ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ايي سي سي د شخړې په سر د افغانستان فريد او د پاکستان اصف جرمانه کړي دي

ايي سي سي ويلي، د ايشيا کرکټ کپ په سياليو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اووم ستمبر په لوبه کې د افغانستان د فريد احمد ملک او پاکستان د اصف علي لوبغاړو ترمنځ  چې کومه شخړه شوې دوی دواړو د ايي سي سي د قاعدو سرغړونه کړې ده او په دوی د لوبې د فيس 25فيصده جرمانه لګول شوې ده.

09.09.2022 ډیوه

امریکې ویلي د سېلاب ځپلي پاکستان سره به د اوږدې مودې پورې مرستې جاري ساتي

امریکا ويلي په پاکستان کې چې د تباهي خوروونکو سېلابونو او بارانونو له امله کوم تاوانونه اوښتي، امریکا به د دغو تاوانونو په کمولو کې د پاکستان سره د اوږدې مودې پورې ملګرتيا کوي.

09.09.2022 ډیوه

اردوغان: ترکیې د داعش جګپوړی غړی نیولی

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي ترکي ځواکونو د اسلامي دولت یا دعش ډلې جګپوړي "اجرائیوي مشر" نیولی.

09.09.2022 امریکا غږ

جرمني کې دوه تنه د چاقو په برید کې ټپي شوي ؛ برید کوونکی وژل شوی

په جرمني کې پولیس وایي یو بریدګر د نورمبیرګ ښار سره نږدې دوه کسان پداسې حال کې په چاقو وهلي او ټپي کړي چې د برید کولو پر وخت یې د "الله اکبر" نعرې وهلې.

09.09.2022 امریکا غږ

هند او جاپان د اړیکو ځواکمنولو لپاره نور پوځي تمرینونه کوي

 واشنګټن – هند او جاپان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دوی به دفاعي همکاري سره زیاته کړي، نوي ډلي د جاپان صنعتي ډګر ته د پانګونې بلنه ورکړې او دواړه هېوادونه د ګډو پوځي‌ تمرینونو پلان جوړوي چې د دواړو هوايي ځواک به پکې هم برخه واخلي. د هند د دفاع وزیر رجنات سېنګ په ټوکیو کې له خپل جاپاني سیال یاسوکازو همېدا سره خبرې کړي او دواړه به همدا نن د خپلو بهرینو چارو له وزیرانو سره یوځای په دوه جمع دوه خبرو کې برخه واخلي. د هندوستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي،‌ چې د هند د دفاع وزیر د جاپان صنعتي ډګر ته بلنه ورکړې چې د هندوستان په دفاعي دهلیزونو کې پانګونه وکړي. "دواړو وزیرانو په دې موافقه وکړه چې د هوايي ځواک له ګډو تمرینونو سره به لا سترو همکاریو او د دواړو هېوادونو د هوايي ‌ځواکونو ترمنځ همکاریو ته لاره هواره کړي." هند د جاپان په څېر خپل پوځ پیاوړی کوي ځکه دوی زیاتېدونکي امنیتي ګواښونه ویني، په ځانګړي ډول له ګاونډي چین څخه. په جاپان کې لومړي وزیر فومیو کشېدا ژمنه کړې چې دفاعي لګښتونو کې به د پام وړ زیاتوالی راولي. د هغه واکمن لیبرال ډیموکراټیک ګوند غواړي چې د جاپان پوځي بودیجه په راتلونکو پنځو کالو کې دوه چنده زیاته کړي له دې وېرې چې په اوکراین باندې به د روس له یرغل سره چین هم په تایوان باندې کوم برید وکړي. ډلي چې تېره اونۍ یې په کور کې دننه خپله لومړنۍ د الوتکو لېږدونکې بیړۍ نندارې ته وړاندې کړه له ټوکیو سره خپلې امنیتي اړیکې پیاوړې کوي ځکه دواړه اسیايي هېوادونه په سیمه کې د چین له زیاتېدونکي پوځي ځواک څخه وېره لري. دواړه هېوادونه له استرالیا او امریکا سره په ګډه د ګواډ ګروپ غړي دي او په انډوپسېفېک کې هر کال سمندري پوځي تمرینونه کوي. تېر ځل د ګواډ مشران په مې میاشت کې په جاپان کې سره راټول شوي وو چې اکثره بحث پکې د تایوان په اړه وو.‌ د امریکا ولسمشر جو بایډن ترې یوه ورځ مخکې چین په دې ډېر په غوصه کړی وو چې ویلي وو دی به د تایوان په دفاع کې خپل ځواک وکاروي. او کله چې بیا دوی لیدنه کوله نو د چین او روس جنګي الوتک په سیمه کې ګډ تمرینونه کول. په ورته وخت کې کشیده او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي بیا په یو بلې جلا لیدنه کې په دې موافقه وکړه چې د ازادې انډو پسېفېک لپاره به له نېږدې کار کوي.

