ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

10.09.2022 امریکا غږ

ملکه الزبت دپښتونخوا دګڼو سیمو سفرونه کړي وؤ،ترڅلورو کالو دپاکستان ملکه هم پاتې شوې وه

په پاکستان کې د سياسي او تاريخي چارو پوهان وايي چې د برطانيي دوېمه ملکه الزبت د پاکستان د ازادېدو وروسته په لومړیو کلونو کې د پاکستان سياسي او معاشي ثبات کې ډېر مهم کردار لوبولی دی۔ دوی وايي نوموړې د پاکستان او هندوستان ترمنځه کشالو هوارولو کې هم ګامونه اخستي وؤ او هم دغه وجه ده چې ملکه الزبت په دواړو هېوادونو کې يو غېر متنازغه شخصيت پاتې شوی او خلکو ورته په درنه سترګه کتلي دي۔  ملکه الزبت په کال 1961 کې د پاکستان دکراچۍ او لاهور ښارونو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا بېلا بېلو سيمو دوره کړې وه او د ځايي مخوريز خلکو سره يې ملاقاتونه هم کړي وو۔ څېړونکي وايي د برطانيي تر ټولو زياتې مودې پورې واکمنه پاتې شوې ملکه، الزبت د پاکستان جوړېدو وروسته د څلورو کالو لپاره د دې هيواد هم ملکه پاتې شوې وه. دوی وايي په دغه موده کې هغې د پاکستان د استحکام او پرمختګ لپاره مهم کردار لوبولی ؤ۔  د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر محمد زبېر وي او ای ډېوه ته وايي د پاکستان جوړېدو وروسته د کال 1952 تر 1956 پورې ملکه الېزبت د قانون په اساس د پاکستان هم ملکه وه ځکه چې دغې دوران کې د پاکستان دستور نه و جوړ شوی۔ نوموړي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل " هغه وخت کې پاکستان يو نوی ملک و او پاکستان ته د اقتصاد، سياست او امنیت چېلنجونه مخې ته وو او په هغې قابو موندلو لپاره د يوې سټرېټيجي جوړولو ضرورت و نو د هغې په جوړولو کې د پاکستان خپلو حکومتونو سره سره د برطانيي دملکې رول هم ډېر اهميت لري، او بيا خاص کر د پاکستان په خارجه پالېسۍ کې دې (ملکه الزبت) ډېر غټ کردار اده کړو"    څېړونکي وايي د ملکه الزبت د دغې کردار له وجې په داسې وخت کې چې پاکستان د اقتصادي او سياسي ستونزو سره مخ و، د غربي نړۍ نه ورته مالي، سياسي او تيکنيکي مرستې ترلاسه شوې او د پاکستان پوځ لپاره په برطانيه کې د تربيت اخستو زمينه برابره شوه۔  د پېښور پوهنتون د تاريخ دڅانګې استاد ډاکټر الطاف قادر وي او ای ډيوه ته وايي ملکه الزبت په کال 1961 کې په لومړي ځل د کراچۍ، لاهور او د خېبر پښتونخوا نورو بېلا بېلو سيمو دوره وکړه چې مقصد يې د ځايي ولس د زړونو څخه د برطانيي لپاره کرکه لرې کول وؤ۔ وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه دا هم وويل چې ملکه الزبت پېښور ته راغلې وه او دلته يې بېلا بېلو مشرانو او د فرنټېر وومن کالج د هغه وخت ځينو زده کوونکو سره ملاقات کړی و، دنوموړي په وینا وروسته ملکه الیزبت پخوانۍ خېبر ايجنسۍ ته تلې وه او په جمرود کې يې د قام مشرانو سره ملاقات کړی و او دوی ورته هغه وخت کې  پځونه یا ګډان هم ډالۍ کړي وو۔ ښاغلی قادر وايي چې دې نه علاوه ملکه الزبت دوه ورځې په سوات کې هم تېرې کړي دي او هلته يې د سوات والي مياګل جهانزېب سره ملاقات کړی و۔  نوموړي زياته کړه ملکه الزبت په کال 1997 کې د پاکستان خپلې دوېمې دورې په مهال کوشش کړی و چې د پاکستان او هندوستان ترمنځه کشالې هوارې کړي  او د هغې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځه تعلقات تر څه حده ښه شوي هم وو۔ ډاکټر الطاف قادر وايي چې د وروستۍ دورې په مهال ملکه الزبت د پاکستان د قامي اسمبلۍ ګډې غونډې  ته وینا کړې وه۔ نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " دې دوېمې دورې کې لویه نقطه دا وه چې د پاکستان او هندوستان په خپلو کې چې کوم مسایل دي چې دا حل کړي" هغه وايي د دې په نتيجه کې وکتل شول چې د پاکستان او هندوستان دچارواکو ترمنځ په لاهور کې يوه غونډه وشوه او بيا يو بس سروس هم شروع کړل شو۔  ملکه الزبت د لندن مېفېر سيمه کې په کال 1926 کې پېدا شوې وه او په کال 1952 کې يې د خپل پلار جارج شپږم د مرګ وروسته د برطانيې د ملکې په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې۔ د برطانيي دوېمې ملکې الزبت په 8م سپتمبر د 96 کالو په عمر کې دنړۍ نه خپلې سترګې دتل لپاره پټې کړې

10.09.2022 ډیوه

ټانک ضلعه کې وژل شوي څلور پولیس عسکر خاورو ته سپارل شوي 

په ټانک ضلعه کې د پولیسو د وژلو دا پیښه تیر ماښام هغه مهال رامنځته شوې وه چې د جمعیت علماء اسلام ( ف ) ګوند د ټانک ضلعې دتحصیل چیرمین صدام بیټني په قافله یو مرګونی برید وشو. د ګل امام تاڼې په حدودو پایي او میخاني سیمې ترمینځ رامنځته شوي دې وسله وال برید کې د پولیسو څلور عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو . پولیس وایي دا دترهګري پیښه وه او تر برید وروسته د ترهګرو سره  د ډزو تبادله شوې خو ترهګر د پیښې د ځایی نه تښتیدلي دي. له دې پیښې وروسته د علاقې خلک د برید کوونکو پرضد په چیغه وتلي وو او د ټانک پولیسو ضلعي مشر وقار احمد وایي دې پیښې سره سمدستي پولیس او نور امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي او تر سهار پورې یې د وسله والو سره د ډزو تبادله شوې ده. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د ډزو په تبادله کې وسله والو ته د زیان اړولو په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي او نه کومه د ترهګرو ګرفتاري شوې ده. د پولیسو افسر زیاته کړه د ډزو په تبادله کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی او برید کونوکي تښتیدلي دي. د جمعیت علماء اسلام (ف)ګوند دا برید غندلی او د پلټنو غوښتنه یې کړې  ده. د ګوند د صوبې مشر مولانا عطاء الرحمان پخپل یو بیان کې ویلي چې د یوې منصوبې لاندې د دوی دګوند غړي په صوبه کې وژل کیږي. تر دې مهاله ددې برید ذمه داري چا په غاړه نه ده اخستې خو د ټانک ضلعې دپولیسو مشر وقار احمد وایي دا د ترهګرۍ پیښه وه مقدمه یې درج شوې او پلټنې یې پیل کړې دي. په خیبر پښتونخوا صوبه کې روانه د ستمبر په میاشت کې دا شپږم برید دی چې په پولیسو ترسره کیږي او په دې بریدونو کې د زیاترو ذمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده. څیړونکي وایي په پښتونخوا صوبه کې دپاکستان تحریک انصاف حکومت د ناامنۍ په پیښو غلی پاتې دی. وي او ای ډیوه په دې اړه د صوبې د حکومت ویاند بیرسټر محمد سیف سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب یې تر لاسه نه کړو . په ډیره اسماعیل خان کې د ګومل پوهنتون د سیاسیاتو استاز کلیم شاه بخاري وایي په صوبه کې امنیت د پاکستان تحریک انصاف دحکومت ترجیح نه ده ګرځیدلې. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د صوبې د حکومت وزیرانو نه قلنګ اخستل کیږي چې په خپله یې د ګوند مشر عمران خان هم مني او دحکومتي ګوند په یو شمیر غړو او وزیرانو حملې شوې خو تراوسه دوی د خپلو کسانو په وژلو  غلي پاتې شوي دي. هغه وویل د صوبې حکومت د خپل مشر عمران خان په دفاع کې یوازې پخپلو سیاسي مخالفینو په تورونو لګولو بوخت دی او د فیصلو کولو خپل واک نه لري. په پیښور کې د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکي خبریال ناصر داوړ ډیوه ته وویل د ډزبندې پرمهال وسله وال نور منظم شوي او په صوبه کې دا اوسني بریدونه څرګندوي چې په ټوله صوبه کې په بشپړه توګه نیټ ورک لري . هغه وویل ښکاري مذاکرات ناکام شوي او ددې بریدونو د لارې په پاکستان نور فشار زیاتولی شي. د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د ملا ماتولو دعوې کوي خو په صوبه کې د ناامنۍ دا تازه پیښې په داسې حال کې چټک شوي چې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندي اعلان کړی او حکومت ورسره خبرې هم کوي.

