايلي سيمه بيرته د فاټا حیثيت ته بوتلل کيږي او چا ته به د وسلې اجازه هم نه ورکول کيږي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات روان دي په وړوکي اختر کې شوې ډز بندي تراوسه پورې روانه ده او ټي ټي پي ویلي د بل اعلان پورې ډز بندي عملي وي، خو په دې مينځ کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو او د پوځ لخوا د وسله والو د وژلو دعوې هم مخې ته راځي.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​