09.09.2022 ډیوه

طالبان د رسنیو د اصلاحاتو دعوه کوي خو خبریالان له سانسوره سرټکوي

 واشنګټن – طالبان د رسنیو د داسې اصلاحاتو یادونه کوي د کومو په ترڅ کې چې دولتي‌ او شخصي ټي‌ وي چاینلونه له هغو خپرونو څخه منع شوي چې د دوی په وینا غیر اخلاقي وې. په داسې خپرونو کې بهرني فلمونه او هغه سندرې هم شاملې دي چې د ښځینه سندرغاړو لخوا ویل شوي او نور داسې مواد چې دوی یې پر اسلام یا خپله طالبانو باندې انتقادي بولي. د طالبانو په اداره کې د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په کابل کې د نهې یا سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، "په هېواد کې ۹۵ فیصده صوتي او تصویري رسنیو کې اصلاحات راغلي." طالبان د دې لپاره چې خپل غوښتنې عملي کړي، د طالبانو مشرتابه د رسنیو د څار یو دفتر پرانیسی چې هر پروګرام په غوره سره اوري او ویني چې د اسلام او د دوی له توند اسلامي دریځ سره په ټکر کې نه وي. څېړونکي وايي، د طالبانو په خبره دغه اصلاحاتو له امله په رسنیو باندې زیات سانسور لګېدلی او ورسره افغاني رسنۍ ډېرې کمزوره شوي دي. د طالبانو لخوا په رسنیو باندې په لګول شویو بندیزونو کې دا هم دي چې ښځینه خبریالانې دې د خبرونو او ټي پروګرامونو د وړاندې کولو پر وخت سر او مخ پټ وساتي. افغان خبریالان وايي، طالبان غواړي ښځې له رسنیو څخه لېرې کړي: د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، یواځې د تېر یو کال په اوږدو کې لږ تر لږه د سانسور، د خبریالانو د بندي کولو او د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي د ترسره کولو ۲۴۵ پېښې رپوټ شوي دي. افغانستان جورنالسټس سنټر د خبریالانو د دفاع یواځینۍ اداره ده چې لا په افغانستان کې پاتې ده. طالبان وايي، د ۲۰۲۱ د اګسټ میاشتې راهیسې یعنې واک ته د دوی د بېرته راتلو راهیسې یو خبریال هم په افغانستان کې نه دی وژل شوی. خو د خبریالانو د ژغورنې کمېټې (Committeee to Protect Journalist) ویلي، په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه لس خبریالان وژل شوي دي چې طالبانو هم د ځينو په وژنه کې مسول بلل شوي. دوی زیاتوي، دا ښه خبر دی چې په تېر یو کال کې یو خبریال هم نه دی وژل شوی خو مونږ باید په دې هم پوه شو چې په همدې موده کې تر ۱۳۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکونکي د طالابنو لخوا نیول شوي او شکنجه شوي دي. همدارنګه لږ تر لږه درې خبریالان او ګڼ ویډیو بلاګران او یوه امریکايي فلم جوړونکې او د هغې پروډیوسر همدا اوس د طالبانو په زندان کې دي.

09.09.2022 ډیوه

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

09.09.2022 امریکا غږ

د امریکا حکومت د نویو راغلیو افغانانو سابقه سمه نده کتلې – راپور

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د تفتیش ریاست په یو تازه راپور کې ویلي چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ندی توانیدلی هغه لس ګونه زره افغانان په سمه توګه ارزیابي کړي چې د ګډوډۍ څخه د ډک تخلیې په بهیر کې د افغانستان څخه وایستل شول او متحده ایالاتو ته راوړل شول.

