امريکا: د پاکستان نه تمه لرو چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد دوامداره اقدام وکړي
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې پاکستان د امریکې مهم ملګری دی او امریکا د پاکستان نه تمه لري چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد به دوامداره اقدام وکړي.
پر ډیورند کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې ته د دواړو لورو غبرګون
د پاکستان پوځ وايي، په خیبرپښتونخوا ایالت کې افغان پولې ته نژدې په وسله وال برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د روغتیا سازمان: افغانستان کې د پولیو څه باندې ۸۶.۷میلیون ډوزه واکسین تطبیق شوی
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې څخه راپدېخوا په افغانستان کې افغان ماشومانو ته د پولیو ۸۶.۷ میلیون ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.
ايا طالبانو رښتيا هم د افغان مېرمنو لپاره امنيت راويستی؟
په ملګروملتو کې د ناروې استازې وايي چې، د طالبانو له واک ته رسېدو څه باندې یو کال وروسته لا هم د افغان ښځو وضعیت ناوړه دی. مونا پول دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي راپورتر په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته وویل چې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانان د بشري حقونو په داسې یوه ناورین کې ایسار دي چې نړۍ یې د حل توان نهلري. هغه د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونې، د مخالفانو او منتقدانو ځپل او د بیان د ازادۍ پر سر بندیز ته اشاره کړې ده. عصمت څاروان په دې موضوع د ښځو د حقونو له یوې فعالې ښایسته ساپۍ سره مرکه کې او لومړی یې ورته ویلي، طالبان وايي ښځو ته یې امنیت راويستی دی، ستاسو نظر څه دی؟ د اغلې ښايسته ساپۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښو ته سخت سياسي غبرګون ویل شوی او په وزيراعلا نيوکې شوي
په خېبرپښتونخوا کې سیاسي مشرانو په صوبه کې د بدامنۍ پېښو ته سخت غبرګون ويلی چې پرون په سوات کې د امن کمېټۍ مشر سره د پينځه کسانو په بم چاودنه کې وژل شوی، د موبايل کمپنۍ کار کوونکي تښتول شوي او په کوهاټ کې په پولیس چوکۍ د لاسي بم بريد شوی دی.
امریکا: پاکستان کې پر رسنیو د محدودیتونو له امله اندیښمن یو
متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) په پاکستان کې پر رسنیو د محدودیتونو د لګیدو له امله خبرداری ورکړ او د هغه هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر یوې ملاتړې ټلویزیوني شبکې یې محدودیتونو ته اشاره وکړه.
اسلام اباد هایکورټ د يو بې درکه تن نن عدالت ته د وړاندې کولو حکم کړی
د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضى اطهر من الله امر کړی په زوره لادرکه کړی شوي تن دې نن د شورو يا چهارشنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شي او که داسې ونه وشو نو د استخباراتي ادارو ايي اېس ايي، اېم ايي، ايي بي چارواکي به عدالت ته وړاندې کيږي او د رياست د ناکامۍ سپيناوی به کوي.
افغانستان سره په پوله نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي
د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په کرمه ضلع کې د افغانستان سره په پوله د ترهګرو سره په نښته کې درې پوځيان وژل شوي او ترهګرو ته هم تاوان اړول شوی دی.
ګوتیریش: نړۍ خطر کې ده او په وړاندې یې مبارزه یووالی غواړي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د ملګرو ملتونو د ۷۷ سرمشریزې په پیل کې "په خطر کې نړۍ" سره مقابلې لپاره د یووالي او همکارۍ غوښتنه وکړه.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
طالبان او د مقاومت جبهه پنجشیر کې یو بل ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کوي
د طالبانو اسلامي امارات او د ملي مقاومت جبهې د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) ادعا وکړه چې په پنجشیر ولایت کې یې د جګړو پرمهال یو بل ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
کاناډا ته د یو نوي تللي افغان مهاجر ټپي کیدل؛ پولیسو تورن بریدګر نیولی
وروسته له هغې چې کاناډایي رسنیو د چاقو په برید کې هغه هیواد ته د یو نوی ورغلي افغان کډوال د ټپي کیدو خبر ورکړ، د کاناډا د وینکوور پولیسو د دې قضیې په تړاو د یو کس د نیولو خبر ورکړ.