شاته

د طالبانو مشر وايي له امریکا سره ښې اړیکې غواړي

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده وايي چې حکومت یې د امریکا متحده ایالاتو او نړۍ سره د "ښو او پیاوړو" اړیکو غوښتونکی دی.

ملا هبت الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ جولاۍ شپږمه (چنګاښ ۱۵) د لوی اختر په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته کوم ګواښ متوجه نشي او له هغوی یې هم غوښتي چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونکړي.

د طالبانو مشر ویلي دي: "موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو."

داپه داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاه تیره اوونۍ په کابل کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو یوې لویې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپلواک ډول پریکړې کوي او د هیڅ کوم هیواد تر اغیز لاندې نه دي.

هغه وویل: "نړۍ دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو."

د طالبانو مشر پخپل اختریز پیغام کې د طالبانو حکومت له داخلي مخالفینو څخه غوښتي چې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي او په خبره یې د "داخلي او بهرنیو دسیسو" ښکار نشي. دا مهال د احمد مسعود په مشرۍ په بنچشیر او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو په ضد جګړه روانه ده.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پخپل پیغام کې د افغانانو دیني او عصري زده کړو ته هم اشاره کړې ده، نوموړي زیاته کړې چې "اسلامي امارت" د ښوونې او روزنې بهیر ته خاصه توجه کوي: "د ښوونې او روزنې بهیر ته اسلامي امارت خاصه توجه کوي، خصوصاً په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیې ته او ترڅنګ یې د عصري علومو تربیې ته."

نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې د طالبانو په حکومت کې لا هم تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. سره له دې چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو فعالانو او نړیوالې ټولنې له طالبانو په وار وار غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي او د ښځو اساسي حقوقو ته درناوی وکړي، طالبانو په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستی.

ملا هبت الله د خپل پیغام په یوه بله برخه کې د افغانستان د خلکو ستونزو ته په اشاره ویلي چې د طالبانو حکومت دغه ستونزو ته متوجه دی او په خبره یې د اقتصاد پیاوړتیا، بیارغونه او د ستونزو حل کول د طالبانو د حکومت مسئولیت دی.

افغانستان دا مهال له بشري بحران سره مخامخ دی او ملګري ملتونه وايي چې ۹۷ سلنه خلک له لوږې سره مخامخ دي. همدغه راز د طالبانو په حکومت نیوکه کېږي کابینه کې یې «یوازې ملایان او دیني عالمان دي» او مسلکي او تخصصي کسان په کې نشته. همدغه راز د دوی په حکومت کې یوه ښځه هم نشته او نړیواله ټولنه یې هم «همه شمول» نه بولي.

هغه پخپل اختریز پيغام کې د بیت المال ساتنې، له خلکو سره د طالبانو نیک چلند، هېواد ته د راګرځېدونکو افغان شخصیتونو سره ژمنو، او د شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو فعالیتونو ته هم اشاره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ځینې سازمانونه د افغانستان د بېلابېلو سیمو څخه د مخکني حکومت د ځینو غړو د نیولو، ځورونې، بندي کولو او وژلو راپورونه ورکوي.

همدغه راز، د طالبانو له راتګ وروسته لسګونه رسنۍ وتړل شوې، یو شمېر خبریالان د طالبانو له لوري ونیول شول، وځورول شول او ځینې یې وايي چې د کار پرېښودو ته مجبور شوي دي.

د طالبانو مشر پر داسې مهال له امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره د نیکو اړیکو غوښتنه کوي چې د تیرو لسو میاشتو راپدېخوا د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

د طالبانو مشر پر داسې مهال ګانډیو هیوادونو ته د افغانستان خاورې د امنیتي ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی چې ازبکستان پرون سې شنبه وویل چې د افغانستان له خاورې څخه پر هغه هېواد پنځه توغندي توغول شوي خو هیڅ یوه انفجار ندی کړی.