09.09.2022 امریکا غږ

د برطانیې ملکه الزبت د ۹۶ کالو په عمر کې مړه شوې

د برطانیې ترټولو زیاتې مودې پورې پاتې شوې ملکه، الزبت د زیارت (پنجشنبې) په ورځ د ۹۶ کالو په عمر کې مړه شوې. شاهي محل،‌ بکېنګم پېلس په یو بیان کې وېلي ملکه الزبت د زیارت په ماسپخین د سکاټ لېنډ په بالمورل محل کې په ارام ساه ورکړې. د ملکه الزبت په مرګ د نوموړې مشر ځوي چارلس درېم د برطانیې د باچا په حېث ذمه وارۍ په لاسو کې اخستې.‌ باچا چارلس درېم په یو بیان کې وېلي د خوږې مور مرګ د هغه او د ټولې کورنۍ لپاره د یو لويي خفګان وخت دی او دا چې د نوموړې کمی به په ټوله نړۍ کې خلک محسوسوي. د نوي باچا په حېث به چارلس درېم د برطانیې ترڅنګ د ۱۴ کامن وېلت ملکونو ریاستي مشر وي.‌ د نوموړي‌ مېرمن کمېلا د برطانیې ملکه جوړه شوې. د برطانیې نوې وزیراعظمې لېز ټرس وېلي ملکه الزبت یو چټان وو چې د هغې د پاسه د عصري برطانیې بنیاد اېښودل شوی چا چې د نوموړې په وېنا خپل ملک ته ثبات او طاقت ورکړی وو. ملکه الزبت دوه ورځې وړاندې لېز ټرس په رسمي توګه د ملک نوې وزیراعظمه ټاکلې وه. لېز ټرس د ملک نوي باچا په اړه وېلي،”مونږ هغه ته د خپلې وفادارۍ او عقیدې وړاندیز کوو څنګه چې د نوموړي مور د دومره لوې مودې پورې ډېرو خلکو ته خپلې وفادارۍ وړاندې کړې وې“. ‌ د ملکه الزبت په مرګ د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو نوموړې ته د عقیدت پېرزونې وړاندې کړي. ددې وړاندې د زیارت (پنجشنبې) په ورځ د ملکه الزبت صحت خرابېدو وروسته د برطانیې شاهي کورنۍ نزدې غړي د سکاټ لېنډ بالمورل محل ته رسېدلي وو. ملکه الزبت د لندن په مېفېیر سیمه کې په ۱۹۲۶ کې په ۲۱م اپرېل پېدا شوې وه او په ۱۹۵۲م کې یې د خپل پلار جارج-شپږم د مرګ وروسته د برطانیې ملکه جوړه شوې وه. هغې د ۷۰ کالو پورې د برطانیې د ملکه په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي. ملکه الزبت په خپله واکمنۍ کې د برطانیې وزیراعظم ونسټن چرچل راهسې د ملک ۱۵ وزیراعظمانو سره خدمات ترسره کړي او د هېواد عصري شاهي روایت لاندې په سیاسي معاملو کې بې طرفه پاتې شوې.  نوموړې د دوېم جنګ عظیم وروسته حالاتو،‌ سوړ جنګ،‌ ښه او بد اقتصادي وختونو، شمالي آېرلېنډ کې د تاو تریخوالې ډک وخت، د یورپي اتحاد جوړښت او ددغه اتحاد نه د برطانیې ځان له کېدو په حالاتو کې د خپل ملک مشري کړې. د برطانیې اولس کې هغه د خپلې څوکۍ لپاره د ځان پوره وقف کولو په سر ستاېلی کیږي او ډېرو خلکو هغې ته په یو داسې وخت د ملک د طاقت یو ستن په حېث کتل چې په نړیوال مېدان کې د برطانیې واک اختیار په کمېدو وو.    ملکه الزبت د کال 1952 راهسې د برطانیې او ۱۴ نورو ملکونو ملکه وه او روان کال یې د خپلې څوکۍ 70مه کلیزه لمانځلې وه. د جون په میاشت کې د پلاټینم جوبلي تقریباتو په موقع د ملکه په اعزاز کې شوي پرېډ او د شاهي هوايي ‌پوځي جهازونو نندارتون کتو لپاره نوموړې د بکېنګم محل په بالکونۍ کي راښکاره شوې وه. تېر کال د اپرېل په میاشت کې د نوموړې خاوند شهزاده  فلپ د خپلې ځېګېدنې سلمې کلیزې څو هفتې وړاندې مړ شوی وو.

