په زلزله ځپلو سیمو کې بشري فعالانو ته د کمپونو د جوړېدو غوښتنه شوې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا (OCHA) وايي، د مخابراتي شبکو او لارو خرابولي له امله په پکتیکا او خوست ولایتونو په زلزله ځپلو ولسوالیو کې د بشري فعالانو لپاره د کمپونو جوړول یوه جدي اړتیا ده.
شهباز شريف: نېشنل اېکشن پلان کې به د صوبو کردار بحال کړی شي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، په ملک کې د ترهګرۍ ضد جوړه قامي تګلاره "نېشنل اېکشن پلان به په صوبو کې بيا بحال کولی شي کوم چې په تيرو څلورو کلونو کې موجود نه وو، او په صوبو کې د ياد پلان د پامه غورځولو له امله ترهګري سېوا شوې ده".
د بشري حقونو نړیوال سازمانونه: طالبان باید 'ډله ییز مجازات' بند کړي
د بشري حقونو څار سازمان د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د غچ اخیستونکو اقداماتو راپورونو خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
امریکا اوکراین ته د توغندیو د دفاع پرمختللی سیستم پیري: سرچینه
متحده ایالات ښایي په همدې روانې اوونۍ کې اعلان وکړي چې د اوکراین لپاره د توغنديو داسې پرمختللی سیستم پیري چې د لنډ او منځنۍ واټن توغندیو د دفاع وړتیا ولري.
سيند: د بلدياتي انتخاباتو په مهال د تشدد په پېښو کې دوه کسان وژل شوي
د پاکستان په سيند صوبه کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [26 جون] ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د تشدد په پېښو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
سوات: ضمني انتخابات پي ټي ايي ګټلي، اې اېن پي نتيجې رد کړي
د خېبرپښتونخوا په سوات کې پرون د صوبايۍ اسمبلۍ په حلقه [پي کی 7] ترسره شوو انتخاباتود غېر ختمي غېر سرکاري نتيجو ترمخه دغه څوکۍ په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف [پي ټي ايي] امېدوار ګټلې ده خو مخالفه عوامي نيشنل ګوند [اې اېن پي] دغه نتيجې رد کړي او د نتيجو چېلنج کولو يې ويلي دي.
د جنوبي افریقا د نڅا په یو کلب کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي
د جنوبي افریقا د ختیځ لندن په بندري ښار کې پولیس د نڅا په یو کلب کې د لږ تر لږه شلو کسانو د مړینې په هکله تحقیقات کوي.
د ترکیې جمهور رئیس د فنلنډ او سویډن د مشرانو سره ګوري
پداسې حال کې چې ټاکل شوې د ناټو د غړیو هیوادنو مشران د همدې روانې جون میاشتې په ۲۹ مې او ۳۰ مې د هسپانیې د مادرید په ښار کې جرګه شي، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یکشنبه جون ۲۶ (چنګاښ۵) ویلي چې د سویډن او فلنډ د مشرانو سره ګوري.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
عمران خان وایي د پنجاب ضمني انتخابات "د امپایر د مرستي بغیر هم" گټلی شي
پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ډلې مشر عمران خان یو ځلي بیا تور لګولی چې اوسنی حکومت ورباندې مسلط کړی شوی او دعوې یې کړي چې "د امپایر د مرستې بغیر" پنجاب کې ضمني ټاکنې ګټلی شي. د پنجاب د صوبائي حلقې (PP-158) کې د تحریک انصاف د پلویانو سره وینا کې د ګوند مشر عمران خان وویل: "دغه غله په مونږ باندې مسلط کړل شوي دي او دوی په یوه لاره ټاکنې ګټلی شي چې امپایر یې ملاتړ وکړي، خو مونږ به دوی ته ماتې ورکوو، د دې سربېره چې امپایر به د دوی سره وي." د پاکستان الېکشن کمېشن د پنجاب د اعلی وزیر په ټاکنو کې د پي ټي آی د کاندید، چوهدري پروېز الهي په ځای د مسلم لیګ – ن ګوند کاندید حمزه شهباز ته ووټ اچولو سره، د صوبائي اسمبلۍ د ۲۵ مخالفو ممبرانو د غړیتوب ختمولو نوټیفکېشن جاري کړی و. د پنجاب اسمبلۍ د معلوماتو ترمخه، په دغه چوکیو به ضمني ټاکنې د جولائی په ۱۷مه نېټه ترسره شي. بل پلو ته د څېړونکو وینا ده چې د عمران خان دپاره به د اسټبلشمنټ بغیر د پنجاب ضمني انتخابات ګټل ممکنه نه وي. پاکستانی صحافي اوېس توحید وایي، عمران خان خپله یو اثر لري، خو دوی کال ۲۰۱۸ کې د اسټبلشمنټ د مرستې بغیر واک نشو تر لاسه کولی. اوېس توحید وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل: "عمران خان ګڼي چې د ادارې سره د دوی اختلافات د څه خلکو په اساس دي، خو دوی فکر نه کوي چې داسې څه دي موجود وي. د اوېس توحید په باور، د ادارې سره اختلاف په راتلونکي وخت کې د عمران خان په وړاندې نوې ستونزې رامنځ ته کولی شي. عمران خان د اپرېل په ۱۱مه نېټه د بې باورۍ تحریک د لارې، د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه لېرې کړل شو. عمران خان د خپل د لېرې کولو تور، په امریکا او د ریاستي ادارو په مرستې، پر مخالفو ګوندونو لګولی دی. بل پلو امریکا د پاکستان په سیاست کې د لاسوهنې تورونه، وار په وار رد کړي دي. تاریخ که څه هم ښيي چې د هېواد په ټاکنو کې د اسټبلشمنټ یو رول پاته شوی دی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ ویاند، مېجر جنرل بابر افتخار په څرګنده ویلي چې پوځ دې د هېواد له سیاسته لېرې وساتل شي. د مخالفینو وینا ده چې عمران خان د خپلې نااهلۍ او په هېواد کې د اقتصادي بحران راپېدا کولو د سببه، د ګوند و ملګرو له اړخه رد کړی شوی چې د چوکۍ څخه د لېرې کېدو سبب یې ګرځېدلی و. تحریک انصاف ګوند په سېند کې کېدونکو بلدیاتي انتخاباتو کې هم د غلطۍ او درغلۍ تورونه لګولي دي. د ګوند مشر عمران خان د یو ټویټ د لارې، د دوی د ګوند د کاندیدانو د ېرولو، او ځورولو تورونه لګولي دي. د رپوټونو ترمخه، د سېند صوبې په بلدیاتي ټاکنو کې په لوی شمېر چوکۍ تر لاسه کوونکي پیپلز ګوند، په وفاق کې د دوی ملګري متحده قومي موومنټ او د پي ډي اېم ائتلاف غړي جمعیت علمای اسلام هم د درغلۍ تورونه لګولي او ویل کیږي چې په بلدیاتي ټاکنو کې الېکشن کمېشن د خپلې ذمه وارۍ په ترسره کولو کې پاته راغلی دی. بل پلو ته پیپلز ګوند دغه تورونه ردوي او د ګوند مشر بلاول بهټو زرداري خپل یوه ټویټ کې ویلي چې مخالفین یې د بایللو وروسته، د مایوسئ ښکار دي او د تشدد دړکۍ ورکول کیږي. په سېند کې کېدونکې بلدیاتي انتخاباتو کې د تشدد په پېښو کې د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه، دوه تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
زلزله ځپلو ته د مرستو رسېدو په لاره کې ویجاړ سرکونه او نور خنډونه
د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزلې راهیسې پنځه ورځې تیريږي. د اسوشیټډ پرس د خبر په اساس، د پکتیکا او خوست ځینو سختو ځپل شویو سیمو ته د ویجاړو شویو لارو او خرابو سرکونو له آمله لا تر اوسه کافي مرسته نده رسېدلې. د پکتیکا د ګیان د ولسوالۍ اوسېدونکی نعیم ګل چې د خټو او ډبرو جوړ کور یې د چهارشنبې په زلزله کې ویجاړ شوی او پلار او دوه خویندې یې پکې وژل شوي دي، د مرستو کمښت ته اندېښمن دی. نعیم ګل نن یکشبنې ۲۶ جون (چنګاښ ۵) اسوشیټد پرس ته وویل: "نه پوهیږم چې موږ به څه کوو او خپل ژوند څنګه بیرته پیل کړو. د بیا رغونې دپاره پیسې هم نلرو". د پکتیکا او خوست په زرګونو نوري کورنۍ هم همدا اندېښنه لري. په دغه سیمه کې له وړاندې اقتصادي ستوزې وې خو زلزلې ددغه ځای د اوسېدونکو ژوند ډیر سخت کړی دی. طالبانو چې پیسې او امکانات ورسره محدود دي، پر نړیوالو د مرستې غږ کړی دی. د شبنې په ورځ د طالبانو حکومت یو ځل بیا له واشنګټن څخه وغوښتل چې د افغانستان اووه میلیارد ډالر کنګل شوي پیسې خلاصې کړي. ملګرو ملتونو، نړیوالو مرستندویه موسسو او ځینو هېوادونو افغانستان ته د مرستو لیږل پیل کړي دي. چین پرون د ۷.