شاته

په ترکیه کې ښځو په ایران کې له پولیسو سره د مړې شوې  ښځې پر سر لاریون کړی

واشنګټن – یوه ډله ایرانۍ مېرمنو چې په استانبول کې اوسېږي له ترکانو سره یوځای د تهران د پولیسو په یو زندان کې د ۲۲ کلنې مهسی امیني د مړینې له امله د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ایران کونسلګرۍ مخې ته لاریون کړی.

د استانبول پولیسو چې د نهې یا سې شنبې په ورځ یې په تکسیم څلور لاري کې په وار وار د دغې ډلې د راټولېدو مخه نیوله دا ځل له لرې څخه د هغوی څارنه کوله.

د لاریون پر وخت لږ تر لږه درې مېرمنو له مېرمن امیني سره د شوې رویې په احتجاج کې خپل د سر وېښته پرې کړل.

پولیسو مهسی امیني له دې امله نیولې وه چې د دوی په وینا ټکری یې نه و په سر کړی او د سر وېښته یې ښکاره کېدل.

هغه وروسته د پولیسو په توقیف خانه کې مړه شوې ده.

لاریون کونکو په فارسي، ترکي او کردي ژبو شعارونه ورکول.

په ترکي ژبه شعار و چې "مونږ خاموشه نه پاتې کېږو، مونږ نه وېرېږو" او "زما بدن زما پرېکړه"

په فارسي او کردي ژبه شعارونو کې وو چې "ښځې په ازاده ژوند کوي" او "مونږ د ملایانو رژیم نه غواړو."

د کابو ۳۰۰ کسانو دغې ډلې له ځانونو سره داسې بېنرې هم درلودلې په کومو باندې چې د ایران په ستر مذهبي مشر ایا الله خامنايي‌ او د ایران په رژیم باندې توندې نیوکې لیکل شوې وې.

یو له لاریون کونکو څخه مهدي سګلر نومېده چې په ترکیه کې د تېرو شلو کالو راهیسې ژوند کوي.

سګلر د امریکا غږ ترکي څانګې ته ویلي، "دوی یوه جلۍ تر مرګه وهي یواځې د دې لپاره چې وېښته یې ښکاره شوي."

هغه زیاتوي، "د هغوی خپل ماشومان چې اروپا او امریکا کې دي، هر ډول چې وغواړي هغه ډول ژوند کوي خو هغوی دا جلۍ د پولیسو په سټېشن کې یواځې له دې امله وهل شوې چې وېښته یې ښکاره شوي او دومره یې وهلې چې په دماغ کې یې وینه راټوله او مړه شوې. مونږ دلته د دې پرضد احتجاج کوو. په ایران کې هم زمونږ خلک سړکونو ته راوتلي دي."

یوه بله ایرانۍ لاریون کونکې ګېلاري عبدي ویلي، چې که څه هم له خپل هېواد سره ډېره زیاته مینه لري خو د زیات فشار له امله خپل هېواد کې نشي اوسېدلی.

هغه وايي، "زه ازادي ته اړتیا لرم، خو زه په ایران کې ازادي نه لرم. زه دلته له مجبوریته د تېرو دوو کالو راهیسې ژوند کوم. دوی مهسی له دې امله ووژله چې وېښته یې ښکارېدل. هغه یواځې ۲۲ کلنه وه. زه هم یوه ښځه یم او زه ازادي غواړم."