08.09.2022 ډیوه

هند د کرکټ اسیا جام په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او هندوستان اخري سیالي  پنجشنبې د متحده عربي اماراتو په دوبۍمیدان کې و شوه، ددې لوبې ټاس) پچه( افغانستان وګټله او لومړی یې هند ته توپ وهنه ورکړه.هند د افغانستان پر وړاندې  په شل اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۱۲ منډې وکړې. د هند له لوري ویرات کوهلي سلیزه ووهله او ټیم ۲۱۲ منډې یې جوړې کړې، د افغانستان له لوري توپ اچونکي فرید ملک دوه لوبغاړي وسوځول. د افغانستان لوبغاړو  د تمې سره سمه لوبه ونکړه، او ټوله لوبډله په ۱۱۱ منډو وسوځیده، افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ تر اخره ودرید او ۶۴ ناسوځیدلې منډې یې وکړې . اخر کې د اسیا جام دا لوبه د هند ټیم پهٔ ۱۰۱ منډو وګټله. ویرات کوهلي ددې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. د کرکټ اسیا جام کې افغانستان ګروپ لوبو کې بنګله دیش او سري لنکا ته ماتې ورکړې وه خو دویم پړاو کې يې سري لنکا پاکستان اوهند ته لوبې بایلودې. دې لوبې سره دواړه ټیمونه  له دې سیالیو ووتل. د اسیا جام پای لوبه د سپتمبر په یوولسه د پاکستان او سري لنکا ترمنځ کیدونکې ده  

08.09.2022 امریکا غږ

د بریتانیا ملکه د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه

د بریتانیې ملکه الیزابیت دوهمه، نن پنجشنبې ۸ سپتمبر (وږي ۱۷) د ۹۶ کلونو په عمر کې مړه شوه.  

08.09.2022 امریکا غږ

د پاکستاني او افغان لوبغاړي شخړه؛ د کرکټ نړیوالې شورا اصف او فرید جریمه کړل 

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان کرکټ لوبغاړی اصف علي او د افغانستان لوبغاړی فرید ملک د اصولو څخه د سرغړونې له کبله د لوبې د فیس ۲۵ سلنه جریمه کړل. تېره ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ په لوبې کې افغان لوبغاړي فرید ملک د پاکستان اصف علي په حساس وخت کې وسوځوه او په ډېر هېجانې شکل یې د هغه سوځېدل ونمانځل چې اصف علي ټیله کړ او نژدې وه چې یو بل سره ښکېل شي. د کرکټ نړیوالې شورا نن پنجشنبه سپتمبر اتمه (وږې۱۷) په اعلامیې کې ویلي دي چې اصف علي د لوبغاړو لپاره د ټاکل شویو اصولو څخه سرغړونه کړې ده چې په یوې نړیوالې لوبې کې د «زشت چلند او سپکاوي» سره تړليو مسائیلو کې راځي. اعلامیه وایي چې افغان لوبغاړی فرید ملک هم «له بل لوبغاړي سره د نامناسب فزیکي تماس له کبله» اصول مات کړي او جریمه شوي دي. دوی دواړه به د خپلې لوبې د فیسونو ۲۵ سلنه جریمه پرې کوي. د هېوادونو کرکټ بورډ ادارې د خپلو اصولو په اساس لوبغاړو ته د لوبو فیسونه ورکوي. د کرکټ د نړیوالې شورا اعلامیه همدغه راز وايي چې له دوی دواړو څخه د «ورزشي اخلاقو یو-یو پواینټ هم» کم شوي دي. وايي دواړو لوبغاړو خپلې تېروتنې منلې دي. د کرکټ نړیواله شورا وايي که له یو لوبغاړي څخه په ۲۴ میاشتو کې د «ورزشي اخلاقو څلور پواینټونه» کم شي، له لوبو څخه د بندیز له سزا سره مخامخېدای شي. تېره ورځ پاکستان په یوې په زړه پورې لوبې کې افغانستان ته ماتې ورکړه. له لوبې وروسته د پاکستان ځینې مشهورو خبریالانو، کرکټ لوبغاړو او مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې په افغان لوبغاړي فرید احمد کلکې نیوکې وکړې او له نړیوالې شورا څخه یې وغوښتل چې هغه ته سزا ورکړي. افغان کرکټ مینه والو هم د اصف علي ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه او هغه یې په فزیکي شخړې او مناسب چلند تورن کړی. د اسیا کپ په تېرو سیالیو کې هم اصف علي افغانستان ته د ماتې ورکولو وروسته خپل بیټ ټوپک ته ورته پورته ونیوه او داسې یې وښوده چې د خوشحالۍ ډزې کوي. هغه وخت هم د افغان کرکټ مینه والو د اصف علي دا کړنه غندلې وه او دا یې د لوبو او ورزش د اصولو او اخلاقو خلاف بللې وه. د افغانستان کرکټ لوبډلې د اسیا کپ په کرکټ سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه نن په هند وبایلله.

08.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

08.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

08.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

08.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more