۷ میلیون ډالرو عاجلو بشري مرستو اعلان وکړ. ایران، پاکستان، جنوبي کوریا، متحده عربي اماراتو او قطر له وړاندې زلزله ځپلو ته خیمې، البسه او د اړتیا وړ نور توکي لېږلي دي. د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي آستازی، رامیز الکباروف پرون په پکتیکا کې زیانمنې شوې سیمې ته ورغلی وو چې د مرستو د وېش بهیر له نږدې وویني. د ملګرو ملتونو په ډوډۍ، اوړو، وریجو، کمپلو او نورو اړینو توکو بار ټرکونه دغه سیمې ته رسېدلي دي. خو د پیسو او ضروري وسایلو کمښت د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي. په لوجیستیکي او نورو برخو کې دغه محدودیتونه د طالبانو لپاره هم ستره آزموینه ده چې څنګه د ویجاړو شویو کورونو خاورې خځلې لرې کړي او ځپل شویو کورنیو ته مرستې ورسوي. په ډیرو ځپل شویو کلیو کې مړي په ډلییزو قبرونو کې دفن شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د غمغږئ د ادارې (OCHA) د معلوماتو له مخې، نږدې ۸۰۰ کورنۍ بې سرپناه پاتې دي. د ګیان د ولسوالۍ نعیم ګل ته د یوې سیمییزي خیریه ټولنې لخوا یوه خیمه او څو کمپلې ورکړل شوي دي. خو هغه او د کورنۍ ژوندي پاتې غړي یې چې په زلزله کې یې هر څه له لاسه ورکړي دي، باید خپل چاره پخپله وکړي. افغانستان په تېر اګست کې، واک ته د طالبانو د رسېدلو راهیسې، د نړیوالو مرستو د درېدو له آمله له سخت اقتصادي مشکل سره مخامخ دی او زلزلې د خلکو ژوند نور هم سخت کړی دی. د لویدیځ مرسته کوونکو هېوادونو خپلې اوږد مهالې مرستې بندې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته احترام وکړي. اوس د افغانستان د ۳۹ میلیونه نفوس نږدې نیمايي د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ دی. د دولتي ادارو ډاکترانو، ښوونکو او نورو کارکوونکو په میاشتو خپل معاش نه دی اخیستی. د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې هڅه کوي چې اړمنو افغانانو ته خواړه ورسوي، د عامې روغتیا سیستم فعال وساتي او افغانستان له یوه بشري ناورین او لوږې څخه وژغوري. د پکتیکا او خوست په لیرې پرتو سیمو کې چې د چهارشنبې زلزلې سختې ځپلي دي، امکانات له وړاندې کم وو. د افغانستان ځینې شتمن کسان او سوداګر لاس په کار شوي دي. د افغانستان د پانګونې او سوداګرئ خونو نن اعلان وکړ چې د پکتیکا او خوست دپاره یې یو نیم میلیون ډالر راغونډ کړي دي. خو د ډیرو ځپل شویو کورنیو دپاره چې په زلزله کې یې کورونه ړنګ شوي دي، کیدای شي دا مرستې هم کافي نه وي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
روس د اوکراین په دوو سترو ښارونو - کيېف او خارکیف - باندې د میزائیلو حملې کړي دي
