شاته

د معترضو ښځو غورځنګ: هيڅ بنسټ حق نه‌لري چې د افغان مېرمنو پر برخليک پرېکړه وکړي

د افغان معترضو ښځو غورځنګ وایي، هېڅ نړیواله او کورنۍ ډله او بنسټ حق نه‌لري چې طالبانو سره د افغان ښځو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

د دې غورځنګ غړې وایي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه د افغان ښځو له حقونو سرغړونه کړې.

د افغان معترضو ښځو غورځنګ پر ټولنیزو رسنیو د څو ویډیویي پیغامونو او بیان په خپرولو ټینګار کوي او وايي، هېڅ څوک هم د افغان ښځو چې د دوی په خبره د ټولنې نیمایي نفوس جوړوي، طالبانو سره د خبرو او د دوی په اړه د پرېکړې حق نه‌لري.

د دغو معترضو ښځو له ډلې راضیه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل، دوی دا بیان او غوښتنې ځکه خپرې کړي، چې څو موده مخکې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې له افغان ښځو سره دې ناسته وکړي.

اغلې بارکزۍ وایي، هېڅ بهرنۍ او یا کورنۍ ډله او سازمان نه‌شي کولای د افغان ښځو استازیتوب وکړي او ټینګار کوي، چې افغان ښځې هم نه‌غواړي طالبانو سره خبرې او ناستې وکړي.

نوموړې وايي، نړیواله ټولنې دې پر طالبانو فشارونه او بندیزونه زیات کړي.

اغلې بارکزۍ وويل: "دوی «طالبانو» تر اوسه نړۍ او د افغانستان خلکو ته هېڅ هم نه‌دي وړاندې کړي پرته د بشر ځپنې، د ښځو د ځپلو او پرته له دې چې ورځ په ورځ د ښځو پر وړاندې د نه منلو قوانین جوړوي."

په ورته وخت کې د دې غورځنګ یو شمېر غړو پر خواله رسنیو هم د لنډو ویډیویي کلیپونو په خپرولو له ملګرو ملتونو او نړبوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان دې په رسمیت نه‌پېژني.

د دې غورځنګ غړې هُدا خموش په دې اړه ویلي: "د طالبانو سپیناوی مه کوئ، هغوی د اصلاح کېدو نه‌دي، موږ له طالبانو سره د افغان ښځو د ناستې د غوښتنې په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړې د لغوه کولو غوښتونکې یو، طالبان کورنی او بهرنی مشروعیت نه‌لري، افغان ښځې هغوی په رسمیت نه پېژني."

دغو ښځو پر خواله رسنیو په یو خپور کړي بیان کې له طالبانو سره د افغان ښځو د ناستې د غوښتنې د لغوه کولو، پر طالبانو د بندیزونو د زیاتولو، په بشري جنایتونو د طالبانو تورونو کسانو ته د سزا ورکولو، په افغانستان کې د صحرایي محاکمو د مخنیوي، د طالبانو د لومړنۍ دورې واکمنۍ تجربې ته په کتو دوی ته د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د رسمیت ورکولو د مخنیوي غوښتنې کړي.

طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو محدوديتونه لګولي دي.

دغه شان په بیان کې له ټولو نړیوالو سیاسي او غیر سیاسي بنسټونو او ادارو غوښتل شوي، چې د افغانستان د خلکو ګټو ته پام وکړي، د افغان معترضو ښځو ملاتړ دې وکړي، په نړیوالو ناستو کې د افغان ښځو راتلونکي ته جدي پام واړوي او دغه شان د طالبانو له لوري د افغان ښځو او ماشومانو د بشري سرغړونو اړوند شکایتونو ته دې رسېدنه وشي.

هڅه مو وکړه د دغو ښځو د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو ویاندویانو یې زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي چې د اسلامي لارښوونو په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي دي، هغه څه چې ډېری افغانان او نړیواله ټولنه ترې راضي نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون د روان ميلادي کال د جولای په لومړۍ نېټه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د یوې اضطراري ناستې په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې له افغان ښځو سره دې د دوی د حقونو په اړه ناسته وکړي - هغه څه چې تر اوسه یې د طالبانو له لوري کوم ځواب نه دی ورکړل شوی.

پر طالبانو له هغه ورسته نیوکې زیاتې شوي، چې له شپږم ټولګیو پورته نجونو ته یې ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنه کړه، د ډېری دولتي کارکوونکو ښځینه کارکوونکې یې په کورونو کښېنولې او حجاب یې پرې اجباري کړ.

د دې تر څنګ د سفر محدودیتونه یې هم پر ولګول، چې په خپله افغان ښځو یې هم پر وړاندې غږ پورته کړ او اعتراضونه وکړل، خو د اعتراض کونکو په خبره، چې په وار وار د دوی د اعتراضونو مخه هم ونیول شوه.