10.09.2022 ډیوه

پکتیا کې دښوونځیو تړل کېدو پرضد زده کوونکو نجونو احتجاجي لاریون کړی

دافغانستان ختیز ولایت پکتیا کې یو شمیر زده کوونکې نجونه دشنبې په ورځ دښوونځیو دتړل کیدو پرضد سړکونو ته وتلي اؤ سخت احتجاج یې کړی دی. دلسګونو په شمیر دغو زده کوونکو نجونو داحتجاجي لاریون په ترڅ کې غوښتنه کړې ده چې د دوئ ښوونځي دې زر تر زره بېرته پرانستل شي. د وي او ای پښتو د رپورټ تر مخه دغه  زده کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده نن( شنبه)  سهار د پکتیا مرکز ګردېز سړکونو ته راوتلي وې او د ټولو لپاره یې د زده کړو حق غوښتلو شعارونه ورکول. ددغه احتجاجي لاریون ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي په احتجاج د راوتلو  نجونو د ښوونځیو لباسونو  په تن دي اؤ د پکتیا د پوهنې ریاست لور ته د تګ په حال کې دي. وي او ای پښتو وایي په وروستیو میاشتو کې، په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښځو د حقوقو فعالانو څو ځله د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو خلاصولو په هدف لاریونونه کړي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې یاد ښوونځي بیرته خلاص کړي، خو دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې نجونې د یو لاریون په ترڅ کې د ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په پکتیا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو او د سیمې اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانیستلو خبر ورکړی ؤ. دستمبر په اوومه دپکتیا يو ځايي خبريال حبيب الله سراب وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ چې د دوو اوونیو راهسې د افغانستان په پکتيا ولايت کې د جينکو ښوونځي پرانستل شوي دي . نوموړي زياته کړې وه" دغه ښوونځي په سيمه کې د قومي مخورو او ددې ترڅنګ د ښوونځیو د مديرانو په همغږۍ سره خلاص شوي دي او جينکو ته پکې د زدکړو زمينه برابره شوې ده" د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي ځايي ميډيا سره شريک کړي يو غږيز پيغام کې ويلي وؤ چې په مرکز او څمکنيو ولسوالۍ کې خواوشا 5 ښوونځي د مديرانو لخوا پرانستل شوي دي او نجونو خپلې زده کړې پېل کړې دي۔ نوموړي دا هم ويلي وؤ‌ چې په دې برخه کې د پوهنې وزارت او ولايتي رياست لخوا کوم ځانګړی حکم نه دی راغلی او نه يې چا مخه نيولې ده۔ افغان ټولنيزې فعالې او د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکې فراح ناز الکوزۍ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي بايد په ټول هېواد کې د جينکو لپاره پرته له څه ځنډ تعليمي ادارې پرانستل شي۔ دهغې په وینا "غواړو چې د افغانستان په 34 ولايتونو کې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانستل شي او زما هره خور او لور مکتب ته لاړه شي او زده کړې وکړي" طالبانو تېر کال د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانستل، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا ددې د تړلو امر وکړو۔ په پکتیا ولایت کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دتېرې سه شنبې یا نهې په ورځ کابل کې خبریالانو ته ويلي وؤ، په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او د چا په امر پرانیستل شوي دي۔ نوموړي دا هم ويلي وؤ چې د جينکو تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو پرانیستلو په اړه یوازې د پوهنې وزارت دپرېکړې صلاحیت لري۔ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تېره اوونۍ په افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځيو بندېدو د دوام په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي وؤ چې په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو لیرې پاتې کېدل له مساوي حقونو څخه له عدل لرې سرغړونه ده چې په خبره یې ټول هیواد ته زیان رسوي۔ (دي رپورټ کې ځینې مالومات د وي او ای پښتو نه اخستل شوي دي)

10.09.2022 ډیوه

چارلس دریم په دودیزو مراسمو کې په رسمي ډول د بریټانیا پادشاه شو

د بریټانیا د ملکې الیزابیت دویمې له مړینې دوه ورځې وروسته د هغې زوی چارلس دریم د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۰ (وږي ۱۹) په یو لړ دودیزو مراسمو کې په رسمي ډول د بریټانیا پادشاه شو.

10.09.2022 امریکا غږ

ګویتریش: نړۍ د فوسیل سوند لپاره "وحشتناکه بیه" ورکوي 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتریش د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۱۹) د پاکستان هغو برخو ته د سفر پر مهال چې د اقلیم د بدلون له امله سیلابونو ځپلي وویل چې مخ پر ودې هیوادونه په فوسیل تیلو باندې د نړۍ د تکیه کولو لپاره "وحشتناکه بیه" ورکوي.  