واشنګټن - روس د اتوار/یکشنبي په ورځ [جون ۲۶مه] د اوکراین په دوو سترو ښارونو – سرښار کيېف او خارکیف – باندې د میزائیلو نوي بریدونه وکړل. دا حملې په داسې حال کې وشوې چې د نړې د اوو سترو طاقتوره اقتصادونو (جي-۷ ډلې) مشرانو د ماسکو د لا زیات څنډې ته کولو دپاره د لارو چارو په موندلو خبرې پیل کړي دي. د سرښار کيېف ښاروال (مېئر) ویټالي کلېچکو ویلي چې د روس په تازه بریدونو کې د کیېف د رهایشي فلېټونو دوه ودانۍ په مزائیلو لګېدلي چې لږ ترلږه یو تن په کې مړ شوی او څلور نور زخمیان دي. روسي پوځیانو په اوکراین کې خپل د کروز میزائیلو استعمال زیات کړی او ورباندې د اوکراین په شمال لویدیځو سیمو کې اهداف په نښه کوي. د اوکراین په څو ښارونو کې د هوایي بمباریو د خبرداري سائرنونه هم غږول شوي دي. د امریکا صدر جو بایډن چې د جرمني د چانسلر اولاف شولټز سره یوځای د جي-۷ ډلې د هرکلي په دستوره کې راښکاره شو، په سرښار کيېف باندې یې د روس د تازه حملو په باب وویل: "دا تر ډېره د هغوی بربریت ښکاره کوي." په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل، د جي-۷ ډلې د مشرانو د جاري ناستې یوه اهمه موضوع ګڼل کیږي. د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ورځ وویل چې هغه به هم د ګل/دوشنبې په ورځ په دې ناسته کې ګډون وکړي. بایډن وویل چې امریکا او د جي-۷ ډلې نور ستر اقتصادي طاقتونه به د روس نه د طلا په درامداتو باندې پابندي ولګوي. په اوکراین باندې د روس د یرغل وروسته چې دا دی نهمه میاشت یې ده، په ماسکو باندې دا تر ټولو تازه پابندي ده. د جي-۷ ډلې د هېوادونو – کېنېډا، فرانس، جرمني، اېټلي، جاپان، برطانیه او امریکا – مشران کوشش کوي چې د روس په مقابله کې خپل اتحاد وساتي. که څه هم د اوکراین جګړې اثرات په نړېوال اقتصاد ورځ تر بلې سېوا کیږي او امریکا کې هم داسې قیمتي راغلې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې نه وه راغلې. د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن د امریکا سي اېن اېن ټلوېژن سره په یوه مرکه کې ویلي چې مغربي ملکونه د روس په وړاندې مقابله کې د بې وسه کېدو ښکار نه ګرځي او "په کار ده چې د آزادۍ او جمهوریت دپاره ګامونه اوچت کړي." جانسن دا هم وویل چې د اوکراین د آزادۍ په لاره کې امریکا داسې ده لکه "د غونډۍ پر سر یو ځلانده ښار" او همداسي به پاته وي. د برطانیې وزیراعظم زیاته کړه چې که د روس صدر ولاډیمیر پوټین د اوکراین په قبضه کولو کې کامیابه شي، نو دا به "تباه کنه" وي. روس که څه هم د زېلنسکي د حکومت په نسکوره کولو او یا د کیېف په قبضه کولو کې ناکامه شوی، مګر د اوکراین په ختیځو سیمو کې یې پرمختګونه کړي دي. په کیېف باندې دا نوې حمله یوه ورځ پس له هغه وشوه چې اوکرایني عسکر په ختیځ کې د سیویروډونېټسک ښار نه ووتل، او په دې توګه د څو هفتو سختو جګړو نه پس، روس هلته غټه پوځي کامیابي ترلاسه کړه. روس اوس مهال د اوکراین ټول لوهانسک صوبه پخپله قبضه کې لري. لوهانسک د ډونباس سیمې یوه برخه ده او روس غواړي چې ټول ډونباس باندې قبضه ولګوي. اوکراین دا هم ویلِ چي روسي ځواکونو سیویروډونېټسک ته څېرمه د لیسي چانسک ښار هم پوره قبضه کړی دی. ماسکو دعوه کړې چې په هغه سیمه کې یې شاوخوا دوه زره (۲۰۰۰) اوکرایني عسکر کلابند کړي دي. د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ورځ پخپل ورځېني تقریر کې وویل چې "اوکراین لا زیاتو پوځي مرستو او د فضايي دفاع سیسټمونو ته ضرورت لري – هغه نوي سیسټمونه چې زمونږ شریکان یې لري – او دا سیسټمونه باید د مشق په علاقو او یا ذخیرو کې نه وي، بلکې په اوکراین کې وي، چېرته چې اوس ورته ضرورت شته." د یادونې وړ ده چې پوټین د روس په سنټ پېټرزبورګ ښار کې د بېلاروس صدر الېکسنډر لوکاشینکو سره ملاقات وکړ او ددې لیدنې نه صرف څو ساعته پس، د اوکراین په شمال لویديځو سیمو او کییف باندې د میزائیلو حملې وشوې چې دا مېزائیلونه د بېلاروس د فضا نه تېر شول او په اوکراین ولګېدل.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه