ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا له هند سره په ګډه بې پیلوټه الوتکې جوړوي

د هند پاسفیک د امنیتي‌ چارو په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ایلي راتنر وايي چې متحده ایالتونه به د بې پیلوټه الوتکې د جوړولو او رغولو په برخه کې له هند سره ګډ کار کوي.

23.09.2022 امریکا غږ

امریکا د ایران د اخلاقي امنیت په پولیسو او ۷ جګپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د ایران د اخلاقي امنیت په پولیسو د "ایراني میرمنو د ځورولو، پر هغوي د تشدد کولو او د سوله ایزو مظاهره چیانو د حقونو څخه د سرغړاونو د تورونو" له کبله بندیزونه ولګول.

22.09.2022 امریکا غږ

ټرمپ او اولادونه یې په سترې جعل کارۍ کولو تورن شویدي

د امریکا د نیویارک ایالت لویې څارنوالې په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د هغه د کورنۍ په نړیوال کاروبار او دریو اولادونو تور پورې کړی چې د ځانونو د شتمن کولو لپاره یې د خپلې دارایۍ ارزښت څو ملیارده ډالر جګ ښودلی او په "حیرانوونکې جعل کارۍ" تورن شویدي.

22.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

22.09.2022 امریکا غږ

په ترکیه کې ښځو په ایران کې له پولیسو سره د مړې شوې  ښځې پر سر لاریون کړی

واشنګټن – یوه ډله ایرانۍ مېرمنو چې په استانبول کې اوسېږي له ترکانو سره یوځای د تهران د پولیسو په یو زندان کې د ۲۲ کلنې مهسی امیني د مړینې له امله د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ایران کونسلګرۍ مخې ته لاریون کړی. د استانبول پولیسو چې د نهې یا سې شنبې په ورځ یې په تکسیم څلور لاري کې په وار وار د دغې ډلې د راټولېدو مخه نیوله دا ځل له لرې څخه د هغوی څارنه کوله. د لاریون پر وخت لږ تر لږه درې مېرمنو له مېرمن امیني سره د شوې رویې په احتجاج کې خپل د سر وېښته پرې کړل.   پولیسو مهسی امیني له دې امله نیولې وه چې د دوی په وینا ټکری یې نه و په سر کړی او د سر وېښته یې ښکاره کېدل. هغه وروسته د پولیسو په توقیف خانه کې مړه شوې ده. لاریون کونکو په فارسي، ترکي او کردي ژبو شعارونه ورکول. په ترکي ژبه شعار و چې "مونږ خاموشه نه پاتې کېږو، مونږ نه وېرېږو" او "زما بدن زما پرېکړه" په فارسي او کردي ژبه شعارونو کې وو چې "ښځې په ازاده ژوند کوي" او "مونږ د ملایانو رژیم نه غواړو." د کابو ۳۰۰ کسانو دغې ډلې له ځانونو سره داسې بېنرې هم درلودلې په کومو باندې چې د ایران په ستر مذهبي مشر ایا الله خامنايي‌ او د ایران په رژیم باندې توندې نیوکې لیکل شوې وې. یو له لاریون کونکو څخه مهدي سګلر نومېده چې په ترکیه کې د تېرو شلو کالو راهیسې ژوند کوي. سګلر د امریکا غږ ترکي څانګې ته ویلي، "دوی یوه جلۍ تر مرګه وهي یواځې د دې لپاره چې وېښته یې ښکاره شوي." هغه زیاتوي، "د هغوی خپل ماشومان چې اروپا او امریکا کې دي، هر ډول چې وغواړي هغه ډول ژوند کوي خو هغوی دا جلۍ د پولیسو په سټېشن کې یواځې له دې امله وهل شوې چې وېښته یې ښکاره شوي او دومره یې وهلې چې په دماغ کې یې وینه راټوله او مړه شوې. مونږ دلته د دې پرضد احتجاج کوو. په ایران کې هم زمونږ خلک سړکونو ته راوتلي دي." یوه بله ایرانۍ لاریون کونکې ګېلاري عبدي ویلي، چې که څه هم له خپل هېواد سره ډېره زیاته مینه لري خو د زیات فشار له امله خپل هېواد کې نشي اوسېدلی. هغه وايي، "زه ازادي ته اړتیا لرم، خو زه په ایران کې ازادي نه لرم. زه دلته له مجبوریته د تېرو دوو کالو راهیسې ژوند کوم. دوی مهسی له دې امله ووژله چې وېښته یې ښکارېدل. هغه یواځې ۲۲ کلنه وه. زه هم یوه ښځه یم او زه ازادي غواړم."

22.09.2022 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

22.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

22.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

22.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

22.09.2022 امریکا غږ

ایران کې د مظاهرو دوام؛ '۳۱ مظاهره چیان وژل شوي' او حکومت انټرنیټ محدود کړی

په ایران کې نږدې یوه اوونۍ کیږي چې خلک په بیلا بیلو ښارونو کې د یوې ځوانې نجلۍ په مړینې د اعتراض څرګندولو په خاطر مظاهرې کوي.

22.09.2022 امریکا غږ

اروپايي ټولنه له اوکراین سره نوره پوځي مرسته کوي او په روس باندې بندیزونه غواړي

واشنګټن - د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل ویلي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې موافقه کړې چې له اوکراین سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړي او زیاتې یې کړي. دغو وزیرانو همدارنګه ویلي، چې د روس د اقتصاد په ځینو ځانګړو برخو کې په نورو روسانو هم باید په بندیزونو لګولو غور وشي. بورېل په نیویارک کې د وزیرانو په کچه د یوې ځانګړې غونډې له جوړولو وروسته د شورو یا چهارشنبې ناوخته خبریالانو ته وویل، د بندیزونو د نوې بستې په جزیاتو باندې د اروپايي ټولنې د استازو موافقه اړینه ده خو دی ډاډه دی چې پراخ ملاتړ به ورسره وي. هغه وویل، دا مهمه وه چې وزیران سره وویني او په همدې ورځ یو قوي پیغام واستوي چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین په خپل هېواد کې د اضافي سرتېرو د متحرک کېدو امر ورکړ او دا چې "پوتین هڅه کوي اوکراین ویجاړ کړي." بورېل زیاته کړه، "د روسانو له یرغل سره که یوې خواته اوکراینیان سخت ځپل شوي، اوس روس غواړي د جګړې بیه او تاو خپلو خلکو ته هم ورسوي." هغه وویل، د پوتین دا خبره چې که د خپل ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا شوه نو روس تیار دی چې اټومي وسلې وکاروي "یوه غیر مسولانه او شخصي هڅه ده چې غواړي له اوکراین سره زمونږ دوامداره ملاتړ اغیزمن کړي." په روس کې د اضافي سرتېرو د نیمه تیارېدو پرضد لاریونونو کې ۱۳۰۰ کسان نیول شوي: په روس کې د ولسمشر ویلادیمر پوتین له هغه امر څخه وروسته چې ددغه هېواد درې لکه اضافي سرتېري دې نیمه تیاری ونیسي، په ټول روس کې لاریونونه شوي او په دغه مهال تر ۱۳۰۰ زیات کسان نیول شوي دي. د پولیسو یوه څارونکې ډله وايي، چې قوم ته د پوتین له وینا څخه وروسته د هېواد په ۳۸ ښارونو کې د دغې وینا پرضد لاریونونه شوي چې لږ تر لږه ۱۳۳۲ کسان پکې نیول شوي دي. دا په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل راهیسې په روس کې تر ټولو ستر لاریونونه دي. د فرانسې خبري رسنۍ یا اې اېف پي خبریالان چې په ماسکو کې دي وايي، پولیسو لږ تر لږه ۵۰ کسان یواځې د راکړې ورکړې یا شاپېنګ په اصلي سړک نیولې دي. د اې اېف پي خبریالانو همدارنګه ویلي، چې پولیسو په سېنټ پیټرزبرګ کې د لاریون کونکو یوه وړه ډله نیولې او بسونو ته یې پورته کړې ده. لاریون کونکو د اضافي سرتېرو د نه تیارېدو نارې وهلې.

22.09.2022 ډیوه

د بلوچستان حکومت: په سېلاب ځپلو سيمو کې ماشومان او مېندې د خوﺭاک له کمي او د نارغيو له خطر سره مخامخ دي

د صحت محکمې ډپټي دايريکټر، ډاکټر محمد رفيق وايي په بلوڅ مېشت ضلعو صحبت پور، جعفر اباد، نصير اباد او جهل مګسي کې لا هم د سېلاب زياتې اوبه ډم ولاړې دي چې له کبله يې د خلکو په مرسته کولو کې حکومت او د صحت محکمې کارکونکي له مشکل سره مخ دی

22.09.2022 ډیوه

بلاول بوټو:افغان طالبانو نړۍ سره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي ځکه یې حکومت په رسمیت ونه پېژندل شو

تېرکال داګست په میاشت په اقتدار له قبضې کولو وروسته طالبانو د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانستي وؤ، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو

22.09.2022 ډیوه

سوات کې دطالبانو په بیا راپورته کېدو د بڼ نڅاګرې خپل تحفظ ته اندېښمنې دي

په سوات کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو د رپورټونو راتلو سره سم دنورو په څېر په سوات کې میشت هنرمندان، په ځانګړي ډول نڅاګرې اؤ سندرغاړې، هم سختې ویریدلې دي اؤ اوس دوي دطالبانو له ویرې دموسیقۍ محفلونو ته له تګ ډډه کوي. دسوات په سرښار مینګوره کې د هنرمندانو داستوګنې په سیمه"بڼ" کې اوس هم دخلکو ګڼه لیدل کیږي خو په دغه محله کې اوس دهنرمندانو له کورونو د موسیقۍ غږ نه راخیژي. په هنرمندانو کې دا ویره هله زیاته شوه چې اوړمه ورځ په ځایي مطبوعاتو اؤ ورځپاڼو کې رپورټونه خپاره شول چې سوات کې یو وارې بیا دطالبانو په ضد دپوځي اپریشن لپاره تیارۍ سرته رسېدلي دي. پوځ یا حکومت لا تر دې ساعته په رسمي ډول پخلی نه دی کړی چې ګنې سوات کې یو وارې بیا د طالبانو پرضد عملیات پیل کوي. دسوات یوه مشهوره نڅاګره چې په پښتو فلمونو کې یې هم کار کړی اؤ سندرې یې هم ویلي دي رخسانه (فرضي نوم) په دې وینا د وي او ای ډيوه سره له خبرو اترو انکاري شوه چې "اوس حالات خراب دي،نه زه میډيا سره خبرو ته تیاره یم ،نه سازیان تیار دي اؤ نه نورې جینکۍ دمیډیا مخې ته راتلل غواړي" دسوات ځایي خبریال انور انجم وي او ای ډيوه ته وایي" دا خلک(فنکاران) خو په عامو حالاتو کې هم دخطرو سره مخ وي، ډیرې نڅاګرې په دې وروستیو کې ووژل شوې، اوس چې یې بیا دطالبانو اوریدلي دي ، نو په کورونو ناست دي اؤ محفلونو ته له ویرې نه ځي" دپښتو  تکړه سندرغاړې مسکان چې له ماشومتوب یې په سندرو پیل کړی اؤ اوس رالویه شوې ده ، هغه که هر څو دبڼ نه بهر دخپل پلار اؤ یو سیمه ییز خبریال په وینا  ډيوه سره خبرو ته تیاره شوه خو دمسکان اؤ دهغې دپلار اولنی شرط هم دا ؤ چې دوئ به دسوات په حالاتو بیخي خبرې نه کوي. مسکان دسندرو ویلو ترڅنګ دا مهال په دولسم ټولګي کې زده کړې کوي ، ډيوه ته یې یوازې دومره وویل" ویره خو هر وخت دفنکارانو سره وي،خو مونږ داسې هرچا سره محفلونو ته نه ځو چې کوم خلک پېژنو یوازې دهغوئ محفلونو کې سندرې وایو دبڼ یوه بله نڅاګره فرزانه (فرضي نوم ) یوازې درې میاشتې مخکې دنڅا هنر ته راوتلې ده  وایي ، دګډا یا نڅا سره یې مینه نه شته خو دخپلو کورنیو مجبوریو له امله یې دا کار پیل کړی دی. دفرزانې دکورنۍ یوه بله مشهوره هنرمنده اؤ دهغې پلار هم په تېرو وختونو کې په پېښور کې وژل شوي وؤ اؤ هغه وایي اوس چې دې فن ته راوتلې ده نو دا هم ویریږي چې چرته یې څوک مړه نه کړي. خو وایي "څه وکړم ، ډيره مجبوري مې وه، کور کې مې دګټې وټې څوک نه وؤ نو دې فن ته مې لاس واچولو ، خو اوس بیا دا خلک وایي چې دسوات حالات خراب شوي نو اوس دا فن هم نه شو کولی اؤ په کور ناسته یمه" سوات کې د "بڼ "په نوم دهنرمندانو په دې محله کې یو وخت تر 100ؤ زیاتې دهنرمندانو کورنۍ پاتې کیدلې، خو په 2جنوري کال 2009 کې چې یو سهار دبڼ محلې ترڅنګ په ګرین چوک کې ددغه محلې دیوې نڅاګرې پیغلې شبانې تیزندي کړل شوی مړی وموندل شو نو له هغې راپدیخوا د بڼ مست اؤ رنګین ماښامونه ویرې ونیول اؤ رنګونه یې پیکه شول. خبریال انور انجم وایي دطالبانو له ویرې د بڼ ډیرو هنرمندو پیغلو د هنرنه لاسونه واخستل،چا ودونه وکړل، چا بڼ پرېښودو اؤ څوک په کور کښېناستې. د بڼ دیوې هنرمندې کورنۍ یو ځوان چې له خپل نوم له ښودلو یې ډډه کوله، ډیوه ته وایي "اوس دلته دومره څوک نشته ، یو څو کورونه پاتې دي ، نور ټول فنکاران وتلي دي، څوک مردان کې دي ، څوک پېښور کې دي اؤ څوک اسلام اباد یا لاهور ته شفټ شوي دي" دهغه په وینا اوس په بڼ کې دهنرمندانو تر 25ؤ‌ پورې کورنۍ ژوند کوي خو هغوی هم اوس هغه شان ډاډه پخپلو کورونو اؤ بهرنیو محلفونو کې د ګډا پروګرامونه نه شي کولی اؤ نه سندرې ویلی شي. وي او ای ډيوه چې کله د سوات دهنرمندانو دتحفظ په اړه د واټس اېپ له لارې دضلعې دپولیسو دمشر یا ډي پي او زاهد نواز مروت د دریځ معلومولو هڅه وکړه، نو دهغه نمبر ته زنګ ورتلو خو هغه ورته هیڅ ځواب ونه ویلو. ډيوه هغه ته لیکلی پیغام هم پرېښودو خو ځواب یې ترلاسه نه شو. په دې وروستیو کې په میډيا رپورټونه راغلي وو چې سوات کې یو وارې بیا طالبان لیدل شوي اؤ دغو طالبانو دپولیسو اؤ پوځ څه افسران هم تیره میاشت پورته کړي وؤ چې په سوشل میډیا یې ويډيوګانې هم خورې شوې وې . دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د تېرې نهمې په ورځ سوات کې بیا دطالبانو د راپورته کیدو دعوې ته د افواه نوم ورکړی دی خو دپاکستان پوځ په دې وروستیو کې منلې چې دسوات اؤ دیر په غرونو کې یو څه وسله وال لیدل شوي خو ویلي یې وؤ چې دغه وسله وال له ابادۍ ډير لرې دي.

22.09.2022 ډیوه

په کاروبار کې د مبینه درغلۍ په الزام د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ مقدمه درج شوې

د وي او ای رپورټ وايي د نیویارک ریاست دغه مقدمه د ټرمپ په ضد په ګڼ شمېر مقدمو کې یوه خو زیاتره مقدمې د هغه څلور کلن صدارت سره تړلي دې چې معېاد یې د کال 2021 د جنورۍ په میاشت کې هله ختم شو چې موجوده صدر جوبایډن صدر د انتخاب ګټلو وروسته  د صدر په حېث سوګند واخیستلو

22.09.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more