10.09.2022 امریکا غږ

اوکراین د روس په وړاندې جګړه کې نورې سیمې ازادې کړي

واشنګټن – اوکراین د روسي ځواکونو پرضد روانه جګړه کې د جمعې په ورځ د نویو لاسته راوړنو ادعا کړې او د روس لخوا ختیځې خارکیېف سیمې ته ټاکل شوي مشر ویلي، کیېف د پام وړ پرمختګ کړی. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په خپلې شپنۍ ویډیوي وینا کې د جمعې په ورځ وویل، چې اوکرایني ځواکونو په خارکیف سیمه کې تر ۳۰ زیات ځایونه بېرته له روسانو څخه نیولې دي. زېلینسکي وویل، "مونږ پړاو په پړاو زیاتې سیمې نیسو،‌ د اوکراین بیرغ او د خلکو خوندیتوب بېرته پر ځای کوو." تر دې مخکې د ورځې په سر کې د روس دولتي ټي وي خارکیېف سیمې ته د روس لخوا ټاکل شوي اداري کس سره هغه مرکه خپره کړې په کومه کې چې هغه ویلي، "حالات اوس جدي دي. حقیقت دا دی چې زمونږ دفاعي حالت مات شوی او دا د اوکرایني ځواکونو لپاره یوه لویه بریا ده." په خارکیېف کې د اوکراینیانو لخوا شوی پرمختګ په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو ستر پرمختګ بلل کېږي. د لویدیځ پوځي څېړونکي وايي، له دغه پرمختګ سره اوس اوکراینیان د اور ګاډي په هغې پټلۍ باندې د برید کولو جوګه شوي چې ماسکو پرې د اوکراین په ختیځ کې خپلو ځواکونو ته اکمالات رسوي او له دې سره به اوس له زرګونو سرتیرو سره لاره پرې شي. د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ ویلي، چې اوکرایني ځواکونه د کوپیانسک سره په ۱۵ کیلومټرۍ کې دي په کوم ځای کې چې د اورګاډي هغه پټلۍ سره راټولېږي چې ماسکو یې کاروي. د برتانیې د دفاع وزارت استخباراتو د شنبې یا خالي‌ په ورځ په خپل ټویټر باندې په یو خپور کړي راپور کې ویلي،‌ د کوپیانسک نیول به "روسانو ته یو لویه ماته ده." اخوا زېلینسکي د اونۍ په سر کې په یوې ویډیو کې ویلي چې اوکرایني سرتېرو په ختیځ کې د بلاکلیا ښار نیولی دی چې د خارکیېف په اوږدو کې جنوب ته پروت دی. اوکرایني ځواکونو ویلي، دوی اوس له دې خوا څخه نېږدې ۵۰ کیلومټره پرمختګ کړی. د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د چک په پلازمېنه پراګ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، "مونږ په خرسان کې پرمختګ وینو. مونږ په خارکیېف کې یو څه پرمختګ وینو. او دا ډېر ډېر هڅونکی دی." د برتانیې د دفاع وزارت استخباراتي راپور کې راغلي، "په خرسان کې د اوکرایني ځواکونو لخوا د عملیاتو له دوام سره اوس د روسانو دفاعي کرښه په شمال او جنوب دواړو کې تر سخت فشار لاندې راغلې." بل پلو د ملګروملتونو د اټومي‌ څار ادارې د جمعې په ورځ ویلي، راکټي بریدونو د اوکراین په اینرهودار ښار کې د برېښنا ودانۍ ویجاړه کړې چېرې چې کارکونکي د روس تر کنټرول لاندې د ژپوریژیا اټومي کارخونه چلوي او له دې سره دغې اټومي بټۍ ته ګواښ زیات شوی.

10.09.2022 ډیوه

ښايي د ظریفې غفاري د فعالیتونو په اړه مستند فلم اسکار جایزو‎ ته ونومول شي

د میدان وردګو د پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري د فعالیتونو په اړه مستند فلم به په غالب ګومان د سږکال اسکار جایزو‎ ته ونومول شي. د هغې په لاسونو کې مستند فلم چې د پخواني نظام د یوازینۍ ځوانې- ښځینه ښاروالې ظریفې غفاري د ژوند په اړه جوړ شوی د تېرکال په اګست میاشت کې د طالبانو په لاس د جمهوري نظام د سقوط په درشل کې او له هغه وروسته تاوده جریانات رانغاړي. د کره کتونکو په باور دا فلم چې تمنا ایازي او مارسل میتېل سیفین جوړ کړی او سږني کال په نوامبر میاشت کې به د نېټ فلیکس شبکې له لارې خپور شي لیدونکی د هغو شپو- ورځو د تودو جریاناتو، وېرې او هیجان لیدو ته بیايي چې په ترڅ کې یې متحدوایالتونو له افغانستانه وتلو ته چمتووالی نیوه او طالبان هغه ډله چې کلونه مخکې یې واک چلولی و، یوځل بیا پر دې هېواد واکمنېدو ته نږدې کېده. په دې مستند فلم کې ظریفه غفاري لیدل کېږي چې د یوې سیاستوالې په توګه د ښځو د کار او تعلیم د لوی هدف څرګنده دفاع کوي. د هغې په لاسونو کې فلم څو میاشتې پر شا ځي او د طالبانو له واکمنېدو د مخکې زمانې تصویرونه او هغه ارزښتونه نندارې ته وړاندې کوي چې په خطر کې وو. د دې فلم لومړنی ننداره د جمعې په ورځ د سپټمبر په نهمه د کاناډا په تورانټو ښار کې وشوه. مېرمن غفاري چې په دې مراسمو کې حاضره وه د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته د فلم په اړه د نندارچیانو غبرګونونه بیان کړل. هغې وویل: "د خلکو ریویو ګانې ډېرې ښایسته وې ځکه دا لومړی ځل و، چې د افغانستان یو متفاوت تصویر نړیوالو ته وړاندې کېږي. هغو کسانو چې فلم یې د لومړي ځل لپاره ولیده یو ډېر واضح حقیقت چې له دې فلم څخه یې واخیست دا و، چې ویې لیدل افغان ولس او افغان وطن د سولې، د مینې، د تعلیم د پرمختګ وطن دی خو لوبغاړي چې په کې لوبېدلي، په سمو ځایونو او سمو وختونو او په سمو برنامو کې نه دي لوبېدلي." ظریفې غفاري د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په جرمني کې پناه واخیسته. په ۲۰۱۹ کال کې بي بي سي نوموړې د سلو الهام بښونکو او اغېزمنو ښځو په کتار کې یاده کړه او په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت له خوا د زړورې ښځې جایزه ترلاسه کړه. مېرمن غفاري چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د اوکسي ډې په نوم د زړورتیا جایزه هم ګټلې ده، دا دی اوس د افغانستان د ښځو لپاره د یوې مرستندویې ټولنې مشري کوي. کره کتونکي په دې اند دي چې د هغې په لاسونو کې مستند فلم ښايي سږکال د اسکار په معتبرو جایزو کې د مستندو فلمونو په کټګورۍ کې ونومول شي.

10.09.2022 ازادي راډیو

کرمه کې هم ځایي خلکو د وسله والو دبیا راپورته کېدو پرضد د امن لاریون کړی

دسوات،دیر اؤ خیبر نه وروسته دخیبر پښتونخوا په کرم ضلعه کې هم ځایي اوسیدونکو د وسله والو دبیا راپورته کیدو،دناامنۍ اؤ هدفي وژنو په ضد دامن لاریون کړی دی اؤ واضحه کړې یې ده چې دوي هیچاته هم دخپلې خاورې دامنیت تالاترغۍ کولو اجازه ورنکړي.  دکرمې ضلعې شیعه اؤ سني مسلمانانو په ګډه په خپله خاوره د امن دټینګښت غوښتنه کړې اؤ په حکومت یې غږ کړی دی چې دغلته دموجود وسله والو ډلو په ضد دې کلک ګامونه پورته کړي خو دوي واضحه کړې ده چې د پوځي عملیاتو په نوم یو وارې بیا کډوال کیدو ته تیار نه دي. د افغانستان پولې ته څیرمه د ضلعه کرم دمینځنۍ برخې د لرې پرتو اوسیدونکو په خپلو علاقو کښې یو ځل بیا د وسله والو ډلو د راپورته کیدو  اؤ هدفي بریدونو  کښې داضافې په ضد یو امن یو لاریون کړی دی. دغه لاریون چې د پاسنۍ کرمې نه شروع شو اؤ په پاړه چنار کښی تمام شو. د لاریون برخه والو په خپلو لاسونو کښی سپین بیرغونه پورته کړي وؤ  اؤ د امن دبحالۍ شعارونه یي ورکول. پاره چنار ته په رارسیدو ځایي شیعه مسلمانانو د لاریون دبرخه والو تود هرکلی کړی اؤ ورسره یې خپله کلکه خواخوږي اؤ یووالی ښودلی دی. په دغه مهال خپله جذباتي وینا کښې د پاړه چمکني یو قامي مشر ملک عبدالغفار وویل چې د هغوي یوازینۍ غوښتنه د امن ده اؤ په دې غوښتنه کښی دې د شیعه اؤ سني ترمنځ هیڅ تفریق رانه وستل شي. هغه وویل چې د سیمې پرمختیا د امن سره تړلې شوې اؤ باید حکومت خپله دغه اساسي ذمه واري ترسره کړی. ملک عبدالغفار زیاته کړه چې د هغوي په علاقو کښې د وسله والو کسانو یا ډلو بیا منظم کیدو سره اوس یو ځل بیا داسې حالات راجوړولی شي چې ځايي اوسیدونکی دوباره په کډو کولو مجبوره کړل شي خو دې ته د سیمې اوسیدونکي په هیڅ قیمت هم تیار نه دي.  د ځایي شیعه مسلمانانو په استازیتوب د پاړه چنار یوه اوسیدونکي عنایت طوري په دې مهال وویل چې شیعه او سنیان خپلو کې یو وروڼه دي اؤ د ټولې کرمې, چې یوه زمکه ده, مثال د یوې کشتۍ دی, اؤ دغه کشتۍ ته چې د کوم اړخه هم زیان ورسي نو ټولې کرمې ته به نقصان رسي. هغه وویل چې امن د سیمې د اوسیدونکو اساسي حق دی اؤ ځکه هغوئ د حکومت نه دا تقاضا کوي چې د وسله والو ډلو دې مخه ونیسی.  هغه په ځایي اوسیدونکو هم غږ وکړو چې دوي دې په شریکه دخپلې خاورې حفاظت وکړي. د سیمې مشرانو د حکومت نه دا غوښتنه هم  وکړه چې د خرلاچۍ په پوله دې افغانستان سره تجارت له نوره وده ورکړي, ځایي ځوانانو له دې د روزګار اضافي وسیلې پیدا کړی شي اؤ په کرمه کښې دموجودو قدرتي زیرمو اؤ ځنګلونو نه باید اجتماعي ګټې تر لاسه کړل شي چې دغسې د سیمې د اوسیدونکو اقتصاد پیاوړی شي.  تر دې وړاندې په دیر،سوات اؤ دخیبر قبایلي سیمې په باړه کې هم د وسله والو طالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد دامن لاریونونه شوي اؤ ددغو سیمو اوسیدونکو په ډاګه کړې ده چې کله به هم پخپله سیمه کې دامنیت د ګډوډۍ اجازه چاله ورنکړي. دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې په دې وروستیو کې په سوشل میډیا داسې دعوې مخې ته راغلې چې په سوات اؤ دیر کې طالبان بیا منظم شوي اؤ دقلنګونو غوښتلو ترڅنګ یې باقاعده ګزمې هم شروع کړې دي. دپاکستان پوځ هم پخپل یو بیان کې په سوات اؤ دیر کې دطالبانو دموجودیت پخلی کړی ؤ خو ویلي یې وؤ دغه وسله وال دابادۍ نه ډیر لرې دغره په څوکه کې دي اؤ پوځ به دخپلې خاورې اؤ ولس ساتنه کوي. خو وروسته دخیبر پښتونخوا دحکومت ویاند برسټر سیف پخپل یو بیان کې دعوه وکړه چې دطالبانو مخه نیول شوې ده اؤ اوس په سیمه کې وضعیت عادي دی.

10.09.2022 ډیوه

طالبان: پاکستان کې بندي افغان کډوال تر نغدي جریمې وروسته خوشي کیږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان حکومت د دغه هیواد د کراچۍ په زندان کې بندي ۳۰۰ افغان کډوال تر نغدي جریمې وروسته خوشي کوي.

10.09.2022 امریکا غږ

دملګرو ملتونو عمومي سکتر دسېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې، وایي زیانونه له تصور هم زیات دي

دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس دخالي/شنبې په ورځ دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف سره یو ځاي دسیند اؤ بلوچستان دسېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې ده اؤ دسېلاب ځپلو خلکو سره یې لیدلي دي. دپاکستان دسرکاري میډيا ترمخه دملګرو ملتونو عمومي سکتر په سیند اؤ بلوچستان صوبو کې دسېلابونو له امله داوښتو زیانونو اؤ دسېلاب ځپلو سره دمرستو اؤ بیا ودانۍ دفعالیتونو جاج اخستی دی. په دغه فضایي سفر کې ښاغلي انتونیو ګوتریس پاکستان کې دسېلابونو له امله اوښتي زیانونه د تصور نه زیات بللي دي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان په دې سختو شېبو کې دنړیوالې ورورولۍ مرستو ته پامتداره دی. په دې موقعه انتونیو ګوتریس ویلي چې پاکستان کې اوسنیو سېلابونو دقیمتي انساني ځانونو ترڅنګ ،ودانیو ،څارویو، اؤ روزګارونو ته سخت زیانونه اړولي دي خو هغه وایي چې هیلې لا ژوندۍ دي اؤ هیلو ته هیڅ ضربه نه ده رسېدلې. هغه ویلي پاکستان دا مهال دسېلابي وضعیت له امله د نړیوالو مرستو اؤ همکارۍ ته سخته اړتیا لري. انتونیو ګوتریس وویل دچاپېریال دبدلونونو له امله دتباهۍ نه د‌ ډکو اغېزو نه د ځان ژغورنې لپاره مونږ ټولو ته دیو دیوې دایمي اؤ پیاوړې اساسي ځاندرې جوړولو ضرورت دی اؤ دې لړ کې باید نړیواله ورورولي اؤ مالیاتي ادارې خپل کردار ترسره کړي. هغه زیاته کړې ده چې دسېلاب له امله د رامنځته شوؤ زیانونو جاج یې پخپله اخستی اؤ دموسمیاتي بدلونونو د زیانونو نه د ځان ساتلو لپاره مونږ ته په سمدستي توګه د زیان رسوونکو ګیسونو په پرېښودو کې نیم په نیمه کمی راوستل اړین دي. هغه ویلي نړیواله ټولنه اؤ ادارې باید په پراخه مټ دپاکستان سره مرستې اؤ همکاري وکړي ځکه چې پاکستان دچاپیریال دبدلونونو نه داغېزمنو ۵۰ هیوادونو په نوملړ کې خو شامل دی خو چاپېریال ته د زیان رسوونکو ګیسونو په پرېښودو کې دپاکستان برخه ډيره کمه ده. تر دې وړاندې پرون دجمعې په ورځ اسلام اباد ته په رارسیدو دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتېریش ته پاکستان کې دسېلابونو له امله دشوې تباهۍ په اړه احوال تېر کړل شوی ؤ. دپوځ لوړ پوړي چارواکي میجرجنرال ظفراقبال داحوال تېرولو په وخت دملګرو متلونو عمومي سکتر ته ویلي وؤ چې پاکستان کې دسېلابونو له امله 40 لکه ایکړه د کروندې زمکه اغېزمنه شوې ده اؤ ددې ترڅنګ قامي سړکونو ته هم سخت زیان رسیدلی دی. هغه ویلي وؤ دپاکستان په دریوؤ کې یوه برخه دسېلاب لاندې راغلې ده اؤ دبلوچستان په څلورو ضلعو کې اوس هم دسېلاب اوبه ولاړې دي . دنوموړي وینا وه چې راتلونکې اوونۍ نه به سندهـ کې وضعیت ښه کیدل پیل شي . د ملګرو ملتونو مشر په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په پاکستان کې د جون د مياشتې راهسې په بارانونو، سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې تراوسه پورې لږ تر لږه 1391 کسان مړه شوي چې پکې 496 ماشومان، 616 ښځې او 279 سړي شامل دي. پاکستاني چارواکي وايي بارانونو او سېلابونو 33 ملينه خلک اغېزمن کړي او د لس اربه ډالرو پورې تاوان اوښتو دعوه کوي. ملګرو ملتونو د وړاندې نه د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 160 ملينه ډالرو د مرستو غږ کړی او د صحت نړيوال پروګرام ويلي چې په پاکستان کې 6.4 ملينه سېلاب ځپلي بشري مرستو ته اړتيا لري.

10.09.2022 ډیوه

پښتونخوا حکومت: ټي ټي پي بريدونه کوي پرضد يې عمليات کيږي او مذاکرات لا نه دي ختم

په داسې حال کې چې په وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان په پوليسو او پوځ د څو بريدونه زمه وارۍ منلي، څيړونکي وايي که څه هم د ټي ټي پي او د پاکستان حکومت په رسمي ډول د مذاکراتو ختمولو نه دي ويلي خو ښکاره دغه مذاکرات نور نه دي پاتې خو د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند وايي مذاکرات لا په رسمي ډول نه دي ختم شوي.

10.09.2022 ډیوه

د شکريې الکوزۍ زوی: تر اوسه مې د مور وژونکي نه دي موندل شوي

د کابل د خيرخانې مېنې د ١٠٢ بستريز روغتون د ډاکترې شکريې الکوزۍ چې شل ورځې مخکې وژل شوې، زوى یې علي اظهر وايي چې تر اوسه يې د مور د وژنې عاملين نه دي موندل شوي. ۴۰ کلنې شکريې الکوزۍ چې د کابل د خيرخانې مېنې د ١٠٢ بستريز روغتون په نسايي او ولادي څانګه کې کار کاوه، د روانې سنبلې مياشتې په دويمه نېټه له خپل کتنځای څخه تر تري تم کېدو وروسته، جسد يې د سنبلې په څلورمه عدلي طب ته ولېږدول شو. د الکوزۍ زوی ۱۷ کلن علي اظهر د مور د ورکېدو کیسه کوي. دی چې د ښوونځي زده کوونکى دى، ازادي راډيو ته یې وويل، چې مور يې د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په دویمه له درېیو ښځو سره چې یوې ځان ناروغ معرفي کړی و، د مرستې په هدف، دوی سره ملالۍ زېږنتون ته ولاړه. د علي اظهر په خبره، دوی د مور له وتلو څو دقیقې وروسته ورته ټلیفون وکړ او د هماغې ورځ په سبا یې هم د مور له ټلیفون څخه اړیکه ونیول شوه او ورته وویل شول، چې د ټلیفون چارج یې کم دی، اندېښنه مه کوئ. هغه زياته کړه، چې عدلي طب د همدې اونۍ د جمعې په ورځ د ده د مور مړى د پنجصد فامیلي سیمې څخه ترلاسه کړی و او د سې شنبې په ورځ يې دوی ته وسپاره. علي اظهر وايي، چې تر اوسه يې د مور د وژنې عاملين نه دي پېژندل شوي او نه هم نيول شوي دي. هغه زیاته کړه: "موږ نه پوهېږو چې د دې جنایت عاملین څوک وو. زه نه پوهېږم چې دا جنایت چا کړی دی. اوسمهال په دې هېواد کې زموږ امنیت تر سرې کرښې لاندې دی." علي اظهر وايي، چې مور يې په خپل ټیکري ځړول شوې وه خو د طالبانو امنيتي چارواکو ويلي، چې د ډاکتر شکریې جسد یې د کابل ښار په قصبه سيمه کې يې په يوه بوجۍ کې موندلې و. په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، چې اغلې الکوزۍ د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې او د دې پېښې په اړه د دوی څېړنې دوام لري. په ورته حال کې یوه فعاله مېرمن نرګس احمدزۍ وايي، د دا ډول پېښو رامنځته کېدل د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر حضور منفي اغېز کوي. احمدزۍ زیاتوي: "دا ډول پېښې د نورو ښځو د پرمختګ مخه نيسي. هغه مېرمنې چې دلته په کار بوختې دي، دې پېښې وېرولي دي. که د دې ډول پېښو مخه ونه نيول شي، ناوړه پايلې به ولري. ښايي مېرمنې له زياتو ستونزو سره مخ کړي. ښایي د نورو نجونو کورنۍ چې په رسنیو، دفترونو او یا سیاسي برخو کې کار کوي نورې یې کار کولو ته پرېنږدي." دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د وژنو په ګډون د هدفي وژنو دوام د نړیوالو سازمانونو او نړیوالو ټولنو اندېښنې هم راپارولې دي. د روان کال د سرطان میاشتې په ۲۹مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور خپور کړی و. یوناما په دې راپور کې لیکلي وو، چې د تېر کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې د طالبانو د حکومت غړو لږترلږه ۱۶۰ پخواني حکومتي چارواکي وژلي چې په دې سره یې د دوی په خبره د خپلې اعلان کړې عمومي عفوې څخه سرغړونې کړې دي.

10.09.2022 ازادي راډیو

پکتیا کې لسګونه نجونو زده کوونکو د ښوونځیو بندېدو په غبرګون کې لاریون وکړ

په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګیو پورته د نجونو د متوسطه او لېسه ښوونځيو بندېدو سره هم مهاله، په پکتیا ولایت کې یو شمېره نجونو زده کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې د هغوی پر مخ د یادو ښوونځیو بیرته خلاصولو غوښتنه وکړه.

10.09.2022 امریکا غږ

په پکتیا کې لسګونه زده کوونکو نجونو لاریون وکړ

په پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته لسګونه زده کوونکو نجونو نن مظاهره وکړه. طالبانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل چې دوه اوونۍ مخکې پرانیستل شوي وو. نجونې چې سهار ښوونځیو ته له تګ منع شوې وې د کورونو په ځای راساً د پکتیا مرکز ګردېز ته په لاریون ووتلې او د طالبانو د دې اقدام پر ضد یې غږ اوچت کړ. په خواله رسنیو کې د دې مظاهرې څو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي. په یوې کې د مظاهرې یوه ګډونواله او د ښوونځي زده کوونکې په ژړغوني غږ ویلي: "زموږ له احساساتو سره مو ولې لوبې وکړې؟ ولې مو موږ بېرته ناهیلې خپلو کورونو ته واستولو؟ موږ خو یو مظلوم قشر یو، ښځې یو!)" د نننۍ مظاهرې او د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو مو په پکتیا کې د طالبانو د پوهنې له رییس مولوي منیب نه وپوښتل د راپورونو له مخې دوه اوونۍ مخکې په مرکز ګردېز کې څلور او په څمکنیو کې د نجونو یوه لېسه چې له شپږم ټولګي پورته زرګونه نجونې په کې زده کړې کوي د لېسو د مدیرانو او د نجونو د والدینو په مشوره پرانیستل شوې وې. په ځینو نورو نا تایید شویو راپورونو کې هم راغلي چې طالبانو د پکتیا د دغو پنځو لېسو مدیران نیولي او نامعلوم ځای ته یې استولي. تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې څېړنه کوي دا ښوونځي د چا په امر فعاله شوي دي. نږدې یو کال کېږي چې د طالبانو په امر له شپږ ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او لکونه نجونې له زده کړو بې برخې دي. له نړیوالو فشارونو سره سره طالبان لا د ښوونځیو په اړه له خپلې پرېکړې نه دي ګرځېدلي.

10.09.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more